
Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73
info@afghanistan-jamhuriat.com
Total members: 117.524 (26 June 2017)
We do not work with the Mafia of Afghanistan.
تکرار
موږ د افغانستان د مافیا سره په ګډه کار نه کوو
د لوی افغانستان ولسه سلامونه
د افغانستان هغه مافیا چی ۲۰ کاله یی د افغانستان حکومت په لاس کی وو پر ځای د دی چی افغان ولس ته خدمت وکړی دوی افغانستان په لوی ناورین اخته کړی او هر ډول خیانتونه یی وکړل, د واک څخه یی ناوړه ګټه اخیستل، دولتی وظیفی یی تر یو ملیون ډالرو پوری د پیسو په مقابل کی خرڅولی, رشوت او باج یی اخیستلی, د دولتی خزانی څخه یی په چلبازی او نامشروع توګه پیسی ایستلی, د افغانستان په ولسی جرکه کی یی رایی د ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ډالرو پوری په پیسو خرڅولی. د حکومت په نامه یی تیل او نور مواد واردول، وروسته یی په بازار کی خرڅول او عاید یی شخصی جیبو ته اچولی، خپل پالنه (نیپوتیزم) یی کوله, دولتی مځکی یی غصبولی, دمخدره موادو کاروبار یی کولی, شخصی ملیشی یی د خپلو شخصی اهدافو دپاره جوړی کړی وی، داعش خراسان دتروریستانو سره یی یو ځای کار کولی، د خلګو بیرول, جنسی تیری, خلګ لتول, انسان وژل، او داسی نور جنایتونه یی کول. دوی د افغانستان په هر ښار او صحرا کی انارشی تشکیله کړی وه او د پیسو په مقابل کی یی د بهرنیو هیوادو د پاره جاسوسی کول، ځینو یی د (آی ایس آی) دجنرالانو او دیکتاتورانو دپاره کار کوی
اوس داسی ښکاری چی د مافیا ډله بیا غواړی چی د لوی افغانستان ولس وغولوی. هر وخت چی موږ په افغانستان کی د حکومت واک په خپل لاس کی واخلو موږ به دوی ټوله محاکمه کړو
موږ د حکومتی وظیفو د پاره په کافی اندازه داسی اشخاص لرو چی لازمی وړتیاوی لری او دهیواد خدمت ته ژمن دی. موږ د یو شمیر کسانو نومونه په خپله ویبپاڼه کی خپاره کړی دی. موږ همدارنګه ډیر نور نفر هم په نظر کی لرو چی نومونه یی موږ تر اوسه نه دی خپاره کړی
په درنښت
We Must Not Turn a Blind Eye to the Truth!
موږ باید له حقیقت څخه سترګې پټې نه کړو
د امنیت شورا محترمو غړو
د نړیوالې ټولنې ښاغلو استازو
د څو لسیزو راهیسې، د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی ایس آی) ترهګریزې ډلې په شمول د "داعش-خراسان" روزي،. وروسته له روزنې، د "داعش-خراسان" ترهګر بهرنیو هیوادو ته استول کېږي، ترڅو هلته ترهګریز بریدونه ترسره کړي. د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی ایس آی) له ۳۰ څخه زیاتې مختلفې ترهګرې ډلې تر بېلابېلو نومونو لاندې روزي او ملاتړ یې کوي، چې "داعش-خراسان" د هغو ډلو څخه یوه دله ده
د دې خطرناکو حقایقو په پام کې نیولو سره، موږ له تاسو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې پاکستان د هغو هیوادونو په تور لیست کې شامل کړئ چې د ترهګرۍ روزنه او مالی ملاتړ کوي، پر پاکستان لازم بندیزونه ولګوئ، د جنګي جرمونو مسؤل جنرالان او مجرم دیکتاتوران د دوی د جنایتونو له امله محاکمه کړئ، ځکه چې دوی د ترهګرو په روزنه او ملاتړ کې لاس لری
نړیواله ټولنه باید نور د سترګو پټولو سیاست پای ته ورسوي. اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې پریکنده اقدام وسي، ترڅو نړیوال تروریزم په مؤثره توګه وځپل سي
په درنښت
We Must Not Turn a Blind Eye to the Truth!
Dear Members of the Security Council,
Esteemed Representatives of the International Community,
Sincerely,
The Nuclear Bomb in Pakistan is a Great Threat to the World
په پاکستان کې اټومي بم د نړۍ لپاره یو لوی خطر دی
د ملګرو ملتونو محترمو استازو
آغلو او ښاغلو
موږ خپله ژوره اندېښنه څرګندوو د هغه خطر په اړه چې د پاکستان د اتوم بم له خوا نړی ته متوجه دی. نړیوالې ټولنې ته دا ښه معلومه ده چې پاکستان د لسیزو راهیسې ترهګر روزي، چې پکښې د داعش-خراسان ډله هم شامله ده. دغه ترهګریز سازمانونه د نړیوال امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی
په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ خبره دا ده چې د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی ایس آی) په ډیرو ترهګریزو فعالیتونو کی لاس لري. د پام وړ شواهد شتون لري چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریز بریدونه د (آی ایس آی) په همکارۍ پلان سوي وه، چې زرګونه بې ګناه خلک یې ووژل. دغه موضوع دا څرګندوي چې د پاکستان پوځي مشران د نړیوال ترهګرۍ پلویان او ملاتړي دي
دا حقیقت دی چې د پاکستان اټومي وسلې د فاسدو پوځي جنرالانو په لاس کې دي، چې په ترهګرۍ کې ښکېل دي، ځکه نو دا د ټولې نړۍ لپاره یو ستر خطر دی او د نړیوال امنیت لپاره به ویجاړونکي پایلې ولري که چیرې د پاکستان د اتومی وسلو کنترول د دغه پوځي جنرالانو په لاس کی پاته سی
له همدې امله موږ له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې پاکستان د خپلو اټومي وسلو څخه بې وسلې کړي.د دغه خطر د مخنیوي لپاره یوه ټاکلې نړیواله تګلاره اړینه ده
موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د پاکستان دولت او د هغه د ترهګریزو شبکو د ملاتړ پر وړاندې قاطع اقدامات وکړي
په درناوي
لاندې د هغو ترهګریزو سازمانونو لیست دی چې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې آی ایس آی لخوا روزل کېږي
داعش خراسان
حقاني ډله
د القاعده تنظیمول
حزب المجاهدین (HM)
حرکت الانصار ( چې اوس مهال د حرکت المجاهدین په نوم پیژندل کیږي)( HuA)
لشکر طیبه (LeT)
جیش محمد مجاهدین ای-تنظیم (JeM)
البدر
جمیعت المجاهدین (JUM)
لشکر جبار (LeJ)
حرکت الجهاد الاسلامي (HUJI)
د متحده جهاد شورا (MJC)
البرق
تحريک المجاهدين
الجهاد
د جمو او کاشیر ملي آزادۍ پوځ
د خلکو لیګ
د مسلم جنباز ځواک
د کشمیر جهاد ځواک
الجهاد ځواک (د مسلمان جنباز ځواک او د کشمیر جهاد ځواک سره یوځای کوي)
د عمر مجاهدین
محاز ازادي
اسلامي جماعت الطلبة
د جمو او کشمیر د محصلینو د ازادۍ جبهه
اخوان المجاهدین
د محصلینو اسلامي ټولنه
تحریک حریت کشمیر
تحريک نفاذ فقہ جعفريه
د المصطفی د آزادۍ جنګیالي
تحريک جهاد اسلامي
مسلمان مجاهدین
المجاهد ځواک
تحريک جهاد
اسلامي انقلابي محاذ
The Nuclear Bomb in Pakistan is a Great Threat to the World
Dear Representatives of the United Nations, Dear Sir or Madam,
We hereby express our deep concern about the nuclear threat posed by Pakistan and its support for terrorist organizations. It is well known to the international community that Pakistan has been training terrorists for decades, including the IS-Khorasan group. These terrorist organizations pose a serious threat to global security.
Particularly alarming is the fact that the Pakistani military intelligence agency ISI is involved in numerous terrorist activities. There is substantial evidence that the September 11, 2001, terrorist attacks were planned with the involvement of the ISI, leading to the deaths of thousands of innocent people. This underscores the role of the Pakistani military leadership as promoters and supporters of international terrorism.
The fact that Pakistan's nuclear weapons are in the hands of corrupt military generals involved in terrorism represents an immense danger to the entire world. Uncontrolled access to these weapons by Pakistani military generals could have catastrophic consequences for global security.
We therefore urgently appeal to the international community, particularly the United Nations, to take appropriate measures to disarm Pakistan regarding its nuclear weapons. A determined international approach is necessary to prevent the escalation of this threat.
We call on the international community to take decisive action against the threat posed by the Pakistani state and its support for terrorist networks.
Sincerely,
Below is a list of terrorist organizations that are being trained in Pakistan by the military intelligence agency ISI:
President Erdogan Plays the Role of a False Global Policeman
میرمنو او ښاغلو
رئیس جمهور اردوغان په نړیواله سطحه دوه ګوني رول لوبوي. له یوې خوا، هغه ځان د ډیموکراسي د دفاع کوونکي په توګه معرفې کوي، پداسې حال کې چې د افغان مافیا، په ځانګړې توګه د جنګي جنایتکار رشید دوستم ملاتړ کوي، چې په وحشتناکو جرمونو لکه جنسي تیری، تشدد او انسان وژنې تورن دی. له بلې خوا، اردوغان ځان د "ښه مسلمان" په توګه معرفې کوي ترڅو خلک وغولوي او خپلی اصلي کړنلاری پټی کړي
اردوغان د خپلو ګټو د ترلاسه کولو دپاره د هغه فرصتونو څخه استفاده کوي چې په ځینو هیوادو کی د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو له امله رامنځته کیږي. کله چې امریکا په سومالیا کې خپله جګړه پای ته ورسوله او بیرته ووتل، اردوغان سومالیا ته ننوتی او سوداګریزې اړیکې یې هلته پیل کړې. همداراز په عراق کې، وروسته له دې چې دامریکا جګړه پای ته ورسیده او امریکايي ځواکونه ووتل، اردوغان عراق ته لاسرسی پیدا کړ. څو ځله داسی راپورونه خپاره سوي دی چې په عراق کې تېل غلا کیږي او پر ترکیه په ډېره ټیټه بیه پلورل کیږي. اردوغان په لیبیا کې هم خپلی ستراتیژي ته دوام ورکړ، په لیبیا کی د امریکا تر پوځي عملیاتو وروسته اردوغان سوداګریز تړونونه وکړل او له دې لارې د لیبیا تېل په ټیټه بیه ترلاسه کوی. په سوریه کې چی اوس د امریکا جګړه پای ته رسیدلی ده ، داسې ښکاري چې اردوغان په سوریه کی هم په ورته شکل موخو ته ځان رسول غواړی
د کلونو راهیسې، اردوغان یوه مشکوکه کړنلاره تعقیبوي، له یوې خوا د ډیموکراسي تبلیغ کوي او له بلې خوا اسلام د خپلو ګټو لپاره استعمالوي. اردوغان د نورو هیوادونو له طبیعی زیرمو څخه ګټه پورته کوي اما دا ور ته بی فرقه ده چی د نورو هیوادونوخلکو ته زیانونه رسوی. اردوغان د افغانستان د طبیعي منابعو سره ځانګړې علاقه ښکاره کوی. اردغان هڅه کوي چې د افغانستان طبیعی زیرمی د دې هیواد د غریب او زیریدلی ولس څخه لوټ کړی
سربیره پردې، اردوغان د خپلو سیاسي او اقتصادي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره نامشروع کړنې کاروی. د ترکیې ساختماني شرکتونه، چې اکثراً د اردوغان د حکومت سره تړاو لري، د رشوت په مرسته په نورو هیوادونو کې قراردادونه ترلاسه کوي. دا شرکتونه بدنامه دي ځکه چی ساختماني کیفیت یی غیر معیاري وی او د تعمیراتی کارو دپاره تر حد زیاتی پیسی اخلي، چې ډیری وختونه غمجنې پایلې رامنځته کوي. یوه غمجنه بیلګه د ترکیي هغه ساختماني شرکتونه دي چې په ترکیه کې یې کورونه جوړ کړل، چې ډیری یې د ۲۰۲۳ کال د زلزلو پر مهال ړنګ سول او د ډیرو انساني تلفاتو لامل سول. د ځینو راپورونو پر اساس دا شرکتونه د خپلو ګټو یوه برخه د اردوغان د « آ کا پی» ګوند ته ورکوي
په افغانستان کې هم ځینې داډول ترکی شرکتونه فعاله دي. یو مشهور مثال یی د ۷۷ ساختماني شرکت دی، په راپورونو کې ویل سوي دی چې دا شرکت هڅه کوي چی تر مشکوکو شرایطو لاندې په افغانستان کی د سړکونو او پلونو قراردادونه ترلاسه کړی او د افغانستان غریب ولس وغولوي
موږ په کلکه غوښتنه کوو چې د ۷۷ شرکت او نور ترکي شرکتونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، ژر تر ژره دی زموږ د هیواد څخه ووزي. همدارنګه، ټولې ترکی مرستندویه موسسې باید خپل فعالیتونه په افغانستان کې بند کړي او زموږ هیواد دی پریږدي. سربېره پردې، موږ غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دی د ترکیې ټولی قونسلګرۍ د افغانستان په ښارونو کې وتړل سي او د قونسلګرۍ کارکوونکي دی ترکیې ته ستانه سي. یوازی په کابل کې د ترکیې سفارت کولای سی چی د ډیپلوماتیکو اړیکو د ساتلو لپاره خلاص پاته سي
په درنښت
President Erdogan plays the role of a false global Policeman
Dear Ladies and Gentlemen,
President Erdogan plays a double role on the international stage. On one hand, he presents himself as a defender of democracy, while supporting the Afghan mafia, including war criminal Rashid Dostum, who is responsible for heinous crimes such as rape, torture, and murder. On the other hand, Erdogan portrays himself as a "good Muslim" to deceive the public and obscure his true agenda.
Erdogan exploits opportunities arising from U.S. military interventions to pursue his own interests. After the U.S. ended its war in Somalia and withdrew, Erdogan entered the country and began establishing business ties. Similarly, in Iraq, Erdogan secured access to the country after the war ended and the U.S. forces withdrew. Reports have repeatedly surfaced of oil being stolen in Iraq and sold to Turkey at extremely low prices. Erdogan continued his strategy in Libya, where he initiated trade agreements after the U.S. military intervention, benefiting from purchasing Libyan oil at low prices. In Syria, Erdogan appears to be engaging with similar motives following the end of U.S. military presence there.
For years, Erdogan has pursued a questionable agenda, propagating democracy with one hand while instrumentalizing Islam with the other. He seems indifferent to the well-being of the people in the affected countries as long as he can benefit from their resources. His interest in Afghanistan's natural resources is particularly notable. Erdogan is attempting to exploit Afghanistan’s resources without regard for its already suffering population.
Moreover, Erdogan employs corrupt practices to achieve his political and economic goals. Turkish construction companies, often linked to Erdogan's government, secure contracts in these countries through bribery. These companies are notorious for delivering substandard construction quality while charging exorbitant fees, often leading to tragic consequences. A sorrowful example is the Turkish construction companies that built homes in Turkey, many of which collapsed during the 2023 earthquake, resulting in significant loss of life. Reports suggest that these companies channel a portion of their profits to Erdogan’s AKP party.
In Afghanistan, some of these companies are also active. A prominent example is the construction firm 77, which is reportedly attempting to secure road and bridge contracts under dubious conditions, deceiving the impoverished Afghan population.
We strongly demand that companies like 77, along with other Turkish firms operating in Afghanistan, immediately leave the country. Similarly, all Turkish aid organizations should cease their activities in Afghanistan and depart. Furthermore, we call for the swift closure of Turkish consulates in Afghan cities and the repatriation of consulate staff to Turkey. However, the Turkish Embassy in Kabul should remain open to maintain diplomatic relations.
