Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 



آیا موږ اوس هم په وړکتون کې یو؟ پاکستان د یوې هوکړی د لاسلیک لپاره پر فاسد افغان حکومت فشار راوړی او د رشوت پیسې یې ورکړې، ترڅو په دغه لیکنه کې د "ډیورنډ کرښې" پرځای د "پولې" کلمه وکارول سي او د اغزنو سیمانو دیوال جوړ سي – د دې لپاره چې یو ولس پر  دوو برخو وویشل سي

مېرمنو او ښاغلو

پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې یوه نامشروع او د  دسیسی څخه ډکه لوبه پر مخ وړي، چې موخه یې د افغانستان د خاوری — بلوچستان او پښتونخوا — خپلول دي

له رسنیو مو خبر ترلاسه کړ چې د حامد کرزي د حکومت پر مهال پاکستان په انګلستان کې په یوه غونډه کې پر فاسد افغان حکومت فشار راوړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په نوم یوه  هوکړه لاسلیک کړي – په داسې حال کې چې په دغه کاغذ  کې د "ډیورنډ کرښې" د اصطلاح پرځای د "پولې یعنی سرحد" کلمه کارول سوې وه. پاکستان په دې تمه دی چې د "پولې" د اصطلاح په کارولو سره وکولای سي د افغانستان خاوره، بلوچستان او پښتونخوا، د ځان کړي

په ۲۰۱۷ کال کې پاکستان د ښاغلي اشرف غني د حکومت پر مهال هم دغه چلبازی ته دوام ورکړ او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د اغزنو سیمانو دیوال جوړ کی – په دې پلمه چې غواړي له پاکستان څخه افغانستان ته د ترهګرو د راتګ مخه ونیسي، په داسې حال کې چې د پاکستان پوځي استخباراتو (آی  ایس آی) په خپله ترهګر روزل او افغانستان ته یې لېږل

ښاغلي غلام فاروق وردګ، چې د حامد کرزي په کابینه کې پخوانی د پوهنې وزیر وو، وویل چې پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې درې کسانو ته اویا میلیونه امریکایي ډالر رشوت ورکړ – یوه کس ته ۴۰ میلیونه، یوه کس ته ۲۰ میلیونه، او یوه کس ته ۱۰ میلیونه – ترڅو د اغزنو سیمانو دیوال لګولو په اړه چپ پاته سي. نوموړي د دغو درو کسانو نومونه وا نه خېستل

دا یوازې ۷۰ میلیونه ډالر نه دي، بلکې ښایي څو میلیارده امریکایي ډالره رشوت به پر فاسدو افغان چارواکو لکه حامد کرزي، اشرف غني، عبدالله عبدالله او نورو ویشل سوي وي، ترڅو دوی د بلوچستان او پښتونخوا په اړه چپ واوسي 

موږ په هیڅ صورت کې د پاکستان دا پټه او مکارانه لوبه نه منو. موږ نه پټ لاسلیکونه پر جعلی سندونو منو او نه هم هغه جعلی هوکړی منو چې د میلیونونو ډالرو پټو پیسو په بدل کی تر میز  لاندی لاسلیک سوی وي. د لوی افغانستان شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ولس ته په دی هکله هیڅ خبر نه وو ورکول سوي چې د څو کسانو ترمنځ د رشوت یا زور له لارې څه هوکړې سوې دي

د وضاحت لپاره یوه بېلګه: که د انګلستان یو سیاستوال یا یو فاسد سیاستوال خپل هېواد پر بېلاروس وپلوري، په داسې حال کې چې ولس یې خبر نه وي، دا به په دې معنی نه وي چې انګلستان په رښتیا پر بېلاروس خرڅ سوی دی – یوازې په دې خاطر چې یو سیاستوال یو کاغذ لاسلیک کړی, په دا باندی انګلستان نه خرڅیږی. طبعاً انګلستان به بیا هم د بریتانوي ولس ملکیت پاته وي

ټول هغه کاغذونه چې په هغوی کې د "ډیورنډ کرښې" پرځای د "پولې" کلمه کارول سوې ده، بې اعتباره دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله هلته ده چیری چې د ۱۸۹۳ کال د نومبر له ۱۲ نېټې مخکې وه – یعنې په اټک کې

د پاکستان جنګي مجرمو جنرالانو او جنایتکارو دیکتاتورانو چې، د لوی افغانستان د ولس په منځ کې د اغزنو سیمانو دیوال جوړ کړیدی, موږ په هیڅ صورت دا نه منو. هیڅ هېواد نه سي کولای یو ولس د اغزنو سیمانو په وسیله پر دوو برخو وویشي. دغه اغزن سیمی دیوال باید سمدستي لېرې سي. موږ یو ولس یو چې یو کلتور لرو اوپه یوه لوی افغانستان پوری  اړه لرو

