Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

ولې د پاکستان جنګی مجرمان جنرالان او جنايتکاره ديکتاتوران په بيا بيا د افغانستان بې‌ګناه ولس وژني؟

درنو آغلو او  ښاغلو 

موږ د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۳مه نېټه په خپل لیک کې د پاکستان د جنګی مجرمانو جنرالانو او جنايتکارو ديکتاتورانو په اړه نړیوالی ټولنې ته، د ملګرو ملتونو سازمان ته،  د امريکا حکومت ته، د برتانيې حکومت ته، د اروپا ټولنې ته، د بشري حقونو ټولو سازمانونو ته او د هاګ نړيوالی محکمې ته شکايت کړی وو او له هغوی څخه مو غوښتنه وکړه چې د پاکستان جنګی مجرمان جنرالان او جنايتکاره ديکتاتوران محاکمه کړي

د پاکستان جنايتکاره جنرالان او ديکتاتوران سل په سلو کې جنګی مجرمان دي. دوی باید و نړيوالی جزايي محکمې ته ور وغوښتل سي. کله چې د پاکستان جنګی مجرمانو جنرالانو او جنايتکارو ديکتاتورانو زموږ د ۲۰۲۵ کال د نومبر ۲۳مې د لیک څخه خبر سول، دبیری څخه وارخطا سول او خپل ترهګر يې پېښور ته ولېږل، چې هلته يې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۴مه پر يوه پوځي مرکز برید وکړ. دوی غوښتل چې زموږ لیک له پامه وغورځوي او د نړیوالو پام بلی خواته واړوي. همدارنګه یې هڅه وکړه چې د دغه برید پړه په افغان ولس ور واچوي او خپل ځانونه قربانيان وښيي

پاکستاني جنګی مجرمانو د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۵مه شپه په خوست، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې د خلکو کورونه بمباری کړل او لږ تر لږه ۱۰ بې‌ګناه ملکي وګړي یې ووژل او لږ تر لږه ۵ نور یې ټپیان کړل. د وژل سوو ملکي کسانو په منځ کې ۵ هلکان، ۴ نجونې او یوه ښځه وه. د وژل سوو په منځ کې شيرخوره او کوچني ماشومان هم شامل وه چې عمرونه یې شاوخوا د ۱۰ مياشتو څخه تر ۲ کلونو پورې وه

کله چې پاکستاني جنګی مجرمانو درک کړه چې دوی د نومبر په ۲۵مه په هوايي برید کې لویه تېروتنه کړې ده، ځکه چې په بمباری کی یی کوچني ماشومان وژلي وه – چې دا به نړیوال غبرګون راوپاروي – ځکه نو د پاکستان د پوځ ویاند د نومبر د ۲۵مې په مازدیګر کې د دغه هوايي برید څخه انکار وکړ او اعلان یې وکړ چې پاکستان دغه برید نه دی ترسره کړی. دا یو بل ثبوت دی چې دوی څنګه غواړي د خپلو درواغو په وسیله نړیواله ټولنه وغولوي

دا لومړی ځل نه دی، بلکې څو څو ځله پاکستاني جنګی مجرمانو د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او نړیوال قوانین او حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي. دوی څو ځله د افغانستان ډیر ښارونه او کلي د هوا له لارې بمباری کړي دی او د راکټونو بریدونه یې پرې کړي دی، چې په پایله کې ګڼ شمیر بې‌ګناه خلک، په شمول د ماشومانو، ښځو او سپین‌ږیرو، وژل سوي او زیات کسان ټپیان سوي دي

د پاکستان جنګی مجرمان جنرالان او جنايتکاره ديکتاتوران غلطه لوبه کوي او د درواغو په واسطه نړیواله ټولنه خطاباسي. د افغانستان په دواړو خواوو کې هغوی ظلم، بندی کول، شکنجې، تری تم کول، وژنې، هدفي وژنې، ډله‌يزې وژنې او نور ترسره کوي، دپاره ددی چی څوک ږغ پورته نه کړي، څوک خپل حق و نه غواړي او څوک پوښتنه و نه کړي چې ولې

