موږ د بلوچستان دمستونګ تروریستی برید په کلکه غندو
سلامونه زموږ دبلوچستان او پښتونخوا ګران ولسه
پر ۲۹ دسپتمبر ۲۰۲۳ دبلوچستان دمستونګ په سیمه کی دپاکستان د استخباراتی اداری (آی ایس آی) دخوا تروریستی حمله وسول چی په نتیجه کی تر ۵۷ زیاتو نفرو خپل ژوند دلاسه ورکړی او تر ۵۰ زیات کسان ټپیان سول
موږ د غه تروریستی برید په کلکه غندو, ددغه پیښی دقربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو او زخمیانو ته عاجله شفا غواړو
دمستونګ په سیمه کی دا تروریستی حمله دپاکستان داستخباراتی اداری (آی ایس آی) ظالمانو کړی ده. دوی غواړی چی په رنګارنګ دسیسو سره د ډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته افغان ولس و زیروی او ترور یی کړی, بیا نو ځان ناګمانه واچوی او دا بریدونه پر نورو ډلو تاوان کړی
د ډیورنډ دکرښی دواړو خواوو ته ګران ولسه
پام کوی چی ونه غولیږی د (آی ایس آی) جنرالانو اوچارواکو په دی باره کی تعلیم کړی دی چی څنګه تروریستی حملی وکړی څنګه دا بریدونه پر نورو ډلو تاوان کړی او ځان بیګناه وبولی, څنګه پر انسانانو ظلمونه وکړی او دځان تابع یی کړی
د (آی ایس آی) جنرالانو د ډیورنډ یوی خواته تر ۴۴ کالو زیاتی مودی راهیسی او د ډیورنډ بلی خواته تر ۵۰ کالو زیاتی مودی راهیسی هر ډول ظلمونه وکړل اما هیڅ وخت څان نه ملامتوی بلکی همیشه ملامتی پر نورو ډلو اچوی چی داتاسی ته معلومه ده
د (آی ایس آی) جنرالان غواړی په دغه کړنو سره دیوی خوا څخه افغان ولس ترور کړی د بلی خوا څخه غواړی چی داسلام په نامه نوری ډلی بدنامه کړی او دنیا ته داسی ښکاره کړی چی ګواکی دا تروریستی ډلی دی چی دا بریدونه کوی. په دا توګه سره د (آی ایس آی) جنرالان غواړی چی د دنیا څخه ملیاردونه ډالر لاس ته راوړی
په درنښت