د افغانستان په ختیځ ولایتونو کې د زلزلې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت پیغام
آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه د افغانستان په کونړ، ننګرهار، نورستان، لغمان او پنجشیر ولایتونو کی ډیری سیمی زورورې زلزلی ولړزولې چې له امله یی خلګو ته ډیر زیات ځانی او مالی تاوان رسیدلی دی. ګڼ شمیر کورونه ویجاړ سوي دي. د انسانی تلفاتو شمېر د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په ګډون له ۸۰۰ تنو څخه اوښتی دی او نږدې ۳ زره نور ټپیان سوي دي. موږ د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو
په درنښت
