Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

د پاکستان جنګي جنایتکاره پوځ په پرله‌پسې ډول د افغانستان په بېلابېلو سيمو پر ملکي خلکو او استوګنيزو کورونو باندې هوايي او توغندیزو بريدونو ته دوام ورکړی دی

آغلو او ښاغلو

د پاکستان جنګي مجرمو جنرالانو څو ځله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کی پرکورونو او بې ګناه ملکیانو هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۹مه نېټه د پاکستان جنایتکارو جنرالانو د بې پيلوټه الوتکو په کارولو په کابل کې د استوګنې یوه سیمه بمباري کړه

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۰مه نېټه هغوی د پکتیا ولایت په برمل ولسوالۍ کی د بې پيلوټه الوتکو له لارې بمباري وکړه؛ په دې برید کې ۳۵ دوکانونه او ګودامونه ویجاړ سول

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۵مه نېټه هغوی یو ځل بیا په کابل کې پر کورونو بریدونه وکړل. په دې بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل سول او ۳۵ نور ټپیان سول

په همدې ورځ، د اکتوبر په ۱۵مه، ۲۰۲۵ کال کې، دوی د کندهار ولایت پر سپین بولدک ولسوالۍ هم برید وکړ، چې ۳۹ بې ګناه ماشومان، ښځې او نارینه یې ووژل او ۳۲۴ نور یې ټپیان کړل

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۷مه هغوی د پکتیا ولایت پر اورګون او برمل ولسوالیو بمبارۍ وکړلې. په دې پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل سول او ۲۰ نور ټپیان سول، چې پکښې ماشومان او ښځې هم شاملی وي. د وژل سوو کسانو په منځ کې ۸ دکرکټ لوبغاړي هم وه، کوم چې له یوې لوبې وروسته په یوه کور کې راټول سوي وه

د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۶مه، پاکستاني پوځ یو ځل بیا په سپین بولدک کې د استوګنې پر سیمې او بازار د توغندیو برید وکړ. پنځه ملکي وګړي ووژل سول او پنځه نور ټپیان سول

موږ دا وحشیانه او جنایتکارانه کړنې په سختو ټکو غندو. د لوی افغانستان د ټولو خلکو په استازیتوب، موږ د قربانیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو. موږ د ټپیانو د ژر رغېدو هیله کوو

د بیړني غمشریکۍ او مرستی لپاره زموږ وړاندیزونه او غوښتنې په لاندې ډول دي

د پاکستاني جنایتکارو جنرالانو د بریدونو له امله د وژل سوو شهیدانو هرې کورنۍ ته دی د افغانستان د دولتي خزانې څخه ۳۰۰۰ امریکايي ډالر ورکول سي. هر سخت ټپي کس ته دی۱۰۰۰ امریکایي ډالر د  مرستی په  توګه ورکول سي

په پورته یاد سوو پاکستانی بریدونو کې د هر وژل سوي سرتیري کورنی ته دی۳۰۰۰ ډالر او د هر سخت ټپي سرتیري لپاره  دی ۱۰۰۰ ډالر ورکول سي

 هغو کسانو ته چې کورونه یې د بمباریو یا توغندیزو بریدونو له امله ویجاړ سوي دی، د هر ویجاړ سوي کور لپاره دی د دولتي خزانې څخه ۲۰۰۰ ډالر د کورونو مالکا نو ته ورکول سي

په بریدونو کې ګڼ شمېر دوکانونه هم وران سوي یا زیانمن سوي دي؛ د هر ویجاړ سوي دوکان په بدل کې دی ۱۰۰۰  امریکايي ډالر او د هر زیانمن سوي دوکان په بدل کې ۳۰۰ امریکايي ډالر ورکول سي

څرنګه چې په بریدونو کې موټرونه هم زیانمن سوي یا ویجاړ سوي دی، نو د هر ویجاړ سوي موټر لپاره دی ۲۰۰۰   ډالر مرسته د موټر خاوند ته ورکول سی

