Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73
info@afghanistan-jamhuriat.com
Total members: 117.524 (26 June 2017)
Erdbeben in Herat: Dringende Versorgung der Erdbebenopfer ist erforderlich, da der Winter bald kommt!
آغلو او ښاغلو
په هرات کې د زلزلې له امله بې کوره سوي خلک په یخه هوا کی شپې تیروي. په دوی کې ماشومان، ښځی او ډیری امیندواره میرمنې شاملې دي. موږ له اړونده روغتیایی چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د امیندواره میرمنو لپاره ژرترژره بیړنۍ طبي خدمتونه چمتو کړي.
موږ په خپل مکتوب کې چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۹ نېټه مو لیکلی وو غوښتنه کړې وه، چې د زلزلې له امله هغو خلکو ته چې کورونه یې ویجاړ سوي دی، د دولتي خزانې څخه د هر کور پرسل زره افغانۍ مالي مرسته ورکول سي. د رسنیو له لارې مو خبر ترلاسه کړ چې زموږ له مکتوب یوه ورځ وروسته له کابل څخه یو مسؤل کس هرات ته سفر وکړ او د زلزله ځپلو لپاره یې د پخو کورونو د جوړولو ژمنه وکړه. په دې برخه کې د يادونې وړ ده، چې د تلويزيوني راپورونو له مخې، په خوست ولايت کې د بې کوره خلکو لپاره څو ساده کوټې جوړې سوې وی، چې د هرې کوټې بيه يې له سلو ډالرو څخه زياته نه ده.
له همدې امله موږ د اړونده چارواکو او ادارو څخه غوښتنه کوو چې د هرات د زلزله ځپلو کورنیو لپاره دی دخوست په څېر ساده کوټې نه جوړوي. بلکی دوی باید ژر تر ژره د زلزله ځپلو لپاره مستحکم او پاخه کورونه چی د ۳ څخه تر ۴ خونو پوری ولری جوړ کړي. هر کور باید په سولر (شمسی) سیسټم سمبال وي او د څاه یا نل اوبو ته لاسرسی ولري. په هر زلزله ځپلي کلي کې باید نوې ونې وکرل سي، چې د ونو شمیر لږ تر لږه د هغو کسانو د شمیر سره برابر وي چې په زلزله کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دي. له دې جملې څخه باید دوی ونې په هر کور کې وکرل سي او پاتې نورې ونی باید د سړک په غاړه کې وکرل سي. د استوګنې هره سیمه باید د لویو ښارونو سره دپاخه سړکونو په واسطه وصل سي. سربېره پر دې، د هستوګنې په هره سیمه کې باید د هلکانو او نجونو لپاره ښوونځي جوړی سي.
د قربانیانو کورنیو ته، چې خپلوان یې په زلزله کې وژل سوي دی، باید د هر وژل شوي کس په بدل کې ۷۰ زره افغانۍ ورکړل سي. هغه کسان چی د زلزلی له امله زخمیان سوی دی دی هر نفر ته دی پنځلس زره افغانی ورکول سی. ټول لګښتونه باید د دولت له خزانې څخه ورکول سي.
تر هغه وخته پوری چې د زلزله ځپلو لپاره کور ونه جوړیږي، بې کوره سوې کورنۍ، ماشومان، ښځې او امیندواره میرمنې چې د زلزلې له امله یې خپل کورونه له لاسه ورکړي دی، باید ژرترژره په دولتي تاسیساتو کې ځای پرځای سي. د اړتیا په صورت کې باید په کابل کې د انټرکانټیننټال هوټل او دارالامان ماڼۍ د یادو کسانو د هستوګنې په توګه وکارول سي. هره کورنۍ باید یواطاق ترلاسه کړي. نا واده سوي نارینه دی په جوماتونو کې ځای پرځای سي. تر هغه وخته پوری چې د زلزله ځپلو لپاره کور ونه جوړیږي،، هری کورنۍ ته باید د ورځنی لګښتونو لپاره د میاشتی ۵۰۰۰ افغانۍ ورکول سي. هری کورنۍته باید نوی کورونو ته تر کډه کیدو وروسته، تر ښپږو میاشتو پوری د ورځنی ژوند دلګښتونو دپاره دمیاشتی ۵۰۰۰ افغانۍ ورکول سی.
افغانستان د افغان ولس دی او د افغانستان دولتي خزانه هم دافغان ولس ده.
په درنښت
An die Regierung von Großbritanien
ښاغلی لومړي وزیر ریشي سوناک ته
موږ د رسنیو له لارې خبر سوو چې ښاغلی نواز شریف غواړي سبا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۲۱ پاکستان ته سفر وکړي. ښاغلی نواز شریف او ورور یې شهباز شریف د بې ګناه خلکو قاتلین دي، له همدې امله موږ د دواړو ښاغلو دمحاکمی غوښتونکی یو. ځکه نو موږ له تاسو او ستاسو له حکومت څخه غوښتنه کوو چې پاکستان ته د ښاغلی نواز شریف د سفرمخنیوی وکړي. ښاغلی نواز شریف باید په کور کې نظر بند سي. د ښاغلي نواز شریف کورنۍ د ډیرو کلونو راهیسي په پاکستان کې څو واره په انتخاباتو کی درغلی کړیدی او په دی توګه واک ته رسیدلی دي.
که ښاغلی نواز شریف دا مهال په برتانیا کې نه وی په بل هېواد کې وی، نو له نورو هېوادونو هم غوښتنه کوو چې نواز شریف ته اجازه ورنکړي چې پاکستان ته سفر وکړي، بلکې هغه دې ونیسي او په کور کې دی یی نظربند کړي.
په درنښت
An die Diktatoren von Pakistan: Geben Sie die Diktatur auf.
اغلو او ښاغلو
موږ ټول افغان ولس ستاسی څخه غوښتنه کوو چې د پښتونخوا او بلوچستان څخه د پاکستان پوځ وباسئ
د ۷۶ کلونو را په دېخوا هم تاسی ته او هم دنیا ته دا معلومه سوې ده, سره دهغه چې د پاکستان حکومت، پوځ او پاکستاني استخباراتو د بلوچستان او پښتونخوا پر ولس باندی هر ډول دظلم طریقی تطبیق کړلی لکه شکنجه کول، وژل، خلک د ښکارهدف ګرځول او داسی نور, بیاهم تاسی په دي نه یاست توانیدلی چی پښتونخوا او بلوچستان دځان کړی ځکه د پښتونخوا او بلوچستان خلک افغانان دي. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یو ولس، یو کلتور او یوه خاوره ده. له همدې امله موږ د اسلام اباد حکومت ته وایو چې ځانونه مه غولوئ. تاسی نه د بلوچستان او پښتونخوا خلک او نه هم زموږ د خاوره د ځان کولای سئ. دنیا ته هم معلومه سوه چې ستاسی پوځ او جنرالان ترهګر لکه داعش او داسی نور روزي, افغانستان او نورو هېوادونو ته یې استوي. دا ستاسی دیکتاتورانو او جنګي جنایتکارانو دنده ده چې ملیاردونه ډالر ترلاسه کړي. تاسی باید وشرمیږئ. تاسی باید ژر تر ژره له بلوچستان او پښتونخوا څخه ووزي. دا ستاسی په ګټه ده.
په درنښت
Wir verurteilen das Terrorattentat in Moschee vom Baghlan auf das Schärftste!
اغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۳ د بغلان په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وسوه، چې په پایله کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
موږ دا ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو. موږ دزړه له کومی تسلیت د دې برید د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوو. ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو.
د دې برید شا ته د پاکستان دیکتاتوران او د پاکستان د پوځ استخباراتي اداره (آی ایس آی) لاس لري. دوی دی وشرمیږئ. دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې مذهبي جګړه رامنځته کړي، خو دغه هدف ته به ونه رسېږي. د لوی افغانستان ولس اوس د پاکستان په ناوړه نیتونو او دسیسو پوه سوي دي.
که موږ حکومت په لاس کې واخلو، موږ به په پورتني برید کې د وژل سوو کسانو کورنیو ته ۳۰۰۰ ډالر او سخت ټپیانو ته ۱۰۰۰ ډالر ورکړو.
په درنښت
Finanzielle Hilfen für Opfer der Erdbeben-Katastrophe in Province Herat, Afghanistan.
آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د افغانستان لویدیځې برخې زورورې زلزلی ولړزولې. د هرات په ولایت او شاوخوا سیمو کې په یو شمېر کلیو کې ګڼ شمیر کورونه ویجاړ سوي دي. د انسانی تلفاتو شمېر د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په ګډون له ۲۵۰۰ تنو څخه اوښتی دی او تر ۲۰۰۰ ډېر ټپيان دي. موږ د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو
هغه کسان چی کورونه یی د زلزلی له امله چپه سوی دی هر کورته دی سل زره افغانی ورکول سی. هغه نفر چی د زلزلی له امله مړه سوی دی دهغو کورنیو ته دی دهر مړی پر سر اویا زره افغانی ورکول سی. هغه کسان چی د زلزلی له امله زخمیان سوی دی دی هر نفر ته دی پنځلس زره افغانی ورکول سی. داپیسی دی دافغانستان دبودجی یعنی ددولت دخزانی څخه ورکول سی
دا به ډیرښه وي که چیرې هغه خلک چې کورونه یې د زلزلې او سیلابونو له امله نړیدلی وي خپل نوي کورونه د زلزلې په وړاندې مقاومت لرونکي او باثباته جوړ کړي ترڅو ددوی کورونه د راتلونکي زلزلې او سیلابونو په وړاندې مقاومت وکړي اودبیانړیدلو مخنیوی یی وسی.
په درنښت
Mit freundlichen Grüßen
Die Befreiung Belutschistans und Pakhtunkhwas von den Punjabi-Diktatoren ist keine große schwierige Aufgabe
دبلوچستان او پښتونخوا آزادیدل دپنجابی دیکتاتورانو څخه یو غټ مشکل کار ندی
زموږ دلوی افغانستان ټول ګران ولسه
دپنجاب دیکتاتورانو تر ۵۰ کالو زیاتی مودی راهیسی دډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته پر افغان ولس باندی رنګارنګ سخت ظلمونه وکړل. ددواړو خواووافغان ولس یی په رنګارنګ درواغو او چلبازیانو باندی وغولوی. دوی لا هنوز په دغه فکر کی دی چی نورهم ډ لوی افغانستان ددواړو خواوو ولس په درواغو اوچلبازی سره وغولوی
دلوی افغانستان ددواړو خواوو زموږ ګران افغان ولسه
هوښیاراوسی چی دپنجاب د دیکتاتورانو په چل, چلبازی او درواغو باندی ونه غولیږی. ډیرلږ نفرو ځپل ځانونه پرپنجابیانو باندی خرڅ کړیدی دخپل جیبونو او چوکیانو دپاره. دوی دی وشرمیږی. نه زموږ پلرواو نه زموږنیګه ګانو دا منل, نه موږ, نه د لوی افغانستان راتلونکی نسل او نه زموږ غیرت دا منی چی موږ دپنجابی دیکتاتورانو مریان سو
مه بیریږی, سرونه مو لوړ ونیسی
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
Die Befreiung Belutschistans und Pashtunkhwas von den Punjabi-Diktatoren ist keine große schwierige Aufgabe
Unser liebes gesamtes Volk des großen Afghanistans,
Seit mehr als 50 Jahren verüben die Diktatoren von Punjab auf beiden Seiten der Durand-Linie grausame Gräueltaten gegen das afghanische Volk. Sie haben das afghanische Volk auf beiden Seiten mit diversen Lügen und Tricks hinters Licht geführt. Ihre Gedanken und Pläne basieren immer noch darauf, weiterhin die Menschen auf beiden Seiten Afghanistans zu belügen und zu betrügen.
Unser liebes afghanisches Volk auf beiden Seiten des großen Afghanistans,
Seien Sie clever! Achten Sie darauf, dass Sie sich nicht von den Tricks und Lügen der Diktatoren von Punjab täuschen lassen. Nur sehr wenige Personen haben sich an Punjabis verkauft, um ihre eigene Taschen mit Geld zu füllen und einen Posten zu bekommen. Sie sollten sich schämen. Weder unsere Väter noch unsere Großväter haben es akzeptiert, noch wir, noch die nächste Generation des großen Afghanistans, noch unsere Ehre akzeptiert es, dass wir Sklaven der Punjabi-Diktatoren werden.
Lassen Sie sich nicht einschüchtern. Kopf hoch.
Lang lebe das große Afghanistan
Wir das gesamte Volk des großen Afghanistans befreien uns von den Punjabi-Banditen!
موږ دلوی افغانستان ټول ولس دپنجابی ډاکوګانو څخه ځان آزادوو
دپنجاب دیکتاتوران دی خبر وی چی په بلوچستان اوپښتونخوا کی ۱,۷ ملیونه افغانان نه دی چی دوی فکر کوی. په پښتونخوا اوبلوچستان کی تر ۴۵ ملیونو زیات افغانان دی
مه بیریږی, سرونه مو لوړ ونیسی
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
Wir das gesamte Volk des großen Afghanistans befreien uns von den Punjabi-Banditen!
