خبرداری: موږ د نړیوالې ټولنې څخه هیله کوو چی توجه وکړی
آغلو او ښاغلو
له پنځوسو کالو څخه زیات وخت کیږي چې په بلوچستان او پښتونخوا کې تر ۱۰۰,۰۰۰ زیات بې ګناه خلک، چې ډیری یې بلوڅان او پښتانه دي، په زوره ورک سوي دي. د بشري حقونو فعالین او سازمانونه د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو تور لګوي چې خلک د قانوني پروسې پرته اختطاف او شکنجه کوی او وژني یی
دلته د ځینو وروستیو رسنیو راپورونو لنډیز دی
د «امریکاږغ - ډیوه» راپور، ۲ جنورۍ ۲۰۲۵
د پاکستان "د بشري حقونو د دفاع سازمان" چې په پاکستان کې د اختطاف شوو کسانو د حقونو د غوښتنې او لټون په اړه کار کوي، په خپل کلني راپور کې ویلي دی چې په ۲۰۲۵ کال کې هم د خلکو د جبری ورکولو لړۍ روانه وه
د پاکستان "د بشري حقونو د دفاع سازمان" چې په پاکستان کې د اختطاف شوو کسانو د حقونو د غوښتنې او لټون په اړه کار کوي، په خپل کلني راپور کې ویلي دی چې په ۲۰۲۵ کال کې هم د خلکو د جبری ورکولو لړۍ روانه وه
د «امریکاږغ - ډیوه» راپور، ۹ جنورۍ ۲۰۲۵
د "بلوڅانو د ورک سوو کسانو ږغ" سازمان مشر، ښاغلی ماما قادیر بلوچ، وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې په بلوچستان کې ۳,۳۳۶ کسان د جبری ورک سوو په توګه ثبت سوي دی او شاوخوا ۶۰ جسدونه چی د بدن غړی یی پری سوي وه موندل سوي دي

د «امریکاږغ - ډیوه» راپور، ۱۹ جنورۍ ۲۰۲۵
پاکستاني پولیسو په ۱۸ جنورۍ ۲۰۲۵ کې ۲۵ نفره احتجاجي بلوڅان ونیول، چې پکښې ۱۳ ښځې هم شاملې وې. دوی د "بلوچ یکجهتي کمیټې" (بی وای سی) غړي وه. د پاکستان د بشري حقونو کمیټې (ایچ ار سی پی) د دې بلوڅانو چی په سوله ایز ډول یی مظاهره کړی وه د سمدستي خوشي کولو غوښتنه وکړه
د "بلوچ یکجهتي کمیټې" (بی وای سی) فعالینو وویل چې پولیسو د کراچی په لیاري سیمه کې بلوڅ احتجاج کونکي ځورولي دی او په ناحقه یی بندیان کړی دي. میرمن سم دین بلوچ، چې د (بی وای سی) غړې ده، وویل چې د ۱۸ جنورۍ ۲۰۲۵ په ورځ دوی په کراچۍ کې د لیاري په سیمه کې یوه غونډه تنظیم کړې وه، خو له غونډې مخکې پولیسو پر دوی برید وکړی. هغې وویل: "زموږ نارینه ونیول سول او ووهل سول، ښځې مو وځورول سوې، د ښځو وریښتان یی کشول، د ښځو پوړنی یی کش او څیری کړل او ښځی یی تر پښو لاندې کړلی. ښځې یی په زوره د پولیسو موټرونو ته ورپورته کړلې او د پولیسو په څو تاڼو کې یی بنديانی کړلې." میرمن سم دین بلوچ وویل چې د عامه فشار له امله ۱۳ ښځینه فعالې وروسته له پنځو ساعتونو خوشې سوې، په داسې حال کې چې نارینه لا هم د پولیسو په تاڼه کې بندیان دي. میرمن سم دین بلوچ وایی چې د هغې پر وړاندې هم تشدد سوی دی او پنځه ساعته ځورول سوي ده
د «امریکاږغ - ډیوه» راپور، ۱۳ فبرورۍ ۲۰۲۵
د "بلوچ یکجهتي کمیټې" (بی وای سی) د راپور له مخی په ۲۰۲۵ کال کې هم د بلوچستان په مختلفو سیمو کې د خلکو د جبری ورکولو لړۍ روانه وه. میرمن سم دین بلوچ د ۱۲ فبرورۍ ۲۰۲۵ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د کمیټې د بشري حقونو څانګې ته په ۲۰۲۵ کال کې د ۸۸ اختطاف سوو کسانو راپورونه رسیدلي دي. میرمن سم دین بلوچ زیاته کړه چې په بلوچستان کې د جبری ورکولو پېښې زیاتې سوې دي او همدارنګه د نسل وژنې پالیسي په اندیښمنه توګه په شدت کې زیاتوالی موندلی دی. راپورونه وایي چې هدفی وژنې د نامعلومو کسانو لخوا ترسره کېږي، خو په حقیقت کې دا داسې مليشې دي چې د پاکستان د دولت لخوا ملاتړ کیږي

