د پاکستان سره تجارت په قطعی توګه بند سو
ګرانو آغلو او ښاغلو
د پاکستان سره تجارت په بشپړه او قطعی توګه بند سو
په نړۍ کې ګڼ شمېر نور هېوادونه سته، چې موږ کولی سو، د دوی سره ډیری ښی تجارتې اړیکې جوړې او پیاوړې کړو. په ځانګړې توګه له خپل ګاونډي او دوست هېواد هند سره د تجارت د پراخېدو لپاره ستر امکانات موجود دي
د هند سره د تجارت د ودې لپاره موږ لاندې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي
هغه تجاران چې له هند څخه مېوې او سبزيجات واردوي، د ګمرکي مالیې (تعرفې) څخه معاف دي
هغه تجاران چې درمل او نور توکي له هند څخه واردوي، د پخوانۍ تعرفې په پرتله به ۲۵٪ ګمرکي تخفیف تر لاسه کوي
هغه تجارانو ته چې تر دې دمه یې مېوې او سبزيجات پاکستان ته صادرول، هغوی ته د لاندې بدیلو لارو سپارښتنه کوو
د آسیا، اروپا او د نړۍ نورو هېوادونو ته دمیوو او سبزیجاتو د صادرولو دپاره، د نورو بازارونو پیدا کولو په لټه کی سي
د مېوو څخه نور تولیدات لکه مربا، جلاټین او د مېوې شربتونه جوړ کړی
د عصري طریقو له لارې مېوی وچی او بسته بندي کړی
مېوی او سبزیجات تر کنسروي کولو وروسته په دبلیانو یا د ښیښو په مرتبانوکی خرڅلاو ته وړاندی کړی
د مېوو او سبزیجاتو څخه د منجمدو (یخ وهلو) محصولاتو تولید وکړی
د سبزیجاتو څخه د اچارو تولید او په عصري ډول د ښیښو په مرتبانو کې یی مارکیټ ته عرضه کړی
د مېوو او سبزیجاتو ساتنه په سړو ګودامونو (یخچالونو) کې د اوږدمهاله استعمال لپاره وکړی
هغه تجاران چې د پورته یادو سوو تولیداتو لکه مربا، جلاټین، اچار، یخی سوو محصولاتو، د مېوو د وچولو، ، دبلیانو، د ښیښو د بوتلونو، کارتني بسته بندۍ لپاره عصري فابریکې او ماشینونه او همدارنګه د سړوخونو،ګدامونویا شنو خونو اړوند سامان آلات افغانستان ته واردوي، د شپږو میاشتو لپاره د ګمرکي مالیې څخه معاف دي
ډېری افغانان په نړۍ کې په ځانګړي ډول په آسیا، اروپا او نورو سیمو کې تجارتی کاروبارونه کوي. موږ سپارښتنه کوو چې له دغو تجارانو سره اړیکه ونیسئ، څو د افغان محصولاتو لکه مېوو، سبزيجاتو، وچو مېوو، مربا، جلاټین، اچار، د مېوو شربتونو او نورو توکو لپاره په نړیوالو بازارونو کې علاقمندان پیدا کړی او د صاداراتو په برخه کی در سره همکاری وکړي
هغه فابریکې چې د پورته یادو سوو موخو لپاره جوړېږي، باید خپل لابراتوارونه ولري، څو د کیفیت په برخه کی منظم کنټرول یقیني کړي او محصولات له نړیوالو معیارونو سره سم تولید کړي
په درناوي،
یادونه
دولتی لابراتوارونه او د خوړو او درملو د کنټرول مسؤلی ادارې په منظم ډول، او بې له خبرتیا، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې معاینات او کنټرول کوي، څو د کیفیت او د روغتیا ساتنی معیارونه وساتل سي
له همدې امله ټولې هغه فابریکې چې د خوړو او درملو تولید کوي، مکلف دي چې د نړیوالو عصري معیارونو مطابق د کیفیت او حفظالصحې اصول په پوره توګه مراعت کړي
The trade with Pakistan has been completely suspended.
Dear Sir or Madam,
Trade with Pakistan has been completely suspended.
The world offers numerous other countries with which we can establish and expand successful trade relations.
In particular, there is great potential to increase trade volume with our friendly neighboring country India.
To promote trade with India, the following benefits apply:
Traders importing fruits and vegetables from India are exempt from customs duties.
Traders importing medicines and other goods from India will receive a 25% customs reduction on the previous rate.
For all traders who have previously exported fruits and vegetables to Pakistan, we recommend the following alternatives:
a) Export to other countries in Asia, Europe, or other world regions to build new business relationships.
b) Processing fruits into jams, gelatin, beverages, or fruit juices.
c) Drying fruits and packaging them as dried fruits using modern methods.
d) Preserving fruits and vegetables in cans or jars.
e) Producing frozen fruit and vegetable products.
f) Producing Achar (pickled vegetables) and packaging them in modern glass containers.
g) Storing fruits and vegetables in cold storage facilities to extend shelf life.
Traders who import modern factory equipment and machinery into Afghanistan for the above-mentioned production purposes (e.g., for jam, gelatin, achar, frozen products, cooling and freezing systems, fruit and vegetable drying, warehouses, cans, glass bottles, cardboard packaging, or greenhouses) will be exempt from customs duties for a period of six months.
Many Afghans conduct trade worldwide — especially in Asia, Europe, and other regions.
We recommend contacting these businesspeople to market Afghan products internationally, such as fruits, vegetables, dried fruits, jams, gelatin, achar, fruit juices, and others.
Factories established for these purposes should have their own laboratories to ensure regular quality control and to adapt products to international standards.
With kind regards,
P.S.: Government laboratories and the authorities responsible for food and drug control carry out regular unannounced inspections in all provinces of Afghanistan to ensure compliance with quality and hygiene standards. Therefore, all factories producing food and medicines are required to strictly adhere to modern international quality and hygiene standards.