Die Diktatoren von Punjab sollen wissen, dass es in Belutschistan und Pakhtunkhwa nicht 1,7 Millionen Afghanen gibt, wie sie denken. In Pakhtunkhwa und Belutschistan leben mehr als 45 Millionen Afghanen
Lassen Sie sich nicht einschüchtern. Kopf hoch.
Lang lebe das große Afghanistan
An die Chinesische Regierung,
دچین حکومت ته
آغلو او ښاغلو،
موږ تاسو ته څو ځله د بلوچستان او پښتونستان په اړه لیکلي دي. موږ یو ځل بیا یادونه کوو چې بلوچستان او پښتونستان د افغانستان د خاورې برخه ده. د ګوادر بندر په بلوچستان کې موقعیت لري چې د افغانستان په خاوره پورې اړه لري. موږ نه غواړو چې د چین سړک له پښتونستان او بلوچستان څخه تېر سي. له همدې امله موږ تاسو ته اوس لا پرصحیح وخت خبر درکوو چې چینایان باید ژر تر ژره د بلوچستان او پښتونستان له سیمې ووزي. دا پدې معنی نه ده چې موږ له چین سره ستونزې لرو. چین د افغانستان ګاونډی دی او موږ چین ته درناوی لرو. په هرصورت، چین باید په دې پوه سي چې د پاکستان دیکتاتورانو او جنګی جنایتکارو جنرالانو اضافه تر پنځوسو کلونو راهیسې زموږ پر ولس ظلم او ستم کړی دی.
هیله ده چی تاسی دغه موضوع درک کړی
په درنښت
Sheikh Nadeem ist dümmer als die Esel!
شیخ ندیم ترخرو لا بیعقل دی
اغلو او ښاغلو
شیخ ندیم چې ځان ته د لوړو زده کړو وزیر وایي، خر لا تر شیخ ندیم ډیر هوښیار دی. کله چې موږ په افغانستان کې حکومت په لاس کی واخلو، شیخ ندیم به بهر ته واستوو او دجراحي عملیاتو په ذریعه به دده څخه ښځه جوړه کړو. دده نوم شیخ ندیم نه دی. دده نوی نوم ګل مکې ده
د اسلام په دین کې تعلیم پر نارینه او ښځینه فرض دی
Scheikh Nadeem ist dümmer als die Esel!
Sehr Damen und Herren,
Scheich Nadeem, der sich selbst als Minister für hohe Bildung bezeichnet, ein Esel ist sogar mehr schlauer als Scheikh Nadeem. Wenn wir die Regierung in Afghanistan übernehmen, werden wir Scheikh Nadeem ins Ausland schicken und ihn durch eine chirurgischen Operation in eine Frau verwandeln. Sein Name ist nicht Sheikh Nadeem. Sein neuer Name ist Gul Makai.
In der Religion des Islam ist Bildung sowohl für Männer als auch für Frauen obligatorisch.
Wir verurteilen den Terroranschlag in Belutschistan-Mastung auf das Schärfste!
موږ د بلوچستان دمستونګ تروریستی برید په کلکه غندو
سلامونه زموږ دبلوچستان او پښتونخوا ګران ولسه
پر ۲۹ دسپتمبر ۲۰۲۳ دبلوچستان دمستونګ په سیمه کی دپاکستان د استخباراتی اداری (آی ایس آی) دخوا تروریستی حمله وسول چی په نتیجه کی تر ۵۷ زیاتو نفرو خپل ژوند دلاسه ورکړی او تر ۵۰ زیات کسان ټپیان سول
موږ د غه تروریستی برید په کلکه غندو, ددغه پیښی دقربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو او زخمیانو ته عاجله شفا غواړو
دمستونګ په سیمه کی دا تروریستی حمله دپاکستان داستخباراتی اداری (آی ایس آی) ظالمانو کړی ده. دوی غواړی چی په رنګارنګ دسیسو سره د ډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته افغان ولس و زیروی او ترور یی کړی, بیا نو ځان ناګمانه واچوی او دا بریدونه پر نورو ډلو تاوان کړی
د ډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته ګران ولسه
پام کوی چی ونه غولیږی د (آی ایس آی) جنرالانو اوچارواکو په دی باره کی تعلیم کړی دی چی څنګه تروریستی حملی وکړی څنګه دا بریدونه پر نورو ډلو تاوان کړی او ځان بیګناه وبولی, څنګه پر انسانانو ظلمونه وکړی او دځان تابع یی کړی
د (آی ایس آی) جنرالانو د ډیورنډ یوی خواته تر ۴۴ کالو زیاتی مودی راهیسی او د ډیورنډ بلی خواته تر ۵۰ کالو زیاتی مودی راهیسی هر ډول ظلمونه وکړل اما هیڅ وخت څان نه ملامتوی بلکی همیشه ملامتی پر نورو ډلو اچوی چی داتاسی ته معلومه ده
د (آی ایس آی) جنرالان غواړی په دغه کړنو سره دیوی خوا څخه افغان ولس ترور کړی د بلی خوا څخه غواړی چی داسلام په نامه نوری ډلی بدنامه کړی او دنیا ته داسی ښکاره کړی چی ګواکی دا تروریستی ډلی دی چی دا بریدونه کوی. په دا توګه سره د (آی ایس آی) جنرالان غواړی چی د دنیا څخه ملیاردونه ډالر لاس ته راوړی
په درنښت
An die Vereinten Nationen und die Weltgemeinschaft!
د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلی ګوتریش،
محترمی نړیوالی ټولنی ته،
موږ نه غواړو چې د یو مافیایي تجارتی شرکت له حکومت سره یوځای کار وکړو.
شل کاله د افغانستان مافیا په حکومت کې وه. دوی دحکومت څخه یوتجارتی شرکت جوړ کړی وو. دوی خپل جیبونه په پیسو ډک کړل او خپل خپلوان یې پر دولتي چوکیو مقرر کړل. دوی د نشه يي توکو په قاچاق، اداري فساد، له دولتي خزانې څخه د پیسو په غلا او په بېلابېلو جنايي کړنو کې لاس درلودی. دوی دولتي چوکی تر یو ملیون ډالرو پورې پیسو په بدل کی خرڅولی. دوی هغه پیسې چې د دولت له خزانې څخه یی غلا کړلې یا یی د مخدره توکو له قاچاق او نورو جرمي فعالیتونو څخه لاسته راوړلي په بهرنیو بانکي حسابونو کې ساتلی یا یی په بهر کې کورونه او جایدادونه په رانیول.
په پای کې دوی ټول د ملیاردونو ډالرو سره یو ځای بهر ته وتښتېدل. ځینوحتی چورلکې (هلیکوپتر الوتکی) د سرو زرو په خښتو او د پیسو په بوجیو ډکې کړلی، خارجی هیوادونو ته یی یوړلی اوافغان ولس یی یوازی پرېښوی.
موږ د افغانستان ټولو قومونو ته درناوی لرو. د راتلونکي حکومت او کابینې لپاره زموږ په لیست کې د ټولو قومونو اشخاص شامل دي. موږ د خپلې راتلونکې حکومتدارۍ لپاره د باور وړ، پوه او لوستي کسان لرو. موږ به قطعاً له افغان مافیا او د پخواني حکومت له غړو سره همکاري ونه کړو.
په درنښت
Unser liebes Volk auf beiden Seiten der Durand-Linie, seien Sie begrüßt!
د ډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته زموږ ګران ولسه سلامونه
آغلو او ښاغلو
پر موږ ټول افغان ولس دا فرض دی چی دپنجاب ددیکتاتورانو او جنګی جنایتکارانو څخه ځان خلاص کړو
د ډیره وخته راهیسی دپاکستان دحکومت او دپاکستان دپوځ دنده داده چی دبهرنی هیوادونو څخه دهغوی د فرمایش مطابق جنایتکارانه پروژی په لاس کی واخلی او پر موږ افغان ولس یی تطبیق کړی. دوی دډیورنډ یوی خواته تر ۴۴ کالو زیاتی مودی راهیسی د شیرخورو ماشومانو څخه نیولی تر بوډاګانو پوری اضافه تر ۲ ملیونو انسانان ووژل او په ملیونو انسانان یی مجبوره کړل چی وطن پریږدی او نورو هیوادونو ته پناه وروړی. دوی دډیورنډ دکرښی بلی خوا ته په بلوچستان او پښتونخواکی د ۵۰ کالو څخه زیاتی مودی راهیسی اوربل کړی دی, په زرګونو انسانان ورکیږی, دوی دا انسانان بندی کوی، لت او شکنجه ورکوی او وژنی یی.
ددا ظالمانو دیکتاتورانو جنرالانو دنده داده چی پښتانه داسلام په نامه وروزی، وروسته دتروریستی موخو دپاره کار ځنی واخلی او د پښتنو په واسطه پښتانه ووژنی. تر ۴۴ کالو زیاتی مودی راهیسی ددوی دروزل سوو تروریستانو همدغه دنده ده. ددوی یو پلان دادی چی دپښتون او افغان نسل ختم کړی اوپرهغه افغانانو باندی چی دډیورنډ دواړو خواوو ته ژوندی پاته وی دبیری او وحشت فضا جوړه کړی او په دا توګه یی مجبوره کړی چی دا پاته افغانان دپنجابیانو تابع سی یایی دنوکرانو غوندی سی. ددوی بل کوښښ دادی چی د ډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته د طبیعی ذخیرو او کانونو اختیار او کومانده ددوی په لاس کی وی. ددوی راتلونکی پروژه داده چی دپښتنو او افغانانو څخه په منځنی آسیاکی دخپلو موخو دپاره کارواخلی ترڅوچی تاجکستان, ازبکستان, ترکمنستان او قرغزستان په خپله قبضه کی راولی. دوی خپل پنجابیان په جنګ کی نه قربانی کوی بلکی د پښتون قوم په جنګ کی ور مخ ته کوی.
زموږ ګران ولسه دا حقیقت دی او داسی وخت به راځی چی موږ به دبیری څخه د خپلو بچیانو او لوڼو اختیار نه لرو. خبراوسی که غواړی چی خپل ځان او خپلو راتلونکونسلونو ته نجات ورکړی سره یوسی تاسی ته ددښمن پالیسی معلومه ده چی و نه غولیږی.
پنجابیانو دافغان په خاوره کی دسیمی جالی دیوال جوړ کړی دی, دوی غواړی چی په دا توګه افغان ولس وغولوی. موږد پښتونخوا او بلوچستان د ولس څخه غوښتنه کوو چی د پنجابیانو سره دسیمی جالۍ ددیوال په برخه کی هیڅ کار ونکړی او کارګر ور و نه لیږی. پنجابیانو چی دسیمی جالۍ ددیوال سره پوستی جوړی کړی دی موږ ستاسی څخه غوښتنه کوو چی هیڅ یوی پوستی ته هم خوراکی مواد او نور دضرورت شیان ور ونه رسوی. که تاسی د پنجابیانو سره دسیمی جالۍ ددیوال په برخه کی کار وکړی یا د پنجابیانو پوستو ته خوراکی مواد اونور دضرورت شیان ور ورسوی دا به د ډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ولس ته ملی خیانت وی. داموضوع جدی ونیسی.
په درنښت
Unsere liebes Volk auf beiden Seiten der Durand-Linie, seien Sie begrüßt!
Sehr Damen und Herren,
Es ist die Pflicht von uns allen, uns von den Punjabs Diktatoren und Kriegsverbrecher zu befreien.
Seit langem ist es die Aufgabe der pakistanischen Regierung und der pakistanischen Armee, Aufträge für kriminelle Projekte aus dem Ausland zu übernehmen und sie auf uns, das afghanische Volk, anzuwenden. Auf der einen Seite der Durand-Linie mehr als 44 Jahre lang töteten sie mehr als 2 Millionen Menschen, von Säuglingen bis zu alten Menschen, und zwangen Millionen von Menschen, ihre Heimat zu verlassen und in anderen Ländern Zuflucht zu suchen. Auf der anderen Seite der Durand-Linie haben sie Belutschistan und Pashtunkhwa seit mehr als 50 Jahren in Brand gesetzt. Mehrere tausende Menschen sind spurlos verschwunden, sie werden verhaftet, geschlagen, gefoltert und ermordet.
Diese grausame Diktatoren Generäle haben die Aufgabe, Paschtunen im Namen des Islam auszubilden, sie dann für terroristische Zwecke zu nutzen und Paschtunen durch Paschtunen zu töten. Dies ist seit mehr als 44 Jahren die Aufgabe der ausgebildeten Terroristen. Sie haben einen Plan, die paschtunische und afghanische Rasse auszurotten und bei den noch lebenden Afghanen auf beiden Seiten der Durand-Linie eine Atmosphäre der Angst und des Terrors zu schaffen und so die verbleibenden Afghanen zur Unterwerfung unter die Punjabis zu zwingen bzw. sie zu Dienern der Punjabis zu machen. Ihr weiteres Ziel ist, die Bodenschätze auf beiden Seiten der Durand-Linie unter ihr Kommando zu stellen. Ihr zukünftiges Projekt besteht darin, Paschtunen und Afghanen in Zentralasien für ihre eigenen Zwecke zu nutzen, um Tadschikistan, Usbekistan, Turkmenistan und Kirgisistan unter ihren Besitz zu bringen. Sie opfern im Krieg nicht die eigenen Punjabis, sondern lassen das paschtunische Volk kämpfen.