Sincerely,
To the President of the United States of America, Donald Trump
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته
ګرانه ولسمشره ټرمپ،
د افغانستان د خلکو په استازیتوب، زه تاسو ته د زړه له کومې مبارکي وایم چې د امریکا متحده ایالاتو د ۴۷م ولسمشر په توګه بیا وټاکل سواست
ستاسو بیا ټاکنه نه یوازې ستاسو د بېسارې سیاسي تجربې او مشرۍ ځواک څرګندونه کوي، بلکې دا د امریکا د ولس او نړیوالې ټولنې لهخوا پر تاسو د باور ښکاره څرګندونه هم ده. تاسو بېشکه زموږ د عصر له درناوي وړ سیاستوالو څخه یاست
په کورني او بهرني سیاست کې ستاسو د لومړۍ دورې لاسته راوړنې د ستاینې وړ دي او تلپاتې مثبتی اغېزی یې پراېښي دي. زه تاسو ته د نوي ولسمشری دورې د ننګونو په وړاندی د ځواک، استقامت او بریالیتوب هیله کوم
یو ځل بیاتاسو ته د ولسمشری په مناسبت دزړه له کومی مبارکی وړاندې کوم
ستاسو د ولسمشری د دوهمې دورې لپاره د بریالیتوب په هیله
To the President of the United States of America, Donald Trump
Dear President Trump,
On behalf of the Afghan people, I extend my heartfelt congratulations on your reelection as the 47th President of the United States of America.
Your reelection not only highlights your exceptional political experience and leadership strength but also reflects the trust placed in you by both the American people and the international community. You are undoubtedly among the most respected statesmen of our time.
The achievements of your first term in domestic and foreign policy were remarkable and have left lasting positive impacts. We wish you strength, perseverance, and success as you face the challenges of your new term with determination and foresight.
Once again, my warmest congratulations on your inauguration.
With best regards and best wishes for your second term
The rulers of Pakistan are, in reality, involved in crimes!
د پاکستان چارواکی په حقیقت کې بدمعاشان دي
د پنجابستان جنګي مجرمانو جنرالانو او جنګي مجرمانو دیکتاتورانو ته
موږ غواړو خپله ژوره اندېښنه د پاکستان د اوسني سیاسي او پوځي مشرتابه په اړه څرګنده کړو. جنرال عاصم منیر یو جنګي مجرم دی، چې د بشري حقونو سرغړونی، ظلمونه او د بې ګناه خلکو وژنې یی کړی دي. همدارنګه، د شريف کورنۍ په جرمونو کې ښکېل ده. دوی اوهمکاران یی دیکتاتوران دی، چې په هېواد کی یی آنارشی خپره کړی ده
موږ غوښتنه کوو چې دغه مجرم کسان د عدالت تامینولو په خاطر محاکمه سي. سربېره پر دې، موږ غوښتنه کوو چې دوی دی زموږ له خاورې د بلوچستان او پښتونخوا له سیمو څخه، پرته له کوم شرطه ووزي
The rulers of Pakistan are, in reality, involved in crimes!
To the generals and dictators of Pujabistan involved in war crimes.
Petition to the United Nations: Condemnation of Pakistan for Airstrikes and the Killing of Innocent People in Afghanistan
ملګرو ملتونو ته غوښتنلیک: د پاکستان د هوايي بریدونو او په افغانستان کې د بې ګناه خلکو د وژلو غندنه
ښاغلی سکرتر جنرال ګوتریس،
د بشري حقونو د سازمانونو محترمو استازو،
د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۴مه د پاکستان پوځ په افغانستان کې څو هوايي بریدونه ترسره کړل. د رسنیو د راپورونو له مخې، د پکتیکا، خوست او پکتیا په ولایتونو کې، په ځانګړې توګه د برمل په ولسوالۍ کې، څو ځایونه بمبار سول. دغه بریدونه د شپې د خوب په وخت کې پر ملکي سیمو ترسره سول، چې په پایله کې یې تر ۵۰ ډېر بې ګناه خلک، چې ډېری یې ښځې، ماشومان، سپین سری او سپین ږیری وو، ووژل سول او ډېر نور ټپیان سول. زیات شمیر کورونه ویجاړ سول او ډېرې کورنۍ بې سرپناه سولې.
دا وحشیانه بریدونه باید و غندل سی. دا د نړیوالو قوانینوڅخه ښکاره سرغړونه ده او د افغانستان پر ارضی تمامیت تیری دی . له بده مرغه، دا یو پلا نه ده. پاکستان په تېرو وختوکې هم څو پلا د افغانستان خاوره بمباري کړې او بې ګناه خلک یې وژلي دي.
د داسې کړنو له لارې، پاکستان د بنسټیزو نړیوالو قوانینو او بشري حقونو څخه سرغړونه کوي. موږ په کلکه له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي او د دغو جنګي جرمونو مسؤلین، په شمول د پاکستان سیاسي او نظامي مشران، محاکمه کړي.
موږ له تاسو غواړو چې د افغان ولس دنورو کړاوونو د مخنیوي لپاره سمدستي ګامونه پورته کړئ او د افغانستان د بې ګناه خلکو د ساتنه وکړئ.
په درنښت
Petition to the United Nations: Condemnation of Pakistan for Airstrikes and the Killing of Innocent People in Afghanistan
Dear Secretary-General Guterres,
Dear Representatives of Human Rights Organizations,
On December 24, 2024, the Pakistani army conducted several airstrikes on Afghan territory. According to media reports, multiple locations in the provinces of Paktika, Khost, and Paktia, particularly the Barmal district, were bombed. While people were asleep at night, Pakistani military aircraft targeted civilian areas. These attacks resulted in the deaths of more than 50 innocent people, including predominantly women, children, and the elderly, and left many others injured. Numerous homes were destroyed, leaving many families homeless.
These barbaric attacks are deeply reprehensible and represent a blatant violation of international law and Afghanistan’s sovereignty. Unfortunately, this is not an isolated incident. Pakistan has repeatedly bombed Afghan territory in the past, causing the deaths of innocent civilians.
Through such actions, Pakistan is violating fundamental international laws and human rights. We strongly urge the United Nations and the international community to impose sanctions on Pakistan and hold those responsible for these war crimes, including Pakistan’s political and military leadership, accountable.
We appeal to you to take immediate action to prevent further suffering and ensure the protection of innocent people in Afghanistan.
Sincerely
We strongly condemn Pakistan’s air strikes on Afghan territory and the killing of innocent people.
موږ د افغانستان پر خاره د پاکستان هوايي بریدونه او د بې ګناه خلکو وژل په کلکو ټکو غندو
زموږ د لوی افغانستان ګران ولسه
د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۴ نیټه د د پنجابستان ډاکوګانو، دیکتاتورانو او جنګي جنایتکارو جنرالانو د افغانستان په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کی پر بې ګناه خلکو بمباري وکړه چې په پایله کې یې تر ۵۰ زیات بیګناه نفر ووژل او ډیر نفر یی ټپیان کړل ددغه بریدونو د قربانیانو ډیره برخه ښځی، ماشومان او سپین ږیری کسان وه. موږ دا هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندو. د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو. ټپیانو ته عاجله شفا غواړو. د مسؤلو چارواکو څخه غوښتنه کوو چی سخت ټپیان دی د الوتکو په واسطه کابل ته انتقال کړی او هلته دی په عصری روغتونونو کی د دوی تداوی وسی
د پاکستان د جنايتکارانو جنرالانوپه بمبارۍ کې د وژل سوو کسانو کورنيو ته دی د افغانستان د دولتي خزانې څخه د هر شهید کورنۍ ته درې زره ډالر ورکول سی او هر سخت ټپی ته دی زر ډالر ورکول سی. هغه کسان چی کورونه یی په بمباری نړیدلی دی، کورونه دی ور جوړ سی. مصارف دی یی د دولتي خزانې څخه ورکول سی
داسی ښکاری چی د پاکستان ډاکوګان په ځپله شومه پالیسی کی سخت ناکامه سوی دی. په نور څه یی وس نه رسیږی بی له دی چی بیګناه انسانان د بمباری په واسطه ووژنی
د ګران افغانستان ولسه
مه بیریږی. سرونه مو لوړ ونیسی
دحق او عدالت دپاره مبارزه دوام لری
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
په درنښت
Petition to the United Nations, the International Community, and Human Rights Organizations: We demand the inclusion of Pakistani terrorists on the blacklist
د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې، او د بشري حقونو سازمانونو ته غوښتنلیک: موږ غوښتنه کووچی پاکستاني تروریستان په تور لیست کې شامل کړی
ګرانو آغلو او ښاغلو
پاکستان له ۳۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې روزلې دي او لا هم ورته روزنه ورکوي. د دې ډلو څخه یوه د خراسان داعش ډله ده چې د پاکستان د نظامي استخباراتو ادارې (آی ایس آی) لخوا ملاتړ او روزنه ورکول کېږي. موږ ستاسی غوښتنه کوو چې د پاکستان دیکتاتوران او جنګي جنایتکاره جنرالان په تور لیست کې شامل کړی او پر هغوی بندیزونه ولګوي
د بلوچستان د آزادۍ جبهه (بی ایل ایف) د آزادۍ مبارزین دي چې غواړي بلوچستان د پاکستان د ظلم او استبداد څخه آزاد کړي. دوی ترهګر نه دي. د بلوچستان د ولس حقونه له ۷۷ کلونو راهیسې په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې سوی دي. په بلوچستان کې ګڼ شمېر کسان د جنګي جنایتکارو جنرالانو او دیکتاتورانو لخوا وژل سوي دي. له ۸۰,۰۰۰ څخه زیات خلک بې درکه سوي دي، او د هغوی د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نسته. په بلوچستان کې بېګناه خلک تښتول کېږي، بندیان کېږي، وهل ټکول کېږي، شکنجه کېږي، او وژل کېږي. د دوی کورونه سوځول کېږي او ویجاړیږي. هغه کسان چې خپل حقونه او عدالت غواړي، تر فشار اوظلم لاندې راوستل کېږي. خبریالان چې د دې ظلمونو په اړه راپورونه خپروي، بندیان کېږي او وژل کیږی. څوک چې د پاکستاني واکمنانو او پوځ له ظلم او استبداد سره مخالفت کوي یا په مظاهرو کې ګډون کوي، له دولتي دندو ګوښه کېږي، تښتول کېږي، نیول کېږي او حتی وژل کېږي. ګڼ شمېر بندیان بې درکه سوي دي.
همدارنګه، د تحریک طالبان پاکستان (ټی ټی پی) سره ورته چلند کېږي. که څه هم دوی "طالبان" بلل کېږي، خو په حقیقت کې طالبان نه دي. (ټی ټی پی) د ښځو حقونه مراعات کوی او د نجونو د زدهکړې حق ته درناوی لري. د دې غورځنګ غړي اکثراً تعلیمیافته او هوښیار کسان دي چې د پاکستاني دیکتاتورانو او جنرالانو لخوا د ګڼو ظلمونو او جبرونو ښکار سوي دي. د پاکستان ترهګره پوځ په پښتونخوا کې پر بېګناه ملکیانو بمباري کړې ده او ګڼ شمېر عام وژنې یې ترسره کړې دي. د بشري حقونو سیستماتیکه سرغړونه کېږي. په پښتونخوا کې بېګناه خلک تښتول کېږي، بندیان کېږي، وهل ټکول کېږي، شکنجه کېږي، او وژل کېږي. د دوی کورونه سوځول کېږي او ویجاړېږي. هغه کسان چې خپل حقونه او عدالت غواړي، تر فشار او ظلم لاندې راوستل کېږي. خبریالان چې د دې ظلمونو په اړه راپورونه خپروي، بندیان کېږي او وژل کیږی.څوک چې د پاکستاني واکمنانو او پوځ له ظلم او استبداد سره مخالفت کوي یا په مظاهرو کې ګډون کوي، له دولتي دندو ګوښه کېږي، تښتول کېږي، نیول کېږي او حتی وژل کېږي. ګڼ شمېر بندیان بې درکه سوي دي.
د پاکستان پوځ په بلوچستان او پښتونخوا کې نظامي عملیات ترسره کوي، تعلیمیافته ځوانان وژني، او بیا په رسنیو کې ادعا کوي چې ترهګر یې وژلي دي. پر ښوونځيو او عامه تاسیساتو برید کوي، او د دې بریدونو مسؤلیت او ملامتی په ناحقه پر نورو ډلو اچوي. په حقیقت کې د پاکستان د استخباراتو اداره (آی ایس آی) د ترهګرۍ مرکز دی.
نړیواله ټولنه د دې حقیقت پر وړاندې سترګې پټوي. داسې ډلې لکه (بی ایل ایف) او (ټی ټی پی)، چې د ۷۷ کلونو راهیسې یې حقونه تر پښو لاندې سوي دي، د ظلم او جبر ښکار سوي دي، شکنجه سوي او وژل سوي دي، په ناحقه د ترهګرو په لیست کې شامل سوي دي. په همدې حال کې، جنګي جنایتکاره جنرالان او دیکتاتوران، چې لاسونه یې د ګڼ شمېر بېګناه خلکو په وینو ککړ دي، د ترهګرو په توګه نه پېژندل کېږي. دوی خلک تښتولي، شکنجه کړي، وژلي دی او بیره او وحشت یی خپور کړی دی. دا یوه لويه بېعدالتي ده.
موږ عدالت غواړو او ستاسو څخه هیله کوو چې (بی ایل ایف) او (ټی ټی پی) د ترهګرو له لیست څخه ایسته کړئ، ځکه چې دوی ترهګر نه دي. پاکستان د غلطو معلوماتو او بېاساسه تورونو له لارې دملګرو ملتونو اداره او نړیواله ټولنه خطاایستلې ده چې دا ډلې د ترهګرو په لیست کی واچوي.
په درنښت
To the people of great Afghanistan! Have you still not recognized the enemies of Afghanistan?
د لوی افغانستان ولسه! آیا تاسی هنوز لا د افغانستان دښمن نه دی پیژندلی؟
په کابل کی پر ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴ نیټه د خلیل الرحمان حقانی په دفتر کی ځانمرګی برید وسو چی په پایله کی یی خلیل الرحمان حقانی او ۴ نفره نور شهیدان سول او ډیر نور نفر ټپیان سول. دا کار د پاکستان د (آی ایس آی) په کوماندو تر سره سوی دی. د پنجابستان جنایتکاره جنرالانو او دیکتاتورانو د ډیورنډ د کرښی دواړو خواوو ته د افغان ولس قتل عام شروع کړی دی. دوی په خپله پالیسی کی ناکامه دی او هیڅ وخت به خپل هدف ته و نه رسیږی
په درنښت
To the people of Great Afghanistan! Have you still not recognized the enemy of Afghanistan?
On December 11, 2024, a suicide attack occurred in the office of Khalil-ur-Rahman Haqqani in Kabul, in which Khalil-ur-Rahman Haqqani and four others were martyred, and many more were injured. This attack was carried out under the command of the Pakistani intelligence service (ISI). The criminal generals and dictators of Punjabistan have started the annihilation of the Afghan people on both sides of the Durand Line. They have failed in their policy and will never achieve their goal.
Best regards
We do not work together with the Afghan mafia
موږ د افغانستان د مافیا سره په ګډه کار نه کوو
د لوی افغانستان ولسه سلامونه
د افغانستان هغه مافیا چی ۲۰ کاله یی د افغانستان حکومت په لاس کی وو پر ځای د دی چی افغان ولس ته خدمت وکړی دوی افغانستان په لوی ناورین اخته کړی او هر ډول خیانتونه یی وکړل, د واک څخه یی ناوړه ګټه اخیستل، دولتی وظیفی یی تر یو ملیون ډالرو پوری د پیسو په مقابل کی خرڅولی, رشوت او باج یی اخیستلی, د دولتی خزانی څخه یی په چلبازی او نامشروع توګه پیسی ایستلی, د افغانستان په ولسی جرکه کی یی رایی د ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ډالرو پوری په پیسو خرڅولی. د حکومت په نامه یی تیل او نور مواد واردول، وروسته یی په بازار کی خرڅول او عاید یی شخصی جیبو ته اچولی، خپل پالنه (نیپوتیزم) یی کوله, دولتی مځکی یی غصبولی, دمخدره موادو کاروبار یی کولی, شخصی ملیشی یی د خپلو شخصی اهدافو دپاره جوړی کړی وی، دتروریستانو سره یی یو ځای کار کولی، د خلګو بیرول, جنسی تیری, خلګ لتول, انسان وژل، او داسی نور جنایتونه یی کول. دوی د افغانستان په هر ښار او صحرا کی انارشی تشکیله کړی وه او د پیسو په مقابل کی یی د بهرنیو هیوادو د پاره جاسوسی کول، ځینو یی د (آی ایس آی) دجنرالانو او دیکتاتورانو دپاره کار کوی. اوس داسی ښکاری چی د مافیا ډله بیا غواړی چی د لوی افغانستان ولس وغولوی. هر وخت چی موږ په افغانستان کی د حکومت واک په خپل لاس کی واخلو موږ به دوی ټوله محاکمه کړو
موږ د حکومتی وظیفو د پاره په کافی اندازه داسی اشخاص لرو چی لازمی وړتیاوی لری او دهیواد خدمت ته ژمن دی. موږ د یو شمیر کسانو نومونه په خپله ویبپاڼه کی خپاره کړی دی. موږ همدارنګه ډیر نور نفر هم په نظر کی لرو چی نومونه یی موږ تر اوسه نه دی خپاره کړی
په درنښت
o the terrorist government of Pakistani bandits and robbers: Do not deceive yourselves, leave Balochistan and Pakhtunkhwa.