پاکستان هڅه کوي، کله د «پولې» د نوم په کارولو، کله د اغزن سیمی دیوال په جوړولو، کله د میلیونونو ډالرو په رشوت ورکولو، او کله په نورو چلونو سره ، زموږ ولس او خاوره — بلوچستان او پښتونخوا — د ځان  کړي. د پاکستان دا کړنې لکه پر فاسدو افغان چارواکو فشار اچول، رشوت ورکول، او د «ډیورنډ کرښې» پر ځای د «پولې» د نوم کارول، موږ یو ستر جنایت بولو

پاکستان غواړي د لوی افغانستان ولس او نړېواله ټولنه وغولوي، خو د لوی افغانستان ولس او نړېواله ټولنه به نور د دوی په درواغو او چلبازی باندی خطا نه وزی — په حقیقت کې پاکستان خپل ځان خپله غولوي

موږ غوښتنه کوو، چې د پاکستان پوځ باید ژر تر ژره د افغانستان له خاورې — یعنې د بلوچستان او پښتونخوا — څخه ووزي او د سرحدي پوستو ځایونه دې بېرته د اټک سیمې ته انتقال کړي، چیری چې د ۱۸۹۳ کال د نومبر تر ۱۲ نېټې پورې یی موقعیت درلودی

په درنښت

 

 

 

Are we still in kindergarten? Pakistan pressured the corrupt Afghan government to sign a document and paid bribes so that the term “border” would be used instead of “Durand Line” and a fence would later be erected – apparently to divide a people.

Dear Sir or Madam,

For many years, Pakistan has been playing a deceitful game with the aim of annexing parts of Afghanistan – namely Balochistan and Pashtunkhwa.

According to media reports, during Hamid Karzai’s presidency, Pakistan pressured the corrupt Afghan government at a meeting in England to sign a document as a so-called agreement regarding relations between Afghanistan and Pakistan — in which the term “border” was used instead of “Durand Line.” Pakistan hopes that by using the term “border,” it can claim Afghan territory, specifically Balochistan and Pashtunkhwa.

In 2017, Pakistan continued this deceptive maneuver during Ashraf Ghani’s tenure and erected barbed wire along the Durand Line — claiming it was to prevent the flow of terrorists from Pakistan into Afghanistan, while simultaneously the Pakistani military intelligence, the ISI, trained and sent terrorists into Afghanistan itself.

Mr. Ghulam Farooq Wardak, former Minister of Education in Hamid Karzai’s cabinet, stated that in 2017 Pakistan paid $70 million in bribes to three individuals — $40 million to one, $20 million to another, and $10 million to a third — to remain silent during the erection of the fence. He did not disclose their names.

It is not just $70 million, but several billions of dollars that have been paid as bribes to corrupt Afghan leaders such as Hamid Karzai, Ashraf Ghani, Abdullah Abdullah, and others, to silence them and make them compliant regarding Balochistan and Pashtunkhwa.

We absolutely do not accept this treacherous game by Pakistan. We do not accept secret signatures on questionable documents or sham agreements secured through millions of dollars paid under the table. The roughly 100 million people of Afghanistan do not know what was agreed upon under the table by a few individuals using millions in bribes or coercion.

To illustrate: If a politician or corrupt politician in England sold the country to Belarus without the people knowing, it would not mean that England had actually been sold — just because a politician signed a paper. England would, of course, still belong to the British people.

All documents that use the term “border” instead of “Durand Line” are invalid. The border between Afghanistan and Pakistan lies where it did before November 12, 1893 — namely at Attak.

The war-criminal generals and criminal dictators of Pakistan have erected a fence in the middle of the Afghan people. We absolutely do not accept this. No state can divide a people with barbed wire. The fence must be removed immediately. We are a people with a shared culture and belong to a united, greater Afghanistan.

Pakistan attempts, through words such as “border,” the construction of fences, bribes amounting to millions of dollars, and other tricks, to claim our people and our territory – Balochistan and Pashtunkhwa – as its own. Pakistan’s actions — pressuring certain corrupt Afghan officials, paying millions in bribes, and using “border” instead of “Durand Line” — are highly criminal.

Pakistan is attempting to deceive the Afghan people and the international community. Yet neither the Afghan people nor the global community are deceived – in reality, Pakistan is deceiving itself.

We demand that the Pakistani army immediately withdraw from Afghan territory — Balochistan and Pashtunkhwa — and that border posts be re-established at Attak, where they stood until November 12, 1893.

Sincerely,