د «بی بی سی ـ پښتو» راپور، ۲۳ مارچ ۲۰۲۵
د بشري حقونو فعالین وایي چې په تېرو شلو کلونو کې زرګونه بلوڅان د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا ورک سوي دي. ویل کیږي چې دغه کسان د بلوڅانو د خپلواکې مبارزې پر مهال د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د قانوني پروسې پرته نیول سوي، اختطاف سوي، شکنجه سوي او وژل سوي دي
.
د «بی بی سی ـ پښتو» راپور، ۲۲-۲۴ مارچ ۲۰۲۵
د "بلوچ یکجهتي کمیټې" (بی وای سی) وویل چې په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون مخې ته پر سریاب سړک باندې د بلوڅانو د مشرانو لکه بېپګربلوچ، ډاکټر حمل، ډاکټر الیاس او سعید بلوچ د نیولو پر ضد یوه سوله ایزه مظاهره سوی وه. پولیسو او نورو دولتي چارواکو پر مظاهره چیانو د اوښکو تویونکی ګاز استعمال کړی او پر دوی یی اوبه وپاشلی. سربیره پرهغه پولیسو پر اعتراض کوونکو ډزی وکړی، چې له امله یې درې ځوان بلوڅان ووژل سول او ډیری نور ټپیان سول
په ورته وخت کې، د نیول سوو بلوڅانو د کورنیو غړو، چې ډیری یې ښځې وې، په کوټه کې د قمبراني سړک پر سر اعتراض کاوه

میرمن ډاکټر ماه رنگ بلوچ، چې د"بلوچ یکجهتي کمیټې" (بی وای سی) مشره ده، د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر ۲۰مه یی په بلوچستان کې د ۲۲ مارچ ۲۰۲۵ لپاره د یو سراسري احتجاج اعلان کړی وو
د راپورونو له مخې، پولیسو او نورو دولتي چارواکو د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر ۲۲مه د اعتراض کوونکو پر وړاندې برید وکړی او میرمن ډاکټر ماه رنگ بلوچ یی د هغې له ډیرو ملګرو سره ونیول. په دې مهال، پولیسو د درو وژل سوو کسانو مړي هم له ځان سره یووړل. څو اونۍ مخکې، میرمن ډاکټر ماه رنگ بلوچ د بی بی سی سره یوه مرکه کړې وه. وروسته له هغې یې اعتراضونه رهبري کول، کله چې په کوټه کې ۱۳ نامعلوم مړي وموندل سول. ګومان کیږي چې دا مړي د هغو کسانو دي چې په زوره ورک سوي دي
د بی بی سی د راپورونو له مخې، میرمن ډاکټر ماه رنگ بلوچ د "۲۰۲۴ کال د ۱۰۰ ښځو" په لېست کې شامله ده او د خپلې وینا له مخې د ۲۰۲۵ کال د سولې نوبل جایزې لپاره نومول سوې ده
د «بی بی سی ـ پښتو» راپور، ۲۴ مارچ ۲۰۲۵
د بښنی نړیوال سازمان «امنسټي انټرنېشنل» د میرمن ډاکټر ماه رنگ بلوچ د نیول کیدو غندنه وکړه او د هغې د فوري خوشي کولو غوښتنه يي وکړه. «امنسټي انټرنېشنل» په یوه بیانیه کې ویلي دی چې پاکستاني چارواکي باید میرمن ډاکټر ماه رنگ بلوچ او د هغې ټول همکاران، چې د سوله ایزو غونډو حق لري، سمدستی خوشي کړي

په اعلامیه کې ویل سوي دی: "د میرمن ډاکټر ماه رنگ بلوچ د غیر قانوني بندی کولو ۳۸ ساعته وروسته، لا هم میرمن بلوچ اجازه نه لری چی د خپل وکیل یا خپلې کورنۍ سره ووینی
په اعلامیه کې ویل سوي دی: "د میرمن ډاکټر ماه رنگ بلوچ د غیر قانوني بندی کولو ۳۸ ساعته وروسته، لا هم میرمن بلوچ اجازه نه لری چی د خپل وکیل یا خپلې کورنۍ سره ووینی
موږ په پرله پسې توګه د ملګرو ملتونواداره او نړیواله ټولنه پورتنی موضوع ته متوجه کړی ده چی په بلوچستان او پښتونخوا کې بیګناه خلګ په جبری توګه ورکیږی او وژل کیږی . له بده مرغه تر اوسه پورې په دغه باره کی کوم مشخص اقدامات نه دي سوي ترڅو ددغه ظلمونو مخنیوی وسي. نو موږ یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې څخه په ټینګه غوښتنه کوو چې باید جدي اقدام وکړي، پاکستان باید د خپلو بېشمېره جنایتونو په خاطرمحاکمه کړي، بندیزونه پر ولګوي او د پاکستان لپاره هر ډول مالي او پوځي ملاتړ بند کړي
په درنښت
یادونه: موږ له تاسو څخه هیله کوو چې دا لیکنه د عدالت په خاطر خپلو دوستانو، ملګرو او رسنیو ته واستوئ