دپاکستان دغلو او ډاکوګانو تروریستی حکومت ته: ځانونه مه غولوی، د بلوچستان او پښتونخوا څخه ووزی
دپنجابستان ډاکوګانو! تاسی ته ښه معلومه ده چی تاسی په افغانستان کی د زرهاوو بیګناه انسانانو وینی پر سړکانو توی کړلی او د وینو ویالی مو وبهیولی. تاسی دشیرخورو ماشومانو څخه نیولی تر سپین ږیرو انسانانو پوری په ترور کی ووژل. تاسی هدفی وژنی وکړلی. تاسی په ودونو کی انسانان ووژل او دافغانانو خوشحالی مو په خوابدی وربدلی کړی. تاسی په روغتونو کی دامیندوارو ښځو پر نسونو ډزی وکړی او ومو وژلی. تاسی داسی ماشومان ووژل چی یو یا دوه ساعته مخکی نوی زیږیدلی وه. تاسی په ښوونځیو او پوهنتونونو کی وینی توی کړی بیګناه متعلمین او محصلین مو ووژل. تاسی دمسافرو بسونه په بمونو کی والوزول او بیګناه مسافر مو ووژل. تاسی په بازارونو او مارکیټونو کی وینی توی کړی بیګناه خلګ مو ووژل. تاسی په هوایی ډګرونو کی چاودنی وکړلی او د بیګناه خلګو وینی مو توی کړی. تاسی په ښارونو او کلو کی وینی توی کړی بیګناه خلګ مو ووژل. تاسی په دولتی ادارو او دفترونو کی, د پوځ او پولیسو په تاسیساتو کی وینی توی کړی بیګناه خلګ مو ووژل. لنډه داچی که کوچنیان وه، که ښځی وی، که سپین ږیری وه، که ناروغان وه, که امیندواری ښځی وی، که ملکی کسان وه، که مامورین وه، که صاحبمنصبان وه، که متعلمین وه، که محصلین وه،که معلمین وه, که ډاکټران وه، که انجینران وه، که خبریالان وه، که کارګر وه, که دکانداران وه، که تجاران وه, که اهل تسنن وه, که اهل تشیع وه،او داسی نور، تاسی قتل عام کړل. علاوه پر انسانانو تاسی زموږ اهلی حیوانات هم ووژل. تاسی زموږ زیربناوی او تاسیسات ویجاړ کړل. تاسی زموږ پلونه په بمونو والوزول. ټاسی زموږ د برق خادی چپه کړلی. تاسی زموږ جوماتونه او د اهل هنود دغبادت ځایونه ویجاړ کړل
.
تاسی دا ظلمونه او د بیګناه انسانانو قتل عام نه یوازی په افغانستان کی تر سره کړل بلکی همدارنګه مو په بلوچستان او پښتونخوا کی په زرهاوو بیګناه نفر بندیان کړی, لت او شکنحه مو کړل او و مو وژل. ددوی کورونه مو ور و نړول. په بلوچستان او پښتونخوا کی تر ۸۰ زره زیات انسانان ورک دی چی د ژوند او مرګ درک یی معلوم نه دی. تاسی د ډیورنډ دکرښی ددواړو خواوو پرافغان ولس باندی هر ډول ظلمونه وکړل او هر ډول تاوانونه مو ور ورسول. تاسی غوښتل چی د ډیورنډ د کرښی ددواړو خواوو ته افغان ولس په ظلم او زور د ځان تابع کړی خو خپلو شومو موخو ته و نه رسیدلاست. نو ښه به داوی چی تاسی نور د عقل او فکر څخه کار واخلی، د بلوچستان او پښتونخوا څخه په خوشحالی او په سوله ایز ډول ووزی. که چیری داسی و نه کړی نو دا د زرهاوو بیګناه انسانانو وینی چی تاسی د ډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته توی کړی په پایله کی به یی تاوانونه تاسی ته هم در ورسیږی. د ډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته د افغان ولس پر ضد ستاسی هر عمل د دوی عکس العمل را پاروی. نو هغه اور چی تاسی دکلونو راهیسی د ډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته پر افغان ولس بل کړی دی, لمبی به یی ستاسی لمنی ته هم در ورسېږی. یعنی ستاسی په ښوونځیو، پوهنتونونو، بازارونو، مارکیټونو او د پنجابستان په ښارونو او کلو کی به هم داسی د وینو ویالی و بهیږی لکه د افغان ولس په خاوره کی چی تاسی و بهیولی، ستاسی په پنجابستان کی به هم پولیس خپل ژوند د لاسه ورکړی،د ریل ګاډی خطونه به مو په بمونو کی والوزول سی، د برق خادی به مو چپه سی او داسی نور. په پښتو کی یو متل دی چی وایی « مه کوه په چا چی و به سی په تا» ځکه نو یو ځل بیا تاسی ته وایو چی ځانونه مه غولوی، ښه به داوی چی ژر تر ژره د بلوچستان او پښتونخوا څخه ووزی
To the terrorist government of Pakistani bandits and robbers: Do not deceive yourselves, leave Balochistan and Pashtunkhwa.
The bandits of Punjabistan! It is well known to you that you have spilled the blood of thousands of innocent people on the streets of Afghanistan, causing streams of blood to flow.
You have killed people from infants to the elderly in terror. You have committed targeted murders. You have killed people at weddings, turning the joy of Afghans into grief. You have shot pregnant women in the abdomen in hospitals and killed them. You have murdered infants who had been born only one or two hours earlier. You have spilled blood in schools and universities, killing innocent students and pupils. You have blown up buses with bombs and killed innocent travelers. You have spilled blood in markets and shopping centers, murdering innocent people. You have caused explosions at airports, spilling the blood of innocent people. You have spilled blood in cities and villages, murdering innocent people. You have spilled blood in state institutions, offices, and in the facilities of the police and military, killing innocent people.
In short, whether they were children, women, elderly people, the sick, pregnant women, civilians, officials, officers, pupils, students, teachers, doctors, engineers, journalists, workers, shopkeepers, traders, Sunnis, Shiites, or others – you have massacred them. In addition to people, you have also killed our livestock. You have destroyed our infrastructure and facilities. You have blown up our bridges. You have destroyed our power pylons. You have destroyed our mosques and the places of worship of Hindus.
You have committed the atrocities and massacres described above, not only in Afghanistan but also captured, tortured, and killed thousands of innocent people in Balochistan and Pakhtunkhwa. You have destroyed their homes. In Balochistan and Pakhtunkhwa, more than 80,000 people are missing, their fate unknown. You have inflicted all kinds of violence and suffering on the Afghan people on both sides of the Durand Line. You wanted to subjugate the Afghan people on both sides of the Durand Line through oppression and violence, but you have not achieved your evil goals.
It would be better if you now use reason and wisdom and peacefully and voluntarily leave Balochistan and Pashtunkhwa. If you do not, the streams of blood you have spilled on both sides of the Durand Line will result in harm coming to you as well. Every one of your crimes against the Afghan people on both sides of the Durand Line will provoke a reaction. The fire you have kindled against the Afghan people for years will also reach you. It will result in streams of blood flowing in your schools, universities, markets, cities, and villages in Punjabistan, just as you have caused them to flow on Afghan soil. Consequently, police officers in Punjabistan will lose their lives, railway tracks will be blown up, power pylons will be destroyed, and so on.
There is a Pashto proverb that says: "Do not do evil to anyone, or evil may befall you." Therefore, we say to you once again: Do not deceive yourselves! It is better that you leave Balochistan and Pashtunkhwa as soon as possible.
Petition to the United Nations: We demand Justice!
ملګرو ملتونو ته عریضه: موږ عدالت غواړو
میرمنو اوښاغلو
پرون د نومبر پر ۲۳ نیټه ۲۰۲۴ د داعش تروریستی ډلی اعلان وکړ چی د د ۲۰۲۴ کال د نومبر د میاشتی پر ۲۱ نیټه د بغلان ولایت , نهرین ولسوالی په یو جومات کی پرعبادت کونکو برید د دوی ډلی تر سره کړی دی. افغان ولس او نړیوالی ټولنی ته معلومه ده چی داعش د پاکستان دپوځی استخباراتو (آی ایس آی) تر قوماندی لاندی دا ترهګریز بریدونه په افغانستان او نورو هیوادو کی ترسره کوی. د پاکستان د (آی ایس آی) اداره په بلوچستان او پښتونخوا کی د داعش ترهګری ډلی ته روزنه ورکوی او بیایی دتروریستی حملو د ترسره کولو لپاره نورو هیوادو ته استوی
موږ د ملګرو ملتونو د اداری څخه غواړو چی پاکستان د ترهګری په تور لیست کی شامل کړی ځکه چی پاکستان په پټه تروریستی ډلو ته روزنه ورکوی او د تروریستانو په واسطه بیګناه انسانان وژنی. باید پاکستان ته پر مالی او پوځی مرستو او کریډیټ ورکولو باندی سمدستی بندیزونه ولګول سی. همداراز دی پر پاکستانی دیکتاتورانو، جنګی جنایتکارانو, دبشریت پرضد د سختو جرمونو عاملینو او د بیګناه انسانانو قاتلینو باندی بندیزونه ولګول سی، د دوی نومونه دی تروریزم په تورلیست کی شامل سی, دوی باید محاکمه سی او د خپلو اعمالو په سزا ورسیږی لکه جنرال عاصم منیر, جنرال قمرجاوید باجوه, جنرال فیض حمید, جنرال عاصم مالک, جنرال ندیم انجم, شهباز شریف، نوازشریف او داسی نور
په درنښت
Petition to the United Nations: We demand Justice!
Dear Sir or Madam,
On November 23, 2024, the terrorist group IS claimed responsibility for the attack on November 21, 2024, targeting worshippers in a mosque in the Nahrin district of Baghlan province. The Afghan people and the international community are aware that IS carries out these terrorist attacks in Afghanistan and other countries under the direction of the Pakistani military intelligence agency (ISI). The ISI trains IS members in Balochistan and Pakhtunkhwa and deploys them to other countries to carry out terrorist attacks.
We call on the United Nations to blacklist Pakistan for terrorism, as the country secretly supports terrorist groups and uses them to kill innocent people. Immediate sanctions must be imposed on Pakistan, including the cessation of financial and military aid and the denial of loans. Furthermore, sanctions should be imposed on Pakistani dictators, war criminals, perpetrators of heinous crimes against humanity, and murderers of innocent people. Their names should be added to the terrorism blacklist. They must be brought to justice and held accountable for their actions, including General Asim Munir, General Qamar Javed Bajwa, General Faiz Hameed, General Asim Malik, General Nadeem Anjum, Shahbaz Sharif, Nawaz Sharif, and others.
Sincerely
We condemn the massacre of worshippers in Baghlan in the strongest possible terms.
موږ په بغلان کی دعبادت کونکو قتل عام په کلکه غندو
آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۴ کال د نومبر دمیاشتی پر ۲۱ نیټه د بغلان ولایت , نهرین ولسوالی په یو جومات کی یو تروریست پرعبادت کونکو ډزی وکړلی چی په پایله کی یی ۱۱ تنه بیګناه نفر قتل عام کړل. موږ دغه وحشیانه جنایت په کلکه غندو. د دې پیښی د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو
هرڅوک چی دغه قاتل پیدا کی او دقانون منګولو ته یی وسپاری نو موږ به دغه نفر ته د افغانستان د دولتی خزانی څخه یو لک او شل زره ۱۲۰۰۰۰ زره افغانی انعام ورکړو
په پورتنی پیښه کی د هر شهید کورنی ته دی ۳۰۰۰ ډالر او هر سخت ټپی ته دی ۱۰۰۰ ډالر د افغانستان د دولتی خزانی څخه ورکول سی
په درنښت
We condemn the massacre of worshippers in Baghlan in the strongest possible terms.
Dear Ladies and Gentlemen,
On November 21, 2024, a terrorist opened fire on worshippers in a mosque in Baghlan Province, Nahrin District, brutally massacring eleven innocent people. We condemn this heinous crime in the strongest possible terms.
Our deepest condolences go out to the families of the victims who have endured immense suffering as a result of this senseless act of violence.
To ensure the perpetrator is brought to justice, we are offering a reward of 120,000 Afghanis from the Afghan state treasury to anyone who identifies the murderer and facilitates their arrest by the authorities.
The families of the martyrs of this cowardly attack will each receive financial support of 3,000 USD from the state treasury. Those severely injured will be granted 1,000 USD in assistance to help alleviate their burden during this difficult time.
Sincerely
Shias and Sunnis are brothers and sisters to one another.
اهل تشیع او اهل تسنن ټوله یو د بل خویندی او وړونه دی
زموږ د اهل تشیع ګرانو خویندو او وړونو
زموږ د اهل تسنن ګرانو خویندو او وړونو
نن د ۲۰۲۴ کال د نومبر دمیاشتی پر ۲۱ نیټه د کورمه، پښتونخوا په سیمه کی د مسافرو پر موټرانو ترهګریز برید وسو چی په پایله کی یی لږ تر لږه ۳۹ تنه زموږ بیګناه شیعه او سنی خویندی او وړونه شهیدان سول او کم تر کمه ۱۹ نفر ټپیان سول.موږ دغه وحشیانه عمل په کلکه غندو. د دې پیښی د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی د تسلیت پیغام لیږو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو
زموږ د اهل تشیع او اهل تسنن خویندو او وړونو
هوښیار اوسی، مغزونه مو په کار واچوی. ددی ترهګریز جنایت شاته د شیطانانو، د پاکستان د استخباراتو (آی ایس آی) د جنرالانو پټ لاس دی. دا د (آی ایس آی) کارونه دی چی ستاسی په منځ کی تفرقه اچوی تر څو شیعه او سنی یو بل سره ووژنی. دوی دغه ډول کړنی په وارو وارو په افغانستان کی هم تر سره کړیدی چی هدف یی د شیعه او سنی، هزاره ګانو او نورو مذهبونو او قومونو په منځ کی نفاق راوستل وو اما و یی نسوای کولی چی خپلو موخو ته ورسیږی
نو موږ د لوی افغانستان د اهل تشیع او اهل تسنن خویندو او وړونو څخه هیله کوو چی لاسونه سره ورکی, سره یوسی. د لوی افغانستان د اهل تشیع او اهل تسنن دښمن یو دی
د کورمه، پښتونخوا په سیمه کی مخکی هم دغه ډول تروریستی بریدونه سویدی. ځکه نو د پخوانیو پیښو او همداراز د نن په پیښه کی د هر شهید کورنی ته دی ۳۰۰۰ ډالر او هر سخت ټپی ته دی ۱۰۰۰ ډالر د افغانستان د دولتی خزانی څخه ورکول سی
په درنښت
To the Pakistan generals and rulers, Do not delude yourselves and withdraw from Belochistan and Pashtunkhwa.
پاکستاني جنرالانو او چارواکو! ځانونه مه غولوئ او د بلوچستان او پښتونخوا څخه ووزئ
آغلو او ښاغلو
دا به ښه وي چې تاسی د بلوچستان او پښتونخوا څخه په خوښۍ سره ووزئ. تاسی خپل ځانونه خپله خطا ایستلی دی. تاسی د لوی افغانستان تاریخ ولولئ. تاسی هيڅکله د بلوچستان او پښتونخوا ولس او زموږ خاوره د ځان کولای نسي
کله چې تاسی واياست چې په بلوچستان او پښتونخوا کې ترهګر سته، هغوی ترهګر نه دي، بلکې دوی غواړي چې بلوچستان، پښتونخوا، خپل ځانونه او خپل راتلونکي نسلونه د پاکستان له ظلم او استبداد څخه آزاد کړي
په درنښت
To the Pakistan generals and rulers, Do not delude yourselves and withdraw from Belochistan and Pashtunkhwa.
Dear Sir or Madam,
It would be in your best interest to abandon any illusions and end your presence in Balochistan and Pashtunkhwa. A voluntary and peaceful withdrawal on your part would be far wiser and more forward-looking.
It is evident that you are deceiving yourselves. A study of the history of Greater Afghanistan makes it clear: you will never be able to bring the people of Balochistan and Pashtunkhwa, nor their territory, permanently under your control.
Your claim that there are terrorists in Balochistan and Pashtunkhwa is incorrect. These individuals are not terrorists. They are striving for freedom for Balochistan and Pashtunkhwa, for themselves, and for future generations to escape the ongoing tyranny and oppression of Pakistan.
