اهل تشیع او اهل تسنن ټوله یو د بل خویندی او وړونه دی
زموږ د اهل تشیع ګرانو خویندو او وړونو
زموږ د اهل تسنن ګرانو خویندو او وړونو
نن د ۲۰۲۴ کال د نومبر دمیاشتی پر ۲۱ نیټه د کورمه، پښتونخوا په سیمه کی د مسافرو پر موټرانو ترهګریز برید وسو چی په پایله کی یی لږ تر لږه ۳۹ تنه زموږ بیګناه شیعه او سنی خویندی او وړونه شهیدان سول او کم تر کمه ۱۹ نفر ټپیان سول.موږ دغه وحشیانه عمل په کلکه غندو. د دې پیښی د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی د تسلیت پیغام لیږو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو
زموږ د اهل تشیع او اهل تسنن خویندو او وړونو
هوښیار اوسی، مغزونه مو په کار واچوی. ددی ترهګریز جنایت شاته د شیطانانو، د پاکستان د استخباراتو (آی ایس آی) د جنرالانو پټ لاس دی. دا د (آی ایس آی) کارونه دی چی ستاسی په منځ کی تفرقه اچوی تر څو شیعه او سنی یو بل سره ووژنی. دوی دغه ډول کړنی په وارو وارو په افغانستان کی هم تر سره کړیدی چی هدف یی د شیعه او سنی، هزاره ګانو او نورو مذهبونو او قومونو په منځ کی نفاق راوستل وو اما و یی نسوای کولی چی خپلو موخو ته ورسیږی
نو موږ د لوی افغانستان د اهل تشیع او اهل تسنن خویندو او وړونو څخه هیله کوو چی لاسونه سره ورکی, سره یوسی. د لوی افغانستان د اهل تشیع او اهل تسنن دښمن یو دی
د کورمه، پښتونخوا په سیمه کی مخکی هم دغه ډول تروریستی بریدونه سویدی. ځکه نو د پخوانیو پیښو او همداراز د نن په پیښه کی د هر شهید کورنی ته دی ۳۰۰۰ ډالر او هر سخت ټپی ته دی ۱۰۰۰ ډالر د افغانستان د دولتی خزانی څخه ورکول سی
په درنښت
