په حقاني مدرسې کی د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۲۸ نېټی برید د (آی ایس آی) لخوا ترسره سوی دی
آغلواو ښاغلو،
د پاکستان خونکاره او جنګی مجرمان جنرالان په خپله تګلاره او پالیسی کی ناکامه دي. د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۲۸ نېټه، دوی د اکوره خټک په حقاني مدرسه کې برید وکړ. په ۲۰۱۸ کال کې، د حقاني مدرسې پخوانی مشر، سمیع الحق، هم د (آی ایس آی) لخوا وژل سوی وو. دوی غواړي په افغانستان او پنجابستان کې مذهبي مشران او ملایان و بیروي.
هغه بریدونه چې په بلوچستان او پښتونخوا کې د پولیسو او عسکرو پر وړاندې ترسره کېږي، ډیری یې د جنګی مجرمانو جنرالانو او (آی ایس آی لخوا) پلان کیږي. دوی د اصلي عاملینو هویت پټوي، په داسې توګه چې غلط تصور رامنځته کوي چې ګواکی دا ډول عملونه ترهګرانو ترسره کړي دي. په دې توګه، دوی غواړي د پولیسو او عسکرو احساسات را وپاروي ترڅو وکولای سی چی پولیس او عسکر د خپلو ضالمانه هدفونو لپاره وکاروي یعني د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه پر ملکي وګړو بریدونه ترسره کړي.
د پنجابستان ډاکوګان په پرلپسې توګه د مسلمانانو پر جوماتونو، د مسیحیانو پر کلیساوو او د هندواڼو پر عبادت ځایونو بریدونه کوی او اور وراچوي او په دې توګه مسلمانان، مسیحیان او هندواڼ وژني. دوی غواړي د خلګو په منځ کې نفرت خپور کړي او ګډوډي رامنځته کړي ترڅو د خلکو پام د خپلو وحشتونو څخه بلی خوا ته واړوي. بل لور ته، دوی هڅه کوي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په پلمه نړیوال مالي ملاتړ ترلاسه کړي. خو دوی خپله پوهېږي چې دوی په خپله تګلاره او پالیسی کی ناکامه دي
دا جنګی مجرمان جنرالان او ډیکتاتوران غله دي. ځینې جنرالانو تر ۵۰ میلیونو ډالرو پورې د پاکستان د بیت المال څخه غلا کړې ده. جنرال قمر جاوید باجوه او جنرال عاصم منیر ۳۰۰ تر ۳۵۰ میلیون ډالر پورې غلا کړې دي. دغه ترهګر جنرالان او جنایتکاره ډیکتاتوران د ځان لپاره د ۲۵ ملیون ډالرو په ارزښت کورونه (ویلاګانې) رانیسي. دا دومره پیسې له کومه راځي؟ طبعا د بیت المال د پیسو څخه غلا کیږې. د پرتلی په ډول: یو متقاعد جنرال په غرب کې، حتی ترڅو لسیزو وظیفی وروسته، نه سي کولی چې د خپلو سپماوو په واسطه د یو میلیون ډالرو ارزښت لرونکی کور واخلي
د شریف کورنۍ نه یوازې ډاکوګان دي بلکې د غلو ډله هم ده. دوی د پاکستان د بیت المال څخه څو میلیارده ډالر غلا کړې دي. دوی په پاکستان او ډیرو خارجی هیوادونو کی ګڼ شمېر جایدادونه رانیولې دي، ځینې یې په خپل نوم، ځینې یی د خپلوانو په نوم، او ځینې یی بیا د جعلي شرکتونو په نوم رانیولی دی. په ۲۰۱۶ کال کې د « پاناما پیپرز» په نامه ځینی محرم اسناد خپاره سول چی په ترځ کی یی د ډیرو پاکستانی واکمنانو د پيسو د غلا موضوع رسوا کړل. په هغه لیست کې د نواز شریف نوم هم افشا سو چی د پاکستان د دولتی خزانی څخه یی پیسی غلا کړی وی
ځکه نو ځان د دې ډاکوګانو، خونکاره او جنګی مجرمانو جنرالانو او دیکتاتورانو څخه خلاص کړئ
د آزادۍ او عدالت لپاره مبارزه دوام لري.
مه بېرېږئ. سرونه مو لوړ ونیسئ
ژوندی دې وي لوی افغانستان.