Yours sincerely
We are one Afghan people, one culture, and one nation on sides of the Durand Line.
موږ د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې یو افغان ولس, یو کلتور او یو هیواد یو
میرمنو او ښاغلو
موږ ټول یو افغان ولس یو چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې ژوند کوو. موږګډ کلتور او تاریخ لرو چې موږ سره متحد کوي. موږ ټینګ باور لرو چی د افغانستان د دواړو خواوو بیا یو کیدل د ټول افغان ولس لپاره د سولې او ثبات یوازنی لاره ده
د بلوچستان سمندر ته زموږ لاسرسی به زموږ ولس ته ازادي ور په برخه کړي او د نړيوال تجارت لپاره به ورته لار خلاصه کړی . موږ په واضح ډول وایو: موږ به د بلوچستان او پښتونخوا خاوره هیڅکله د پاکستان ظلمونو او جنایتکاره دیکتاتورانو ته پرېنږدو
موږ د یو متحد افغان ولس په توګه غواړو چې په سوله کې ژوند وکړو، موږ په کلکه باور لرو چې زموږ د هیواد له بیا یوځای کیدو پرته تلپاتې سوله نسي راتلای. هر څوک چی فکر کوی چی د لوی افغانستان په دواړو خواوو کی سوله پرته له بیا یوځای کیدو امکان لری نو دابه د خپلوځانونو غولول وي
تر څو پوری چې د بلوچستان سمندر ته لاسرسی و نه لرو، د ټول افغان ولس د پاره به ازادي بشپړه نسی او د نړۍ سره به یی د سوداګرۍ زمینه مساعده نسي. نړیوالو سوداګریزو لارو ته لاسرسی زموږ د راتلونکي او زموږ د آزادۍ لپاره اړین دی
په درنښت
Dear Sir or Madam,
We are one Afghan people, living on both sides of the Durand Line, with a shared culture and history that unites us. We are firmly convinced that the reunification of Afghanistan is the path to peace and stability for the entire Afghan nation.
Our access to the Balochistan Sea would grant our people freedom and open access to international trade. We make it unequivocally clear: We will never surrender our territories in Balochistan and Pashtunkhwa to Pakistani oppression or criminal dictators.
As a united Afghan people, we desire to live in peace and firmly believe that without the reunification of our country, lasting peace cannot be achieved. Peace without reunification would be an illusion.
Without the Balochistan Sea, we, the Afghan people, would lack freedom and any possibility of trade with the world. Access to international trade routes is essential for our future and our freedom.
Sincerely
Congratulations Telegram to the 47th President of the United States of America, Donald Trump
ګرانه ښاغلی ډونالډ ټرمپ، د متحده ایالاتو ۴۷م ولسمشره
موږ ستاسی د تاریخي بریا او د متحده ایالاتو د ۴۷م ولسمشر په توګه ستاسی د ټاکل کېدو په مناسبت تاسی ته د زړه له کومې مبارکي وایو. هم د امریکا ولس او هم نړیواله ټولنه په تاسی باور لری چی تاسی د غوره سیاسي تجربې او مشرتابه ځواک له امله د نړۍ په کچه د پېژندل سوو او منل سوو مخکښو سیاستوالو څخه یاست
موږ تاسی ته د دې روښانه انتخابي بریا لپاره یو ځل بیا مبارکي وایو او د راتلونکو دندو په ترسره کولو کې تاسی ته توان، ثابتقدمي او بریالیتوب غواړو
په درنښت
We Demand Our Rights!
موږ خپل حق غواړو
میرمنو او ښاغلو
په کلکه وایو: بلوچستان او پښتونخوا ستاسی هیواد نه دی او د دې سیمو خلک ستاسی ولس نه دي. که یی تاسی منئ یا نه منی، حقیقت دا دی چې بلوچستان او پښتونخوا د افغانستان خاوره او ولس دي
نو تاسی حق نه لرئ چې زموږ خاوره پاکستان ته وسپارئ او یا یې ورته ډالی کړئ. موږ د افغانستان د بیا یوځای کیدو غوښتنه کوو – دا زموږ هیواد، زموږ ولس او زموږ حق دی
په درنښت
We Demand Our Rights!
Dear Sir or Madam,
To put it plainly: Balochistan and Pashtunkhwa are not your land, and the people of these regions are not your people. Whether or not you wish to acknowledge this, the fact remains that Balochistan and Pashtunkhwa are part of Afghanistan’s territory and its people.
Therefore, you have no right to cede or hand over our land to Pakistan. We demand the reunification of Afghanistan – this is our land, our people, and our rightful claim.
Sincerely,
To the Government of the Republic of Turkey
آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۲۹، موږ له رسنیو څخه خبر سوو چې ترکي پانګوالو په افغانستان کې له طالبانو سره د سمنټو په تولید کې د پانګونې تړون کړې دی. موږ په واضح توګه وایو چی دا تړون هیڅ اعتبار نه لری او موږ یی نه منو. موږ مخکی هم په څو نورو لیکونو کې، په واضح ډول ویلي دی چې د افغانستان د معدني زیرمو د لاس ته راوړلو په اړه د طالبانو یا نورو اړخونو سره هر ډول تړون له قانوني پلوه بی اعتباره دی او له همدې امله باطل ګڼل کیږي
افغانستان دا مهال له سخت بحران او ګډوډۍ سره مخامخ دی. د افغانستان له ګډوډ حالت څخه ناوړه استفاده کول نه یوازې غیر اخلاقي عمل بلکې جنایت دی. علاوه پر دې، دطالبانو حکومت د نړیوالو دخوا په رسمیت پېژندل سوی نه دی. څوک چې غواړي په داسې شرایطو کې د افغانستان معدني سرچینو ته لاس رسی پیداکي، دا کار به یی مافیايي کړنونو ته ورته وي
د ذکر سوو دلایلو له مخې، موږ د افغانستان په معدني زیرمو کې ستاسی پر پانګونی باندی ۱۲ کلن بندیز لګوو. دا پدې مانا ده چې تاسی تر ۱۲ کلونو پوری په افغانستان کی او دافغانستان په طبیعي زیرمو کې د پانګونې اجازه نه لری.
په درنښت
Petition to the United Nations, the International Community, and Human Rights Organizations: The Dictators, Murderers, and Criminal Generals of Pakistan Have Unleashed a Fire of Oppression on the People of Balochistan and Pashtunkhwa
ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو ته دشکایت عریضه: د پاکستان دیکتاتورانو، قاتلانو او جنایتکارو جنرالانو د بلوچستان او پښتونخوا پر خلکو د ظلم اور بل کړی دی
آغلو او ښاغلو،
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱ مه د پښتونخوا په خېبر سیمه کې ګڼ شمېر خلک دجرګی په نیت راغونډ سوي وه. د جرګی په پیل کی د پاکستان د پوځ د ظلمونو او د بشري حقونو د پایمالولو یادونه وسول کوم چی له ډیرو کلونو راهیسې په دې سیمه کې تر سره سوی دي او په زرهاوو بیګناه کسان د دوی د استبداد قربانی سوی دی لکه انسان وژنی، خپلسري نیول او بندی کول، د بې ګناه خلکو جبري بې درکه کول, د پنجاب د واکمنانو لخوا د پښتونخوا د طبیعي زیرمو او شتمنیو لوټول اوداسی نور. د غونډې ګډونوالو له سیمې څخه د پاکستاني پوځ د وتلو، د ټولو سیاسي بندیانو د خوشي کولو او د لادرکه سوو کسانو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه
د «بي بي سي» او «وي او ای» د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر پر ۲۰مه د پښتونخوا او بلوچستان په ډیرو سیمو کې یو ځل بیا پراخ لاریونونه وسول، چې خلکو د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په ۱۱مه دجرګی غوښتنې تکرار کړې
په بلوچستان او پښتونخوا کې د پاکستاني چارواکو ظلم او استبداد لا هم دوام لري. لاندې، موږ ځینې وروستي پیښې په لنډ ډول یادوو
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۸, د «وي او ای» راپور: د «بلوڅ یکجهتي کمیټې» په وینا، ۹ تنه ځوان بلوڅان د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۶مه په کراچۍ کې د پاکستاني چارواکو له خوا ونیول او وتښتول سول چی له هغه وخت راهیسې لادرکه دي. په دوی کی زیات نفر دپوهنتون زده کونکي وه
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱۸, د «وي او ای» راپور: د مدني فعال علي وزیر د بند موده وغځول سوه. (ښاغلی علي وزیر د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۳مه په اسلام اباد کې نیول سوی وو او په لومړي سر کې د سپټمبر په ۳۰مه خوشې سو، خو څو ساعته وروسته بېرته ونیول سو او د پنجاب ایالت بل زندان ته ولېږدول سو. ښاغلی علي وزیر له کلونو راهیسې په پرله پسې ډول بندی سوی دی. د پاکستاني چارواکو لخوا په درواغجنو تورونو زندانی سوی دی او د محکمې په حکم له خوشې کیدو وروسته بیا نیول سوی دی.)
تاندنیوز- د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر ۲۰مه راپور: مدني فعال منظور پښتین په فیسبوک کې خبر ځپورکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ چې په سوله ییز ډول د پښتنو د حقونو دفاع کوي، تر ۱۰۰۰ زیات غړي یی د پاکستاني چارواکو له خوا نیول سوي او په زندان کې دي
د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر ۲۱، د «وي او ای» راپور: د "بلوچ یکجهتي کمیټې" غړي چې مشري یې ډاکټر مهرنګ بلوچ کوی په کراچۍ کې د پریس کلب مخې ته په بلوچستان کې د جبري بې درکه کیدو پر ضد احتجاج وکړی. د پاکستان پولیسو په زور سره د دغه سوله ییز لاریون څو تنه ګډونوال ، د یادی کمیټی مرستیال ښاغلي لالا عبدالوهاب او پنځه نور غړي بندیان کړل. دوی نامعلوم ځای ته وړل سوي دی او له هغه راهیسې ورک دي. د ډاکټرماهرنګ بلوچ په وینا په دې وروستیو اوونیو کې په لسګونو بلوڅان په ځانګړې توګه دپوهنتون زده کوونکي بی درکه سوي دي
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۲۲, د «وي او ای»راپور: عیني شاهدانو راپور ورکړ چې د اکتوبر په ۲۱ مه د تیراه (پښتونخوا) د میله بازار په یو دکان کی د هاوان مرمۍ ولګېده چې د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان یې ټپیان کړل. نورو عیني شاهدانو دا د بې پیلوټه الوتکې برید بللی دی
د بلوچستان او پښتونخوا له سیمو څخه څه دپاسه ۸۰ زره کسان تښتول سوي دی او لادرکه بلل سوي دي. موږ له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کوو چې له پاکستاني چارواکو څخه د دغو کسانو په اړه د هر اړخیز معلومات غوښتنه وکړي او له پاکستانه وغواړي چې ژر تر ژره ټول سیاسي بندیان خوشې کړي
علاوه پر دغه موږ دا غوښتنه کوو چې د پښتونخوا او بلوچستان پر ولسونو چی کوم ظلمونه سوی دی دعدالت په خاطر د پاکستان ذمه وار چارواکی، ديکتاتوران او جنرالان د هالیند په هاګ کی د جرمونو نړيوالې محکمې ته وسپاري.
په درنښت
Petition to the United Nations, the International Community, and Human Rights Organizations: The Dictators, Murderers, and Criminal Generals of Pakistan Have Unleashed a Fire of Oppression on the People of Balochistan and Pashtunkhwa
Dear Sir or Madam,
On October 11, 2024, numerous people gathered in the Khyber District of the Pashtunkhwa Province to draw attention to the severe human rights violations committed by the Pakistani army in this region for many years. These include murders, arbitrary arrests, forced disappearances of innocent people, and the exploitation of natural resources in Pashtunkhwa by the rulers from Punjab. The participants demanded the withdrawal of the Pakistani army from the region, the release of all political prisoners, and clarification on the whereabouts of the disappeared persons.
According to reports from BBC and VOA, mass protests were held again on October 20, 2024, in several districts of Pashtunkhwa and Balochistan, where people reiterated the demands they had raised on October 11, 2024.
The oppression and tyranny by the Pakistani authorities in Balochistan and Pashtunkhwa continue unabated. Below, we highlight some of the recent incidents:
- VOA report from October 18, 2024: According to the "Baloch Yakjehti Committee," nine young Baloch individuals were abducted by Pakistani authorities in Karachi on October 16, 2024, and have been missing ever since. Most of them were students.
- VOA report from October 18, 2024: The detention of civil activist Mr. Ali Wazir has been extended. (Mr. Ali Wazir was arrested on August 3, 2024, in Islamabad and was initially released on September 30, but was re-arrested a few hours later and transferred to another prison in Punjab. For years, Mr. Ali Wazir has been repeatedly detained by Pakistani authorities on false charges and, after being released by court orders, has consistently been re-arrested.)
- Tand-News report from October 20, 2024: Civil activist Mr. Manzoor Pashteen reported on Facebook that more than 1,000 members of the PTM movement, who peacefully advocate for the rights of Pashtuns, were arrested by Pakistani authorities and remain in custody.
- VOA report from October 21, 2024: Supporters of the "Baloch Yakjehti Committee," led by Dr. Mahrang Baloch, protested outside the Press Club in Karachi against the forced disappearances in Balochistan. The Pakistani police violently detained several participants of the peaceful protest, including Mr. Lala Abdul Wahab and five other members of the aforementioned organization. They were taken to an unknown location and have been missing since. According to Dr. Mahrang Baloch, dozens of Baloch individuals, especially students, have disappeared without a trace in recent weeks.
- VOA report from October 22, 2024: Eyewitnesses reported that on October 21, a shop on the main street of Tirah (Pashtunkhwa) was hit by a mortar shell, injuring 25 people, including 12 children. Other eyewitnesses reported it as a drone attack.
More than 80,000 people have been abducted from the provinces of Balochistan and Pashtunkhwa and are considered missing. We appeal to the United Nations, the international community, and human rights organizations to demand a thorough investigation into the whereabouts of these individuals from the Pakistani authorities and to urge Pakistan to immediately release all political prisoners.
Furthermore, in the name of justice, we request that the responsible rulers, dictators, and generals of Pakistan be brought before the International Criminal Court in The Hague for the atrocities committed against the people of Pashtunkhwa and Balochistan.
Sincerely,
We give the "Patriot" award to Mrs. Dr. Mahrang Baloch
موږ محترمی ډاکټرماهرنګ بلوچ ته د وطنپالنې «پاتریوت» جایزه ورکوو
محترمه ډاکټرماهرنګ بلوچ یو پاتریوته یعنی وطنپاله میرمن ده. ډاکټرماهرنګ بلوچ په بلوچستان کی دانسانی حقوقو فغاله ده اودبلوڅانود یووالی دکمیټی مشره ده . همیشه چی دبلوچستان پر ولس ظلمونه سوی دی لکه د بلوڅانو جبری لادرکه کول, دانسانی حقونو څخه سرغړونه, دبلوچستان دطبیعی زیرمولوټول، نو ډاکټرماهرنګ بلوچ یی په مقابل کی خپل ږغ پورته کړی دی، احتجاجونه او لاریونونه یی کړی دی
موږ د ټول افغان ولس په نمایندګی د ډاکټرماهرنګ بلوچ دخدمتونو څخه ډیره مننه کوواو دپاتریوت جایزه ورکوو. دپاتریوت یعنی وطنپال انعام دسل ګرامو سکه اوشل زره امریکایی ډالره دی
دډیورنډ د کرښی دواړو خواووته نور پاتریوت یعنی وطنپالان هم سته چی موږ په نظر کی نیولی دی. هرکله چی مناسب وخت راورسیږی موږ به ددوی نومونه خپاره کړو
په درنښت
We award the Patriot Prize to Dr. Mahrang Baloch.
Dr. Mahrang Baloch is a patriot. She is a human rights activist in Balochistan and the head of the Baloch Unity Committee. Whenever the people in Balochistan were oppressed, whether through enforced disappearances of Baloch people, human rights violations, or exploitation of Balochistan's natural resources, Dr. Mahrang Baloch raised her voice against it, participating in protests and demonstrations.
On behalf of the entire Afghan people, we are very grateful for the services of Dr. Mahrang Baloch and are awarding her the Patriotism Prize. The Patriot Prize consists of twenty thousand US dollars and a one-hundred-gram gold coin.
There are also other patriots on both sides of the Durand Line whom we are keeping an eye on. We will publish their names whenever the right time comes.
