موږ د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په جومات کې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو
اغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۴ کال د اپریل پر ۲۹ نیټه یو وسله وال ترهګر د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یو جومات کې د ماسختن لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو باندې ډزې وکړي چې له امله یې د دوو میرمنو او یو ماشوم په ګډون شپږ تنه وژل سوي او ۳ کسان ټپي سوي دی.
موږ دا ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو. دزړه له کومی تسلیت د دې برید د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو.
ددی برید تر شا دپنجابستان لاس دی چی غواړی شیعه او سنی په جنګ سره واچوی او د پښتو او فارسی زبانانو ترمنځ نفاق پیدا کړی. دوی په داډول غواړی چی دخپلو ګټو دپاره کار وکړی اوملیاردونه ډالر په لاس راوړی. دوی دی وشرمیږی چی نه دافغانستان دا خوا نه دافغانستان هغه بله خوا پر آرامه پریږدی
د پورتني برید د هر شهید کورنی ته دی ۳۰۰۰ ډالر او هر سخت ټپی ته ۱۰۰۰ ډالر ورکول سی.
په درنښت
يادونه: هر څوک چی ددغه پیښی بریدګر امنیتی ارګانونو ته معرفی کړی هغه نفر ته دی دافغانستان ددولتی خزانی څخه څلویښت زره افغانی انعام ورکول سی او دا جنایتکاران دی محاکمه سی