Unser liebes Volk, das ist die Wahrheit und es wird eine Zeit kommen, in der wir keinen Bestimmungsrecht mehr für unsere Söhne und Töchter haben werden. Seien Sie darüber im Klaren, dass Sie, wenn Sie sich selbst und Ihre zukünftigen Generationen retten wollen, sich vereinigen müssen. Sie kennen die Politik des Feindes. Lassens Sie sich nicht hinters Licht führen.
Die Punjabis haben auf afghanischem Territorium einen Zaun errichtet, sie wollen auf diese Weise das afghanische Volk täuschen. Wir fordern die Menschen in Pakhtunkhwa und Belutschistan auf, keine Arbeiten am Zaun mit den Punjabis durchzuführen und keine Arbeiter zu den Punjabis am Zaun zu entsenden. Wir fordern Sie auf, keine Lebensmittel und andere lebenswichtige Güter an eines der Wachtposten zu liefern, die die Punjabis entlang des Zauns errichtet haben. Wenn Sie beim Zaun mit den Punjabis zusammenarbeiten oder Lebensmittel und andere notwendige Dinge an die Wachtposten der Punjabis liefern, wäre das ein nationaler Verrat an das Volk auf beiden Seiten der Durand-Linie. Nehmen Sie diese Sache ernst.
Mit freundlichen Grüßen
Das afghanische Volk wird nicht durch das Slogan des ISI getäuscht werden.
افغان ولس د (آی ایس آی) په شعار باندی نه غولیږی
آغلو او ښاغلو
دپاکستان دپوځی استخباراتو اداره (آی ایس آی) د ۷۵ کالو راهیسی دډیورنډ دکرښی دواړه خواوو ته افغان ولس په دا غولوی چی پاکستان او افغانستان سره وروڼه دی او ګاونډیان دی. افغان ولس نور ددرواغو په شعار نه غولیږی
دا (آی ایس آی) ګوډاګی انورالحق کاکړ وپنجاب ته خدمت کوی دپښتنو قوم اونورافغانی قومونو ته خیانت کوی. دا د(آی ایس آی) چل او چلبازی ده چی ځینی وختونه دموقتی مودی دپاره یو پښتون ته لوړه چوکی ورکړی ترڅوچی دډیورنډ دکرښی دواړه خواوو ته پښتانه اونورافغانی قومونه وغولوی
دپاکستان حکومت او (آی ایس آی) دی خبر وی چی دلوی افغانستان ولس ستاسی په درواغو, چل او چلبازی نه غولیږی. دپاکستان حکومت او (آی ایس آی) دی خپل ځان نه غولوی. بلوچستان او پښتونخوا دافغانستان خاوره ده. دډیورنډ دکرښی د دواړه خواوو ولس یو افغان ولس دی. پاکستان دی ژر تر ژره د بلوچستان او پښتونخوا څخه خپل تروریستی پوځ او اداری وباسی
Das afghanische Volk wird nicht durch das Slogan des ISI getäuscht werden.
Sehr geehrte Damen und Herren,
Der pakistanische Militärgeheimdienst (ISI) täuscht seit 75 Jahren das afghanische Volk auf beiden Seiten der Durand-Linie mit Worten wie "Pakistan und Afghanistan sind Brüder und Nachbarn". Das afghanische Volk lässt sich von diesen falschen Parolen nicht mehr täuschen.
Die Marionette des ISI, Anwar-ul-Haq Kakar, dient den Interessen von Punjab und verrät die Paschtunen und andere afghanische Stämme. Es ist ein Trick des ISI, gelegentlich einem Paschtunen vorübergehend eine hohe Position einzuräumen, um die Paschtunen und andere afghanische Stämme auf beiden Seiten der Durand-Linie zu täuschen.
Die Regierung Pakistans und der ISI sollten wissen, dass sich die Menschen in Afghanistan nicht mehr von ihren Lügen und Tricks täuschen lassen werden. Die pakistanische Regierung und der ISI sollten sich keine Illusionen machen. Belutschistan und Pashtunkhwa sind Territorium Afghanistans. Die Menschen auf beiden Seiten der Durand-Linie sind ein afghanisches Volk. Pakistan sollte seine Terrorarmee und Behörden umgehend aus Belutschistan und Pakhtunkhwa abziehen.
An die Chinesiche Regierung
د چین ښاغلی حکومت ته
چين او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او موږ د خپل ګاونډي په توګه ستاسو درناوی کوو. چین له پاکستان سره ټینګی اړیکې ساتي. که تاسو پاکستان ته ملیاردونه ورکوئ یا پیسی د بخشش په توګه ورکوئ دا ستاسو خپله مسله ده.
لکه څنګه چې موږ مخکې هم په خپل لیک کې تاسی ته لیکلي وه، موږ غواړو یو ځل بیا تاسی دا موضوع ته متوجه کړو چې بلوچستان او پښتونخوا د افغانستان د خاورې برخه ده. پښتونخوا، بلوچستان او د ډیورنډ کرښې دواړه غاړې یو ولس، یوه کورنۍ او یو افغانستان دي.
که د چین او اسلام اباد تر منځ د بلوچستان او پښتونخوا په اړه کوم تړونونه سوي وي او یا په راتلونکي کې داسې تړونونه وسي، موږ یې په هیڅ صورت نه منو. په پایله کې، دا ډول ټول تړونونه باطل دي.
پاکستان یو ډیر درواغجن او خطا ایستونکی هیواد دی. په پاکستان کې د ډاکټرانو او انجینرانو ډیپلومونه، پاسپورټونه، نړیوال اسناد او داسی نور په جعل کارۍ سره جوړیږي. حتی د پیلوټانو جوازونه جعلي جوړیږي، چې ډیری پیلوټان په جعلي جوازونو سره الوتنې کوي. د پاکستان حکومت ډېر جنایتکار دی.
په پایله کې، موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې موږ د چین او پاکستان ترمنځ د بلوچستان او پښتونخوا په اړه هیڅ ډول احتمالي موافقتنامې نه منو. دا ډول ټول تړونونه بی اعتباره دي.
په درنښت
Der 11. September war vom Terror-Organisation pakistanischer Militärgeheimdienst ISI geplant worden.
د سپټمبر د یوولسمې برید د پاکستان د تروریستي سازمان (آی ایس آی) له خوا پلان سوی وو چې په پایله کې یې ۳۰۰۰ بې ګناه خلک ووژل سول. پاکستان په ناحقه ادعا وکړل چې د سپټمبر د یوولسمې برید په افغانستان کی پلان سوی وو او په دې توګه یې په ملیاردونو ډالره ترلاسه کړل. د پاکستان پوځ او (آی ایس آی) له اوږدې مودې راهیسې ترهګر روزي او بهر ته یې استوي.
موږ ټول افغان ولس له خپلې خاورې د پاکستان د تروریستي پوځ د ژر تر ژره ایستلو غوښتنه کوو. د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله په هغه ځای کی ده چیری چی د ۱۸۹۳ کال د نوامبر تر ۱۲ مخکی وه، چی د اټک په نوم یادیږی.
په درنښت
Wir bitten die G-20 Länder und die Weltgemeinschaft, die Konflikt zwischen Afghanistan und Pakistan zu lösen. Wir wollen nicht die Rechte von Anderen. Wir wollen unsere Rechte haben.
موږ د ( جی - ۲۰) د هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه حل کړي. موږ د نورو خلګو د حقونو غوښتونکی نه یو؛ موږ یوازې د خپلو حقونو غوښتونکی یو
آغلو او ښاغلو
ګرانو د( جی - ۲۰) هیوادونو
پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې هغه وخت جوړ سو چې د پنجاب او سند سیمې یی له هند څخه جلا کړې. د افغانستان یوه برخه هم په موقت ډول د پاکستان سره پاته ده. په تېرو ۷۶ کلونو کې پاکستان د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خلکو پر وړاندې هر ډول جنایتونه چی په وس یی پوره وه ترسره کړی دی. پاکستان په تېرو ۴۴ کلونو کې د اسلام تر نامه لاندې تر ۲۰ ډېرې ترهګرې ډلې روزلې دي. پاکستان د دغو ترهګرو په ګمارلو سره تر دوه میلیونه زیات افغانان وژلي دي. داسې ښکاري چې ترهګري د پاکستان لپاره یو ګټور کاروبار دی، ځکه چې د دې فعالیتونو له لارې له ځینو هیوادونو څخه میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي. د پاکستان جنرالان او سیاستوال دیکتاتور او جنګي مجرمین دي. دوی په بلوچستان او پښتونخوا کې پر بې ګناه خلکو اور بل کړی دي
پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې بې ګناه خلک، ډاکټران، انجینران، سیاستوال، تعلیم یافته کسان او فعالان لا درکه کوي. په زندانونو کې د دوی پر وړاندې هر ډول ظلمونه کیږي. دوی شکنجه کیږي او وژل کیږي. حتی د ځینو ورک شویو کسانو جسدونه پرته له کومې نښې ورکیږي. (وی او ای پښتو), (وی او ای ډیوه) او (بی بی سی پښتو) په دې اړه څو ځله راپورونه خپاره کړی دی
موږ د پاکستان په اړه څو پلا شکایتونه ملګرو ملتونو، ښاغلي ګوتریش، په هاګ کې نړیوالې جنایی محکمې، د امریکا حکومت، اروپايي ټولنې او نړیوالې ټولنې ته استولي دی او له دوی مو غوښتي دی چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي او پاکستاني جنګي مجرمین ونیسي د نړیوالې جنایي محکمې په وړاندې یی محاکمه کړی. له بده مرغه دوی تر اوسه په دی اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې کوم اقدام کړی دی. موږ پوښتنه کوو، ولې؟
د بلوچستان او پښتونخوا خلک د افغان ولس برخه ده. موږ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یو ولس یو. طبعاً موږ ټول افغان ولس په بلوچستان او پښتونخوا کې د خپلو خویندو او وروڼو ترشا په کلکه ولاړ یو. موږ به هیڅکله دا قبول نه کړو چی د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی ایس آی ) دی په بلوچستان او پښتونخوا کې د خلکو شکنجه کولو، لادرکه کولو او وژلو ته دوام ورکړی
بلوچستان او پښتونخوا د افغانستان خاوره ده. افغانستان دغه سیمې د ۹۹ کلونو لپاره بریتانیا ته په امانت ورکړې وې. زموږ دغه خاوره باید د ۱۹۹۲ کال د نوامبر په ۱۱ نېټه بېرته موږته راتسلیم سوي وای. مګر پاکستان چلبازی او غلطه لوبه وکاروله او د ترهګرو په ګمارلو سره یی په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړی. پاکستان افغان ولس په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړی تر څو د یوی خوا د نړۍ له ځينو هېوادونو څخه په ميلياردونو ډالر ترلاسه کړي او دبلی خوا د افغان ولس او نړۍ توجه د افغانستان د کورنۍ جګړی خواته کړی چی په نتیجه کی یی د افغانستان د بيا يو ځای کېدو موضوع هېره سي. له ۷۶ کلونو راهیسې پاکستان په دی نه دی توانیدلی چی د بلوچستان او پښتونخوا ولس د ځان کړې. د دې نه ترلاسه کېدونکې موخې د تحقق لپاره پاکستان هر ډول ظلمونه چې په وس یی پوره وه، دبلوچستان او پښتونخواه پر مظلوم ولس یی تطبیق کړل لکه بندی کول, شکنجه، بمباری، وژنې او داسې نور
په ۱۹۸۹ کال کې شوروي اتحاد له افغانستانه خپل ځواکونه وایستل. په هغه وخت کې موږ یو فعال حکومت او فعاله اداره درلوده. زموږ پوځ د ځان د دفاع لپاره ښه سمبال وو. پاکستان زموږ په هیواد کې د ترهګرو په ګمارلو سره کورنۍ جګړه پیل کړه. په ۱۹۹۶ کال کې پاکستان وافغانستان ته خپل روزل سوي ترهګر را ولېږل او د هوايي ځواک او ټانکونو په ګډون یې زموږ ټول پوځ او تجهیزات له منځه یوړل. د پاکستان دیکتاتور جنرالانو له افغانستان څخه ډېرې وسلې غلا کړې او پاکستان ته یې ولېږدولې. دوی حتی د افغان پوځ د پخلنځي وسایل او لوښی هم لوټ کړل
ګرانو د( جی - ۲۰) هیوادونو
موږ، ټول افغان ولس، له تاسو هیله کوو چې د پاکستان او افغانستان د شخړې په حل کولو کې له موږ سره مرسته وکړئ. تاسو باید وپوهیږئ چې که د پاکستان او افغانستان لانجه همداسې ناحله پاته سي، نو پاکستان به هېڅکله هم ونه سي کولای چې د پښتونخوا او بلوچستان ولس دځان تابع کړي. په پایله کې به جګړه دوام ومومي، او د بې ګناه خلکو وژنې به جاری وي. بې له شکه چې ټول افغان ولس د بلوچستان او پښتونخوا د خلکو تر شا ولاړ دی. دا زموږ ولس دي. دا زموږ کلتور دی. موږ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یو ولس یو. یووالی زموږ حق دی. هیڅوک اجازه نه لری چی زموږ خاوره د ټول افغان ولس د ارادې خلاف پاکستان ته ورکړي
له همدې امله موږ د ( جی - ۲۰) هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې دا به د ټولو خواوو په ګټه وی چی دوی د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه په سوله ایزه توګه حل کړي. که نه نو دا جګړه به تر هغه وخته پوری همداسی دوام وکړي تر څوپوری چی دا لانجه حل سوی نه وی.
