موږ باید له حقیقت څخه سترګې پټې نه کړو
د امنیت شورا محترمو غړو
د نړیوالې ټولنې ښاغلو استازو
د څو لسیزو راهیسې، د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی ایس آی) ترهګریزې ډلې په شمول د "داعش-خراسان" روزي،. وروسته له روزنې، د "داعش-خراسان" ترهګر بهرنیو هیوادو ته استول کېږي، ترڅو هلته ترهګریز بریدونه ترسره کړي. د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی ایس آی) له ۳۰ څخه زیاتې مختلفې ترهګرې ډلې تر بېلابېلو نومونو لاندې روزي او ملاتړ یې کوي، چې "داعش-خراسان" د هغو ډلو څخه یوه دله ده
د دې خطرناکو حقایقو په پام کې نیولو سره، موږ له تاسو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې پاکستان د هغو هیوادونو په تور لیست کې شامل کړئ چې د ترهګرۍ روزنه او مالی ملاتړ کوي، پر پاکستان لازم بندیزونه ولګوئ، د جنګي جرمونو مسؤل جنرالان او مجرم دیکتاتوران د دوی د جنایتونو له امله محاکمه کړئ، ځکه چې دوی د ترهګرو په روزنه او ملاتړ کې لاس لری
نړیواله ټولنه باید نور د سترګو پټولو سیاست پای ته ورسوي. اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې پریکنده اقدام وسي، ترڅو نړیوال تروریزم په مؤثره توګه وځپل سي
په درنښت
We Must Not Turn a Blind Eye to the Truth!
Dear Members of the Security Council,
Esteemed Representatives of the International Community,
Sincerely,