Best regards
It is our right to free ourselves and our people from the cruel dictators of Punjabistan
د پنجابستان دظالمانو دیکتاتورانو څخه خپل ځان او خپل ولس آزادول زموږ حق دی
د پښتونخوا او بلوچستان ګران ولسه
موږ د پنجابستان دظالمانو خونکارانو دیکتاتورانو بیرغ نه منو
موږ د بلوچستان او پښتونخوا د ګران ولس څخه هیله کوو, چی د بلوچستان او پښتونخوا په ټولو ښارونو او بازارونو کی د پنجابستان بیرغ ایسته کی
موږ خواهش کوو چی د بلوچستان او پښتونخوا په بازارونو کی د پنجابستان د جنایتکاره جنرالانو او دیکتاتورانو د بیرغ خرڅلاو ممنوع کړی
مه بیریږی. سرونه مو لوړ ونیسی
دحق او عدالت دپاره مبارزه دوام لری
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
په درنښت
It is our right to liberate ourselves and our people from the cruel dictators of Punjabistan.
Dear people of Pashtunkhwa and Balochistan,
We do not accept the flag of the cruel, bloodthirsty dictators of Punjabistan. We urge the dear people of Balochistan and Pashtunkhwa to remove the flag of Punjabistan from all cities and marketplaces of Balochistan and Pashtunkhwa. We ask that the sale of flags of the criminal generals and dictators of Punjabistan be banned in the marketplaces of Balochistan and Pashtunkhwa.
Do not be intimidated. Hold your heads high. The struggle for our rights and justice continues. Long live Greater Afghanistan.
With best regards
Petition to the United Nations
ملګرو ملتونو ته د شکایت عریضه
د نړیوالې ټولنې ښاغلو غړو،
د ایران د بشري حقونو سازمان "حال وش" د راپور له مخې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۴ مه شاوخوا ۳۰۰ ځوانان افغان کډوال دسیستان او بلوچستان پر پوله ایران ته واوښتل. د کلګان سراوان په سرحدي سیمه کې، یو شمیر ماینونه ځای پر ځای سوي وه. دغه سیمی ته د کډوالو په رسیدو سره ځینی ماینونه وچاودیدل او په عینی وخت کی د ایراني پوله ساتو لخوا پر دغه کډوالو باندی ډزې وسوي. ویل کیږي چې په دغه پیښه کی شاوخوا ۲۶۰ تنه وژل سوي او ټپیان سوي دي
موږ د ایراني پوله ساتو ځواکونو دا عمل په کلکه غندو. دا قصدي عمل د بشریت ضد جنایت دی.
موږ پر ملګرو ملتونو ږغ کوو چې د ایران حکومت د خپلو اعمالو په خاطر محاکمه کړي او د ایران له دولت څخه وغواړي چې بشري حقونه مراعات کړي
افغانان ملامت نه دی چی د خپل وطن څخه بهرنی هیوادو ته مهاجرت کوی. په افغانستان کې د ۴۵ کلنو ناخوالو، کړکېچونو او د جګړې ویجاړونکو اغېزو ډېری خلک له هېواده کډه کولو ته اړ کړي دي. افغان کډوال په ډېرو کوربه هېوادونو کې له ظالمانه چلند او کړاوونو سره مخامخ دي. موږ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د افغان کډوالو ستونزمن وضعیت درک کړي او لازم اقدامات وکړي تر څو دافغان کډوالو سره انسانی چلند وسي.
په درناوی
Petition to the United Nations
Dear Members of the World Community,
According to reports from the Iranian human rights organization "Halvash" on October 14, 2024, around 300 Afghan youths and teenagers crossed the border into Iran as refugees. In the border region of Kalgan Saravan, some of them stepped on landmines and were subsequently fired upon by Iranian border guards. It is reported that approximately 260 people were killed or injured.
We strongly condemn the actions of the Iranian border guards. This deliberate act constitutes a crime against humanity.
We call on the United Nations and the international community to hold the Iranian government accountable for the actions described above and to urge the Iranian state to comply with human rights standards. The Afghan people are not to blame for their forced displacement from their homeland. The 45-year-long disasters, crises, and devastating effects of war in Afghanistan have forced many to flee their country. Afghan refugees face cruel treatment and oppression in many host countries. We appeal to the United Nations and the international community to understand the difficult situation of Afghan refugees and to ensure they are treated with dignity.
Yours sincerely
We strongly condemn Iran's actions against the Afghan refugees.
موږ د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران کړنې په کلکه غندو
ګرانو میرمنو او ښاغلو
د ایران د بشري حقونو سازمان "حال وش" د راپور له مخې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۴ مه شاوخوا ۳۰۰ ځوانان افغان کډوال له پولې ایران ته واوښتل. د کلګان سراوان په سرحدي سیمه کې، یو شمیر ماینونه ځای پر ځای سوي وه. دغه سیمی ته د کډوالو په رسیدو سره ځینی ماینونه وچاودیدل او په عینی وخت کی د ایراني پوله ساتو لخوا پر دغه کډوالو باندی ډزې وسوي. ویل کیږي چې په دغه پیښه کی شاوخوا ۲۶۰ تنه وژل سوي او ټپیان سوي دي
موږ د افغان کډوالو پر وړاندې د ایراني پوله ساتو ځواکونو کړنې په کلکه غندو. دا قصدي عمل د بشریت ضد جنایت دی. د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوو
افغانانو تل د ایران له ولس سره ښی اړیکې ساتلې دي. افغانستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د جګړو، بحرانونو او ظلمونو له ویجاړونکو پایلو سره لاس او ګرېوان دی. له همدې امله، موږ د ایران د پورته بیان سوو وحشی کړنو په اړه ډیرمایوسه او حیران یو
موږ پر ملګرو ملتونو ږغ کوو چې د ایران حکومت د خپلو اعمالو په خاطر محاکمه کړي او د ایران له دولت څخه وغواړي چې بشري حقونه مراعات کړي
د دې تر څنګ موږ غوښتنه کوو چې د افغانستان د دولت له خزانې څخه دی د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره درې زره ډالره اود هر ټپي سوي کس سره دې ۱۰۰۰ ډالره مالي مرسته وسي
په درناوی
We strongly condemn Iran's actions against the Afghan refugees.
Dear Ladies and Gentlemen,
According to reports from the Iranian human rights organization "Halvash," on October 14, 2024, around 300 young Afghan refugees crossed the border into Iran. In the border region of Kalgan Saravan, some of them stepped on landmines and were subsequently fired upon by Iranian border guards. It is reported that approximately 260 people were killed or injured.
We strongly condemn the actions of the Iranian border guards against the Afghan refugees. This deliberate act constitutes a crime against humanity. Our deepest condolences go out to the families of the victims of this incident, and we wish the injured a speedy recovery.
The Afghan people have always maintained a close bond with the Iranian people. For the past 45 years, Afghanistan has suffered from the devastating consequences of war, crises, and oppression. Therefore, we are deeply disappointed and appalled by the actions described above.
We call on the United Nations to hold the Iranian government accountable for its actions and to urge the Iranian state to comply with human rights standards.
Furthermore, we demand that the families of the victims of this incident receive financial support of $3,000 each, and that every severely injured survivor receives financial assistance of $1,000 from the Afghan state treasury.
Yours sincerely,
To the Government of Pakistan
د پاکستان حکومت ته
آغلو او ښاغلو
موږ ستاسی څخه غوښتنه کوو چی ژر تر ژره د پښتونخوا او بلوچستان له سیمو څخه د پاکستان پوځ وباسی او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اغزن سیم سمدستی لیرې کړی. سربیره پردې، سرحدي پوستې باید بی له ځنډه د اټک سیمی ته انتقال کړي. که تاسی دغه اقدامات ترسره نه کړې دا به ستاسی د خپل ځان غولول وي
په درنښت
To the Government of Pakistan
Dear Sir or Madam,
We hereby demand the immediate withdrawal of the Pakistani army from the regions of Pashtunkhwa and Balochistan, as well as the removal of barbed wire along the Durand Line. Furthermore, border posts should be relocated to Attock without delay. Failure to take these measures would be a conscious act of self-deception.
Yours sincerely
We are one Nation on both sides of the Durand Line. We are one Afghanistan. The border with Punjabistan runs at Attock.
موږ د ډیورنډ د کرښی دواړو خواوو ته یو ولس یو او یو افغانستان یو چی سرحد یی د پنجابستان سره اټک دی
زموږ د پښتونخوا او بلوچستان ګران ولسه
موږ ته معلومه سوی ده چی ځینی د (آی ایس آی) اجنټان ستاسی غونډی ته درغلی دی. ځکه نو خبر اوسی
زموږ خبره واضح ده. موږ دچا حق نه غواړو. موږ یوازی خپل حق غواړو. دپنجابستان سره سرحد به اټک ته انتقالوی
دیو ولس په منځ کی څوک دیوال جوړولای نسی. موږ یو ولس یو. موږ نه غواړو چی بیا دوی ټوټی سو. خارداره سیم به ژر تر ژره ایسته کیږی
په واضح ډول درته وایو چی د افغانستان دواړی خواوی باید بیرته سره یوسی. بیله دی څخه موږ بل هیڅ وړاندیز نه منو. موږ افغان ولس ډیر واری غولول سوی یو. موږ نه غواړو چی بیا وغولول سو
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
We are one Nation on both sides of the Durand Line. We are one Afghanistan. The border with Punjabistan runs at Attock.
Our beloved people of Pashtunkhwa and Balochistan,
We have learned that ISI agents have attended your meeting. Therefore, be well-informed and vigilant.
Our position is unequivocally clear: We do not claim the rights of others, but only demand our own. The border with Punjabistan must be moved to Attock. No one can build a wall in the midst of a people(nation). We are one nation, and we refuse to be divided again. The barbed wire separating us must be removed immediately.
We state clearly and firmly that the two parts of Afghanistan must be reunited. We reject any other proposals. Too often, we, the Afghan people, have been deceived, and we will not allow it to happen again.
Long live the great Afghanistan!
The Voice of Freedom!
NEW ( نوی )
دآزادی ږغ
زموږ ګران د پښتونخوا او بلوچستان ولسه
ټول راووزی پر اا داکتوبر ۲۰۲۴. جرګی وکی, لاریونونه وکی. آوازونه مو پورته کی. دا د پاکستان جنایتکاره جنرالان او دیکتاتوران د ۷۷ کالو راهیسی د پښتونخوا او بلوچستان پر ولس ظلمونه, بندی کول، لت کول، وژل او نور ډول ډول استبداد کوی. ځانونه او خپل راتلونکی نسلونه د پنجابستان د ډاکوګانو څخه آزادکی
مه بیریږی. سرونه مو لوړ ونیسی
دحق او عدالت دپاره مبارزه دوام لری
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
پاملرنه: د پاکستان استخباراتی اداره آی ایس آی ممکن د خپلو اجنټانو له لارې هڅه وکړي چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د میاشتې د ۱۱مې نیټې د جرګې اجنډا او پریکړو کې لاسوهنه وکړي او یا تاسی وغولوي. پام کوی چې د دوی په چلونو خطا نه وزئ او د آی ایس آی د لاسوهنې مخه ونیسئ
NEW
The Voice of Freedom!
Our beloved people of Pashtunkhwa and Balochistan,
We call on you to step out of your homes on October 11, 2024, go to the cities, hold assemblies ("Jirgas"), demonstrate, and raise your voices. For 77 years, the criminal generals and dictators of Pakistan have been oppressing, arresting, torturing, murdering, and tyrannizing the people of Pashtunkhwa and Balochistan. Free yourselves and your future generations from the bandits of Punjabistan.
Do not be intimidated. Keep your head high.
The fight for rights and justice continues.
Long live the great Afghanistan!
Attention: The Pakistani intelligence service ISI may attempt to manipulate the agenda and decisions of the Jirga on October 11, 2024, through its agents or deceive you. Please remain vigilant to avoid falling for their tricks and prevent any interference from the ISI.
The people of Balochistan and Pashtunkhwa are not the slaves of Punjabistan.
د بلوچستان او پښتونخوا ولس د پنجابستان د ډاکوګانو مریان نه دی
زمږ د بلوچستان او پښتونخوا ګران ولسه
موږ د لوی افغانستان ولس د پنجابستان د ډاکوګانو مریان نه یو او نه به یی مریان واوسو. مه بیریږی، پر اا داکتوبر ۲۰۲۴ ټول د پښتونخوا او بلوچستان ولس ښارونو ته راووزی, جرګی وکی, لاریون وکی، ږغونه پورته کی, د پنجابستان د ډاکوګانو دظلمونو، لت، بندی کولو او وژلو څخه ځانونه او خپل راتلونکی نسل آزادکی. همدارنګه هغه تر ۸۰ زره زیات کسان چی په بلوچستان او پښتونخوا کی په جبری توګه لادرکه سوی دی دهغو دکورنیو څخه لکه میندی, پلرونه, خویندی, وړونه, اولادونه او داسی نورو خپلوانو څه هیله کوو چی ټوله دی داحتجاج او لاریون دپاره دکورونو څخه دباندی راووزی اوخپل ږغ دی اوچت کړی ترڅو چی دنیا خبره سی چی دا د پاکستان ظالمانو څومره رنګارنګ جنایتونه او ترهګری کړی دی.
موږ ټول افغان ولس نور د پنجابستان د جنایتکاره جنرالانو او د شریف د جنایتکاره کورنی ظلمونه نه سو زغملای. ځکه نو موږ پرټول افغان ولس باندی ږغ کوو چی که په لوی افغانستان کی وی او که دباندی وی د عدالت غوښتلو دپاره دی آوازونه پورته کی. موږ د لوی افغانستان ولس دتل دپاره آزادی غواړو. موږ د دنیا څخه حق او عدالت غواړو. موږ دملګرو ملتونو داداری څخه غوښتنه کوو چی دپاکستان جنایتکاره جنرالان او د شریف جنایتکاره کورنی دی د هالیند په هاګ کی نړیوالی جنایی محکمی ته وسپاری ځکه چی ددغه کسانو لاسونه د بیګناه خلګو په وینو سره دی او دوی ټول بشری حقونه تر پښو لاندی کړی دی
مه بیریږی. سرونه مو لوړ ونیسی
دعدالت دپاره مبارزه دوام لری
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
The people of Balochistan and Pashtunkhwa are not the slaves of the bandits from Punjabistan.
To our beloved people of Balochistan and Pashtunkhwa,
We, the entire people of Greater Afghanistan, are neither now nor in the future willing to bow down like slaves to the machinations of the bandits from Punjab. Do not be intimidated. On October 11, 2024, we call on all the people in Pashtunkhwa and Balochistan to take to the streets, hold gatherings ("Jirgas"), protest, and raise their voices to free themselves and future generations from oppression, torture, imprisonment, and murder by the bandits from Punjab.
We also urge the families of the more than 80,000 people who were violently abducted and disappeared without a trace in Balochistan and Pashtunkhwa to take action. Let mothers, fathers, sisters, brothers, children, and all other relatives step out of their homes, join the protests, and raise their voices so that the world can finally learn about the crimes and terrorist acts committed by the oppressors in Pakistan.
The Afghan people can no longer endure the atrocities of the criminal generals and the terror of the Sharif clan from Punjab. Therefore, we call on all Afghans, whether living in the homeland or in exile, to stand up and struggle for justice. We demand the final and lasting freedom of our people. From the international community, we seek recognition of our rights and support for justice. We urge the United Nations to bring the criminal Pakistani generals and the leaders of the Sharif clan before the International Criminal Court in The Hague, Netherlands, as their hands are stained with the blood of innocent people and they have grossly violated human rights.
Do not be intimidated. Hold your heads high.
The struggle for justice continues.
Long live Greater Afghanistan!
To the United Nations and the International Community: Please stop the tyranny of Pakistan's dictatorial regime and criminal generals.