په دې اړه مو نړیوالې ټولنې او نړیوالو سازمانونو ته څو مکتوبونه استولي دي. تاسو کولی سئ د دې موضوع د ښه پوهیدو لپاره زموږ په ویب پاڼه
"www.afghanistan-jamhuriat.com"
کې زموږ ټول لیکونه ولولئ. زموږ د لیکونو نیټې په لاندې ډول دي
د ۲۰۲۱ کال د می ۱۲
د ۲۰۲۱ کال د می ۳۱
د ۲۰۲۱ کال د جون ۶
د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۸
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۲۰
د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۲۸
د ۲۰۲۲ کال دفبروري ۱۱
د ۲۰۲۲ کال دفبروري ۲۳
د ۲۰۲۲ کال د می ۱۸
د ۲۰۲۲ کال د جون ۱۰
د ۲۰۲۲ کال د جون ۲۳
د ۲۰۲۲ کال د اګست ۸
د ۲۰۲۲ کال د اګست ۳۰
د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۲۷
د ۲۰۲۲ کال داکتوبر ۱۶
د ۲۰۲۲ کال د نومبر ۱۱
د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۱۱
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۸
د ۲۰۲۳ کال د فبروري ۶
د ۲۰۲۳ کال د فبروري ۱۹
د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۵
د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۶
د ۲۰۲۳ کال د اپریل ۱۴
د ۲۰۲۳ کال د می ۱۶
د ۲۰۲۳ کال د جون ۷
د ۲۰۲۳ کال د جون ۲۵
د ۲۰۲۳ کال د جولای ۲۶
د ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۶
په درنښت
Im Namen des afghanischen Volks erklären wir alle Verträge mit Taliban über Afghanistans Bodenschätze für ungültig!
آغلو او ښاغلو
دا د پوښتنی وړ موضوع ده چې طالبان څنګه واک ته ورسېدل او ولی دوی ته د افغانستان حکومت ور وسپارل سو . له بده مرغه ځينې هېوادونه سته چې د خپلو ګټو لپاره په پټه د طالبانو ملاتړ کوي او غواړی چی د طالبانو څخه داسی کار واخلی تر څوچی د افغانستان طبيعي زېرمې په چل او چلبازی سره لوټ کوي.
موږ نن د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۳۱ د رسنیو له لارې خبر سوو چې طالبانو د ترکیې، بریتانیا، چین او ایران له شرکتونو سره د افغانستان د کاني زیرمو په اړه تړونونه لاسلیک کړي دي.
موږ د ټول افغان ولس په استازیتوب د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه له ټولو قراردادونو سره په کلکه مخالفت کوو، هغه که پخوانی یا اوسني قراردادونه وي ، او هغه که د داخلی یا خارجی قراردادیانو سره لاسلیک سوی تړونونه وی. موږ ټول قراردادونه او معاهدی باطل او بی اعتباره اعلانوو.
هغه هیوادونه څنګه نه شرمیږي چې د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه له طالبانو سره معاهدې او تړونونه لاسلیکوي، په داسې حال کې چې طالبانو افغان ولس یرغمل کړی دی او د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي؟
دا د لوی شرم خبره ده څوک چې له طالبانو سره د کاني زیرمو تړون کوي. موږ په کلکه تاسی متوجه کوو چې دا ډول ټول تړونونه هیڅ ډول قانوني اعتبار نلري
په درنښت
Wir appellieren dringlich an die internationale Gemeinschaft, UNO, die Regierungen der USA, Großbritanniens, der EU und alle Menschenrechtsorganisationen, sich für sofortige Freilassung aller von Pakistan inhaftierten unschuldigen Menschen einzusetzen
موږ په جدی توګه د نړیوالی ټولنی, د ملګرو ملتونو، د متحده ایالاتو حکومت، دبریتانیاحکومت، داروپايي ټولنې او د بشري حقونو له ټولو سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان له خوا د نیول سوو بې ګناه کسانو د ژر تر ژره خلاصون لپاره اقدام وکړي
أغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۱۶ مه نیټه "وی او آ ډیوه" د پښتون ژغورنې غورځنګ (پی ټی ایم) د فعال ښاغلي زوهیب پښتین د نیولو په اړه خبر خپورکړ. د (پي ټي ایم) د بیانونو له مخې، ښاغلی پښتین د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۱۳مه د پاکستاني پولیسو له خوا نیول سوی او شکنجه سوی دی او له هغه راهیسې نه دی خوشې سوی. تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې درې نور فعالان – ښاغلی عیدالرحمن، ښاغلی زکیم مداخیل او جلال – د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ نیولي وه او تر اوسه ایله سوي نه دي.
لکه څنګه چې د "وی او آ ډیوه" د خوا د اګست په ۱۸، ۲۰۲۳ نیټه راپور خپور سو، (پی ټی ایم) د اګست په ۱۸، ۲۰۲۳ نیټه په اسلام آباد کې د احتجاجي غونډی پلان جوړ کړی وو، چې د بې ګناه خلکو د جبري ورکیدو په وړاندې احتجاج وکړي، د ظلم غندنه وکړي، او د خپلو حقونو او آزادیو غوښتنه وکړي. پاکستاني پولیسو اسلام اباد ته غځېدلې لارې بندې کړې او تر ۱۰۰۰ ډېر مظاهره کوونکي یې ونیول، چې له پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو څخه په پلان شوې مظاهره کې د ګډون لپاره و اسلام آباد ته روان وه. ځینې بندیان تر نیولو وروسته شکنجه سوي دی. د (پي ټي ایم) د غړو پر کورونو د چاپو لګولو په نتیجه کې شاوخوا ۴۰۰ کسان ونیول سول. هغه کسان چې د پلان سوي احتجاج لپاره اسلام اباد ته رسیدلي وه د پولیسو لخوا تیت او پرک سول اوځینی کسان یی بندیان کړل.
د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۲۰مه، د بشري حقونو فعاله اغلې ایمان مزاري او د پارلمان غړي او د (پي ټي ایم) فعال علي وزیر د پاکستاني پولیسو له خوا وروسته له هغه ونیول سول چې
په ترنول کې یې په یوه سوله ییز احتجاجي لاریون کې وینا کوله، لکه څنګه چې"بی بی سی پښتو" په دغه اړه راپور خپورکړی. ښاغلی علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځله نیول سوی وواو تر دوه کاله زیات وخت یې په بند کې تېر کړي وو.
د "وی او آ ډیوه" د د ۲۰۲۳ کال د اګست د اتمی نیټی راپور له مخی د بشري حقونو یوې ادارې په بلوچستان، پښتونخوا او نورو سیمو کې د یو شمېر کسانو په اړه معلومات ثبت کړي دی چې بې له کومې نښې ورک سوي دي. په ورکو سوو کسانو کې خبریالان، ډاکټران، انجینران، سیاسي فعالان، د بشري حقونو مدافعین او ګڼ نور شامل دي. یوازې د ۲۰۲۳ کال په جولای کې په پښتونخوا او بلوچستان کې ۱۵۷ کسان لادرکه سوي دي. دا شمیره یوازې په رسمي ډول ثبت سوي قضیې دي پداسې حال کې چې دلادرکه سوو کسانو ریښتیني شمیر ډیر زیات دی ولی چی ډیر لادرکه کسان رجستر سوی نه دی. دپاکستانی چارواکو دخوا ډیر بې ګناه کسان اوهغه کسان چی پر حکومت یا پوځ یی نیوکې کړی دی په پرله پسې ډول نیول سوي دی او وژل سوي دي. دپاکستان محکمې د بندیانو د برخلیک په اړه د پریکړې کولو صلاحیت نلري، ددوی محکمی د نظامي جنرالانو تر لاس لاندی دي.
له ۵۰ کلونو راهیسې په بلوچستان او پښتونخوا کی د پاکستاني دیکتاتورو جنرالانو د خوا ډیرظلمونه کیږي. دانسانانو ښکار، پر کورونو چاپې لګول او له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې یو تریخ حقیقت دی. ددغه ظلمونو په قربانیانو کې ډاکټران، خبریالان، فعالان او یا هغه کسان شامل دي چې د پاکستان پر پوځ او حکومت نیوکې کوي. پاکستاني جنرالان د پښتونخوا او بلوچستان د خلکو د بیرولو لپاره ټولې ممکنی وسیلې په کار اچوي او یا هغه کسان شامل دي چې د پاکستان پر پوځ او حکومت نیوکې کوي. پاکستاني جنرالان غواړی چی د پښتونخوا او بلوچستان د خلکوڅخه داسې انسانان جوړکړی لکه روح چی یی ځنی کښلی وی او ددوی دکړنو په مقابل کی عکس العمل ښکاره نه کړی اطاعت یی وکړي او هر ډول ظلمونه یی وزغمي.
موږ څو ځله و نړیوالې ټولنې ته، د ملګرو ملتونواداری ته، د امریکا متحده ایالاتوحکومت ته، دبریتانیاحکومت ته، اروپايي ټولنې ته اود بشري حقونو سازمانونو ته په دی اړه لیکونه استولی دی چی د بې ګناه بندیانو د سمدستي خوشې کولو لپاره جدي اقدام وکړی مګر متاسفه په دې باره کی تراوسه پوری هیڅ چا کوم غبرګون یا اقدام نه دی کړی
موږ د پاکستان دخوا د نیول سوو ټولو بې ګناه بندیانو د ژر تر ژره ایله کولو غوښتنه کوو
په درنښت
Iran spielt die Weltpolizei
ایران داسی چمونه کوی لکه دوی چی د دنیا پولیس وي
اغلو او ښاغلو
ایران داسی چمونه کوی لکه دوی چی د دنیا پولیس وي. ایران غواړي د افغانستان داوبو په بندونو کې هره میاشت د اوبواندازه کنترول کړي
موږ په جدی ډول یادونه کوو چی ایران هیڅ اجازه نه لری چی زموږ د اوبو په بندونو کی د اوبو اندازه کنټرول کړي
په درنښت
Iran darf auf keinen Fall das Wasser in unseren Wasserdämmen kontrollieren.
Wir gratulieren Indien herzlich für die erfolgreiche Landung auf dem Mond
موږ هند ته د زړه له کومې مبارکي وایو چی فضایی بیړی یی په بریالیتوب سره دسپوږمی پرسطح کښته سول
اغلواو ښاغلو
موږ ډیر خوښ سوو چې د هند چندریان -۳ فضايي بیړۍ د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۲۳ مه په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر سطحه کښته سوه
په دې لاسته راوړنه سره هند له روسیې، امریکا او چین وروسته څلورم هېواد سو چې فضايي بیړۍ یی د سپوږمۍ پر سطحه کښته سوه
موږ هند ته د دې بریالیتوب لپاره د زړه له کومې مبارکي وایو او د هند د دوامداره موفقیتونو په هیله یو
په درنښت
Wir gratulieren Indien herzlich für die erfolgreiche Landung auf dem Mond
Sehr geehrte Damen und Herren,
mit Freude haben wir erfahren, dass die indische Raumsonde Chandrayaan-3 am 23. August 2023 erfolgreich auf dem Mond gelandet ist. Damit ist Indien nach Russland, den USA und China das vierte Land, dem eine sanfte Landung auf dem Mond gelingt.
Wir gratulieren Indien herzlich zu dieser erfolgreichen Mondlandung und wünschen Indien weiterhin viel Erfolg.
