دامریکا محترم حکومت ته
د متحده ایالاتو دفاع وزیر ښاغلی لوید آسټین ته
د ۲۰۲۴ کال د اپریل په ۱۷ د رسنیو له لارې خبر سوو چې د پاکستانی سیاستوالو د معلوماتو له مخې د پاکستان حکومت په بلوچستان کې دوی هوايي اډې د امریکا په اختیارکی ورکړي دي. موږ له دې معاملی سره موافق نه یو او داکار موږ ته دمنلو وړ نه دی
افغان ولس او نړۍ دواړو ته معلومه ده چې بلوچستان او پښتونخوا د افغانستان د خاورې برخه ده. که چیری دا دوی هوایی اډی اوس هم په فعالیت کې وي موږ د دواړو اډو د سمدستي تړلو غوښتنه کوو
پاکستان بې ګناه خلک بندیان کوی. انسانان بې له کومې نښې ورک کړی او وېی وژنی. د پاکستان حکومت په انتخاباتو کې د درغلیو له لارې واک ته ورسېدلی. سیاسي حریفان یې بندیان کړل او د شریف دکورنۍ بدمعاشان یې پر دولتي چوکیو کی مقرره کړل. د حیرانتیا خبره خو دا ده چې امریکا په دې مسلو کی چپه خوله پاته ده او کوم غبرګون نه ښيي. که بیا هم یو غبرګون وښیي، نو هغه کوم جدي غبرګون نه وی. ایا دامریکا متحده ایالات فکر کوي چې غیر له دوی څخه نوره نړۍ ټول ساده ګان دی؟
په درنښت
To the American Government, To US Secretary of Defense Mr. Lloyd Austin,