په افغانستان کی د سختو بارانونو او سیلابونو له قربانیانو سره مالي مرسته
آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۴ کال د می د میاشتې پر ۱۰ نیټه د افغانستان په ډیرو ولایتونو کی لکه بغلان، تخار، بدخشان, غور اوځینو نورو ولایتوکی د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله څوسوه کسان مړه سوی دی اوپه سلګونو خلګ ټپيان سوی دي. همداراز په زرګونو کورونه ویجاړ سوي دي او زیات شمیر باغونواوکښتونو ته زیانونه رسیدلی دی. موږ د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو
موږ د اړونده چارواکو او ادارو څخه غوښتنه کوو چې د سیلاب ځپلو کورنیو ته دی ژر تر ژره بیړنی مرستی ور ورسوی لکه خیمی, خوراکی توکی, دچیښاک اوبه, روغتیایی امکانات لکه ډاکټر او درمل او نور دضرورت اسباب.
هغه کسان چی کورونه یی د بارانونو او سیلابونو له امله نړیدلی دی د هرکورخاوند ته دی ۷۰ زره افغانی ورکول سی. هغه نفر چی دبارانونو او سیلابونو له امله مړه سوی دی دهغو کورنیو ته دی دهر مړی پر سر اویا زره افغانی ورکول سی. هغه کسان چی د بارانونو او سیلابونو له امله سخت زخمیان سوی دی هر نفر ته دی لس زره افغانی ورکول سی. هغه کسانوته چی باغونه اوکښتونه یی د بارانونو او سیلابونو له امله زیانمن سوی دی پرهر هکتار یا لس زره مترمربع مځکه دی ۴۰۰۰ زره افغانی ورکول سی. داپیسی دی دافغانستان دبودجی یعنی ددولت دخزانی څخه ورکول سی
دا به ډیرښه وي که چیرې هغه خلک چې کورونه یې د بارانونو او سیلابونو له امله نړیدلی وي خپل نوي کورونه مقاومت لرونکي او باثباته جوړ کړي ترڅو ددوی کورونه د راتلونکي بارانونو او سیلابونو په وړاندې مقاومت وکړي اودبیانړیدلو مخنیوی یی وسی
په درنښت
