د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې، او د بشري حقونو سازمانونو ته غوښتنلیک: موږ غوښتنه کووچی پاکستاني تروریستان په تور لیست کې شامل کړی
ګرانو آغلو او ښاغلو
پاکستان له ۳۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې روزلې دي او لا هم ورته روزنه ورکوي. د دې ډلو څخه یوه د خراسان داعش ډله ده چې د پاکستان د نظامي استخباراتو ادارې (آی ایس آی) لخوا ملاتړ او روزنه ورکول کېږي. موږ ستاسی غوښتنه کوو چې د پاکستان دیکتاتوران او جنګي جنایتکاره جنرالان په تور لیست کې شامل کړی او پر هغوی بندیزونه ولګوي
د بلوچستان د آزادۍ جبهه (بی ایل ایف) د آزادۍ مبارزین دي چې غواړي بلوچستان د پاکستان د ظلم او استبداد څخه آزاد کړي. دوی ترهګر نه دي. د بلوچستان د ولس حقونه له ۷۷ کلونو راهیسې په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې سوی دي. په بلوچستان کې ګڼ شمېر کسان د جنګي جنایتکارو جنرالانو او دیکتاتورانو لخوا وژل سوي دي. له ۸۰,۰۰۰ څخه زیات خلک بې درکه سوي دي، او د هغوی د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نسته. په بلوچستان کې بېګناه خلک تښتول کېږي، بندیان کېږي، وهل ټکول کېږي، شکنجه کېږي، او وژل کېږي. د دوی کورونه سوځول کېږي او ویجاړیږي. هغه کسان چې خپل حقونه او عدالت غواړي، تر فشار اوظلم لاندې راوستل کېږي. خبریالان چې د دې ظلمونو په اړه راپورونه خپروي، بندیان کېږي او وژل کیږی. څوک چې د پاکستاني واکمنانو او پوځ له ظلم او استبداد سره مخالفت کوي یا په مظاهرو کې ګډون کوي، له دولتي دندو ګوښه کېږي، تښتول کېږي، نیول کېږي او حتی وژل کېږي. ګڼ شمېر بندیان بې درکه سوي دي.
همدارنګه، د تحریک طالبان پاکستان (ټی ټی پی) سره ورته چلند کېږي. که څه هم دوی "طالبان" بلل کېږي، خو په حقیقت کې طالبان نه دي. (ټی ټی پی) د ښځو حقونه مراعات کوی او د نجونو د زدهکړې حق ته درناوی لري. د دې غورځنګ غړي اکثراً تعلیمیافته او هوښیار کسان دي چې د پاکستاني دیکتاتورانو او جنرالانو لخوا د ګڼو ظلمونو او جبرونو ښکار سوي دي. د پاکستان ترهګره پوځ په پښتونخوا کې پر بېګناه ملکیانو بمباري کړې ده او ګڼ شمېر عام وژنې یې ترسره کړې دي. د بشري حقونو سیستماتیکه سرغړونه کېږي. په پښتونخوا کې بېګناه خلک تښتول کېږي، بندیان کېږي، وهل ټکول کېږي، شکنجه کېږي، او وژل کېږي. د دوی کورونه سوځول کېږي او ویجاړېږي. هغه کسان چې خپل حقونه او عدالت غواړي، تر فشار او ظلم لاندې راوستل کېږي. خبریالان چې د دې ظلمونو په اړه راپورونه خپروي، بندیان کېږي او وژل کیږی.څوک چې د پاکستاني واکمنانو او پوځ له ظلم او استبداد سره مخالفت کوي یا په مظاهرو کې ګډون کوي، له دولتي دندو ګوښه کېږي، تښتول کېږي، نیول کېږي او حتی وژل کېږي. ګڼ شمېر بندیان بې درکه سوي دي.
د پاکستان پوځ په بلوچستان او پښتونخوا کې نظامي عملیات ترسره کوي، تعلیمیافته ځوانان وژني، او بیا په رسنیو کې ادعا کوي چې ترهګر یې وژلي دي. پر ښوونځيو او عامه تاسیساتو برید کوي، او د دې بریدونو مسؤلیت او ملامتی په ناحقه پر نورو ډلو اچوي. په حقیقت کې د پاکستان د استخباراتو اداره (آی ایس آی) د ترهګرۍ مرکز دی.
نړیواله ټولنه د دې حقیقت پر وړاندې سترګې پټوي. داسې ډلې لکه (بی ایل ایف) او (ټی ټی پی)، چې د ۷۷ کلونو راهیسې یې حقونه تر پښو لاندې سوي دي، د ظلم او جبر ښکار سوي دي، شکنجه سوي او وژل سوي دي، په ناحقه د ترهګرو په لیست کې شامل سوي دي. په همدې حال کې، جنګي جنایتکاره جنرالان او دیکتاتوران، چې لاسونه یې د ګڼ شمېر بېګناه خلکو په وینو ککړ دي، د ترهګرو په توګه نه پېژندل کېږي. دوی خلک تښتولي، شکنجه کړي، وژلي دی او بیره او وحشت یی خپور کړی دی. دا یوه لويه بېعدالتي ده.
موږ عدالت غواړو او ستاسو څخه هیله کوو چې (بی ایل ایف) او (ټی ټی پی) د ترهګرو له لیست څخه ایسته کړئ، ځکه چې دوی ترهګر نه دي. پاکستان د غلطو معلوماتو او بېاساسه تورونو له لارې دملګرو ملتونو اداره او نړیواله ټولنه خطاایستلې ده چې دا ډلې د ترهګرو په لیست کی واچوي.
په درنښت
