Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

په بلوچستان او پښتونخوا کې هغه ډول حالات روان دی لکه د ۱۹۳۸ کال څخه تر ۱۹۴۵ کال پوری چی په ایټالیا او جرمني کې وه

ګرانو مېرمنو او ښاغلو

د ایټالیا د موسولیني رژیم او د جرمني د نازي حکومت له ۱۹۳۸ څخه تر ۱۹۴۵ کلونو پورې خورا درانه جرمونه ترسره کړل لکه استبداد، ځورونه، بندی کول، شکنجه، وژنې، هدفي وژنې، ډله ایزی وژنې او داسی نور ډېر ظلمونه
همدغه ډول ظلمونه لکه استبداد، ځورونه، بندی کول، شکنجه، وژنې، هدفي وژنې،  ډله ایزی وژنې او نور ډول ډول د بشري حقونو سرغړونې – په بلوچستان او پښتونخوا کې له ډیرو کلونو راهیسې د پاکستاني جنګي مجرمو جنرالانو او جنایتکارو واکمنانو له لوري ترسره کېږي

په لاندې توګه موږ ځینې وروستي پېښې یادوو

د رسنیو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۲مه نېټه د پاکستان پولیسو او استخباراتي ادارو افسرانو په پېښور کې د امن تر جرګې وروسته د (پی ټی ایم) د سولې غوښتونکو فعالانو د یو پلاوي په وړاندی د زور او تشدد څخه کار واخیستی او دځان سره یی بوتلل. د نیول سوو کسانو په ډله کې نورالله ترین، حنیف پښتین، نظیف لالا، فرمان وزیر او نور شامل دي 

د نورو راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۷مه د پښتونخوا د بنو په ولسوالۍ کې د  ګیلمن وزیر ورور عرفات پښتین او د اکا زوی حاضر خان ونیول سو –ګیلمن وزیر مدني فعال وو چې د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۱مه په اسلام آباد کی په شهادت ورسیدی

د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۲مه د رسنیو د راپور له مخې، د بخښنی نړیوال سازمان (امنسټي انټرنیشنل) اعلان وکړ چې د پښتون ژغورنی غورځنګ (پی ټی ایم) شپږ غړي – چې په هغوی کې نورالله ترین، حنیف پښتین، فرمان وزیر او نور شامل دي – له یولسو ورځو راهیسې لادرکه دي. دغه سازمان وویل چې دغه فعالان د نومبر په ۱۲مه په پېښور کې په زور لادرکه سوي دي. امنسټي انټرنیشنل د پاکستان څخه غواړي چې د لادرکه سوو کسانو سرنوشت دی سمدستي څرګند کړي، یوه خپلواکه او اغېزمنه پلټنه دی ترسره کړي او د جبري تښتولو عمل دی پای ته ورسوي

د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۳مه ښاغلي زکیم خان وزیر، د (پی ټی ایم) د مرکزي کمېټې غړي، اعلان وکړ چې د نومبر په ۱۲مه نېټه نیول سوي کسان د (پی ټی ایم) اووه غړي دي او دوی له هماغې ورځې راهیسې په اسلام‌اباد زندان کې بندیان دی

پورته یاد سوي کسان بې‌ګناه خلک دي، هغوی ترهګر نه دي بلکې د سولې غوښتونکي فعالان دي. هغوی یوازې غوښتل چې خپل نظر بیان کړي او خپل حقونه وغواړي. په بلوچستان او پښتونخوا کې له کلونو راهیسې ګڼ شمېر د سولې غوښتونکي فعالان د پاکستاني ادارو او د پوځ د استخباراتي ادارې (آی ایس ای)له لوري نیول کېږي – چې په هغوی کې علی وزیر له ۲۰۲۰ کال د اپرېل له ۱۷مې راهیسې بندی دی او ډاکټره مهرنګ بلوچ له ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۲۲مې راهیسې بندی ده

