د خوست، پکتیکا، کونړ او سپین بولدک په سیمو کې د پاکستاني هوايي او هاواني بریدونو له امله د قربانیانو لپاره ، او همدارنګه د ایران د سرحدي پولیسو له خوا د وژل سوو افغان ځوانانو د کورنیو لپاره مالي مرستې
محترمو آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۵ کال د نومبر د ۲۵مې نېټې په شپه، د پاکستان د جنګي جنایتکاره پوځ له خوا په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې پر استوګنیزو کورونو بمبار وسو. د دغو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه لس بېګناه ملکي وګړي ووژل سول او لږ تر لږه پنځه نور ټپیان سول. د وژل سوو کسانو په ډله کې پنځه هلکان، څلور نجونې او یوه ښځه شامل وه.
همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۵مه، د پاکستان پوځ د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پر استوګنیزو سیمو د هاوان مرمۍ وویشتلې. په دې بریدونو کې پنځه کسان ووژل سول، پنځه نور ټپیان سول او یو شمېر استوګنیز کورونه او دوکانونه ویجاړ سول.
د هغو ملکي وګړو کورنیو ته چې په دغو بریدونو کې وژل سوي دي، د افغانستان د دولتي خزانې څخه به د هر وژل سوي کس کورنی ته ۳۰۰۰ امریکايي ډالر ورکول سي. هر سخت ټپي کس ته ۱۰۰۰ امریکايي ډالره مالی مرسته ورکول کېږي.
د هغو افغان سرتېرو لپاره چې په دغو بریدونو کې وژل سوي دي، د هر وژل سوي سرتېري کورنۍ ته به ۳۰۰۰ امریکايي ډالر او هر سخت ټپي سرتېري ته ۱۰۰۰ امریکايي ډالر ورکول کېږي
هغه کسان چې کورونه یې د بمبارۍ یا د هاواني بریدونو له امله ویجاړ سوي دي، د هر ویجاړ سوي کور په بدل کې به د دولتي خزانې څخه ۲۰۰۰ امریکايي ډالر مالي مرسته ترلاسه کړي.
د هر ویجاړ سوي دوکان لپاره به ۱۰۰۰ امریکايي ډالر او د هر زیانمن سوي دوکان لپاره به ۳۰۰ امریکايي ډالر ورکړل سي.
هغه موټران چې د بریدونو په ترڅ کې زیانمن یا ویجاړ سوي دي، د هر موټر په بدل کې به ۲۰۰۰ امریکايي ډالر تاوان ورکول کېږي
د رسنیو د راپورونو له مخې، چې د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۲مه او ۳مه خپاره سوي دي، د افغانستان او ایران ترمنځ د ابو نصر فراهی سرحدي لارې ته نږدې، د ایران د سرحدي پولیسو له خوا د دولسو افغان ځوانانو یوه ډله نیول سوې، شکنجه سوې او وژل سوې ده. د هر وژل سوي ځوان کورنی ته دی د دولتي خزانې څخه ۱۰۰۰ امریکايي ډالر مالي مرسته ورکړل سي.
په درنښت
Financial Assistance for the Victims of Pakistani Air and Artillery Attacks in Khost, Paktika, Kunar, and Spin Boldak, as well as for Afghan Youth Killed by the Iranian Border Police
Dear Sir or Madam,
On the night of November 25, 2025, the Pakistani war-criminal army bombed residential houses in the provinces of Khost, Paktika, and Kunar. As a result, at least ten innocent civilians were killed and at least five others were injured. Among the victims were five boys, four girls, and one woman.
On December 5, 2025, the Pakistani army also shelled residential areas in the Spin Boldak district with artillery. Five people were killed, five others were injured, and several homes and shops were destroyed.
The families of civilians killed in these attacks shall receive 3,000 US dollars each from the state treasury of Afghanistan. Each severely injured person shall receive compensation in the amount of 1,000 US dollars.
For Afghan soldiers who lost their lives in the attacks, their families shall receive 3,000 US dollars per killed soldier and 1,000 US dollars per severely injured soldier.
Individuals whose houses were destroyed as a result of bombardments or artillery attacks shall receive financial assistance of 2,000 US dollars per destroyed house from the state treasury.
For each destroyed shop, 1,000 US dollars shall be paid, and for each damaged shop, 300 US dollars shall be paid.
For vehicles that were damaged or destroyed during the attacks, compensation in the amount of 2,000 US dollars per affected vehicle shall be paid.
According to media reports dated December 2 and 3, 2025, near the Abu Nasr Farahi border crossing between Afghanistan and Iran, a group of twelve Afghan youths were apprehended, tortured, and killed by Iranian border police. The families of the killed youths shall receive 1,000 US dollars per killed youth from the state treasury.
Yours sincerely,