د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه هیله کوو چی د پاکستان د استبدادي رژیم او جنایتکارو جنرالانو د ظلم مخه ونیسئ
آغلو او ښاغلو
د پاکستان حکومت او جنرالان یې د یوه جنایتکار سازمان په څېر چلند کوي. داسې ښکاري چې دوی ته انسانیت او د قانون دحاکمیت هیڅ اهمیت نه لري، دوی د بې دفاع خلکو په وړاندې په پلان سوی ډول د زور او تاوتریخوالی څخه کاراخلي
له تېرو ۷۷ کلونو راهیسې د پښتونخوا او بلوچستان په سیمو کې د پاکستاني چارواکو له خوا د ظلم اور بل سوی دی. هر هغه څوک چې د دې ظلم پر وړاندې د ږغ پورته کولو جرات وکړي، نیول کیږي، بندی کیږی, شکنجه کیږي او په ډیرو مواردو کې وژل کیږي. دوی د انټرنیټ او ګرځنده تلیفون خدمات د پښتونخوا او بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې بند وي ترڅو نړیواله ټولنه د دوې د ظلمونو په اړه بیخبره پاته سي. په دې وروستیو ورځو کې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په لومړۍ او دوهمه نیټه یو پلا بیا پاکستاني جنرالانو او دیکتاتورانو د بیګناه خلکو پر ضد د بې رحمانه طریقو څخه کار واخیستی: په پښتونخوا کې یې د هغی لویې غونډې لپاره جوړو سوو اداري کمپونو او خیمو ته اور واچوی چی په ۱۱ د اکتوبر جرګه پکښی کیږی، پر راټولو سوو خلکو یې ډزې وکړې او اوښکې بهونکی ګاز یې وکارولی. د اکتوبر په پنځمه ۲۰۲۴ د (پی ټی ایم) د غړو په وړاندې دپاکستانی چارواکو ظالمانه سلوک او تاوتریخوالی نور هم زیات سو. د پښتون ژغورنې غورځنګ (پی ټی ایم) مشر منظور پښتین وایی، چې پاکستانی چارواکو د پښتونخوا ایالت په یو شمېر سیمو کې د (پی ټی ایم) د غړو پر کورونو چاپې وهلې دی او د (پی ټی ایم) ډیر پلویان یی نیولي دي. د «بنو » په سیمه کې ۳۴ کسان او په جنوبي وزیرستان کې تر ۲۰ زیات کسان نیول سوي دي. په کورمه، ډېره اسماعيل خان، ټانک، بنو، پېښور، خيبر، مردان، صوابۍ، کرک، چارسده، بونير، مومند، باجوړ، دير، شانګله، سوات او نورو ګڼو ښارونو کې هم لسګونه فعالان نيول سوي دي.
د (پي ټي ایم) یوه ویاند ښاغلي عبدالصمد وویل چی د سیاسي ګوندونو مشرانو ته د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱ مه د پښتنو په لویه جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل سوې ده، خو د دغو ګوندونو له ډلې څخه ډېرو کسانو راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر دوی ته تلیفون وکی او له دوی څخه یې وغوښتل چې په غونډه کې ګډون ونه کړي. ښاغلي عبدالصمد دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې د پاکستان حکومت د (پی ټی ایم) مشر منظور پښتین ته د زیان رسولو یا وژلو پلان لري
پاکستاني چارواکي بیره لري چې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۱۱ مه د پښتنو د یوې لویې جرګی په ترڅ کې به نړیواله ټولنه په تیرو ۷۷ کلونو کې د پښتونخوا او بلوچستان د خلکو پر وړاندې د پاکستاني دیکتاتورانو او جنرالانو له جنایتونو خبر سي. د دوی هدف دا دی چې ټول هغه ږغونه خاموشه کړي چې د عدالت او سولې غوښتنه کوي. د (پي ټي ایم) د پلویانو پر کورونو چاپی وهل, بندی کول او بیرول دهغه انسانانو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده چې غواړي په سوله ييزه غونډه کې ګډون وکړي او خپل سياسي نظر څرګند کړي.
موږ په پښتونخوا او بلوچستان کې د ټولو بې ګناه کسانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کوو اود هالیند په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته د پاکستان د جناینکاره جنرالانو او سیاسي مشرانو د محاکمې غوښتنه کوو
په درنښت
To the United Nations and the International Community: Please stop the tyranny of Pakistan's dictatorial regime and criminal generals.
Dear Sir or Madam,
The Pakistani government and its generals behave like a criminal organization. They seem to lack any sense of humanity and rule of law, using violence systematically against defenseless people.
For the past 77 years, a fire of cruelty has been raging in the regions of Pashtunkhwa and Balochistan, ignited by the Pakistani authorities. Anyone who dares to speak out against this oppression is arrested, tortured, and in many cases killed. Internet and mobile network services are regularly blocked in various areas to keep the international community in the dark about these atrocities. This was evident recently, on October 1st and 2nd, 2024, when Pakistani generals and dictators violently suppressed the people: they set fire to administrative camps and tents erected for a planned large gathering in Pashtunkhwa, fired at the gathered people, and used tear gas against them.
According to recent media reports, the violence continued on October 5th, 2024:
Mr. Manzoor Pashteen, the leader of the Pashtun Protection Movement (PTM), reported that in several parts of the Pakhtunkhwa province, the homes of PTM members were raided, and many PTM supporters were arrested. In Bannu district, 34 people were detained, and more than 20 people were arrested in South Waziristan. Dozens of activists were also detained in cities such as Korma, Dera Ismail Khan, Tank, Bannu, Peshawar, Khyber, Mardan, Swabi, Kirk, Charsadda, Buner, Momand, Bajaur, Dir, Shangla, Swat, and many other areas.
Mr. Abdul Samad, a spokesperson for the PTM, stated that political parties have been invited to attend the large Pashtun assembly (Jirga) on October 11th, 2024. However, many of these parties reported that Pakistan's Army Chief General Asim Munir had personally called and urged them not to participate in the gathering. Mr. Abdul Samad also expressed concerns that the Pakistani government is planning to harm or even kill Manzoor Pashteen, the PTM leader.
The Pakistani authorities fear that during the large Pashtun gathering on October 11th, 2024, the international community might learn about the crimes committed by Pakistani dictators and generals against the people of Pashtunkhwa and Balochistan over the past 77 years. Their goal is to silence all voices calling for justice and peace. This wave of arrests and intimidation is a clear violation of the rights of people who wish to participate in a peaceful assembly and express their political opinions.
We demand the immediate release of all innocent individuals detained in Pashtunkhwa and Balochistan and call for the prosecution of Pakistan's criminal generals and political leaders before the International Criminal Court in The Hague.
Best regards
Awarding the "Patriot" Honor to Gilaman Wazir
دلوی افعانستان ولس ته
موږ د لوی افغانستان ستر شخصیت ګیله من وزیر ته د هغه د غوره هیواد پالنې په درناوي د د وطنپالنې «پاتریوت» جایزه ورکوو
ګیله من وزیر نه یوازې یو تکړه هېوادپال بلکې یو ښه شاعر هم و، چې شعرونه یې له لوی افغانستان سره د خپلې مینې څرګندونه وه. د ده په شعرونو کې د ظالمانو له منګولو څخه د لوی افغانستان د خلکو د خلاصون غوښتنه سوې ده. د ګیله من وزیر د ا شعارو موخه دلوی افغانستان خدمت او د افغانانو د ملي شعور پیاوړی کول وه. د ده اشعار د لوی افغانستان د پرمختګ دپاره وه، د ګیله من وزیر په شعرونو کی د لوی افغانستان د ولس دحقونو غوښتنه سوی ده. دده اشعار د لوی افغانستان د بیا یووالي د پاره دی. دګیله من وزیر شعرونه د افغان ولس خوښۍ او سوکالۍ ته وقف سوي دی. ګیله من وزیر له خپل وطن سره د زړه مینه درلوده ځکه نو د پنجاب د ظالمانو دخوا په شهادت ورسیدی
د ښاغلي ګیله من وزیر نوم به د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل سي.
هرکله چې موږ د افغانستان حکومت په لاس کې واخلو، موږ به دشهید ګیله من وزیر په نمایندګی دده وکورنی ته د وطن پالنې (پاتریوت) جایزه وروسپارو. د «پاتریوت جایزه» سل ګرامه د سرو زرو سکه او شل زره امریکایي ډالر دي
برسېره پر دې، موږ به د ګیله من وزیر د کورنۍ سره مالي مرستې وکړو ترڅو د لوی افغانستان لپاره د هغه دخدمتونو او قربانۍ قدردانی وسی.
په درناوی
Awarding the "Patriot" Honor to Gilaman Wazir
Dear People of the Great Afghanistan,
We are honoring the distinguished personality Gilaman Wazir with the "Patriot" award in recognition of his outstanding patriotism.
The great patriot Gilaman Wazir was tragically killed on July 10, 2024, by bandits from Punjab. These bandits specifically target educated individuals from Balochistan and Pakhtunkhwa.
Gilaman Wazir was not only a committed patriot but also a talented poet. His poetry was an expression of his profound love for the great Afghanistan. His poems called for the liberation of the people of Afghanistan from the tyranny of oppressors. They aimed at strengthening the national consciousness of the Afghan people. His writings advocated for the progress of the great Afghanistan, demanded the rights of its people, and called for the reunification of the nation. His poems were dedicated to the joy and prosperity of the Afghan people. Ultimately, it was his passionate love for his country that led to his death at the hands of the oppressors from Punjab.
The name of Mr. Gilaman Wazir will be inscribed in golden letters in the history of Afghanistan. Once we assume the leadership of Afghanistan, we will present his family with the “Patriot Award” on his behalf. This award includes a 100-gram gold coin and a cash prize of 20,000 USD. Additionally, we will provide financial support to his family to honor his sacrifice and commitment to the great Afghanistan.
Sincerely,
Petition: We appeal to the United Nations to liberate the innocent people of Pashtunkhwa and Balochistan from Pakistani tyranny.
دشکایت عریضه: د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې د پښتونخوا او بلوچستان بې ګناه خلک د پاکستان له ظلمونو ازاد کړي
آغلو او ښاغلو
له ۷۷ کلونو راهیسې د پاکستان دیکتاتوران او جنرالان په جنایتونو کې لاس لري، دوی د پښتونخوا او بلوچستان پر خلکو زیات ظلمونه کړي دی، په دوامداره او پلان سوی ډول یې په دې سیمو کې بیره او ناآرامي خپره کړې ده. هرکله چې د پښتونخوا او بلوچستان خلک سوله ایزې غونډې کوي او یا د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کوي، د پاکستان پولیس او پوځ ددوې په مقابل کی د وحشیانه تشدد څخه کاراخلي. دوی دجرګو او لاریون پر بې دفاع ګډونوالو ډزې کوي، اوښکې بهونکی ګاز کاروي، او د جرګی کمپونه ویجاړوي. په نتیجه کی ځینی بې ګناه خلګ ووژل سی ځینی نفر ټپيان سي. ډیرکسان ونیسی اوبندیان یی کي
ښاغلی منظور پښتین د مدني حقونو فعال او د (پی ټی ایم) غورځنګ مشر دی چې د پښتنو د حقونو دپاره او د پاکستان د حکومت د ظلمونو پر ضد مبارزه کوي. پي ټي اېم پلان لري چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱مه په پښتونخوا کې دپښتنو دپاره دعدالت غوښتنی ترعنوان لاندی یوه لویه جرګه جوړه کړي او د نړۍ پام د هغو پښتنو خواته واړوي چې د جګړې او ترهګرۍ له امله وژل سوي یا ورک سوي دي. په دې جرګه کې به د پښتنو د ستونزو د حل په اړه بحث او پرېکړې وسي. پر ښاغلي منظور پښتین او د هغه پر پلویانو څو ځله د پاکستاني پولیسو او پوځ له خوا بریدونه سوي دي. د علي وزیر په څېر فعالان څو پلا زنداني سوي دي
په لاندې توګه د پاکستاني چارواکو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو او ظلمونو په اړه د ځینو راپورونو لنډیز ذکر کوو
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د ۱ نیټې راپور (وی أو ای ډیوه)
د (پي ټي ایم) مشر منظور پښتین وویل چی د پښتونخوا ایالت په خیبر سیمه کې د پلان سوې جرګی لپاره د تیاری نیولو پر کمپ د پولیسو لخوا برید وسو. پر ځوانانو ډزې وسوې، اوښکې بهونکی ګاز وکارول سو. څو کسان ژوبل او بې هوښه سول
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱ نیټی راپور (بی بی سی پښتو)
د بشري حقونو فعال علي وزیر څو ځله د پاکستاني پولیسو لخوا نیول سوی او زنداني سوی دی. د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۳ مه، هغه د موټر تر ټکر وروسته د اسلام اباد په پمز روغتون کې ونیول سو او په زندان کی بندی سو. د اکتوبر په ۱، ۲۰۲۴ کال، هغه له زندان څخه خوشې سو، اما څو ساعته وروسته د پنجاب پولیسو لخوا بیا ونیول سو او نامعلوم ځای ته یوړل سو
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د۲ نیټې راپور (وی أو ای ډیوه)
ښاغلي منظور پښتین وویل چی د جرګی لپاره د تیاری نیولو پر کمپ یو ځل بیا برید وسو. پر موجودو خلکو ډزې وسوې، او د اوښکې بهونکی ګاز دکارولو په نتیجه کی ګڼ شمېر خلګ ټپیان سول
د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۲ راپور (بی بی سی پښتو)
د (پي ټي ایم) غورځنګ وایي چې پولیسو یو ځل بیا د اکتوبر په ۲، ۲۰۲۴ دجرګی پر کمپ په پراخه کچه برید وکړ. اوښکې بهونکی ګاز یی استعمال کی، چی له امله یی یو شمیر کسان ټپیان یا بی هوښه سول. د (پي ټي ایم) په وینا، د برید په ترڅ کې، پولیسو دجرګی خیمو ته اور واچولی او د کمپ څخه یی تجهیزات غلا کړل.
دا راپورونه په پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني چارواکو له خوا د بشري حقونو د بې شمېره سرغړونو او ظالمانه اقداماتو یو څو بېلګې دي. موږ په وار وار په ګڼو لیکونو کې دې ظلمونو ته د نړیوالې ټولنې پام اړولی دی. موږ یو پلا بیا له نړیوالې ټولنې په ټینګه غوښتنه کوو چې په پاکستان کې مسؤل کسان محاکمه کړي او دخپلو اعمالو په سزا یی ورسوی
په درناوی
Petition: We appeal to the United Nations to liberate the innocent people of Pashtunkhwa and Balochistan from Pakistani tyranny.
Dear Sir or Madam,
For 77 years, Pakistani dictators and generals involved in criminal activities have been oppressing the people of Pashtunkhwa and Balochistan, systematically spreading fear and unrest in these regions. Whenever the people of Pashtunkhwa and Balochistan hold peaceful gatherings or demonstrate for their rights, the Pakistani police and army respond with brutal violence. They fire at the defenseless participants, use tear gas, and destroy the assembly camps. This often results in casualties and injuries among the innocent civilians. Many participants are also arbitrarily arrested.
Mr. Manzoor Pashteen is a civil rights activist and the chairman of the PTM movement, who advocates for the rights of the Pashtuns and against the ongoing oppression by the Pakistani state. PTM plans to hold a representative assembly in Pashtunkhwa on October 11, 2024, to draw global attention to the alarming number of Pashtuns who have been killed or gone missing due to war and terrorism. In this assembly, solutions to the current problems will be discussed and decided upon. Mr. Manzoor Pashteen and his supporters have been repeatedly attacked by the Pakistani police and army in the past. Activists like Ali Wazir have been repeatedly imprisoned.
Below are some recent reports on human rights violations and repression by the Pakistani authorities:
Report from October 1, 2024 (VOA-Deewa)
According to Mr. Manzoor Pashteen, the leader of PTM, the preparation camps for the planned assembly in the Khyber area of Pashtunkhwa Province were attacked by the police. Shots were fired at young people, and tear gas was used. Several people were injured and rendered unconscious.
Report from October 1, 2024 (BBC-Pashto)
Human rights activist Ali Wazir has been repeatedly arrested and imprisoned by the Pakistani police. On August 3, 2024, he was detained at PIMS Hospital in Islamabad after a car accident. On October 1, 2024, he was released from prison, only to be re-arrested by the Punjab Police a few hours later and taken to an unknown location.
Report from October 2, 2024 (VOA-Deewa)
According to Mr. Manzoor Pashteen, the preparation camps for the assembly on October 11, 2024, were attacked again. Shots were fired at the people present, and the use of tear gas led to numerous injuries.
Report from October 2, 2024 (BBC-Pashto)
The PTM movement reports that the police again attacked the camp on October 2, 2024, on a large scale. Tear gas was used, and several people were injured or lost consciousness. According to PTM, during the attack, the tents were set on fire by the police, and equipment from the camp was stolen.
These reports are only a few examples of the numerous human rights violations and oppressive measures by the Pakistani authorities in Pashtunkhwa and Balochistan. We have repeatedly drawn the attention of the international community to these atrocities in numerous letters. We hereby renew our urgent appeal to the global community to hold the responsible parties in Pakistan accountable.
Yours sincerely
We Afghans are not animals – we are human beings. The rights of the Afghan people have been trampled on. Such behavior would not even be acceptable towards animals.
موږ افغانان حیوانان نه یو، موږ انسانان یو. د افغان ولس حقونه تر پښو لاندې سوي دي. دا ډول چلند به حتی د حیواناتو سره د منلو وړ نه وي
نړیوالې ټولنې ته
ګرانو میرمنو او ښاغلو
موږ څو پلا تاسی ته خبر درکړی دی چې موږ د خبرو اترو او هرې پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره تیاریو، که څوک وغواړي کولای سی چې زموږ سره اړیکه ونیسي. خو داسی ښکاری چې تاسی دافغانستان د مسئلې په اړه د تړلو دروازو تر شا په پټه توګه خبرې اترې کوئ.