Mit freundlichen Grüßen
َUnser liebes afghanisches Volk auf beiden Seiten von Durands Linie, wir verleihen14 Frauen die Auszeichnung „Patrioten-Award“
دډیورند دکرښی دواړه خواووته زموږ ګران افغان ولسه , موږ څورلس ښځو ته د (پاتریوت ) یعنی ملتپال په نامه جایزه ورکوو
اغلو او ښاغلو
هرکله چی موږ دافغانستان حکومت په لاس کی واخلو، ه موږ څورلس ښځو ته د (پاتریوت ) یعنی ملتپال په نامه جایزه ورکوو. دغه جایزه د سل ګرامه سرو زرو سکه اوشل زره امریکایی ډالردی. ددغه جایزی دمستحقو کسانو په حیث موږ څورلس ښځی انتخاب کړی دی. دا څورلس تنی هغه ښځی دی چی خپل ولس پر ګران دی او دخپلو حقونو أو آزادیو غوښتنه او دفاع کوی چی نومونه یی په لاندی ډول دی:
اول: ښایسته سعادت لامع چی دتلویزیون خبریاله ده دسیاستمدارانو سره مرکی کوی دافغانستان دننه اودباندی دافغان ولس ږغ ودنیا ته رسوی اوروښانه کوی
دوهم: لینا روزبه حیدری چی دتلویزیون خبریاله ده دسیاستمدارانو سره مرکی کوی
دافغانستان دننه اودباندی دافغان ولس ږغ ودنیا ته رسوی اوروښانه کوی
دریم: ژورنالیسته شهناز نفیس چی همیشه یی دنیا په بلوچستان اوپښتونخوا کی دخلګو دلادرکه کیدو موضوع ته متوجه کړی ده او دلادرکه سوو کسانو دکورنیو ږغ یی دنیا ته رسولی او روښانه کړیدی
څلورم: ایمان مزاری چی په پښتونخوا او بلوچستان کی دبشری حقونو فعاله ده دپښتونخوا او بلوچستان د ولس دحقونو او آزادی دپاره مبارزه کوی
پنځم: عادله (ددوولسم صنف څخه فارغه سوی زده کوونکی)
شپږم:: ځلا ځاځی (مخکېنۍ پولیسه)
اووم: شفیقه خپلواک (شاعره او لیکواله)
اتم: هدا خموش (د ښځو دحقونو فعاله)
نهم: شګوفه ساپۍ (موسیقي ږغوونکې)
لسم: ظریفه غفاري (مخکېنۍ چارواکې)
یوولسم: خالده پوپل (لوبغاړې)
دوولسم: فوزیه کوفي (سیاستواله او مخکېنۍ وکیله)
دیرلسم: صابره سعید (د زدکړو فعاله)
څورلسم: محبوبه سراج (د شاهي کورنۍ غړې او د ښځو دحقونو فعاله)
البته نور (پاتریوت ) او ملتپال نفر هم سته چی زموږ تر نظر لاندی دی کیدای سی په آینده کی دهغو نومونه هم یاد کړو .
په درنښت
Unser liebes afghanisches Volk auf beiden Seiten der Durands Linie, wir verleihen14 Frauen die Auszeichnung „Patrioten-Award“
Sehr geehrte Damen und Herren,
wenn wir die Regierung Afghanistans übernehmen, verleihen wir denen, die gerecht für Volk und Land gekämpft haben, einen "Patriot-Award". Der Preis ist eine 100-Gramm-Goldmünze und zwanzigtausend US-Dollar. Wir haben vierzehn Frauen als würdige Personen dieser Auszeichnung ausgewählt. Es handelt es sich um 14 Frauen, die ihr Volk lieben und ihre Rechte und Freiheiten fordern und verteidigen. Ihre Namen lauten wie folgt:
1: Shaista Sadat Lameh, eine Fernsehreporterin. Sie interviewt Politiker und überträgt und erläutert die Stimmen des afghanischen Volkes aus dem Inland und Ausland in die Welt.
2: Lina Rozbih Haidari, Sie interviewt Politiker und überträgt und erläutert die Stimmen des afghanischen Volkes aus dem Inland und Ausland in die Welt.
3: Die Journalistin Shahnaz Nafees, die immer wieder die Welt auf das spurlose Verschwinden der Menschen in Belutschistan und Pakhtunkhwa aufmerksam gemacht hat und die Stimmen der Angehörigen von spurlos verschwundenen Menschen in die Welt hinausgetragen hat.
4: Imaan Mazari, eine Menschenrechtsaktiviston in Pakhtunkhwa und Belutschistan, kämpft für die Rechte und Freiheit des Volks in Pakhtunkhwa und Belutschistan.
5.: Adela (eine Schülerin, die die 12. Klasse abgeschlossen hat)
6: Zala Zazai (ehemalige Polizistin)
7: Shafiqa Khpalwak (Dichterin und Schriftstellerin)
8: Huda Khamosh (Frauenrechtsaktivistin)
9: Shagofa Saapi (Musikerin)
10: Zarifa Ghafari (ehemalige Beamtin)
11: Khaleda Popal (Schauspielerin)
12: Fousia Kofi (Politikerin und ehemalige Parlamentsabgeordnete)
13: Sabira Saeed (Bildungsaktivistin)
14: Mahbouba Seraj (Mitglied der königlichen Familie und Frauenrechtsaktivistin)
Natürlich gibt es noch weitere Patrioten, die in unserem Blickfeld stehen. Wir werden ihre Namen in Zukunft bekanntgeben.
Mit freundlichen Grüßen
Wir gratulieren zum 104. Jahrestag der Unabhängigkeit Afghanistans
موږ ټول افغان ولس ته د افغانستان د خپلواکی د ۱۰۴ کلیزی په مناسبت دزړه له کومی مبارکی وایو
Wir gratulieren dem gesamten afghanischen Volk herzlich zum 104. Jahrestag der Unabhängigkeit Afghanistans
Scheuen Sie sich nicht, Paschtu zu sprechen
د پښتو ژبی په ویلو باندی مه شرمیږی
موږ ټول ګران افغان ولسه
د پښتو ژبی په ویلو باندی مه شرمیږی. پښتو ژبه دافغانستان ملی ژبه ده. دافغانستان ملی ژبه باید د ټول افغان ولس زده وی . ولی چی یوه ژبه که د ټول ولس زده وی نو په نتیجه کی شخړی اوجنګونه د منځه ځی, د ولس ترمنخ یووالی راخی، یودبل په ژبه سره پوهیږی. ډیری ژبی که دچا زده وی دابیا ترټولو ښه دی
په درنښت
Scheuen Sie sich nicht, Paschtu zu sprechen
Unser liebes Afghanisches Volk,
Scheuen Sie sich nicht, Paschtu zu sprechen. Paschtu ist die nationale Landessprache Afghanistans. Die nationale Landessprache Afghanistans sollte von allen Afghanen erlernt werden. Wenn das ganze Volk eine einheitliche Sprache lernt, werden die Konflikte verschwinden, die nationale Einheit wird hergestellt werden und sie werden sich durch die einheitliche Sprache miteinander verstehen. Wenn jemand mehr Sprachen lernt, dann wäre dies das Beste.
Mit freundlichen Grüßen
Petition an die Vereinten Nationen
ملګرو ملتونو ته عریضه
ګرانه ښاغلی ګوتریس
اغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۳م کال د اګست په ۱۴مه د پاکستان د پوځ بې پیلوټه الوتکو د افغانستان په خوست ولایت کې پر یوه هوټل بمباری وکړل. د برید په پایله کې لږ تر لږه ۳ تنه بې ګناه کسان ووژل سول او ۷ تنه نور ټپیان سول. موږ د پاکستان برید په کلکه غندو.
د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د هوايي حریم له حاکمیت څخه سرغړونه ده. پاکستان څو ځله د افغانستان پر خاوره د راکټونو او بمباریو په ذریعه بریدونه کړي دی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر بې ګناه ملکي وګړي وژل سوي دي.
پاکستان هڅه کوي په درواغو ادعاوو سره نړيواله ټولنه وغولوي او وايي په افغانستان کې يې ترهګر په نښه کړي دي. اما حقیقت دا دی چې د تیرو ۴۴ کلونو راهیسې د ترهګرو ټول کمپونه په پاکستان کې دي او ټولې ترهګرې ډلې هلته روزل کیږي.
موږ ستاسی څخه په ټینګه غوښتنه کوو چې د عدالت په خاطر سمدستي اقدام وکړئ:
ـ د پاکستان او د هغه جنګي جنایتکاره جنرالان محاکمه کړي.
ـ پاکستان په تور لیست کې واچوي.
ـ پر پاکستان دې سخت بندیزونه ولګوي.
په درنښت
Petition an die Vereinten Nationen
Lieber Herr Guterres,
- Pakistan und die pakistanische Kriegsverbrecher Generäle zur Rechenschaft zu ziehen.
- Pakistan auf der schwarzen Liste zu setzen.
- Harte Sanktionen gegen Pakistan zu verhängen.
Der Pakistanische Außenminister machte im Rahmen der Münchener Sicherheitskonferenz im Februar 2023 Werbung für IS Terroristen
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د داعش تروریستانو په طرفداری تبلیغات وکړل
اغلو او ښاغلو
په پاکستان کې ډیموکراسي نسته. په پاکستان کې جنګي جنایتکاران جنرالان او دیکتاتوران حکومت کوي.
د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د ګډون پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلاول بوټو زرداري وویل چې د داعش ډلې په واسطه طالبانو ته ماته ورکولی سي. ښاغلي زرداري په دا ډول څرګندونو سره د داعش ډلې د ملاتړ لپاره یو ډول توجیه وکړه.
دا هیڅ پټه خبره نه ده. هم دنیا او هم رسنیو ته معلومه ده چې پاکستان له تېرو ۴۴ کلونو راهیسې په نړیوال تروریزم کې ښکېل دی او د همدې موخو لپاره یې داخلی او بهرني ترهګر روزلي دي. پاکستان داعش او نور ترهګر افغانستان او نورو هېوادونو ته لېږي. ښاغلی ولسمشر جوبایډن په یقین سره خبردی چې پاکستان ترهګر روزي او افغانستان ته یی استوي. ولسمشر جوبایډن باید پاکستان د خپلو اعمالو په خاطر محاکمه کړی وای او پر پاکستان یې بندیزونه لګولي وای. خو ولسمشر جوبایډن پر دې حقیقت سترګې پټې کړي دی او وايي چې پاکستان تر افغانستان ۵۰ ځله مهم دی. دا څه ډول سیاست دی؟ دا څه ډول دیموکراسي ده؟ دا څه ډول انصاف دی؟
په درنښت
Irans Regierung will mehr Wasser aus Afghanistan, während Afghanistan von einer Dürre bedroht ist.
دایران حکومت دافغانستان څخه اضافه اوبه غواړی په داسی حال کی چی افغانستان خپله دوچکالی دخطر سره مخامخ دی
میرمنو اوښاغلو
ایران دافغانستان څخه اضافه اوبه غواړی اما داهیڅ امکان نه لری چی اضافه اوبه ورکول سی
په دنیا کی اقلیم او هوا تغییر کړیدی, وچکالی زیاتی سویدی, داداقلیم تغییربیا پرافغانستان باندی علیحده تاثیرکړیدی چی له امله یی افغانستاان دوچکالی دخطرپه ساحه کی واقع دی. دامعلومه سول چی په دا تیروڅو کلونو کی په افغانستان کی بارانونه کم سویدی. دافغانستان بزګران دوچکالی په خاطر په مشکلاتو اخته دی ځکه چی په کافی اندازه اوبه نسته. دافغانستان ولس دسختی لوږی اوقحطی سره مخامخ دی. دوچکالی په خاطر غنم اونور حاصلات ډیرلږ سویدی. هندوستان اونورو هیوادونو څوواره دافغانستان سره دغنموکومک وکی ولی چی افغانستان د وچکالی له امله په ډیرو مشکلاتو اخته دی
داپه کوم دین او کوم قانون کی راغلی دی چی یوڅوک دی خپله کورنی تږی پریږدی دخطر سره دی یی مخامخ کړی اوخپلی اوبه دی همسایه ته ورکی.
داسی نفر به لوی خاین وی چی خپل ځان, خپل بزګران او خپل ولس په خطر کی واچوی او ایران ته اضافه اوبه ورکړی
متاسفانه موږ دایران خواهشات پر ځای کولای نه سو. دا موضوع هم افغان ولس او هم دنیا ته معلومه ده چی افغانستان دوچکالی دخطرپه ساحه کی واقع دی. کیدای سی چی ایران ته د۱۹۷۳ کال دتړون له مخی د ټاکل سوو اوبو څلورمه برخه ورکول سی او یاهم هیڅ ور نه کول سی ولی چی موږ خپله دوچکالی دخطرسره مخامخ یو. ځکه نو متاسفانه موږ دایران خواهشات چی اضافه اوبه غواړی بالکل ردوو
دایران اوطالبانو تر منځ که هر ډول تړون وسی موږ یی دټول افغان ولس په نمایندګی ردوو او بالکل یی نه منو
په درنښت
Irans Regierung will mehr Wasser aus Afghanistan, während Afghanistan von einer Dürre bedroht ist.
Sehr geehrte Damen und Herren,
Der Iran will noch mehr Wasser aus Afghanistan, aber es ist unmöglich, noch mehr Wasser für Iran bereitzustellen.
Klima und Wetter haben sich in der Welt verändert, Dürren haben zugenommen und die Auswirkungen der Klimawandel hat Afghanistan besonders getroffen, wodurch Afghanistan in der Gefahrenzone der Dürre liegt. Es steht fest, dass die Regenfälle in Afghanistan in den letzten Jahren zurückgegangen sind. Afghanistans Bauern leiden unter Dürre, weil es nicht genug Wasser für die Landwirtschaft gibt. Die Menschen in Afghanistan leiden unter schwerem, lebensbedrohlichem Hungersnot. Aufgrund der Dürre ist die Ernte stark zurückgegangen, die landwirtschaftliche Erzeugnisse wie Weizen usw. haben abgenommen. Indien und andere Länder haben Afghanistan oft durch Lieferung von Weizen unterstützt, da Afghanistan aufgrund der Dürre unter vielen Problemen leidet.
