د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه: د پاکستان جنګي مجرمین باید د ماشومانو، ښځو او ملکي وګړو د وژنې په خاطر محکمی ته وسپارل سی تر څو د خپلو جنایاتو سزا ورکول سی
محترمو آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۸مه، پاکستاني پوځ یو ځل بیا د افغانستان پر هوايي حریم تیری وکړ او د افغانستان په کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې یې هوایي بریدونه وکړل. په دې بریدونو کې ګڼ شمیر ملکي وګړي ووژل سول او ټپیان سول. لاندې د نړیوالو سازمانونو او رسنیو هغه راپورونه وړاندې کېږي چې د دغو پېښو، د مرګ ژوبلې د شمېر او د نړیوالې ټولنې د غبرګونونو په اړه خپاره سوي دي.
د جون ۲۹مه، ۲۰۲۶ کال، د یوناما راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپل راپور کی وویل چې د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۸مې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل سوي او ۴۹ نور ټپیان سوي دي. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وه. د ټپیانو له ډلې څخه د ځینو روغتیايي حالت لا هم ډېر نازک دی، له همدې امله ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ سي.
یونیسف او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په خپلو ایکس پاڼو کې لیکلي دی چې د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورته ژوره اندېښنه پیدا کوي. دواړو ادارو څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو له ادارو سره په ګډه د دغو بریدونو د پایلو هر اړخیزه ارزونه ترسره کوي.
دواړو سازمانونو ټینګار وکړ چې نړیوال بشری قانون باید په هر حالت کې رعایت سي. ملکي وګړي او ملکي تأسیسات باید هېڅکله هدف ونه ګرځول سي، او ماشومان باید ځانګړی خوندیتوب ترلاسه کړي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په دغو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل سوي او ۱۶۳ نور ټپیان سوي دي. د هغه په وینا، پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې پر سیمو بمبار وکړ. لږ تر لږه درې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ سول.
تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د پکتیا ولایت د څمکنیو په ولسوالۍ کې رامنځته سوه. په لومړي برید کې یو سپین ږیری او یو ماشوم ووژل سو. کله چې د سیمې خلک د ټپیانو د ژغورلو لپاره ورغلل، هماغه ځای یو ځل بیا بمبار سو. د دوهم برید له امله ۲۸ نور کسان ووژل سول او شاوخوا ۱۵۸ تنه نور ټپیان سول
د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې یو هوايي برید د یوه ملکي وګړي پر کور ولګېد چې له امله یې شپږ تنه ووژل سول، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وه.
د کونړ ولایت په منورې ولسوالۍ کې یو بل استوګنیز کور په بشپړه توګه ویجاړ سو. همدارنګه شاوخوا ۳۰ څاروي ووژل سول
د جولای اوله، ۲۰۲۶ کال، د یوناما راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپل راپور کی وویل چې د تېرو اتو میاشتو په موده کې د پاکستاني بریدونو له امله په ځانګړي ډول ماشومان سخت اغېزمن سوي دي.
د یوناما د څلورو راپورونو پر بنسټ، په دې موده کې له ۲۳۰ څخه ډېر ماشومان وژل سوي یا ټپیان سوي دي.
د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر د ۳۰مې او د ډسمبر د ۳۱مې ترمنځ، لږ تر لږه ۲۵ ماشومان وژل سوي او ۳۵ نور ټپیان سوي دي.
د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ، د ۷۶۹ ملکي تلفاتو له ډلې څخه ۱۶۷ تنه ماشومان وه، چې په هغوی کې ۹۵ نجونې او ۷۲ هلکان شامل وه.
همدارنګه ښځې او ماشومان د جون د ۱۰مې د بریدونو او د جون د ۲۸مې د هوايي بریدونو له اصلي قربانیانو څخه وه.
یوناما همدارنګه راپور ورکړی دی چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر د ۳۰مې او د ډسمبر د ۳۱مې ترمنځ، د افغانستان پر لږ تر لږه نهه ولایتونو - کابل، کونړ، نورستان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند او کندهار - هوایی بریدونه کړي دي.
په دغو بریدونو کې له ۱۴۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي وژل سوي یا ټپیان سوي دي، او ماشومان د قربانیانو تر ټولو سخته اغېزمنه ډله جوړوي.