د پنجابستان جنګي مجرمو جنرالانو او جنایتکارو دیکتاتورانو  د لسیزو راهیسې — د لوی افغانستان یوی خوا ته د ۵۰ کلونو راهیسې او بلی خواته د ۷۸ کلونو راهیسې د افغانستان پر ولس اور بل کړی دی. د لوی افغانستان ولس او نړیوالو ولیدل چې د انګریزو غلامانو بې ګناه خلک — د نوو زیږیدلو ماشومانو څخه نیولې تر ښځو او زړو کسانو پوری— ووژل. دوی هر ډول وحشتونه ترسره کوي: نسل وژنه، ډله ییز قتلونه، هدفي وژنې، شکنجه، بندی کول او نور ډېر ظلمونه

موږ، د لوی افغانستان ولس، نه سو کولی چی د انګریزو د غلامانو تر واک لاندې ژوند وکړو. موږ د انګریز د غلام عاصم منیر څخه واضح غوښتنه کوو چې خپل ډاکوګان او خپل ترهګر پوځ ژرتررژره د بلوچستان او پښتونخوا څخه وباسي. دوی هیڅکله زموږ ولس او زموږ مځکه بلوچستان او پښتونخوا د ځان کولای نه سی. موږ یو ولس، یو کلتور او یو هېواد یو. د افغانستان او پنجابستان تر منځ پوله د اټک په سیمه کې تېرېږي

په درناوي

 

 

 

The war-criminal army of Pakistan has repeatedly carried out air and shelling attacks on residential homes and innocent civilians in several locations across Afghanistan.

Dear Sir or Madam,

The war-criminal Pakistani generals bombed a residential district in Kabul with drone strikes on October 9, 2025.

On October 10, 2025, they bombed the Barmal district in Paktia Province with drones, destroying 35 shops and warehouses.

On October 15, 2025, they again attacked residential homes in Kabul, killing at least five people and injuring 35 others.

On the same day, October 15, 2025, they also attacked the Spin Boldak district in Kandahar Province, killing 39 innocent children, women, and men, and injuring another 324 people.

On October 17, 2025, they bombed the Urgun and Barmal districts in Paktia Province, killing at least ten people and injuring 20 more, including children and women. Among the dead were eight cricket players who had gathered in a house after a match.

On November 6, 2025, the Pakistani army once again shelled residential neighborhoods and the market in Spin Boldak. Five civilians were killed and another five injured.

We strongly condemn these barbaric acts. On behalf of the entire people of Greater Afghanistan, we extend our deepest condolences to the families of the victims and wish the injured a speedy recovery.

The families of those killed in the attacks by the Pakistani war-criminal generals are to receive 3,000 US dollars each from the Afghan state treasury. Each seriously injured person is to receive 1,000 US dollars in compensation.

For Afghan soldiers who lost their lives in the attacks, their families shall be paid 3,000 US dollars per soldier killed and 1,000 US dollars per seriously soldier injured.

Those whose houses were destroyed by the bombings or shelling shall receive 2,000 US dollars per destroyed house from the state treasury, paid to the respective owners.

Numerous shops were also destroyed or damaged in the attacks. For each destroyed shop, 1,000 US dollars shall be paid; for each damaged shop, 300 US dollars.

As vehicles were also damaged or destroyed in the attacks, each affected vehicle shall receive compensation of 2,000 US dollars.

The war-criminal generals and criminal dictators from Punjabistan have been fueling fire in Greater Afghanistan for decades — for 50 years on one side of Greater Afghanistan and for 78 years on the other. The people of Greater Afghanistan and the world have witnessed that the slaves of the British murder innocent people — from infants and women to the elderly. They commit every kind of atrocity: genocide, mass murder, targeted killings, torture, arrests, and more.

We, the people of Greater Afghanistan, cannot live under the rule of the slaves of the British. To the slave of the British, Mr. Asim Munir, we issue a clear demand: withdraw your bandits and your terrorist army from Balochistan and Pashtunkhwa immediately. You can never claim our people or our territory in Balochistan and Pashtunkhwa as your own. We are one people, one culture, and one country. The border between Afghanistan and Punjabistan lies at Attock.

Sincerely yours,