Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

موږ په جدی توګه د نړیوالی ټولنی, د ملګرو ملتونو، د متحده ایالاتو حکومت، دبریتانیاحکومت، داروپايي ټولنې او د بشري حقونو له ټولو سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان له خوا د نیول سوو بې ګناه کسانو د ژر تر ژره خلاصون لپاره اقدام وکړي

أغلو او ښاغلو

د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۱۶ مه نیټه "وی او آ ډیوه" د پښتون ژغورنې غورځنګ (پی ټی ایم) د فعال ښاغلي زوهیب پښتین د نیولو په اړه خبر خپورکړ. د (پي ټي ایم) د بیانونو له مخې، ښاغلی پښتین د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۱۳مه د پاکستاني پولیسو له خوا نیول سوی او شکنجه سوی دی او له هغه راهیسې نه دی خوشې سوی. تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې درې نور فعالان – ښاغلی عیدالرحمن، ښاغلی زکیم مداخیل او جلال – د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ نیولي وه او تر اوسه ایله سوي نه دي.


لکه څنګه چې د "وی او آ ډیوه" د خوا د اګست په ۱۸، ۲۰۲۳ نیټه راپور خپور سو، (پی ټی ایم) د اګست په ۱۸، ۲۰۲۳ نیټه په اسلام آباد کې د احتجاجي غونډی پلان جوړ کړی وو، چې د بې ګناه خلکو د جبري ورکیدو په وړاندې احتجاج وکړي، د ظلم غندنه وکړي، او د خپلو حقونو او آزادیو غوښتنه وکړي. پاکستاني پولیسو اسلام اباد ته غځېدلې لارې بندې کړې او تر ۱۰۰۰ ډېر مظاهره کوونکي یې ونیول، چې له پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو څخه په پلان شوې مظاهره کې د ګډون لپاره و اسلام آباد ته روان وه. ځینې بندیان تر نیولو وروسته شکنجه سوي دی. د (پي ټي ایم) د غړو پر کورونو د چاپو لګولو په نتیجه کې شاوخوا ۴۰۰ کسان ونیول سول. هغه کسان چې د پلان سوي احتجاج لپاره اسلام اباد ته رسیدلي وه د پولیسو لخوا تیت او پرک سول اوځینی کسان یی بندیان کړل.


د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۲۰مه، د بشري حقونو فعاله اغلې ایمان مزاري او د پارلمان غړي او د (پي ټي ایم) فعال علي وزیر د پاکستاني پولیسو له خوا وروسته له هغه ونیول سول چې
په ترنول کې یې په یوه سوله ییز احتجاجي لاریون کې وینا کوله، لکه څنګه چې"بی بی سی پښتو" په دغه اړه راپور خپورکړی. ښاغلی علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځله نیول سوی وواو تر دوه کاله زیات وخت یې په بند کې تېر کړي وو.


د "وی او آ ډیوه" د د ۲۰۲۳ کال د اګست د اتمی نیټی راپور له مخی د بشري حقونو یوې ادارې په بلوچستان، پښتونخوا او نورو سیمو کې د یو شمېر کسانو په اړه معلومات ثبت کړي دی چې بې له کومې نښې ورک سوي دي. په ورکو سوو کسانو کې خبریالان، ډاکټران، انجینران، سیاسي فعالان، د بشري حقونو مدافعین او ګڼ نور شامل دي. یوازې د ۲۰۲۳ کال په جولای کې په پښتونخوا او بلوچستان کې ۱۵۷ کسان لادرکه سوي دي. دا شمیره یوازې په رسمي ډول ثبت سوي قضیې دي پداسې حال کې چې دلادرکه سوو کسانو ریښتیني شمیر ډیر زیات دی ولی چی ډیر لادرکه کسان رجستر سوی نه دی. دپاکستانی چارواکو دخوا ډیر بې ګناه کسان اوهغه کسان چی پر حکومت یا پوځ یی نیوکې کړی دی په پرله پسې ډول نیول سوي دی او وژل سوي دي. دپاکستان محکمې د بندیانو د برخلیک په اړه د پریکړې کولو صلاحیت نلري، ددوی محکمی د نظامي جنرالانو تر لاس لاندی دي.