افغانستان د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته تر ۸۵ میلیونه زیات نفوس لري. موږ د خپل هیواد افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا پټ بحثونه نه منو. افغانستان د افغاني غالۍ په څیر یو جنس نه دی چې بیخبره او بی لیدلو په پټه توګه معامله پر وسي.
افغانستان د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت لوی هېواد دی چې تر ۸۵ میلیونه زیات نفوس لري. موږ څو پلا ویلي دی چې افغانستان او افغان ولس ته باید درناوی وسي. دافغانستان په مسئله کی ستاسی د کړنو څخه موږ ته دا سی ښکاري لکه تاسی چی زموږ سره د "پیشی او موږک" لوبه کوئ. ځینې وختونه د افغانستان سلفي ډله ښه بولی ځینې وختونه یی په بد نامه یادوی. کله افغانی مافیا ښه بولی کله یی بد بولی. تاسی د ډیرو کلونو راهیسی د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کوئ او زموږ طبیعي زیرمو ته د لاس رسي لپاره له غلطو لارو کار اخلئ
موږ په ښکاره ډول خبری کوو: د افغانستان طبیعي زیرمې په افغانانو پورې اړه لري. دا زموږ د لپاره د منلو وړ نه ده چې بل هیواد دا پریکړه وکړي چی کوم هیوادونه دی زموږ طبیعي زیرمو ته لاسرسی ولري او کوم هیوادونه دی یی و نه لری. موږ د خپلو سرچینو په اړه د بل هیواد پریکړه په کلکه ردوو
د افغانستان ټولې طبیعي زیرمې باید آزادې پاتې سي او د افغانانو د ملکیت په توګه یې درناوی وسي. د افغانستان سره له ډېرو کلونو راهیسي چلبازی سوی ده او لوټ سوی دی. له همدې امله، موږ غوښتنه کوو چې د افغانستان په اړه دی ټوله پریکړی او تړونونه په لیکلي ډول مستند سي او ښه به داوی چی دا فیصلی او تړونونه د ملګرو ملتونو لخوا تصدیق سي.
موږ "پشی په جوال کې نه رانیسو" او هیڅ غیر شفاف تړون نه منو.
په درناوی
We Afghans are not animals – we are human beings. The rights of the Afghan people have been trampled on. Such behavior would not even be acceptable towards animals.
To the International Community,
Dear Ladies and Gentlemen,
We have repeatedly communicated to the International Community that we are available for discussions and to answer any questions, should someone wish to engage with us. However, your handling of the issue of Afghanistan shows that you are conducting negotiations and discussions behind closed doors.
Afghanistan has a population of more than 85 million people on both sides of the Durand Line. We do not accept secret discussions about our country. Afghanistan is not a commodity, like an Afghan carpet, that can be bargained over unnoticed and without involving the affected population.
Afghanistan on both sides of the Durand Line is a large country with over 85 million inhabitants. We have repeatedly pointed out that Afghanistan and its people must be respected. Your actions give the impression that you are playing a deceitful "cat and mouse" game with us. Sometimes certain groups are portrayed as good, sometimes as bad—whether it is the Afghan Salafist groups or mafia actors. For years, you have been violating the rights of the Afghan people and using dubious methods to gain access to our natural resources.
Let us be clear: Afghanistan's natural resources belong to the Afghan people. It is unacceptable for any other country to decide which nations can access our resources and which cannot. We categorically reject any foreign decision-making over our resources.
All resources of Afghanistan must remain free and be respected as the property of the Afghan people. Afghanistan has been deceived and exploited for many years. Therefore, we demand that all agreements concerning Afghanistan be documented in writing and, ideally, certified by the United Nations.
We will not "buy a pig in a poke" and will not accept any non-transparent agreements.
Sincerely,
We will never abandon our sisters and brothers in Balochistan and Pashtunkhwa, who are subjected to the atrocities of the raiders from Punjab.
موږ به هيڅکله په بلوچستان او پښتونخوا کې خپلې خويندې او وروڼه د پنجاب د ډاکوګانو ظلمونو ته یوازی پرې نږدو
پاک کړی د پنجابیانو څخه بلوچستان او پښتونخوا. یو پنجابی نه په بلوچستان کی او نه په پښتونخوا کې پریږدی. دعدالت دپاره مبارزه دوام لری
مه بیریږی. سرونه مو لوړ ونیسی
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
We will never abandon our sisters and brothers in Balochistan and Pashtunkhwa, who are subjected to the atrocities of the raiders from Punjab.
Ensure the cleansing of Balochistan and Pashtunkhwa with the withdrawal of Punjabis raiders from the mentioned areas. Not a single Punjabi raider should remain in either Balochistan or Pashtunkhwa. The struggle for justice continues.
Do not be intimidated. Hold your head high.
Long live the great Afghanistan.
Our dear people of Greater Afghanistan! Keep your heads high!
زموږ د لوی افغانستان ګران ولسه! سرونه مو لوړ ونیسی
موږ یوازی خپل حق غواړو. زموږ د لوی افغانستان د خاوری په بیرته یوکیدلو کی زموږ سوله ده. په بلوچستان کی زموږ سمندر زموږ خپلواکی ده
Our dear people of Greater Afghanistan! Keep your heads high!
We only want our rights. The reunification of our territory of Greater Afghanistan is our peace. Our sea in Balochistan is our freedom.
Killing innocent people is the work of ISI gangsters
دبیګناه نفرو وژل د(آی ایس آی) د ډاکوګانو کاردی
آغلو او ښاغلو
پرون د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر دمیاشتی پر ۱۲ نیټه زموږ هزاره ګان وروڼه دافغانستان ددایکندی ولایت څخه غور ولایت ته په سفر کی وه چی دداعش ډاکوګانو د بس څخه را کښته کړل لاسونه یی وروتړل اوقتل عام یی کړل. په دغه وحشیانه عمل کی لږترلږه ۱۵ بیګناه نفر ووژل سول او شپږ تنه زخمیان سول
دا د داعش د ډاکوګانو کاردی چی کوماندو یی د(آی ایس آی) دجنرالانو په لاس کی ده
موږ دغه ترهګریز جنایت په کلکه غندو. د دې پیښی د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی د تسلیت پیغام لیږو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو
هرڅوک چی ددغه پیښی قاتلان پیداکړی ددولتی خزانی څخه یو لک افغانی دانعام په توګه ورکول کیږی
په پورتني پیښه کی د هر شهید کورنی ته دی ۳۰۰۰ ډالر او هر سخت ټپی ته دی ۱۰۰۰ ډالر د دولت د خزانی څخه ورکول سی
په درنښت
The killing of innocent people is the work of ISI gangsters
Dear Sir or Madam,
Yesterday, on September 12, 2024, our Hazara brothers were traveling from the Afghan province of Daykundi to the province of Ghor when IS bandits pulled them from the bus, handcuffed them, and massacred them. During this brutal act, at least 15 innocent people were killed and six others injured.
This is the work of IS bandits, whose commands are in the hands of ISI generals.
We condemn this terrorist crime in the strongest possible terms. We extend our deepest condolences to the families of the victims and wish the injured a swift recovery.
Whoever finds the murderers responsible for this incident will receive a reward of 100,000 Afghani from the Afghan state treasury.
The families of each victim of the aforementioned incident shall receive 3,000 dollars, and each seriously injured person shall receive 1,000 dollars in financial support from the state treasury.
Kind regards
Petition to the United Nations, Human Rights Organizations, and the International Community
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالې ټولنې ته دشکایت عریضه
ښاغلی دملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریس
د بشري حقونو د سازمانونو محترمو استازو
د نړیوالې ټولنې ښاغلو غړو
موږ څو پلا مخکې هم په دغه هکله تاسی ته خبر درکړی دی چې د پاکستان دیکتاتوران او جنرالان په ظلمونو، قتلونو، جنایتونو او جنګي جرمونو کې لاس لری. له بده مرغه تر اوسه پوری دغه کسان نه دي محاکمه سوي. ځکه نو جدی پوښتنه داده چې ولې داد پاکستان دیکتاتوران او جنایتکاره جنرالان د محاکمه کولو څخه خوندي پاته سوی دي او دخپلو اعمالو په سزا نه دی رسیدلی
په بلوچستان او پښتونخوا کې ظلمونه، د بشري حقونو سرغړونې او جبري لادرکه کول دوام لري. په دی هکله د رسنیو یو شمیر راپورونه په لاندی ډول دی
«وی او ای ډیوه» ، د اپریل ۲، ۲۰۲۴ راپور:
دلادرکه بلوڅانو سازمان «وائس فار بلوچ مسینګ پرسنز» مشر نصرالله بلوچ وویل، دوی مجبوره دي چې د پارلمان غونډو ته نزدی احتجاجی لاریونونه وکړی ترڅو دخلګو اوچارواکو پام د جبري لادرکه سوو کسانو موضوع ته راواړوي
بي بي سي پښتو، د اپرېل۳، ۲۰۲۴ راپور:
د پاکستان د سترې محکمې شپږو قاضیانو په قضايي چارو کې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د لاسوهنې په غندلو سره قضايي شورا ته شکایت کړی دی. قاضیان د ګواښونکو لیکونو په واسطه ډارول سوی دی، دوی ته اخطار ورکول سوی چې که داستخباراتی اداری (آی ایس آی) د امرونو څخه سرغړونه وکړی د دوی د خپلوان به وتښتوی او شکنجه به یی کړی. سربېره پردې، د دقاضیانو په کورونو کې پټې کیمرې نصب سوي دی ترڅو د دوی دکور دننه شخصی ژوند وڅاري. ځینې قاضیانو په کیمیاوي موادو ککړ سوي لیکونه ترلاسه کړي دی چې ممکن د جدي ناروغیو لامل سي
«وی او ای ډیوه» ، د اپریل ۲۳، ۲۰۲۴ راپور:
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اپریل په ۲۲، ۲۰۲۴ کال کې خپور سوی راپور، پاکستان د بشري حقونو په ډیرو سرغړونو تورنوي. همداراز د پاکستان په اړه په دغه راپورکی غیر قضایي وژنی، په زوره جبري ورکول، د حکومت لخوا غیر انساني عملونه، خپلسري بندی کول، د سیاسي د لایلو په خاطر زندانی کول, د مطبوعاتو پر ازادۍ محدودیتونه، د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی، او د هغوی نیول او لادرکه کول. د انټرنېټ سانسور، د سوله ایزو غونډو بندیز، او د جنسي تیري قضیې یادی سوی دي.
بي بي سي پښتو، د مې ۴، ۲۰۲۴ راپور:
د بلوچستان په چمن سیمه کې خلکو د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره مظاهره وکړه. د پاکستان امنیتي ځواکونو له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخیست، د مظاهره چیانو خیمې یې وسوځولې او پر ګډونوالو یې ډزې وکړې. څلور تنه ووژل سول او څلویښت تنه نور ټپیان سول
بي بي سي پښتو، د جون ۵ ، ۲۰۲۴ راپور:
د بلوچستان په چمن کې د اعتراض کوونکو مشران ونیول سول. د دوی خیمې یو ځل بیا وسوځول سوې. په چمن کې امنیتي ځواکونو اوښکې بهونکی ګاز وکارولی او انټرنیټ یې بند کړی. دوی پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې ۳۰ تنه ټپیان سول
«وی او ای ډیوه» ، دجون ۱۴، ۲۰۲۴ راپور:
اغلې مهرنګ بلوچ، چې د بشري حقونو فعاله ده او د بلوڅانو د یووالي کمیټې مشره ده، وویل چې یوازې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ورک سوي دي. هغې ټینګار وکړ چې په بلوچستان کې داسې کومه سیمه نسته چې خلک پکښې نه وي ورک سوي
«وی او ای ډیوه» ، دجون ۱۸، ۲۰۲۴ راپور:
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د "وائس فار مسنگ بلوڅ" په نوم سازمان احتجاج وکړی. په لاريون کې ښځو، ماشومانو او مدني فعالانو برخه اخيستې وه.
د جولای له ۷ څخه تر جولای ۱۱، ۲۰۲۴ پورې د مختلفو رسنیو راپورونه:
ښاغلی ګیلمن وزیر، یو ملکي فعال او د (پی ټی ایم) غورځنګ غړی، د جولای په ۷، ۲۰۲۴، په اسلام آباد کې پر سر باندې د کلک سوټی دګوزار په واسطه سخت ټپي سو. هغه د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۰ د دغو ټپونو په پایله کې مړ سو
«وی او ای ډیوه» ، دجولای ۱۱، ۲۰۲۴ راپور:
د پاکستان پولیسو د بلوچستان په کوټه ښار کې د مظاهره چیانو پر ضد اوښکې بهونکی ګاز وکارولی، څو بلوڅی ښځې یې بندیانې کړې او ویې وهلې
«وی او ای ډیوه» ، دجولای ۱۹، ۲۰۲۴ راپور:
دبشري حقونو ادارې وویل، چی د پاکستان پوځ د پښتونخوا په بنو کې پر مظاهره چیانو چې د خپلو حقونو لپاره یې مظاهرې کولې، ډزې وکړې. لږ تر لږه پنځه مظاهره کوونکي ووژل سول او تر شلو زیات نور ټپیان سول
د بښنې نړیوال سازمان، دجولای ۱۹، ۲۰۲۴، د رسنیو راپور:
د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۹مه د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې پر سوله ییزو مظاهره کوونکو د ډزو له کبله د پاکستان پوځ وغندلی
«وی او ای ډیوه» ، دجولای ۲۸، ۲۰۲۴ راپور:
د بلوچستان خلک ګوادر ته په لاره وه چې د جبري لادرکه سووکسانو دکورنیو دږغ پورته کولو دپاره د مسئولو چارواکو پر ضد احتجاج کې ګډون وکړي. په مستونګ سیمه کې پر مظاهره کوونکو ډزې وسوې او ګوادر ته د دوی د تګ مخه ونیول سوه. څوارلس تنه ټپيان سول. د پاکستان پوځ او پولیسو ګوادر ته غځېدلې لارې بندې کړې او تر ۲۰۰ ډېر مظاهره کوونکي یې ونیول
«وی او ای ډیوه» ، دجولای ۳۰، ۲۰۲۴ راپور:
د بشري حقونو فعاله او د بلوڅانو د یووالي د کمیټې مشرې اغلې مهرنګ بلوچ خبر ورکړ چې په تیرو څلورو ورځو کې تر ۱۰۰۰ زیات فعالان نیول سوي دي
بي بي سي پښتو، د اګست ۲, ۲۰۲۴ راپور:
د پاکستان پولیسو یو ملکي فعال او د (پی ټی ایم) غورځنګ غړی علي وزیر ونیولی. ښاغلي وزیر وویل چې د هغه د نیول کیدو لامل داوو چی ده د پاکستان د حکومت ظلمونه غندلی وه
«وی او ای ډیوه» ، د اګست ۲۲، ۲۰۲۴ راپور:
د پښتونخوا په بنو ضلع کې د پي ټي ایم تحریک غړی ډاکټر نور محمد د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ مه په ډزو ووژل سو. له کلونو راهیسې په پښتونخوا او په ځانګړې توګه په وزیرستان کې هدفي وژنې روانې دي، چې ولسي استازي، مدني فعالان، سیاستوال او نور په کښې وژل سوي دي
بي بي سي پښتو، د اګست ۲۵, ۲۰۲۴ راپور:
پاکستانی چارواکو مدني فعال او د پي ټي ایم غورځنګ مشر منظور پښتین د ۹۰ ورځو لپاره بلوچستان ته د ورتګ څخه ددې لپاره منع کړی دی چې په دا توګه د سوله ییزو لاریونو او احتجاجی غونډو د تنظیمولو مخه ونیسي
«وی او ای ډیوه» ، د اګست ۳۰، ۲۰۲۴ راپور:
د بشري حقونو فعالان وايي، په بلوچستان کې د جبری لادرکه کېدو لړۍ دوام لري. ډیری کورنۍ نه پوهیږي چې ایا د دوی ورک سوي خپلوان لاهم ژوندي دي که نه؟
«وی او ای ډیوه» ، د سپتمبر۸، ۲۰۲۴ راپور:
د پښتونخوا په وزیرستان کې د قومي مشر ښاغلي جمیل پر موټر بمي چاودنه وسول. په چاودنه کې د هغه زوی شمس الدین ووژل سو او ښاغلی جمیل او څلور نور ټپیان سوي دي.
