Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

رئیس جمهور اردوغان د یو جعلي نړیوال پولیس رول لوبوي

میرمنو او ښاغلو

رئیس جمهور اردوغان په نړیواله سطحه دوه ګوني رول لوبوي. له یوې خوا، هغه ځان د ډیموکراسي د دفاع کوونکي په توګه معرفې کوي، پداسې حال کې چې د افغان مافیا، په ځانګړې توګه د جنګي جنایتکار رشید دوستم ملاتړ کوي، چې په وحشتناکو جرمونو لکه جنسي تیری، تشدد او انسان وژنې تورن دی. له بلې خوا، اردوغان ځان د "ښه مسلمان" په توګه معرفې کوي ترڅو خلک وغولوي او خپلی اصلي کړنلاری پټی کړي

 اردوغان د خپلو ګټو د ترلاسه کولو دپاره د هغه فرصتونو څخه استفاده کوي چې په ځینو هیوادو کی د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو له امله رامنځته کیږي. کله چې امریکا په سومالیا کې خپله جګړه پای ته ورسوله او بیرته ووتل،  اردوغان سومالیا ته ننوتی او سوداګریزې اړیکې یې هلته پیل کړې. همداراز په عراق کې، وروسته له دې چې دامریکا جګړه پای ته ورسیده او امریکايي ځواکونه ووتل،   اردوغان عراق ته لاسرسی پیدا کړ.  څو ځله داسی راپورونه خپاره سوي دی چې په عراق کې تېل غلا کیږي او پر ترکیه په ډېره ټیټه بیه پلورل کیږي. اردوغان په لیبیا کې هم خپلی ستراتیژي ته دوام ورکړ، په لیبیا کی د امریکا تر پوځي عملیاتو وروسته اردوغان  سوداګریز تړونونه وکړل او له دې لارې د لیبیا تېل په ټیټه بیه ترلاسه کوی. په سوریه کې چی اوس د امریکا جګړه پای ته رسیدلی ده ، داسې ښکاري چې اردوغان په سوریه کی هم په ورته شکل موخو ته ځان رسول غواړی

د کلونو راهیسې، اردوغان یوه مشکوکه کړنلاره تعقیبوي، له یوې خوا د ډیموکراسي تبلیغ کوي او له بلې خوا اسلام د خپلو ګټو لپاره استعمالوي. اردوغان د نورو هیوادونو له طبیعی زیرمو څخه ګټه پورته کوي اما دا ور ته بی فرقه ده چی د نورو هیوادونوخلکو ته زیانونه رسوی. اردوغان د افغانستان د طبیعي منابعو سره ځانګړې علاقه ښکاره کوی. اردغان هڅه کوي چې د افغانستان طبیعی زیرمی د دې هیواد د غریب او زیریدلی ولس څخه لوټ کړی

سربیره پردې، اردوغان د خپلو سیاسي او اقتصادي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره نامشروع کړنې کاروی. د ترکیې ساختماني شرکتونه، چې اکثراً د اردوغان د حکومت سره تړاو لري، د رشوت په مرسته په نورو هیوادونو کې قراردادونه ترلاسه کوي. دا شرکتونه بدنامه دي ځکه چی ساختماني کیفیت یی غیر معیاري وی او د تعمیراتی کارو دپاره تر حد زیاتی پیسی  اخلي، چې ډیری وختونه غمجنې پایلې رامنځته کوي. یوه غمجنه بیلګه د ترکیي هغه ساختماني شرکتونه دي چې په ترکیه کې یې کورونه جوړ کړل، چې ډیری یې د ۲۰۲۳ کال د زلزلو پر مهال ړنګ سول او د ډیرو انساني تلفاتو لامل سول. د ځینو راپورونو پر اساس دا شرکتونه د خپلو ګټو یوه برخه د اردوغان د « آ کا پی» ګوند ته ورکوي

په افغانستان کې هم ځینې داډول ترکی شرکتونه فعاله دي. یو مشهور مثال یی د ۷۷ ساختماني شرکت دی، په راپورونو کې ویل سوي دی چې دا شرکت هڅه کوي چی تر مشکوکو شرایطو لاندې په افغانستان کی د سړکونو او پلونو قراردادونه ترلاسه کړی او  د افغانستان غریب ولس وغولوي

موږ په کلکه غوښتنه کوو چې  د ۷۷ شرکت او نور ترکي شرکتونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، ژر تر ژره دی زموږ د هیواد څخه ووزي. همدارنګه، ټولې ترکی مرستندویه موسسې باید خپل فعالیتونه په افغانستان کې بند کړي او زموږ هیواد دی پریږدي. سربېره پردې، موږ غوښتنه کوو چې  ژر تر ژره دی د ترکیې ټولی قونسلګرۍ د افغانستان په ښارونو کې وتړل سي او د قونسلګرۍ کارکوونکي دی ترکیې ته ستانه سي. یوازی په کابل کې د ترکیې سفارت کولای سی چی د ډیپلوماتیکو اړیکو د ساتلو لپاره خلاص پاته سي

په درنښت

 

President Erdogan plays the role of a false global Policeman

Dear Ladies and Gentlemen,

President Erdogan plays a double role on the international stage. On one hand, he presents himself as a defender of democracy, while supporting the Afghan mafia, including war criminal Rashid Dostum, who is responsible for heinous crimes such as rape, torture, and murder. On the other hand, Erdogan portrays himself as a "good Muslim" to deceive the public and obscure his true agenda.

Erdogan exploits opportunities arising from U.S. military interventions to pursue his own interests. After the U.S. ended its war in Somalia and withdrew, Erdogan entered the country and began establishing business ties. Similarly, in Iraq, Erdogan secured access to the country after the war ended and the U.S. forces withdrew. Reports have repeatedly surfaced of oil being stolen in Iraq and sold to Turkey at extremely low prices. Erdogan continued his strategy in Libya, where he initiated trade agreements after the U.S. military intervention, benefiting from purchasing Libyan oil at low prices. In Syria, Erdogan appears to be engaging with similar motives following the end of U.S. military presence there.

For years, Erdogan has pursued a questionable agenda, propagating democracy with one hand while instrumentalizing Islam with the other. He seems indifferent to the well-being of the people in the affected countries as long as he can benefit from their resources. His interest in Afghanistan's natural resources is particularly notable. Erdogan is attempting to exploit Afghanistan’s resources without regard for its already suffering population.

Moreover, Erdogan employs corrupt practices to achieve his political and economic goals. Turkish construction companies, often linked to Erdogan's government, secure contracts in these countries through bribery. These companies are notorious for delivering substandard construction quality while charging exorbitant fees, often leading to tragic consequences. A sorrowful example is the Turkish construction companies that built homes in Turkey, many of which collapsed during the 2023 earthquake, resulting in significant loss of life. Reports suggest that these companies channel a portion of their profits to Erdogan’s AKP party.

In Afghanistan, some of these companies are also active. A prominent example is the construction firm 77, which is reportedly attempting to secure road and bridge contracts under dubious conditions, deceiving the impoverished Afghan population.

We strongly demand that companies like 77, along with other Turkish firms operating in Afghanistan, immediately leave the country. Similarly, all Turkish aid organizations should cease their activities in Afghanistan and depart. Furthermore, we call for the swift closure of Turkish consulates in Afghan cities and the repatriation of consulate staff to Turkey. However, the Turkish Embassy in Kabul should remain open to maintain diplomatic relations.

Sincerely,