ګڼو بشري حقونو سازمانونو دغه بریدونه وغندل او د احتمالي جنګي جرمونو په اړه یې د خپلواکو او بېطرفه څېړنو غوښتنه وکړه.
سره له دې چې نړیوالې ټولنې په وار وار دغه بریدونه غندلي او له پاکستان څخه یې غوښتي دی چې د نړیوال بشری قانون درناوی وکړي، دغه بریدونه لا هم دوام لري.
د جولای پنځمه، ۲۰۲۶ کال، «اوچا» د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په خپله اعلامیه کی وویل چې ملکي وګړي باید هېڅکله د وسلهوالو شخړو بیه ورنه کړي.
اوچا ټینګار وکړ چې جګړې نه یوازې کورونه او بنسټیز تأسیسات ویجاړوي، بلکې ټولنیز ژوند هم له منځه وړي، بیره خپروي او اوږدمهاله رواني اغېزې پرېږدي، په ځانګړي ډول پر ماشومانو.
د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وویل:
«له هوايي بریدونو راهیسې موږ نور په ارامۍ خوب نه سو کولای. هر لوړ ږغ موږ بېروي او داسې احساس راکوي لکه یو بل بمبار چې پیل سوی وي. زموږ ماشومان هر ځل چې د الوتکو ږغ واوري، سخت بېرېږي.»
ملګرو ملتونو او بشري مرستندویه سازمانونو یو ځل بیا د شخړې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې نړیوال بشری قانون رعایت کړي او د ملکي وګړو ساتنه په پام کی ونیسي
د جون ۲۹مه، ۲۰۲۶ کال۲۰۲۶ ، د نړیوالې ټولنې غبرګونونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د وروستي تاوتریخوالي د زیاتوالي او د ملکي وګړو د لوړې مرګژوبلې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
د انتونیو ګوتېرېش ویاند، سټیفان دوجاریک، وویل چې سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په لاندې توګه غوښتنې کړې دی:
د جګړو او دښمنیو سمدستي پای؛
د ملکي وګړو خوندیتوب؛
د ملکي بنسټونو او زیربناوو ساتنه؛
د شخړې لپاره ډیپلوماتیک او سولهییز حل.
یونیسف ټینګار وکړ چې ماشومان باید هېڅکله د پوځي بریدونو هدف ونه ګرځي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت پر وړاندې څرګند تېری او د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ وباله.
د هند د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه وویل چې دغه بریدونه د پاکستان د دوامداره بېپروا چلند څرګندونه کوي او دا د پاکستان یوه هڅه ده چې خپلی ناکامۍ د پولې هاخوا د تاوتریخوالي له لارې پټې کړي.
۱۶ جولای ۲۰۲۶، د بشري حقونو د څار سازمان د خپلواکو څېړنو غوښتنه وکړل
د بشري حقونو د څار سازمان، د یوناما د معلوماتو په حواله، وویل چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل سوي او ۴۹ نور ټپیان سوي دي.
دغه سازمان ټینګار وکړ چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې لوړه کچه دا په ډاګه کوي چې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه خپلواکو او بېطرفه څېړنو ته بېړنۍ اړتیا سته.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي:
«نړیوال بشری قانون د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره ټول عملي او ممکن احتیاطي تدابیر ونیسي. بریدونه باید یوازې د مشروع پوځي اهدافو په وړاندې ترسره سي.»
په راپور کې په کونړ ولایت کې نورو بریدونو او همدارنګه په کابل کې د نشهیي توکو د درملنې پر یوه مرکز برید ته هم اشاره سوې ده، چې د وسلهوالو شخړو پر مهال یې د ملکي وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
پر افغانستان پرلهپسې بریدونه
د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۸مې بریدونه یوازني پېښه نه وه.
د موجودو راپورونو له مخې، پاکستان تر اوسه لږ تر لږه ۱۳ ستر هوايي بریدونه د افغانستان پر خاوره ترسره کړي دي.
سربېره پر دې، په وروستیو کلونو کې د پاکستان پوځ د ډیورنډ د کرښی د هاخوا څخه د افغانستان پر خاوره له ۷۰۰ څخه ډېر بریدونه کړي دي، چې په هغو کې جنګي الوتکې، بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه)، راکټونه، هاوانونه او توپچي کارول سوي دي.
د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر کورونه، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، دوکانونه او نور ملکي تأسیسات ویجاړ سوي یا زیانمن سوي دي.