له ۵۰ کلونو راهیسې په بلوچستان او پښتونخوا کی د پاکستاني دیکتاتورو جنرالانو د خوا ډیرظلمونه کیږي. دانسانانو ښکار، پر کورونو چاپې لګول او له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې یو تریخ حقیقت دی. ددغه ظلمونو په قربانیانو کې ډاکټران، خبریالان، فعالان او یا هغه کسان شامل دي چې د پاکستان پر پوځ او حکومت نیوکې کوي. پاکستاني جنرالان د پښتونخوا او بلوچستان د خلکو د بیرولو لپاره ټولې ممکنی وسیلې په کار اچوي او یا هغه کسان شامل دي چې د پاکستان پر پوځ او حکومت نیوکې کوي. پاکستاني جنرالان غواړی چی د پښتونخوا او بلوچستان د خلکوڅخه داسې انسانان جوړکړی لکه روح چی یی ځنی کښلی وی او ددوی دکړنو په مقابل کی عکس العمل ښکاره نه کړی اطاعت یی وکړي او هر ډول ظلمونه یی وزغمي.

موږ څو ځله و نړیوالې ټولنې ته، د ملګرو ملتونواداری ته، د امریکا متحده ایالاتوحکومت ته، دبریتانیاحکومت ته، اروپايي ټولنې ته اود بشري حقونو سازمانونو ته په دی اړه لیکونه استولی دی چی د بې ګناه بندیانو د سمدستي خوشې کولو لپاره جدي اقدام وکړی مګر متاسفه په دې باره کی تراوسه پوری هیڅ چا کوم غبرګون یا اقدام نه دی کړی

موږ د پاکستان دخوا د نیول سوو ټولو بې ګناه بندیانو د ژر تر ژره ایله کولو غوښتنه کوو.

په درنښت

 


Dear Ladies and Gentlemen,


On August 16, 2023, "VOA Deewa" reported the arrest of Mr. Zohaib Pashteen, an activist of the Pashtun Tahafuz Movement (PTM). According to the PTM's statements, Mr. Pashteen was arrested and tortured by Pakistani Police on August 13, 2023, and he has not been released since. Earlier, in May 2023, three other activists - Mr. Eid Rahman, Mr. Zakim Madakhel, and Jalal - were reportedly arrested by the Pakistani army and have not been released up to now.


As reported by "VOA Deewa" on August 18, 2023, PTM had planned a protest rally for August 18, 2023, in Islamabad, to protest against the enforced disappearances of innocent people, to denounce oppression, and to demand their rights and freedoms. The Pakistani police blocked the routes to Islamabad and detained over 1000 demonstrators who intended to travel from Pashtunkhwa, Balochistan, and other regions to participate in the planned protest rally. Some of the detainees were apparently subjected to torture. Raids on PTM members' residences resulted in the arrest of approximately 400 individuals. Those who managed to reach Islamabad for the planned protest were dispersed and partially arrested by the police.


On August 20, 2023, human rights activist Ms. Imaan Mazari and parliamentarian and PTM activist Mr. Ali Wazir were arrested by the Pakistani police after their speeches at a peaceful protest rally in Tarnol, as reported by "BBC Pashto". Mr. Ali Wazir had been previously arrested multiple times and had spent over 2 years in prison.


A report from "VOA Deewa" on August 8, 2023, reveals that a human rights organization has documented concerning numbers of individuals who have disappeared without a trace in Balochistan, Pashtunkhwa, and other areas. Among the disappeared are journalists, doctors, engineers, political activists, human rights defenders, and many others. In July 2023 alone, 157 individuals were reported as disappeared in Pashtunkhwa and Balochistan. This number reflects only the officially recorded cases, while the actual number is likely much higher. It is alarming that innocent individuals have been repeatedly arrested and even murdered for criticizing the government or the military. The courts lack the ability to decide on the fate of the detainees, and military generals exert influence over the courts.


For over 50 years, Balochistan and Pashtunkhwa have been sites of oppression and repression by the Pakistani generals. Manhunts, raids on residences, and severe human rights violations are a tragic reality. The victims include doctors, journalists, activists, or those who criticize the Pakistani military and government. The Pakistani generals employ all available means of suppression to intimidate the people of Pashtunkhwa and Balochistan, rendering them passive beings who simply obey and endure without any form of reaction.


Despite our repeated and urgent appeals to the international community, including the United Nations, as well as to the governments of the United States, Great Britain, the European Union, and various human rights organizations, we deeply regret that no response or actions have been taken so far to address these serious concerns and advocate for the immediate release of all innocent detainees.


We demand the immediate release of all aforementioned innocent detainees.


Sincerely,