موږ د افغانستان پر خاره د پاکستان هوايي بریدونه او د بې ګناه خلکو وژل په کلکو ټکو غندو
زموږ د لوی افغانستان ګران ولسه
د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۴ نیټه د د پنجابستان ډاکوګانو، دیکتاتورانو او جنګي جنایتکارو جنرالانو د افغانستان په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کی پر بې ګناه خلکو بمباري وکړه چې په پایله کې یې تر ۵۰ زیات بیګناه نفر ووژل او ډیر نفر یی ټپیان کړل ددغه بریدونو د قربانیانو ډیره برخه ښځی، ماشومان او سپین ږیری کسان وه. موږ دا هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندو. د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو. ټپیانو ته عاجله شفا غواړو. د مسؤلو چارواکو څخه غوښتنه کوو چی سخت ټپیان دی د الوتکو په واسطه کابل ته انتقال کړی او هلته دی په عصری روغتونونو کی د دوی تداوی وسی
د پاکستان د جنايتکارانو جنرالانوپه بمبارۍ کې د وژل سوو کسانو کورنيو ته دی د افغانستان د دولتي خزانې څخه د هر شهید کورنۍ ته درې زره ډالر ورکول سی او هر سخت ټپی ته دی زر ډالر ورکول سی. هغه کسان چی کورونه یی په بمباری نړیدلی دی، کورونه دی ور جوړ سی. مصارف دی یی د دولتي خزانې څخه ورکول سی
داسی ښکاری چی د پاکستان ډاکوګان په ځپله شومه پالیسی کی سخت ناکامه سوی دی. په نور څه یی وس نه رسیږی بی له دی چی بیګناه انسانان د بمباری په واسطه ووژنی
د ګران افغانستان ولسه
مه بیریږی. سرونه مو لوړ ونیسی
دحق او عدالت دپاره مبارزه دوام لری
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
په درنښت