Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

په هاګ (هالیند) کې د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو محکمې ته او په نیویارک کی دملګرو ملتونو سازمان ته عریضه

ښاغلی د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش،
د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو د محکمې لوی څارنوال محترم کریم خان
 
د رسنیو له لارې مو خبر ترلاسه کړ، چې  د ۲۰۲۳ کال د مې په ۱۶مه د پاکستان ډرون الوتکې د افغانستان په خوست ولایت کې د استوګنې پر یوه ودانۍ بمبار وکړ، چې له امله یې دوه ماشومان (کوچنۍنجونې) ووژل سولی او دوه نور ماشومان (یوه نجلۍ او یو هلک) ټپیان سول.
 
د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۱۶ هم د پاکستان پوځ په خوست او کونړ ولایتونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون بې ګناه خلک بمبار کړل. ۴۱ کسان ووژل سول او ۲۲ نور ټپیان سول. په وژل سوو کسانو کې ۲۰ ماشومان هم شامل وه. داهوایی برید په داسی حات کی وسو چی خلک د شپې بیده وه.
 
موږ د  ۲۰۲۲ کال د اپریل پر ۱۹ نیټه، په هاګ (هالیند) کې د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو محکمې ته او په نیویارک کی دملګرو ملتونو سازمان ته دایمیل په ذریعه لیک ولیږلی چی په هغه کی مو د پاکستان د جنګي جنایتکارانو جنرالانو او سیاستوالو پرضد شکایت او دعوه وکړه اوددوی دمحاکمی غوښتنه مو وکړل.

پاکستان څو څو ځله زموږ له فضايي حریم څخه سرغړونه کړې ده، بې ګناه ملکي وګړي او ماشومان یې وژلي دی او بیا یې په درواغو د ترهګرو د وژلو ادعا کړي ده. په داسی حال کی چی د پاکستان په هوایي بریدونو کې هیڅ ترهګر نه دی وژل سوی، بلکی ټول قربانیان بې ګناه ملکي وګړي وه. د پاکستان درواغ افغان ولس او ټولې دنیا ته معلوم دي. نو موږ له ملګرو ملتونو څخه پوښتنه کوو، چې پاکستان څنګه ځان ته دا حق او اجازه ورکوي چې د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه وکړي او ملکي وګړي ووژني او ولی مګری ملتونه په دی باره کی چپ پاته دی؟
 
موږ ددغه لیک په ترځ کی یوځل بیا د پاکستان د جنګي جنایتکارانو ،د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر، د (آی ایس آی) د استخباراتو مشر جنرال ندیم احمد انجم، جنرال فیض حمید، د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوید باجوه،  مولانا فضل الرحمان اوداسی نورو پر ضد تاسی ته شکایت او دعوه درلیږو.
 
موږ له ملګرو ملتونو او د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړو چې د پاکستان جنګي مجرمین محاکمه کړي.
 
په درنښت

 

Dear UN Secretary-General Mr. Guterres,
Dear Mr. Karim Khan, Chief Prosecutor of the UN War Crimes Tribunal,
 
We learned through media that today, May 16, 2023, Pakistani drone dropped a bomb on a residential building in Khost Province, Afghanistan, killing 2 children (little girls) and injuring 2 other children (1 girl and 1 boy).
 
On April 16, 2022, the Pakistani army also bombed innocent people, including children and women, in Khost and Kunar provinces. 41 people were killed and 22 injured. 20 children were among the dead. The people were asleep at night.
 
In our email letter dated April 19, 2022, we sued the Pakistani war criminals generals and politicians at the International Criminal Court and the United Nations
.
Pakistan violated our airspace several times, murdering innocent civilians and children and then falsely claiming to have attacked and killed terrorists? In any case, it is certain that no terrorists have died in the Pakistani air strikes, but that the victims were all innocent civilians. The untrue allegations of Pakistan are known to both the Afghan people and the whole world. So we ask the United Nations, how does Pakistan claim the right to allow itself to violate Afghan airspace and kill civilians?
 
We hereby sue again the Pakistani War Criminals Army Chief General Asim Munir, ISI Intelligence Chief General Nadeem Ahmed Anjum, General Faiz Hamid, Former Army Chief General Qamar Jawid Bajwa, Mr Maulana Fazal-ur-Rehman etc.
 
We ask the United Nations and the International Criminal Court to hold Pakistan's war crimes accountable.
 
Best regards