Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

ملګرو ملتونو ته عریضه اوشکایت: نن، د جون ۶، ۲۰۲۴ نیټه، د "ډ - ورځ" اتیایمه کلیزه ده.دا ورځ د نازي واکمنۍ څخه د اروپا د آزادولو سمبول دی. نو د پاکستان له قاتلانو، دیکتاتورانو او جنګي جنایتکارو جنرالانو څخه د خلاصون ورځ به کله راځي؟

اغلو او ښاغلو

د پاکستان قاتلانو، دیکتاتورانو او جنګي مجرمینو، جنایتکارو جنرالانو د ۲۰۲۴ کال د جون په څلورمه او پنځمه د بلوچستان په چمن کې د یوې سوله ایزې مظاهرې په ترڅ کې د خلکو قتل عام وکړ. په دی پیښه کی درې تنه وژل سوي او ۳۸ نور ټپیان سوي دي. د ځینو سختو ټپیانو حالت د مرګ له ګواښ سره مخ دی، چې له همدې امله ښايي د مړو شمېر نور هم زیات سي. د بلوچستان ولس له څو کلونو راهیسې د پاکستان له دیکتاتورانو او جنګي جنایتکارو جنرالانو د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي. په بلوچستان کی دپاکستانی جنګی جنایتکارانو جنراانواو دیکتاتورنو دخوا د وژل سوو کسانو رسمي شمېر ۷۰ زره دی. د ناڅرګندو قربانیانو شمیر تر دغه ډیرزیات اټکل سوی دی. په همدې توګه د پښتونخوا ولس  غواړي چې د پاکستان له دیکتاتورانو او جنګي جنایتکارانو څخه ځان خلاص کړي

دا لومړی پلا نه ده بلکی پاکستاني ديکتاتورانو او جنګي جنايتکارو جنرالانو څو ځله د بې ګناه خلکو قتل عام کړی دی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه یې په لسګونو زره بې ګناه خلک نیولی، شکنجه کړی او وژلی دی. د قربانیانو دقیق شمیر معلوم نه دی. دوی له تېرو ۵۰ کلونوڅخه زیاتی مودی راهیسې د بلوچستان او پښتونخوا پر خلکو اور بل کړی دي

موږ څوځله اوریدلی دی چی پاکستاني جنرالان او دیکتاتوران وایی چې دوی د امریکا او انګلستان د ګټو لپاره پر دغو هیوادونو پلورل سوي دي. که دا ریښتیا وي نو د دې معنی به دا وي چې امریکا یا بریتانیه په پټه د پاکستان د جنرالانو او دیکتاتورانو تر شا ولاړه ده. په دې صورت کې سوال دا پیدا کیږی چې اډولف هټلر او د هغه جنرالان ولې بد خلک وه؟ که دا رښتیا وي چې پورتنی هیوادونه د پاکستان د دیکتاتورانو او جنګی جنایتکاره جنرالانو تر شا ولاړ دی، نو بیا خو د هغوی کړنې د اډولف هټلر او د هغه د جنرالانو د کړنو په شان دی. په دې صورت کې خو دوی ملامت دی چې له پنځوسو کلونو راهیسې یی د افغان ولس حقونه تر پښو لاندې کړی دي او د افغانستان دواړه خواوی د دوی د ظلمونو د لاسه ځورېدلي دی. موږ د يادو هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې که مو تراوسه د پاکستان د ديکتاتورانو او جنګي جنايتکارانو ملاتړ کړی وي، نو لطفاً پر خپل پخواني دريځ له سره غور وکړي

موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو، چې د بلوچستان او پښتونخوا د ولسونو په حال ځان خبر کړی، چې له پنځوسو کلونو زیاتی مودی راهیسې پر دوی د پاکستانی دیکتاتورانو او جنګي جنایتکارو جنرالانو له خوا ظلمونه سوی دی او وژل سوي دي. موږ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړئ

په درنښت
 
 
 
 
Petition to the United Nations: Today, June 6, 2024, marks the 80th anniversary of the "D-Day," symbolizing the liberation of Europe from Nazi rule. When will the day of liberation from the Pakistans dictators, murderers and war criminal generals arrive?
 
Dear Sir/Madam,
 
The murderers, dictators, and war criminal generals of Pakistan committed massacres against people in Chaman, Balochistan during a peaceful demonstration on June 4th and 5th, 2024. Three people were killed, and 38 others were injured. Some of the critically injured individuals are in life-threatening condition, which could raise the death toll. For many years, the people of Balochistan have sought their liberation from the dictators and war criminal generals of Pakistan. The official number of people murdered in these incidents is 70,000, with the actual number of victims estimated to be much higher. Similarly, the people in Pashtunkhwa also seek liberation from the dictators and war criminal generals of Pakistan.
 
The aforementioned is not the first massacre perpetrated by the Pakistans dictators and war criminal generals. They have repeatedly committed massacres against innocent people and, under the pretext of fighting terrorism, have arrested, tortured, and murdered tens of thousands of innocent people. The exact number of victims is unknown. For over 50 years, they have fueled the fire against the people of Balochistan and Pashtunkhwa.
 
We have repeatedly heard statements from some pakistani generals and dictators claiming that they were allegedly sold to the interests of USA and England countries. If true, this would mean that behind the Pakistans generals and dictators, countries USA or Great Britain are secretly involved. In this case, one must consider why Adolf Hitler and his generals were considered evil people. If it is true that the aforementioned countries support the dictators and war criminal generals of Pakistan, then their actions would resemble those of Adolf Hitler and his generals. In that case, the accusation would be that they have been trampling on the rights of the Afghan people for over 50 years, causing both sides in Afghanistan to suffer as a result of their actions. We appeal to the mentioned countries to reconsider their stance if they have been supporting the Pakistans dictators and war criminal generals.
 
We urgently request the United Nations to take note that the people in Balochistan and Pashtunkhwa are Afghan people who have been oppressed and murdered by the Pakistans dictators and war criminal generals for over 50 years. We ask you to take serious steps in this matter.
 
Sincerely,