په بلوچستان کې د جبری لادرکه سوو کسانو شمېر تر ۸۰ زرو زیات اټکل سوی دی. د پورتنیو حقایقو په نظر کې نیولو سره، موږ له تاسو څخه غواړو چې د دې خلکو برخلیک روښانه کړئ او د پاکستان مسؤول دیکتاتوران، قاتلین او جنایتکاره جنرالان د عدالت منګولو ته وسپارئ
بلوچستان او پښتونخوا زموږ خاوره ده. پاکستان باید دغه سیمې بېرته موږ ته را وسپاري
موږ به هيڅکله دا قبوله نه کړو چی د بلوچستان او پښتونخوا ولس د پاکستان د ديکتاتورانو او جنګي جنايتکارانو تر ظلمونو لاندی ژوند وکي
په درنښت
Petition to the United Nations, Human Rights Organizations, and the International Community
Dear Secretary-General Guterres,
Dear Representatives of Human Rights Organizations,
Dear Members of the International Community,
We have previously informed you about the atrocities committed by Pakistani dictators and generals involved in murder and war crimes. Unfortunately, these individuals have not yet been held accountable. It raises the urgent question of why these mentioned individuals continue to evade punishment and remain protected.
The oppression, human rights violations, and the enforced disappearances in Balochistan and Pashtunkhwa persist unabated, as evidenced by the following media reports:
-
VOA-Deewa, Report of April 2, 2024:
Nasruallah Baloch, head of the organization "Voice for Baloch Missing Persons," stated that they are forced to protest in front of public assembly buildings to draw attention to the enforced disappearances. -
BBC Pashto, Report of April 3, 2024:
Six judges of the Supreme Court of Pakistan have filed a complaint with the Judicial Council, condemning the interference of the Pakistani military intelligence agency ISI in judicial matters. The judges were intimidated by threatening letters, which included threats of kidnapping and torturing their relatives. Additionally, hidden cameras were installed in their homes to monitor their privacy. Some judges also received letters contaminated with chemical substances that could potentially cause severe illnesses. -
VOA-Deewa, Report of April 23, 2024:
A report published by the U.S. Department of State on April 22, 2024, accuses Pakistan of numerous human rights violations, including extrajudicial killings, enforced disappearances, inhumane practices by the government, arbitrary and political arrests, restrictions on press freedom, violence against journalists, and their arrest and disappearance. The report also highlights internet censorship, suppression of peaceful assemblies, and cases of rape. -
BBC Pashto, Report of May 4, 2024:
In the Chaman region, Balochistan, people held a protest to demand their rights. Pakistani security forces used tear gas, burned the protesters' tents, and opened fire on the participants. Four people were killed and up to 40 others were injured. -
BBC Pashto, Report of June 5, 2024:
The leaders of the protest in Chaman, Balochistan, were arrested after their tents were burned down again. The security forces used tear gas and blocked the internet in Chaman. They fired on the demonstrators, resulting in 30 injuries. -
VOA-Deewa, Report of June 14, 2024:
Ms. Mahrang Baloch, a human rights activist and head of the Baloch Unity Committee, stated that more than 100 people went missing in May 2024 alone. She emphasized that there is no region in Balochistan where people have not disappeared. -
VOA-Deewa, Report of June 18, 2024:
In Quetta, Balochistan, the organization "Voice for Missing Baloch" held a protest. Women, children, and civilian activists participated in the demonstration. -
Media Reports from July 7 to July 11, 2024:
Mr. Gilaman Wazir, a civilian activist and member of the PTM movement, was injured on July 7, 2024, in Islamabad when he was struck on the head with a baton. He died as a result of these injuries on July 10, 2024. -
VOA-Deewa, Report of July 11, 2024:
The Pakistani police used tear gas against demonstrators in Quetta, Balochistan, arrested several Baloch women, and beat them. -
VOA-Deewa, Report of July 19, 2024:
According to a human rights organization, protesters in District Bannu, Pashtunkhwa, who were demonstrating for their rights, were shot at. At least five protesters were killed, and up to 20 others were injured. -
Amnesty International, Media Report of July 20, 2024:
Amnesty International condemned the Pakistani military for shooting at peaceful demonstrators in Bannu District, Pashtunkhwa, on July 19, 2024. -
VOA-Deewa, Report of July 28, 2024:
People from Balochistan were on their way to Gwadar to attend a protest against the enforced disappearances. In the Mestong area, shots were fired at the demonstrators to prevent them from reaching Gwadar. Fourteen people were injured. The Pakistani military and police blocked the roads to Gwadar and arrested more than 200 demonstrators. -
VOA-Deewa, Report of July 30, 2024:
Ms. Mahrang Baloch, a human rights activist and head of the Baloch Unity Committee, reported that over 1,000 activists were arrested in the past four days. -
BBC Pashto, Report of August 2, 2024:
The Pakistani police arrested Mr. Ali Wazir, a civilian activist and member of the PTM movement. Mr. Wazir stated that the reason for his arrest was his public condemnation of the oppression by the Pakistani government. -
VOA-Pashto, Report of August 22, 2024:
In District Bannu, Pashtunkhwa, Mr. Dr. Noor Mohammad, a member of the PTM movement, was shot dead on August 21, 2024. For years, targeted killings have been carried out in Pashtunkhwa, particularly in the Waziristan region, where representatives, civilian activists, politicians, and others are being killed. -
BBC Pashto, Report of August 25, 2024:
Civil activist and leader of the PTM movement, Mr. Manzoor Pashteen, was issued a 90-day travel ban to Balochistan to prevent him from organizing peaceful gatherings. -
VOA-Pashto, Report of August 30, 2024:
Human rights activists report that the enforced disappearances in Balochistan continue. Many families do not know whether their missing relatives are still alive. -
VOA-Deewa, Report of September 8, 2024:
In Waziristan, Pashtunkhwa, the car of tribal leader Mr. Jamil was hit by a bomb explosion. His son Shamsuddin was killed in the blast, while Mr. Jamil and four others were injured.
The number of missing persons in Balochistan is estimated to exceed 80,000. In light of the above facts, we urgently call on you to clarify the fate of these individuals and to hold accountable the responsible dictators and the generals involved in murder and war crimes in Pakistan.
Balochistan and Pashtunkhwa are our territories. Pakistan must return these areas to us. We will never allow our people in Balochistan and Pashtunkhwa to continue suffering under the oppression and atrocities committed by Pakistani dictators and generals involved in war crimes.
Sincerely,
We honor the great personality Usman Kakar with the "Patriot" award for patriotism!
موږ ستر شخصیت عثمان کاکړته د وطنپالنې «پاتریوت» جایزه ورکوو
دلوی افعانستان ولس ته
ستر وطنپال (پاتریوت) عثمان کاکړ د ۲۰۲۱ کال دجون دمیاشتی پر ۲۱ نیټه دپنجاب دډاکوګانو دخوا ووژل سو. دپنجاب ډاکوګان هغه پوه کسان چی په بلوچستان او پښتونخوا کی وی دمنځه یی وړی
داچی شهید عثمان کاکړ یو غټ هیوادپاله (پاتریوت) وو او دلوی افغانستان ولس پر ګران وو ځکه نو موږ دده دوطنپالنی قدردانی کوو. هرکله چې موږ د افغانستان حکومت په لاس کې واخلو، موږ به دشهید عثمان کاکړ په نمایندګی دده وکورنی ته د وطن پالنې (پاتریوت) جایزه وروسپارو. د «پاتریوت جایزه» سل ګرامه د سرو زرو سکه او شل زره امریکایي ډالر دي
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
په درنښت
We present the "Patriot" award to the great personality Usman Kakar for his patriotism!
Dear people of Great Afghanistan!
The great patriot Usman Kakar was killed on June 21, 2021, by bandits from Punjab. The bandits from Punjab kill educated individuals who reside in Balochistan and Pakhtunkhwa.
The martyr Usman Kakar was a great patriot. He deeply cared for the Afghan people of Great Afghanistan, and we value his patriotism and his outstanding services for Afghan people. As soon as we take over the government of Afghanistan, we will present his family with the Patriotism Award on behalf of the martyr Usman Kakar. The "Patriot Award" consists of a 100-gram gold coin and 20,000 US dollars.
Long live Great Afghanistan!
Sincerely,
We free ourselves from the bloodthirsty and criminal generals of Punjabistan!
موږخپل ځانونه دپنجابستان دخونکارانو اوجنایتکاره جنرالانو څخه آزادوو
زموږ ګران ولسه
داشرم ندی چی دخپل حق دغوښتنی دپاره مبارزه کوو
داشرم ندی چی خپل ځانونه اوخپل راتلونکی نسل دپنجابستان دخونکارانو ډاکوګانو څخه آزادوو
داشرم ندی چی بلوچستان او پښتونخوا دپنجابستان دجنایتکاره جنرالانو څخه آزادوو
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
We free ourselves from the bloodthirsty and criminal generals of Punjabistan!
Our dear people,
It is no shame that we fight for the demand for our rights. It is no shame to free ourselves and our next generation from the bloodthirsty marauders of Punjabistan. It is no shame to liberate Balochistan and Pashtunkhwa from the criminal generals of Punjabistan.
Long live great Afghanistan!
Petition to the United Nations. Dear Mr. Guterres, What is the reason that no attention is being paid to the crimes in Pakistan?
آغلو او ښاغلو
د نړیوالې ټولنې هیوادونو
ښاغلی دملګرو ملتو سرمنشي ګوتریس
موږ په ټینګه غوښتنه کوو چې تاسو خپل پام هغو کسانو ته متوجه کړئ چې په پاکستان کې د بشري حقونو د سختو سرغړونو اوجنایتونو مسؤل دي. موږ په پرله پسې ډول د پاکستان د دیکتاتورانو او جنایتکاره جنرالانو په هکله تاسی ته دشکایت عریضې در وړاندې کړې دي. داسې ښکاري چې زموږ پر شکایتونو باندې تر اوسه غور ندی سوي. د پاکستان واکمنان نه يوازې دا چې نړيوال قوانين نه مراعات کوي بلکې په قصدي ډول يې تر پښو لاندې کوي. پاکستان له ۷۷ کلونو راهیسې په بلوچستان او پښتونخوا کې د ظلمونو اور بل کړی دی. په بلوچستان او پښتونخوا کې اساسي بشري حقونه لکه د لاریون کولو آزادی, د غونډې جوړولو ازادي، د بیان ازادي او معلوماتو ته دلاسرسی ازادي تر پښو لاندې کېږي. هرڅوک چې د خپلو حقونو لپاره ږغ پورته کړي نیول کیږي، شکنجه کیږي او حتی وژل کیږي. د بلوچستان او پښتونخوا په ډیرو سیمو کې له میاشتو راهیسې انټرنېټ او ټیلیفوني اړیکې پرې کېږي، څو د هر ډول ارتباطاتو مخه ونیول سي او د ازادۍ غوښتنی ږغونه دباندی خواوو ته ونه رسيږی
د بشري حقونو د دې سرغړونو یوه ترخه بیلګه هغه چلند دی کوم چی دښاغلي ګیله من وزیر سره وسو. ګیله من وزیر یو هنرمند او مدنی فعال وو چی د بشري حقونو د رعایت لپاره یی مبارزه کول. هغه په اسلام اباد کې ووژل سو. د ده په څېر ډېر نور زړور کسان چې د خپلو حقونو غوښتنه یې کوله هم ووژل سول
پاکستاني ديکتاتور او جنګي جنايتکار جنرالان د منظور پښتين په شان اشخاصو ته د سوله ييزو لاريونونو د تنظيمولو او د خپلو حقونو د دفاع لپاره له ښار څخه بل ښار ته د تګ مخه نيسي. پاکستاني پولیسو او پوځیانو څو ځله پر ښاغلي پښتین ډزې کړي دی چې په نتیجه کې یې څو نفره وژل سوی او څو نور کسان ټپیان سوي دي. په دې وروستیو کې پر ښاغلي منظور پښتین بلوچستان ته د ۹۰ ورځو سفر بندیز ولګول سو.
بله بېلګه يې يو مدنی فعال علي وزير دى چې په پرله پسې ډول په غونډو کې د ګډون او د بشري حقونو د غوښتلو په خاطر نيول سوى دى. هره پلا چی علی وزر بندی کړی پاکستانی چارواکی یی په ترهگرۍ تورن کړی، په داسې حال کې چې هغه یوازې په سوله ایزه توګه د خلکو د حقونو لپاره مبارزه کړی ده. په بلوچستان او پښتونخوا کې هغه کسان چې د خپلو حقونو غوښتنه کوي د پاکستان د دیکتاتورانو او جنایتکاره جنرالانو له خوا د ترهګرو په توګه نومول کیږي، زورول کیږي، لت کیږی, ډیری وختونه تر دې هم ناوړه ظلمونه پرکیږي او زیاتره کسان یی وژل کیږی.
په پاکستان کې په حقیقت کې یوازې د دیکتاتورانو او جنایتکارو جنرالانو امرونه د قانون حیثیت لری. د خلکو ږغ او حق ته هیڅ اهمیت نه ورکول کیږي. د پاکستان پوځي استخباراتي اداره «آی ایس آی» نړیوال ترهګر روزي او په دی ډول سیمه نوره هم بې ثباته کوي.
د پورتنیو واقعیتونو له کبله موږ غوښتنه کوو چې د پاکستان دیکتاتوران، قاتلین او په ترورېزم کې ښکېل پوځ دی ژر تر ژره زموږ له خاورې ووځي.
په درنښت
Dear Members of the Global Community,
Dear Secretary-General Guterres,
Are we living in a world of exploitation or justice? All agreements made by countries, investors, or companies with the Taliban or other contractual partners concerning Afghan resources or other matters are invalid!
ایا موږ د چور او لوټولو په دنیا کې ژوند کوو که د عدالت په دنیا کی؟ د طالبانو یا نورو کسانو سره د افغانستان دطبیعی زیرمو او یا نورو چارو په اړه د هیوادونو، پانګوالو او شرکتونو له خوا سوي ټول تړونونه باطل دي
آغلواو ښاغلو
د رسنیو له لارې خبر سوو چې طالبانو د افغانستان د طبیعی زیرمو په اړه له بهرنیو شرکتونو سره تړونونه کړی دی. د هغه جملی څخه د لاندې هیوادونو نومونه په لیست کی یاد سوی دی
چین
قطر
ترکیه
انګلستان
ایران
موږ غواړو تاسی متوجه کړو چې طالبان نه د نړیوالې ټولنې او نه هم د افغان ولس له خوا د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت پیژندل سوي دي. دا حقیقت چې پانګوال د افغانستان له خراب وضعیت او ناورین څخه د خپلو ګټو لپاره ناوړه ګټه پورته کوي نه یوازې له اخلاقي پلوه د پوښتنې وړ بلکي یوه جدي دسیسه هم ده. دا ډول کړنې جنايي او د شرم وړ دي.
موږ غواړو دا په واضح ډول روښانه کړو: ټول هغه تړونونه چې د ذکر سوو هیوادونو او نورو هیوادونو، پانګوالو، یا شرکتونو له خوا له طالبانو یا نورو کسانو سره د د افغانستان دطبیعی زیرمو ا یا نورو چارو په اړه سوي دي باطل دي او موږ ته د منلو وړ نه دي.
افغان ولس تر ۴۵ کاله زیاتی مودی راهیسی د ظلم، وحشت او ترور قربانی سوی دی او ډیری سختی او غمونه پر تیر سوی دی. ځکه نو موږ په عاجله توګه له نړیوالې ټولنې څخه خواهش کوو چې د افغانستان له شتمنیو او ملکیت څخه دې ناوړه ګټه نه پورته کوي. دوی باید د افغان ولس او د افغانستان دطبیعی زیرمو درناوي وکړی.
په درنښت
Are we living in a world of exploitation or justice? All agreements made by countries, investors, or companies with the Taliban or other contractual partners concerning Afghan resources or other matters are invalid!
Dear Sir or Madam,
It has come to our attention through the media that the Taliban have made agreements with foreign investors regarding Afghan resources. The involved investors originate from, among others, the following countries:
- China
- Qatar
- Turkey
- United Kingdom
- Iran
We would like to point out that the Taliban are neither recognized by the international community nor by the Afghan people as a legitimate government. The fact that investors are exploiting Afghanistan's precarious situation and disaster for their own profit is not only ethically questionable but also a serious scandal. These actions are criminal and shameful.
We want to make it unequivocally clear: All agreements made by the mentioned countries and any other countries, investors, or companies with the Taliban or other contractual partners regarding Afghan resources or other matters are invalid and will not be accepted by us.
The Afghan people have suffered for over 45 years under oppression, terror, and unimaginable hardship. Therefore, we urgently appeal to the international community not to exploit Afghanistan's property. We demand respect for the Afghan people and their resources.
Sincerely,
Page 3 of 15