په واضح ډول وایو: د پاکستان جنايتکاره جنرالان او ديکتاتوران قاتلان او جګی مجرمان دي.
په واضح ډول وایو: د پاکستان جنګی مجرمان جنرالان او جنايتکاره ديکتاتوران په نړیواله توګه د مخدره توکو په قاچاق کی لاس لري. نږدې ۸۰ زره هکتاره ځمکه په پاکستان کې د کوکنارو د کښت او د تریاکو د تولید لپاره کارول کېږي
په واضح ډول وایو: د پاکستان جنګی مجرمانو جنرالانو او جنايتکارو ديکتاتورانو ، په شمول د شريف د کورنۍ د غړو، له پاکستاني دولتي خزاني څخه د ۸۰ څخه تر ۹۰ میلیارده ډالرو پورې غلا کړې دی. دوی په پاکستان او بهرنيو هېوادونو کې ډېر ملکیتونه (کورونه او داسی نور)  رانیولی دی ، ځینې په خپلو نومونو، ځینې د خپلوانو په نوم او ځینې د جعلي شرکتونو په نوم رانیول سوي دي. د نواز شریف نوم هم په ۲۰۱۶ کال کې په پاناما اسنادو کې راغلی وو چې پکښې څرګنده سوې وه چې پاکستاني واکمنانو له دولتي خزانې څخه ډیری پیسې غلا کړې دي

له همدې امله، موږ د نړیوالی ټولنې، د ملګرو ملتونو له سازمان، د امریکا له حکومت، د برتانيې له حکومت، د اروپا له ټولنې، د ټولو بشري حقونو له سازمانونو او د هاګ له نړيوالی محکمې څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان جنګی مجرمان جنرالان او جنايتکاره ديکتاتوران  دی محاکمه کړي

په درنښت

 

 

Why do the Pakistani war-criminal generals and criminal dictators repeatedly murder the innocent Afghan people?

Dear Sir or Madam,

With our letter dated November 23, 2025, we lodged a complaint with the international community, the United Nations, the U.S. government, the British government, the European Union, all human rights organizations, and the International Court of Justice in The Hague regarding the Pakistani war-criminal generals and criminal dictators. We also appealed to them to hold these Pakistani generals and dictators accountable.

In our view, the Pakistani war-criminal generals and criminal dictators are 100 percent war criminals. They must be prosecuted at the International Criminal Court. When they saw our letter of November 23, 2025, they were reportedly alarmed and sent their terrorists to Peshawar, who carried out an attack on a military facility there on November 24, 2025. We believe they did this to ignore and distract from our letter. Furthermore, they attempted to blame the Afghan people for this attack and portray themselves as victims.

The Pakistani war criminals reportedly bombarded residential houses in the provinces of Khost, Paktika, and Kunar on the night of November 25, 2025, killing at least 10 innocent civilians and injuring at least 5 others. Among the dead were 5 boys, 4 girls, and one woman. Infants and toddlers aged approximately 10 months to 2 years were also among the victims.

After the Pakistani war criminals realized that they had committed a grave mistake in the airstrike on November 25, 2025, by killing small children—which could lead to international condemnation—the spokesperson of the Pakistani army denied the airstrike in the late afternoon of November 25, 2025, and stated that Pakistan had not carried it out.
This is further evidence of how they attempt to deceive the international community with their lies.

This is not the first time. On multiple occasions, the Pakistani war criminals have violated Afghan airspace, thereby disregarding international law and treaties. They have repeatedly bombarded several cities and villages in Afghanistan from the air and also attacked them with missiles, resulting in the deaths and injuries of numerous innocent people, including children, women, and the elderly.

The war-criminal generals and criminal dictators of Pakistan play a deceptive game, misleading the international community with lies. On both sides of Afghanistan, they reportedly carry out oppression, arrests, torture, enforced disappearances, murders, targeted killings, mass killings, and other crimes to ensure that no one speaks out, claims their rights, or asks why.

In plain terms: the Pakistani war-criminal generals and criminal dictators are murderers and war criminals.
In plain terms: the Pakistani war-criminal generals and criminal dictators are involved in international drug trafficking, with approximately 80,000 hectares of land in Pakistan used for opium poppy cultivation.
In plain terms: the Pakistani war-criminal generals and criminal dictators, including members of the Sharif family, have allegedly stolen 80 to 90 billion U.S. dollars from Pakistan’s state treasury. They have purchased numerous properties in Pakistan and abroad, some in their own names, others in the names of relatives, and still others through shell companies. Nawaz Sharif’s name was also included in the 2016 Panama Papers, which revealed that Pakistani rulers had embezzled enormous sums from the state treasury.

Therefore, we appeal to the international community, the United Nations, the U.S. government, the British government, the European Union, all human rights organizations, and the International Court of Justice in The Hague to hold the Pakistani war-criminal generals and criminal dictators accountable.

Sincerely,