موږ ډیر د تلویزیون داسی راپورونه لیدلی دی چې پکښې د موسولیني او نازي رژیم د ظلمونو او وحشیانه کړنو په اړه خبرې کېږي. ډېر خلک سرونه ښوروي او وایي: «دا ډول وحشت باید بیا هېڅکله تکرار نه سي.» خو موږ وینو چې په بلوچستان او پښتونخوا کې، د پاکستاني جنګي مجرمو جنرالانو او  جنایتکارو واکمنانو له لوري هغه ډول استبداد، ظلم او تاوتریخوالی نن بیا تکراریږي

له همدې امله موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو او هم د امریکا له حکومت، د بریتانیا له حکومت، د اروپايي اتحادیې، د ټولو بشري حقونو له سازمانونو او د هالنډ د هاګ له نړیوالی جزایي محکمې څخه غوښتنه کوو چی مهرباني وکړئ په بلوچستان او پښتونخوا کې د بې‌ګناه خلکو د وژلو لړۍ، چې د پاکستاني جنګي مجرمو جنرالانو اوجنایتکارو دیکتاتورانو له لوري ترسره کېږي، ودروئ

لطفاً د عدالت ملاتړ وکړئ او د پاکستاني جنګي مجرمو جنرالانو او جنایتکارودیکتاتورانو د محاکمې لپاره عاجل اقدامات وکړئ

په درنښت

 

 

The situation in Balochistan and Pashtunkhwa is disturbingly reminiscent of the period from 1938 to 1945 in Italy and Germany.

Dear Ladies and Gentlemen,

The Mussolini regime in Italy and the Nazi government in Germany committed severe crimes between 1938 and 1945: tyranny, persecution, arrests, torture, murder, targeted killings, massacres, and much more.
The same atrocities—tyranny, persecution, arrests, torture, murder, targeted killings, massacres, and other human rights violations—have been perpetrated for several years by Pakistani generals accused of war crimes and criminal dictators in Balochistan and Pashtunkhwa.

Below are some recent incidents:

  • According to media reports, on 12 November 2025, Pakistani police and intelligence officers violently attacked and detained a delegation of the peaceful PTM movement following their participation in a peace gathering in Peshawar. Among those arrested were peaceful activists Noorullah Tarin, Hanif Paschteen, Nazif Lala, Farman Wazir, and others.

  • According to further media reports, on 17 November 2025 in the Bannu district of Pashtunkhwa, Mr. Arafat Paschteen was arrested—the brother of the civil activist Gilaman Wazir, who was murdered on 11 July 2024. Also arrested was Mr. Hazir Khan, the cousin of the same Gilaman Wazir.

  • According to a media report on 22 November 2025, Amnesty International announced that six members of the Pashtun Tahafuz Movement (PTM), including Noorullah Tarin, Hanif Paschteen, Farman Wazir, and others, have been missing for eleven days. The organization stated that the PTM activists were forcibly disappeared in Peshawar on 12 November. Amnesty International has called on Pakistan to immediately disclose the whereabouts of the missing individuals, conduct an independent and effective investigation, and end enforced disappearances.

  • On 23 November 2025, Mr. Zakim Khan Wazir, a member of the PTM Central Committee, stated that the activists arrested on 12 November 2025 are seven PTM members, who have been held in a prison in Islamabad since their detention.

The above-mentioned individuals are innocent people, not terrorists, but peaceful activists. They only sought to express their opinions and claim their rights. For years, numerous peaceful activists in Balochistan and Pashtunkhwa have been detained by Pakistani authorities and the military intelligence service ISI—including Mr. Arif Wazir (detained since 17 April 2020) and Dr. Mahrang Baloch (detained since 22 March 2025).

We frequently see television reports discussing the tyranny and atrocities of the Mussolini and Nazi regimes. Many people shake their heads and say, “This must never happen again.” Yet we are witnessing similar forms of tyranny, oppression, and violence today—in Balochistan and Pashtunkhwa—perpetrated by Pakistani generals accused of war crimes and criminal dictators.

Therefore, we appeal to the international community:
We appeal to the United States government, the British government, the European Union, all human rights organizations, and the International Criminal Court in The Hague.

Please stop the killing of innocent people in Balochistan and Pashtunkhwa by Pakistani generals accused of war crimes and criminal dictators.

Please ensure justice is served and hold the responsible Pakistani generals and criminal dictators accountable.

Kind regards