ملګرو ملتونو ته عرض لیک
آغلو او ښاغلو
موږ په کلکه د طالبانو د استازو شتون په آلمان کې غندو او د آلمان د حکومت څخه غوښتنه کوو چې په آلمان کې د افغانستان په سفارت او قونسلګرۍ کې د طالبانو هر ډول استازیتوب رد کړي
طالبان د افغان ولس مشروع استازیتوب نه کوي، بلکې یو ترهګره ډله ده چې د بشري حقونو اساسي اصول په پلان سوی او دوامداره توګه تر پښو لاندې کوي او د افغان ولس پر وړاندې ظالمانه چلند کوي. د طالبانو د ډیپلوماتیک شتون منل یا زغمل به د انساني کرامت، د قانون حاکمیت، او نړیوالو اصولو څخه ښکاره سرغړونه وي
په ځانګړې توګه، د طالبانو لخوا پر ښځو او نجونو دوامداره ظلم خورا جدي او خطرناک دی. له هغه راهیسې چې دوی واک ته رسېدلي دی، یو لړ دښځو ضد فرمانونه یې صادر کړي دی چې ښځې له زده کړو، کار، تګ راتګ، او ټولنیز مشارکت څخه منع کوي. دا د جنسیت پر بنسټ توکمپالنه ( آپارتاید) او د نړیوالو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده
موږ د آلمان د حکومت څخه غوښتنه کوو چې ټول هغه طالبان چې دا مهال په آلمان کې موجو دي، له هېواده وباسي یا دی یی د هاګ نړیوالی جزایي محکمې ته وسپاری. هغه کسان چې د بشريت پر ضد، په ځانګړې توګه پر ښځو او اقلیتونو یی ظلمونه او جرمونه کړي، باید حساب ورکړي
هر ډول پټ یا غیر رسمي تړونونه د آلمان د حکومت او طالبانو تر منځ د یوه قانونپال، دیموکرات دولت له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. آلمان باید د داسې رژیم ملګری نه سي چې ترهګري، سیستماتیک ظلم، او جنسیتي توکمپالنه ( آپارتاید) عملي کوي
د عدالت په خاطر او د افغان ولس د خیر لپاره، موږ د طالبانو د رژیم پر وړاندې د یو روښانه او قاطع دریځ غوښتنه کوو
په درنښت

Petition an die Vereinten Nationen
Sehr geehrte Damen und Herren,
wir sprechen uns entschieden gegen eine Präsenz von Taliban-Vertretern in Deutschland aus und appellieren an die Bundesregierung, keine Repräsentanten der Taliban in der afghanischen Botschaft oder den Generalkonsulaten auf deutschem Boden zu akzeptieren.
Die Taliban sind keine legitime Vertretung des afghanischen Volkes, sondern eine terroristische Organisation, die grundlegende Menschenrechte systematisch verletzt und das afghanische Volk mit brutaler Gewalt unterdrückt. Eine Anerkennung oder Duldung ihrer diplomatischen Präsenz in Deutschland wäre ein Verstoß gegen die Prinzipien von Menschenwürde, Rechtsstaatlichkeit und internationalem Recht.
Besonders gravierend ist die institutionalisierte Unterdrückung von Frauen und Mädchen durch die Taliban. Seit ihrer Machtübernahme haben sie eine Reihe frauenfeindlicher Dekrete erlassen, die Bildung, Arbeit, Bewegungsfreiheit und gesellschaftliche Teilhabe für Frauen nahezu vollständig verbieten. Dieses Vorgehen stellt eine geschlechtsspezifische Apartheid dar und verletzt in eklatanter Weise internationale Menschenrechtsnormen.
Wir appellieren an die Bundesregierung, sämtliche in Deutschland aufhältigen Mitglieder der Taliban auszuweisen oder ihrer gerechten strafrechtlichen Verfolgung zuzuführen – idealerweise vor dem Internationalen Strafgerichtshof in Den Haag. Die Verantwortlichen müssen für ihre Verbrechen gegen die Menschlichkeit, insbesondere gegen Frauen und Minderheiten, zur Rechenschaft gezogen werden.
Etwaige geheime oder inoffizielle Absprachen zwischen der Bundesregierung und den Taliban widersprechen den Grundwerten eines demokratischen Rechtsstaats. Deutschland darf sich nicht zum Partner eines Regimes machen, das Terror, systematische Unterdrückung und Geschlechterapartheid praktiziert.
Im Namen der Gerechtigkeit und im Interesse des afghanischen Volkes fordern wir eine eindeutige und entschlossene Haltung gegenüber dem Taliban-Regime.
Mit freundlichen Grüßen