ډیری بې ګناه خلک - په شمول د ښځو، کوچنیانو، شیرخوره ماشومانو او زړو خلکو - وژل سوي یا ټپیان سوي دی. ډېری بریدونه د شپې ترسره سوي دی، په داسې حال کې چې خلګ په خپلو کورونو کې بیده وه. ښځې د خپلو ورځنیو عادي کارونو، لکه د خوړو د پخولو یا د جامو د مینځلو پر مهال وژل سوې یا ټپي سوې دي. ماشومان د لوبو پر مهال تر برید لاندې راغلي او وژل سوي یا ټپیان سوي دي. د دغو دوامدارو بریدونو له امله خلک په دوامداره بیره او ناامنۍ کې ژوند کوي. ډېری کورنۍ اړی سوې دي چې خپل کورونه پرېږدي او شپې د کور دباندی په باران کې تېرې کړي. همدارنګه، په لوی شمېر څاروي هم وژل سوي دي، چې له امله یې ګڼ شمېر کورنیو د خپل ژوند د عاید او معیشت سرچینې له لاسه ورکړې دي
زموږ غوښتنه
ملګري ملتونه او د جرمونو نړیواله محکمه د دې لپاره رامنځته سوي دی چې د نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونې او د جګړې جرمونه وڅېړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
له همدې امله موږ پوښتنه کوو:
ولې د پاکستان د دغو پرلهپسې بریدونو مسؤل کسان تر اوسه پورې په جزایي توګه نه دي ممحاکمه سوي؟
ایا پر ملګرو ملتونو، د جرمونو پر نړیوالې محکمې، یا نورو صلاحیت لرونکو نړیوالو بنسټونو داسې سیاسي فشار سته چې د مسؤلو کسانو د جزایي تعقیب مخه نیسي؟ ایا د دغه جنګی جنایتونو مسؤل کسان د سیاسي دلایلو له امله خوندي ساتل کېږي؟
په دغو بریدونو کې ماشومان، ښځې او نور بېګناه ملکي وګړي وژل سوي دی، کورونه ویجاړ سوي او ډیری کورنۍ له ژورو رواني زیانونو سره مخ سوې دي. نړیواله ټولنه باید د دغو جرمونو پر وړاندې چپه پاتې نه سي او سترګې پرې پټې نه کړي.
د افغانستان خلک له سختې بېعدالتۍ سره مخامخ سوي دي. دا بریدونه باید په بشپړه جديت سره وڅېړل سي او هر اړخیزې پلټنې یې ترسره سي.
له همدې امله موږ په بېړني ډول له صلاحیت لرونکو نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو او د جرمونو له نړیوالې محکمې، غوښتنه کوو چې:
خپلواکې څېړنې پیل کړي؛
د جګړهییزو جرمونو په اړه هر اړخیزې پلټنې ترسره کړي؛
مسؤل کسان د قانون محکمې ته راکش کړي؛
ډاډ ترلاسه کړي چې قربانیانو ته عدالت تأمین سي.
سیاسي فشار باید د قانون د حاکمیت او عدالت د پلي کېدو خنډ نه سي. هېڅوک باید د نړیوال قانون څخه لوړ ونه ګڼل سي. د دغو اعمالو مسؤل کسان باید د نړیوالو قوانینو او د نړیوال عدالت د اصولو له مخې حسابورکونکي وګرځول سي, د قانون منګولو ته وسپارل سی تر څو د خپلو جنایاتو سزا ورکول سی.
په درنښت
1. UNAMA: 28 Dead and 49 Injured Following Pakistani Airstrikes
2. UNAMA: Children Particularly Hard Hit
3. OCHA Calls for Better Protection of Civilians
“Since the airstrikes, we can no longer sleep peacefully. Every loud noise frightens us and makes us think another bombing has begun. Our children become terrified every time they hear aircraft.”
4. Reactions of the International Community
- an immediate end to the hostilities;
- the protection of civilians;
- the protection of civilian infrastructure; and
- a diplomatic solution to the dispute.
5. Human Rights Watch Calls for Independent Investigations
“International humanitarian law requires all parties to a conflict to take every feasible precaution to minimize harm to civilians. Attacks may only be directed against legitimate military objectives.”
Repeated Attacks on Afghanistan
Our Appeal
- initiate independent investigations;
- conduct comprehensive investigations into possible war crimes;
- bring those responsible before a court of law; and
- ensure that justice is delivered for the victims.
