څوک چی دپاکستان ملاتړ کوی هغه ددیکتاتورانو, قاتلانو, جنګی جنایتکارانوجنرالانو اوتروریستانو ملاتړ کوی
آغلو او ښاغلو
دپاکستان حکومت د نازی تر رژیم , دبینیتوموسولینی تررژیم, ددیکتاتور چاوچیسکوتررژیم او دفرانسسکوفرانکو تررژیم بدترده دی
دپاکستان دیکتاتورانواوپوځی استخباراتی اداری (آی ایس آی) تر پنځوسو کاله زیاتی مودی راهیسی دافغانستان د دواړوخواوو پر ولس باندی اوربل کړیدی. که په بلوچستان کی څوک دخپل حق غوښتنه وکړی یا مدنی فعالان مظاهره وکړی یاپوښتنه وکړی چی ولی زموږدبلوچستان اوپښتونخوا بیګناه خلګ بندیان دی نودپاکستان دیکتاتوران او (آی ایس آی) هغه نفر هم بندیان کوی چی ولی تاسی راوتلی یاست ولی مظاهره کوی. په زرهاوونفر دپښتونخوا اوبلوچستان په زندانونوکی بندیان دی. ترشپیتو زرو زیات کسان یی په بلوچستان کی او په زرهاوو نفر یی په پښتونخواکی وژلی دی. دارسمی شمیری دی. غیررسمی شمیری ددغه څخه زیاتی دی
پاکستان د ۴۵ کالو راهیسی په تروریزم کی ښکیل دی. دوی تر دیرشو زیاتی تروریستی ډلی روزلی دی. د«داعش خراسان» ډله هم دوی روزلی ده. داکومه پټه خبره نده بلکی ټول افغان ولس او دنیاته معلومه ده چی پاکستان په هغو مدرسوکی چی د (آی ایس آی) ترکنترول لاندی دی لکه حقانی مدرسه اونوری مدرسی, هلته دمدرسی دشاګردانو دمغز مینځل کوی. ترهغه وروسته (آی ایس آی) تروریستی روزنه ورکوی. بیانو دغه تروریستان په پاکستان کی دننه , افغانستان اونورو هیوادوته یی استوی چی ترورریستی بریدونه وکړی.
په فبروری ۲۰۲۳ کی دمونشن امنیتی کنفرانس ته دپاکستان دبهرنیوچارو وزیر بلاول بوټو راغلی وو. بلاول بوټو د«داعش خراسان» په ګټه تبلیغ وکړی او ویی ویل چی موږ د «داعش» په ذریعه طالبان دمنځه وړلای سو.
افغان ولس او دنیاته دا هم معلومه ده چی دسپتمبر د ۱۱ دحملو پلان د پاکستان د پوځی استخباراتی اداری (آی ایس آی) او دنورو خواوو په ګډون طرح سوی وو بیا یی نو په چل اوچلبازی سره پرافغانستان تاوان کی. همدارنګه «داعش خراسان» چی د (آی ایس آی) دخوا روزل سوی تروریستی ډله ده, دافغانستان دبدنامولو دپاره کارول کیږی. داډیره دشرم خبره ده چی پاکستان تروریستان روزی, تروریستی حملی کوی اما پر افغانستان تاوان سی. دافغانستان د دواړوخواوو ولس ډیرګیله من دی ځکه چی ددوی سره بی انصافی, چل او چلبازی سویده
ځکه نو موږ دانګلستان, امریکا اونورو هیوادو څخه هیله کوو چی که تاسی په پټ ډول دپاکستان ددیکتاتورانو, قاتلانو, جنګی جنایتکارانوجنرالانو اوتروریستانو ملاتړ کوی داډیرغلط کاردی. دا دیکتاتورانو دافغانستان د دواړوخواوو پر ولس باندی هغه ظلمونه او جنایتونه چی په وس یی پوره وه ویی کړل, انسانان یی لت او شکنجه کړل ویی وژل که واړه ماشومان وه, که بوډا انسانان وه,که امیندواره ښځی وی,که ناروغان وه په ډیره بیرحمی سره یی ظالمانه سلوک ورسره وکی
نو موږ دانګلستان, امریکا اونورو هیوادو څخه هیله کوو چی پر پاکستان باندی کومک بند کړی. دادپاکستان دیکتاتوران لکه دنوازشریف کورنی, جنګی جنایتکاران جنرالان اوداسی نور چی په ترهګری او پربیګناه خلګوباندی په ظلمونو کی لاس لری دانصاف په خاطر محاکمه کړی
په درنښت