In welcher Religion und welchem Gesetz ist es vorgeschrieben, die man seine eigene Familie verdursten lassen soll, ihr Leben in Gefahr brigen soll aber das eigene Wasser seinem Nachbarn geben muss?
Solch eine Person wird ein großer Verräter sein, der sich selbst, seine Bauern und sein Volk in Gefahr bringt und dem Iran mehr Wasser liefert.
Leider können wir die Wünsche des Irans nicht erfüllen. Das Problem ist sowohl dem afghanischen Volk als auch der Welt bekannt, dass sich Afghanistan in der Gefahrenzone einer Dürre befindet. Es kann sein, dass Iran ein Viertel der laut Abkommen von 1973 zugeteilten Wassermenge bekommt oder gar kein Wasser bekommt, weil wir selbst wegen Dürre mit Gefahren konfrontiert sind. Daher lehnen wir die Wünsche des Irans, die noch mehr Wasser aus Afghanistan wollen, leider kategorisch ab.
Im Namen des gesamten afghanischen Volkes lenhnen wir jede Vereinbarung, die zwischen dem Iran und den Taliban getroffen wird ab und akzeptieren sie überhaupt nicht.
Mit freundlichen Grüßen
An Mullah Yaqoub
ملا یعقوبه ګوزونه مه وله
ته نه په اسلام پوهیږی نه په سیاست پوهیږی
An Mullah Yaqoub!
Bitte nicht pupsen.
Sie haben keine Ahnung vom Islam. Sie haben keine Ahnung von Politik.
Die Attentat von Bajaur
د باجوړانتحاری حمله
زموږ ګران دپښتونخوا ولسه, زموږ ګران دبلوچستان ولسه,
پر ۳۰مه دجولای ۲۰۲۳ په باجوړ کی انتحاری حمله وسوه چی له امله یی تر پنځوس اضافه نفر ووژل سول او تر ۱۵۰ اضافه نفر زخمیان سول. موږ دا برید په کلکو ټکو غندو, دقربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو د زخمیانو دپاره عاجله شفا غواړو
زموږ ټول ګران ولسه
هوښیار اوسی دپنجابی استخباراتو او جنرالانو په درواغوباندی هیڅ وخت ونه غولیږی
دادباجوړ برید او داسی نوری حملی چی سویدی له امله یی ډیر بیګناه انسانان وژل سوی دی. ددغه حملو ترشا دپاکستان دجنرالانو او دپاکستان د پوځی استخباراتو (آی ایس ای) لاس دی. دپاکستان جنرالان او دپاکستان استخبارات (آی ایس ای) همیشه بیګناه نفر وژنی په بلوچستان او پښتونخواکی انتحاری حملی او نور بریدونه کوی بیا نو ځان ناګمانه واچوی اووایی چی دا حملی داعش یا جهادی یا نورو ډلو کړی دی. دوی غواړی چی دپښتون قوم دمنځه یوسی، دوی غواړی چی پښتانه په خپلو منځو کی په جنګ سره واچوی, دوی غواړی چی د ډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته پښتانه اوټول افغان ولس په هرډول چی یی وس ورسیږی په هغه ډول یی ووژنی دوی غواړی چی د پښتنو اونورو افغانی قومونو نسل ختم کړی. دوی دی وشرمیږی
هوښیار اوسی دفکر څخه کار واخلی ددوی په درواغو, چل او چلبازی باندی هیڅ وخت مه غولیږی
شهباز شریف د آصف درانی په نامه یو پښتون او د ممتاز بلوچ په نامه یوه میرمن دبهرنیو چارو په وزارت کی مقرره کړی دی او یو څو قومی مشران یی په چوکیانو او پیسوخطاایستلی دی دوی غواړی چی دډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته ولس وغولوی. ددښمنانو په درواغو باندی هیڅ ونه غولیږی پام کوی چی قومونه مو په خپل منځ کی په جنګ سره وا نه چوی. ټوله سره یوسی. دټول افغان ولس دښمن یو دی
سرونه مو لوړ ونیسی, مه بیریږی
تل دی وی ژوندی دی وی لوی افغانستان
په درنښت
Die Attentat von Bajaur
Unser liebes Volk von Pakhtunkhwa, unser liebes Volk von Belutschistan,
Am 30. Juli 2023 kam es in Bajaur zu einem Selbstmordanschlag, bei dem mehr als fünfzig Menschen getötet und mehr als 150 Menschen verletzt wurden. Wir verurteilen diesen Angriff auf das Schärfste.
Unser liebes Volk,
Seien Sie schlau und lassen Sie sich niemals von den Lügen des Punjabi-Geheimdienstes und der Generäle täuschen.
Bei dem Anschlag in Bajaur und anderen Attentaten wurden zahlreiche unschuldige Menschen getötet. Hinter diesen Angriffen stehen pakistanische Generäle und der pakistanische Militärgeheimdienst (ISI). Pakistanische Generäle und der pakistanische Geheimdienst (ISI) töten immer unschuldige Menschen, verüben Selbstmordanschläge und andere Angriffe in Belutschistan und Paschtunkhwa und tun so, als würden sie Nichts wissen. Dann behaupten sie, dass diese Angriffe angeblich von IS oder Jihadi-Group oder anderen Gruppen ausgeführt wurden. Sie wollen das paschtunische Volk vernichten, sie wollen die Paschtunen in einen Bürgerkrieg verwickeln, sie wollen die Paschtunen und das gesamte afghanische Volk auf beiden Seiten der Durand-Linie auf jede erdenkliche Weise töten. Sie wollen die Paschtunen und anderen Afghanischen Stämme vernichten. Sie müssen sich für solchen bösen Taten schämen.
Seien Sie klug, nutzen Sie Ihr Denken und lassen Sie sich niemals von den Lügen und Tricks der pakistanischen Generäle und Militärgeheimdienst täuschen.
Herr Shahbaz Sharif hat einen Paschtunen namens Asif Durrani und eine Frau namens Mumtaz Baloch für Ämter in das Außenministerium ernannt und einige Stammesführer durch Ernennung in Ämtern und Geldzahlungen in den Fallen gelockt.
Lassen Sie sich nicht von den Lügen ihrer Feinde reinlegen und achten Sie darauf, sich nicht durch Stmmeskämpfe untereinander zu spalten. Vereinigen Sie sich. Der Feind des gesamten afghanischen Volks ist einer.
Kopf hoch. Lassen Sie sich nicht einschüchtern.
Lang lebe das große Afghanistan
Mit freundlichen Grüße
Der iranische Regierung will mehr Wasser aus Afghanistan, während Afghanistan mit der Gefahr einer eigenen Dürre konfrontiert ist
دایران حکومت دافغانستان څخه اضافه اوبه غواړی په داسی حال کی چی افغانستان خپله دوچکالی دخطر سره مخامخ دی
میرمنو اوښاغلو
ایران دافغانستان څخه اضافه اوبه غواړی اما داهیڅ امکان نه لری چی اضافه اوبه ورکول سی
په دنیا کی اقلیم او هوا تغییر کړیدی, وچکالی زیاتی سویدی, داداقلیم تغییربیا پرافغانستان باندی علیحده تاثیرکړیدی چی له امله یی افغانستاان دوچکالی دخطرپه ساحه کی واقع دی. دامعلومه سول چی په دا تیروڅو کلونو کی په افغانستان کی بارانونه کم سویدی. دافغانستان بزګران دوچکالی په خاطر په مشکلاتو اخته دی ځکه چی په کافی اندازه اوبه نسته. دافغانستان ولس دسختی لوږی اوقحطی سره مخامخ دی. دوچکالی په خاطر غنم اونور حاصلات ډیرلږ سویدی. هندوستان اونورو هیوادونو څوواره دافغانستان سره دغنموکومک وکی ولی چی افغانستان د وچکالی له امله په ډیرو مشکلاتو اخته دی
داپه کوم دین او کوم قانون کی راغلی دی چی یوڅوک دی خپله کورنی تږی پریږدی دخطر سره دی یی مخامخ کړی اوخپلی اوبه دی همسایه ته ورکی.
داسی نفر به لوی خاین وی چی خپل ځان, خپل بزګران او خپل ولس په خطر کی واچوی او ایران ته اضافه اوبه ورکړی
متاسفانه موږ دایران خواهشات پر ځای کولای نه سو. دا موضوع هم افغان ولس او هم دنیا ته معلومه ده چی افغانستان دوچکالی دخطرپه ساحه کی واقع دی. کیدای سی چی ایران ته د۱۹۷۳ کال دتړون له مخی د ټاکل سوو اوبو څلورمه برخه ورکول سی او یاهم هیڅ ور نه کول سی ولی چی موږ خپله دوچکالی دخطرسره مخامخ یو. ځکه نو متاسفانه موږ دایران خواهشات چی اضافه اوبه غواړی بالکل ردوو
په درنښت
Irans Regierung will mehr Wasser aus Afghanistan, während Afghanistan von einer Dürre bedroht ist.
Sehr geehrte Damen und Herren,
Der Iran will noch mehr Wasser aus Afghanistan, aber es ist unmöglich, noch mehr Wasser für Iran bereitzustellen.
Klima und Wetter haben sich in der Welt verändert, Dürren haben zugenommen und die Auswirkungen der Klimawandel hat Afghanistan besonders getroffen, wodurch Afghanistan in der Gefahrenzone der Dürre liegt. Es steht fest, dass die Regenfälle in Afghanistan in den letzten Jahren zurückgegangen sind. Afghanistans Bauern leiden unter Dürre, weil es nicht genug Wasser für die Landwirtschaft gibt. Die Menschen in Afghanistan leiden unter schwerem, lebensbedrohlichem Hungersnot. Aufgrund der Dürre ist die Ernte stark zurückgegangen, die landwirtschaftliche Erzeugnisse wie Weizen usw. haben abgenommen. Indien und andere Länder haben Afghanistan oft durch Lieferung von Weizen unterstützt, da Afghanistan aufgrund der Dürre unter vielen Problemen leidet.
In welcher Religion und welchem Gesetz ist es vorgeschrieben, die man seine eigene Familie verdursten lassen soll, ihr Leben in Gefahr brigen soll aber das eigene Wasser seinem Nachbarn geben muss?
Solch eine Person wird ein großer Verräter sein, der sich selbst, seine Bauern und sein Volk in Gefahr bringt und dem Iran mehr Wasser liefert.
Leider können wir die Wünsche des Irans nicht erfüllen. Das Problem ist sowohl dem afghanischen Volk als auch der Welt bekannt, dass sich Afghanistan in der Gefahrenzone einer Dürre befindet. Es kann sein, dass Iran ein Viertel der laut Abkommen von 1973 zugeteilten Wassermenge bekommt oder gar kein Wasser bekommt, weil wir selbst wegen Dürre mit Gefahren konfrontiert sind. Daher lehnen wir die Wünsche des Irans, die noch mehr Wasser aus Afghanistan wollen, leider kategorisch ab.
Mit freundlichen Grüßen
Petition an die Vereinten Nationen
د ملګرو ملتونو د امنیت محترمی شوراته
د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۲۵مه، پاکستان د افغانستان د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د توغندی بریدونه کړیدی. موږ دا برید په کلکو ټکو غندو.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان پر خاوره برید کوي. پاکستان څوپلا د افغانستان پر خاوره ناڅاپه د توغندی او بمباری بریدونه کړي دي. ډېر بې ګناه خلک، ښځې او ماشومان یی وژلی دی.
د نړیوالو قوانینو له مخې پاکستان هیڅ اجازه نه لري چې د افغانستان پر خاوره برید وکړي. موږ په دې اړه څو ځله تاسو ته لیکلي دی او د دغو بریدونو په اړه مو خبر کړي یاست. خو تاسی په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی. موږ له تاسو غواړو چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي او پاکستان په تور لیست کې شامل کړي. موږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې د حق او عدالت په موضوع کی سترګې پټې نه کړي.
پاکستان له تېرو ۴۴ کلونو راهیسې په ترهګرۍ کې ښکېل دی او افغانستان ته ترهګر استوي. پاکستان په ۱۹۹۶ کال کې د افغانستان ملي اردو ړنګه کړه، د افغان پوځ ټول تجهیزات یې غلا کړل او پاکستان ته یې انتقال کړل، حتی د افغان پوځ لوښی یې هم له ځانه سره یوړل. نواز شریف چې هغه مهال د پاکستان لومړی وزیر وو، رسنیو ته وویل چې د افغانستان ټول پوځ یې له منځه وړی دی او په دی ډول پاکستان یی ته ښه خدمت کړی دی.
پاکستان له ډېرې مودې راهیسې غلطه لوبه پیل کړې ده. دوی په پټه ترهګر روزي چې دهغو په واسطه په بلوچستان او پښتونخوا کې تروریستی بریدونه کوي. دوی بیا دا بریدونه د بلوچستان او پښتونخوا پر ولس تاوانوي. په دې سره پاکستان غواړي چې په بلوچستان او پښتونخوا کې پر خلکو د خپل ظلم او جبر د توجیه کولو دپاره پلمی ولري، لکه د بیګناه خلګو بندی کول، شکنجه او داسې نور. د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې (آی ایس آی) په بلوچستان او پښتونخوا کې ګڼ شمېر فعالان او لوستي کسان وژلي دي.
ګرانه ښاغلی ګوتریس،
د ملګرو ملتونو د امنیت محترمی شوراته!
موږ تاسی ته څو ځله د پاکستان په اړه شکایتونه در لیږلي دي. تاسی ولې د حق او عدالت دپاره اقدام نه کوئ؟ ایا تاسی د یو چا لخوا تر فشار لاندې یاست؟
موږ ستاسی څخه غوښتنه کوو چې د عدل او انصاف په خاطر پاکستان محاکمه کړئ. پاکستان باید په تور لیست کې شامل سي. پر پاکستان باید سخت بندیزونه ولګول سي.
په درنښت
Regenfälle und Überschwemmungen haben im Maidan Wardak und in den umliegenden Gebieten Schäden verursacht.
په میدان وردګ او شاوخوا سیموکی بارانونو او سیلابونو تاوانونه رسولی دی
په میدان وردګ او شاوخوا کی بارانونه سوی دی او سیلابونه راغلی دی چی له امله یی کورونه چپه سوی دی یوشمیر خلګ مړه سوی دی او ځینی کسان زخمیان سوی دی.
هغه کسان چی کورونه یی دسیلاب له امله چپه سوی دی هر کورته دی سل زره افغانی ورکول سی. هغه نفر چی دسیلاب له امله مړه سوی دی دهغو کورنیو ته دی دهر مړی پر سر اویا زره افغانی ورکول سی. هغه کسان چی دسیلاب له امله زخمیان سوی دی دی هر نفر ته دی پنځلس زره افغانی ورکول سی. داپیسی دی دافغانستان دبودجی څخه ورکول سی
په درنښت
Regenfälle und Überschwemmungen haben im Maidan Wardak und in den umliegenden Gebieten Schäden verursacht!
In Maidan Wardag und Umgebung kam es zu Regenfällen und Überschwemmungen, wodurch Häuser zerstört wurden, mehrere Menschen starben und einige verletzt wurden.
Denjenigen Menschen, deren Häuser durch die Überschwemmung zerstört wurden, sollen finanzielle Hilfe in Höhe von100.000 Afghani pro Haus gezahlt werden. Die Familien, deren Familienmitglieder durch Überschwemmungen ums Leben gekommen sind, sollen Zahlung in Höhe von 70.000 Afghanis pro Toten bekommen. Den Menschen, die durch die Überschwemmung schwer verletzt wurden, sollen pro Person 15.000 Afghani gezahlt werden.
Die genannten finanzielle Hilfen sollen aus dem Staatshaushaushalt Afghanistans bezahlt werden.
Mit freundlichen Grüßen
An das liebe Volk des großen Afghanistans!
دلوی افغانستان ټول ګران ولسه سلامونه
آغلو او ښاغلو
تقریبا د ۲ کالو راهیسی په کندهار کی دپاکستان د پوځی استخباراتو اداری (آی ایس آی) خپل دفتر جوړ کړیدی او ددغه دفتر مشر یی ملا هیبت الله کښینولی دی. د (آی ایس آی) دخوا فرمانونه ورکول کیږی اوملا هیبت الله یی دفتوا په نامه عملی کوی. موږ په کندهارکی دغه د (آی ایس آی) دفتر بندوو.
طبعاً په طالبانو کی ډیره برخه داسی کسان سته چی خپل وطن او ولس پر ګران دی, دوطن پرمختګ او د ښځو اونارینه وو تعلیم غواړی. هغه طالبان چی وطنپال دی افغانستان او دافغانستان ولس پر ګران دی هغه به زموږ سره پاته سی. هغه چی دپنجابیانو داستخباراتو جاسوسان دی هغه به محاکمه سی
دافغانستان ښځینه اونارینه ولس ته وایو سرونه مو لوړ ونیسی. مه بیریږی
تل دی وی, ژوندی دی وی لوی افغانستان
په درنښت
Grüße an das liebe Volk des großen Afghanistans
Meine Damen und Herren,
Vor fast zwei Jahren hat der pakistanische Militärgeheimdienst (ISI) sein Büro in Kandahar eingerichtet und Mullah Haibatullah zum Leiter des Büros ernannt. Alle Befehle werden von (ISI) erlassen und Mullah Haibatullah setzt sie im Namen der Fatwa um. Wir wollen das ISI-Büro in Kandahar schließen.
Natürlich gibt es bei den Taliban viele Menschen, die ihr Heimatland und ihr Volk lieben, die Entwicklung des Heimatlandes und die Bildung von Frauen und Männern wollen. Die Taliban, die patriotisch sind und ihnen Afghanistan und das afghanische Volk am Herzen liegen, werden bei uns bleiben. Diejenigen, die Spione des Punjabi-Geheimdienstes sind, werden vor Gericht zur Rechenschaft gezogen.
Wir sagen den Frauen und Männern Afghanistans: Halten Sie Ihren Kopf hoch. Lassen Sie sich nicht einschüchtern.
Lang lebe das große Afghanistan.
Mit freundlichen Grüßen
Wir fordern die Taliban auf, Herrn Ramazan Bashardost innerhalb von 48 Stunden freizulassen. Herr Bashardost ist ein unschuldiger Mensch. Herr Bashardost fordert die Einhaltung von Menschenrechten und Gerechtigkeit.
موږ غواړو چی طالبان په ۴۸ ساعتو کی ښاغلی رمضان بشردوست را ایله کړی. بشردوست یوبیګناه سړی دی. بشردوست دحق او عدالت غوښتونکی دی
موږ د رسنیو دلاری خبر سوو چې طالبانو ښاغلی رمضان بشردوست نیولی دی.بشردوست دحق او عدالت غوښتونکی دی. پر بشردوست باندی افغانستان ګران دی. بشردوست د افغانستان دښه والی او پرمختګ طرفداره دی. بشردوست یو ډیر بی آزاره سړی دی. طالبان باید ژرترژره ښاغلی رمضان بشردوست را ایله کړی. بشردوست باید په ۴۸ ساعتوکی بیرته خپل کورته رسیدلی وی
Wir fordern die Taliban auf, Herrn Ramazan Bashardost innerhalb von 48 Stunden freizulassen. Herr Bashardost ist ein unschuldiger Mensch. Herr Bashardost fordert die Einhaltung von Menschenrechten und Gerechtigkeit.
Wir haben über die Medien erfahren, dass die Taliban Herrn Ramazan Bashardost verhaftet haben. Herr Bashardost verlangt die Einhaltung der Menschenrechte und Gerechtigkeit. Herr Bashardost liebt sein Heimatland Afghanistan. Herr Bashardost will Wohlstand und Fortschritt Afghanistans. Herr Bashardost ist ein sehr harmloser Mensch. Die Taliban müssen Herrn Ramazan Bashardost sofort freilassen. Der Rückkehr vom Herrn Bashardost zu seiner Wohnung muss innerhalb von 48 Stunden erfolgen.
An die Regierung vom Usbekistan
ښاغلی د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته
د ازبکستان محترم حکومت ته
موږ د رسنیو دلاری خبر سوو چې تاسی د طالبانو او پاکستان سره د ریل پټلۍ د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی چې له افغانستان څخه تیریږي. موږ دا تړون ردوو او تاسی ته خبر در کوو چی دا تړون بی اعتباره دی
په اوسنی حالت کی موږ تاسی ته اجازه نه سو در کولی چی د پاکستان سره دتجارت دپاره د افغانستان څخه د ترانزیټي لار په توګه استفاده وکړی. پښتونخوا او بلوچستان زموږ خاوره ده. هرکله چې پاکستان زموږ خاوره بیرته موږ ته راوسپاري، نوتر هغه وروسته موږ کولای سو ستاسی سره د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ او ترانزیټ پر لارو چارو خبرې وکړو، څوتاسی وکولای سی چی دافغانستان دلاری د پاکستان سره خپل تجارت وکړی. تر هغه وخته پوری، تاسی کولای سی چی د خپل تجارت لپاره د ایران د چابهار بندر یا نورو لارو څخه استفاده وکړئ.
موږ د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۲۲ نیټه په خپل لیک کې تاسو ته د خپل پورتني اصولو په اړه خبر درکړی وو. نو موږ ستاسی څخه غوښتنه کوو چې زموږ د اصولو درناوی وکړئ او زموږ هیواد د پاکستان سره د خپل تجارت دپاره مه کاروئ. د پورته مقرراتو څخه د سرغړونې په صورت کې، موږ مجبوره یو چې پرازبکستان باندی زموږ د تجارتی او اقتصادی اړیکو په هلکله بشپړ بندیز ولګوو.
په درنښت
Ist Pakistan ein Subunternehmer für Terroristen und kriminelle Sachen?
ایا پاکستان د ترهګرۍ او جنایت فرعي قراردادي یعنی کمیشنکار دی؟
اغلو او ښاغلو
ځينې سازمانونه او ځينې سياستوال وايي، چې په افغانستان کې پوځي وسلې غلا سوې دی او په بهر کی د ترهګرو لاس ته لوېدلې دي. په حقیقت کې د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې (آی ایس آی) خلک روزلي او افغانستان ته یې استولي دی تر څو پوځي وسلې غلا کړي او پاکستان ته یې یوسي. پاکستان د غلا سوو پوځي وسلو په اړه دنړیوالو ترهګرو سره پټې معاملې کوي .
دا حقیقت هم افغان ولس او هم دنیا ته معلوم دی چې په ۱۹۹۶ کال کې هم پاکستان داسی کسان وروزل او افغانستان ته یی واستول چی دافغانستان څخه یی د افغان پوځ ټول پوځي تجهیزات، چورلکې، جنګي الوتکې او حتی د افغان پوځ دخوراکی لوښی غلا کړل . د پاکستان استخباراتو دا ټولی پوځي وسلې، الوتکې او تجهیزات پاکستان ته ولېږدول. پاکستان د ترهګرو له روزلو، د وسلو له غلا او له ترهګرو سره د معاملو له لارې میلیاردونه ډالر ترلاسه کوي.
دا افغان ولس او نړۍ دواړو ته ښه معلومه ده چې د پاکستان رژیم اضافه تر ۴۴ کلونو راهیسې د افغانستان ورانول او د افغانانو تباهۍغواړی.
موږ څو ځله خپل شکایتونه ملګرو ملتونو او دنیا ته استولي دي. موږ د پاکستان په اړه د امریکا حکومت ته هم شکایت کړی دی. له بده مرغه د امریکا حکومت سترګې پټې کړي دی او زموږ ږغ نه اوري ځکه پاکستان د امریکا متحد دی او له همدې امله امریکا پر پاکستان بندیزونه نه دي لګولي.
د امریکا حکومت خبر دی چې پاکستان، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې له تېرو ۴۴ کلونو راهیسې ترهګر روزي. هر هغه څوک چې د امریکا متحد وي آیا اجازه لری چی نړیوال ترهګر روزي؟ ایا د امریکا یو متحد اجازه لری چې له ګاونډیو هیوادونو څخه پوځي وسلې غلا کړي؟ ایا د امریکا یو متحد اجازه لری چی بې ګناه خلک، تعلیم یافته خلک او فعالان لت اوشکنجه کړی او ویی وژني؟
ګران د متحده ایالاتو حکومت ته، تاسی ولې د حق او عدالت په اړه سترګې پټې کړئ دی؟
موږ انصاف غواړو.
په درنښت
An die Pakistanische Regierung,
اغلو او ښاغلو
موږ ټول افغان ولس ستاسی څخه غوښتنه کوو چې د پښتونخوا او بلوچستان څخه د پاکستان پوځ وباسئ.
د ۷۶ کلونو را په دېخوا هم تاسی ته او هم دنیا ته دا معلومه سوې ده, سره دهغه چې د پاکستان حکومت، پوځ او پاکستاني استخباراتو د بلوچستان او پښتونخوا پر ولس باندی هر ډول دظلم طریقی تطبیق کړلی لکه شکنجه کول، وژل، خلک د ښکارهدف ګرځول او داسی نور, بیاهم تاسی په دي نه یاست توانیدلی چی پښتونخوا او بلوچستان دځان کړی ځکه د پښتونخوا او بلوچستان خلک افغانان دي. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یو ولس، یو کلتور او یوه خاوره ده. له همدې امله موږ د اسلام اباد حکومت ته وایو چې ځانونه مه غولوئ. تاسی نه د بلوچستان او پښتونخوا خلک او نه هم زموږ د خاوره د ځان کولای سئ. نو ښه به دا وي که تاسی په خوشحالۍ سره زموږ خاوره بیرته موږ ته را وسپارئ. دا ستاسی په ګټه ده، دا زموږ افغانانو په ګټه ده او دا د دنیا په ګټه ده.
په درنښت
Im Namen des Afghanischen Volkes bedanken wir uns bei allen Teilnehmern der Online-Gipfel Shanghaier Organisation für Zusammenarbeit
اغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۳ کال د جولای په څلورمه نېټه د شانګهای د همکارۍ سازمان انلاین غونډه تر سره سوه
ټولو افغانانو ته څرګنده سوه چې تاسو زموږ د هېواد افغانستان آرامی اوخوشحالی ته ژمن یاست او له همدې امله غواړئ چې په افغانستان کې له ۴۴ کلونو وروسته جګړه پای ته ورسېږي ترڅو چی د افغانانو لپاره د ښه او خوشحاله ژوند دپاره لاره هواره سي
افغان ولس له ۴۴ کلونو راهیسې له ناآرامی سره مخامخ دی. له ۲ ملیونو څخه ډیر خلک ووژل سول. لویې کورنۍ ټوټه ټوټه سوې. ملیونونه خلک اړ سول چې بهر ته وتښتي. ډیری خلکو دوطن څخه دتښتی پر لار په سمندر کې د ډوبیدو یا دنورو حادثو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړي یا د نورو ژوند ګواښونکو خطرونو سره مخامخ سول. د افغانانو لویه برخه له لوږې، ناروغیو او نورو ستونو سره لاس او ګریوان ده
له همدې امله یو ځل بیا د شانګهای د همکاریو سازمان له ګډونوالو څخه مننه کوو چې افغان ولس یې هېرکړي نه دی
په درنښت
Die Taliban sind die Sklaven von Sklaven
طالبان دغلامانو غلامان دی
د ډیورند دکرښی دواړه خواووته زموږګران افغان ولسه
پنجابیان دامریکا غلامان دی, طالبان بیا د پنجابیانو غلامان دی
Taliban sind Sklaven von Sklaven!
Unser liebes afghanisches Volk auf beiden Seiten der Durand-Linie,
Punjabis sind Sklaven von Amerika, Taliban sind Sklaven von Punjabis.
ََUnser liebes afghanisches Volk auf beiden Seiten der Durand-Linie, wir werden den Grundgesetz von König Zahir Schah in Afghanistan anwenden.
د ډیورند دکرښی دواړه خواووته زموږګران افغان ولسه, موږ په افغانستان کی د پاچا ظاهرشاه اساسی قانون په کار اچوو
آغلو او ښاغلو
هیڅ تشویش مکوی, موږ په افغانستان کی د پاچا ظاهرشاه اساسی قانون په کار اچوو, دملاهیبت الله پلار او نیکه لا د پاچا ظاهرشاه اساسی قانون ته احترام درلودی، ملاهیبت الله چی کوم خوبونه وینی هغه دده شخصی خوبونه دی
تل دی وی, ژوندی وی لوی فغانستان
په درنښت
ََUnser liebes afghanisches Volk auf beiden Seiten der Durand-Linie, wir werden den Grundgesetz von König Zahir Schah in Afghanistan anwenden!
Sehr geehrte Damen und Herren,
machen Sie sich keine Sorge. Wir werden in Afghanistan den Grundgesetz von König Zahir Shah anwenden. Sogar der Vater und Großvater von Mullah Haibattullah respektierten den Grundgesetz von König Zahir Shah. Wovon Mullah Haibatullah träumt, die sind seine persönlichen Träume.
Lang lebe das große Afghanistan
Mit freundlichen Grüßen
Patriot-Preis für Herrn Manzoor Pashteen
ښاغلی منظور پښتین ته د پاتریوت مډال او انعام
ښاغلی منظور پښتین یو پاتریوت یعنی وطنپال دی. پرده باندی ټول پښتانه او افغان ولس ګران دی. ښاغلی منظور پښتین ټولو پښتنواوافغان ولس ته ډیر خدمتونه کړی دی, همیشه چی پر پښتنو یا افغان ولس ظلمونه سوی دی ښاغلی منظور پښتین خپل ږغ پورته کړی دی، احتجاجونه یی کړی دی او خپله خوابدی یی ښکاره کړی ده
موږ د ټول افغان ولس په نمایندګی ستا دخدمت څخه ډیره مننه کوو اوتاته د پاتریوت انعام درکوو. دپاتریوت یعنی وطنپال انعام دسل ګرامو سکه اوشل زره امریکایی ډالره دی
دډیورنډ د کرښی دواړو خواووته نور پاتریوت یعنی وطنپالان هم سته چی موږ په نظر کی نیولی دی. هرکله چی مناسب وخت راورسیږی موږ به ددوی نومونه خپاره کړو
په درنښت
Patriot-Preis für Herrn Manzoor Pashteen
Herr Manzoor Pashteen ist ein Patriot. Er liebt alle Paschtunen und das afghanische Volk. Herr Manzoor Pashteen hat allen Paschtunen und dem afghanischen Volk viele Dienste geleistet. Immer wenn es Unterdrückung gegen Paschtunen oder das afghanische Volk gab, erhob Herr Manzoor Pashteen seine Stimme, protestierte und zeigte sich bestürzt darüber.
Im Namen des gesamten afghanischen Volkes danken wir Ihnen sehr für Ihren Dienst und zeichnen Sie mit dem Patriot-Preis aus. Der Patriot-Preis beinhaltet eine Hundert-Gramm-Goldmünze und zwanzigtausend US-Dollar.
Es gibt auch weitere Patrioten auf beiden Seiten von Durand-Linie, die wir im Blick haben. Wir werden ihre Namen veröffentlichen, wann immer der richtige Zeitpunkt gekommen ist.
Mit freundlichen Grüßen
Gratulation anläßlich des Opferfests (Eid al-Adha)
د لوی اخترمبارکی
د ډیورند دکرښی دواړه خاووته میشت ګران افغان ولسه
تاسی ټولو ته دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت دزړه له کومی مبارکی وایو، خوشحاله او بختور اختر درته غواړو او دژوند په ټولو چارو کی ستاسی د خوښی, کامیابی او سرلوړی په هیله یو
په درنښت
حیات الله میوند
Gratulation anläßlich des Opferfests (Eid al-Adha)
Liebes Afghanisches Volk auf beiden Seiten der Linie,
Wir gratulieren Ihnen allen von ganzem Herzen zu Eid al-Adha (Opferfest). Wir hoffen, dass Sie fröhliche und glückliche Festtage voller Freude verbringen. Wir wünschen Ihnen viel Freude, Glück, Erfolg und Stolz in allen Belangen des Lebens
Mit freundlichen Grüßen
Hayattullah Maiwand
Wir das gesamte Afghanische Volk begrüßen die gemeinsame Erklärung von US-Präsident Herrn Joe Biden und Indiens Premierminister Herrn Modi
موږ ټول افغان ولس د امریکا د ولسمشر ښاغلي جوبایډن او د هند د لومړي وزیر ښاغلي مودي د ګډې اعلامیې هرکلی کوو
ګرانو میرمنو او ښاغلو
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هند لومړي وزیر مودي په خپله ګډه اعلامیه کې د پولې هاخوا ترهګرۍ، د ترهګرو لخوا د نیابتي ځواکونو کارول په کلکه وغندل او له پاکستانه یې وغوښتل چې ژر تر ژره اقدام وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه سي چې د دوی تر کنټرول لاندې خاوره به د ترهګرو بریدونو لپاره ونه کارول سي
له پاکستان څخه د ترهګرۍ ګواښ یو حقیقت دی چې ښاغلي ولسمشر جوبایډن اوښاغلي لومړي وزیر مودي ورته په ګډه اعلامیه کې اشاره وکړل
پاکستان له تېرو ۴۴ کلونو راهیسې په نړیوال تروریزم کې ښکېل دی. پاکستان ترهګر روزي او د نړۍ نورو هیوادونو ته یې استوي. افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پاکستان له خوا دروزل سوو تروریستانو دلاسه ډیرزیانمن سوی دي. د پاکستان له خوا روزل سوو ترهګرو په تروریستي بریدونو کی په تېرو ۴۴ کلونو کې له کوچنیانو څخه تر بوډاګانو پورې بې شمېره بې ګناه خلک وژلي دي
په پاکستان کې ترهګر د پاکستان د پوځ له خوا روزل کیږي. د پاکستان دپوځي استخباراتو وظیفه دا ده چې روزل سوي ترهګر تنظیم کړي، پر مختلفو ډلو یې وویشي، هری ډلی ته جلا نوم ورکړي او بیا یې د بې ګناه خلکو د وژلو لپاره خارجی هیوادونو ته ولېږي. دا له لسیزو راهیسې د پاکستان تاکتیک دی چې له مخې یې پاکستان هڅه کوي میلیاردونه امریکایی ډالر ترلاسه کړي
پاکستان په بلوچستان او پښتونخوا کې د ژورنالیستانو او فعالانو په ګډون څه دپاسه شپیته زره بې ګناه خلک لادرکه کړی دی، زندانی کړی دی، شکنجه کړی دی او وژلی یی دي. دا هیڅ پټ رازنه دی، دا یو ښکاره حقیقت دی چې هرڅوک په خبردی
پاکستان د امریکا د متحد هیواد په توګه له خپل دریځ څخه ناوړه ګټه پورته کوي. د رسنیو د راپور له مخې، پاکستان د امریکا د متحد په توګه د ولسمشر بایډن او لومړي وزیر مودي دګډ بیان په هکله حیرانتیا ښکاره کړی ده. ځکه نو دا سوال پیدا کیږي: که یو هیواد د امریکا متحد وي، ایا هغه اجازه لری چې ترهګر وروزي؟ که یو هیواد د امریکا متحد وي، ایا هغه اجازه لري چې خبریالان، فعالان او بې ګناه خلک شکنجه کړي او ویی وژني؟
موږ په ټینګه د امریکا او نړیوالې ټولنې څخه خواهش کوو چې پر پاکستان سخت بندیزونه ولګوي.
په درنښت
Das ist unser Territorium. Das ist unser Volk!
بلوچستان او پښتونخوا د خرڅلاو دپاره نه دي او نه هم چاته د بخشش کولو دپاره دي
موږ غواړو خپله خاوره او خپل ولس د پاکستان د ظلم او استبداد څخه خلاص کړو
پاکستان دې ژر تر ژره د بلوچستان او پښتونخواڅخه خپل پوځ وباسي
زموږ دخاوری او ولس یووالی زموږ حق دی
Liebe Welt, ist das eine Gerechtigkeit?
ګرانې نړۍ! آیا دا انصاف دی؟
دا څه حال دی؟ افغان ولس څه کړي دي؟
یو څوک د افغانانو اوبه اخلي
بل څوک د افغان ولس کانونه لوټوی
بل چا د افغانستان خاوره نیولې ده
بل څوک افغان ولس وژني
بل څوک د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کوي
افغان ولس د ډیرو کلونو راهیسې د لوږې، بېرې، ژړا، له وطنه د تېښتې او داسې نورو کړاوونو سره لاس او ګرېوان دی، تقریباً هره لویه کورنۍ ټوټه ټوټه سوی ده
ګرانې نړۍ! آیا دا انصاف دی؟
Es besteht keine Notwendigkeit, dass die iranischen Behörden nach Helmand kommen, um die Wassersituation in Helmand zu überprüfen
دایران چارواکو ته ضرورت نسته چی دهلمند داوبو د حالت دکتلو دپاره هلمند ته راسی
میرمنو او ښاغلو
په کابل کی دایران سفیر حسن کاظمی قمی غواړی چی دایران چارواکی افغانستان ته راسی اودهلمند دکجکی بند وګوری. دا داسی معنی لری لکه ایرانی چارواکی چی دافغانانو په شخصی جیبونوکی دکتلو دپاره راځی. موږ دایران داغوښتنه بالکل ردوو هیڅ ضرورت نسته چی ایرانی چارواکی دهلمند اوبه وګوری افغانستان یو دهغو هیوادونو دجملی څخه دی چی د سختی وچکالی سره مخامخ دی. نو ښه به داوی چی ایران په دی باره کی د اقلیمی بدلون نړیوالو ادارو ته مراجعه وکړی او دهغوی څخه په افغانستان کی داقلیمی بدلون د تاثیراتو او وچکالی په هکله لازم معلوماتونه لاس ته راوړی.
په درنښت
Es besteht keine Notwendigkeit, dass die iranischen Behörden nach Helmand kommen, um die Wassersituation in Helmand zu überprüfen
Sehr geehrte Damen und Herren,
Der iranische Botschafter in Kabul, Hassan Kazemi Qomi, möchte, dass iranische Beamten nach Afghanistan kommen und den Kajaki-Staudamm in Helmand besichtigen. Das würde bedeuten, als würden die iranische Beamten kommen, um die persönlichen Taschen der Afghanen zu kontrollen. Wir lehnen diese Forderung Irans entschieden ab. Es besteht für iranische Beamten keine Notwendigkeit, das Wasser in Helmand zu besichtigen. Afghanistan ist eines der Länder, die von einer schweren Dürre betroffen sind. Daher wäre es besser, wenn Iran sich an die internationalen Organisationen für Klimaforschung wenden und von ihnen die notwendigen Informationen über die Auswirkungen des Klimawandels und der Dürre in Afghanistan einholen würde.
Mit freundlichen Grüßen
Seite 2 von 12