Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

 ګران ولسمشر جوبايډن، ګران د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریس، ګرانی اروپايي ټولنی، د بشري حقونو ګرانو سازمانونو، ګرانې نړیوالی ټولنی

د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی او د پاکستان پوځي جنرالانو په بلوچستان کې تر۶۰ زره او په پښتونخوا کې تر ۱۰ زره ډېر کسان بې له کومې نښې ورک کړي دي. دا بې ګناه خلک وه چې هیڅ جرم یې نه ووکړی. د لادرکه سوو کسانو د برخلیک په اړه هیڅ چاته معلومات په لاس نه ورځی. دوی خلک نیسي، شکنجه کوي او وژني او ځینی وختونه د دوی جسدونه پر سړکونو اچوي. ځینی مشهور کسان لکه آغلې ماهل بلوچ، ښاغلی عابد میر او نور هم د نیول سوو کسانو یا ورک سوو کسانو دجملی څخه دي، دوی مشهورو شخصیتونو ته ډیری وختونه د مرګ ګواښونه کوی او د دوی د شخصي ژوند په اړه دمعلوماتو دافشا کولو په ذریعه یی بیروي.

د "وی او ای ډیوه" لخوا د اکتوبر ۴، ۲۰۲۲ د راپور له مخې، ښاغلي نصرالله بلوچ، د ورک سوي بلوڅانو د سازمان مشر وویل چې په بلوچستان او سند کې د بلوڅانو لادرکه کیدل زیات سوي دي. ښاغلي نصرالله بلوچ وویل چې د پاکستان استخباراتي او پوځي چارواکي د خلکو په ورکیدو کې لاس لري. ښاغلي نصرالله بلوڅ پر حکومت ږغ وکی، چې د لادرکه سوو کسانو په اړه دې داستخباراتی ادارو او پوځ څخه پوښتنې ګروېږنې وکړي او د خلګو دلادرکه کېدو د مخنیوي لپاره دې داستخباراتی ادارو او پوځ واک محدود کړي. د لادرکه سوي بلوڅانو دسازمان کارکونکی حوران بلوڅ اندېښنه وښوده چې ښايي ورک سوي بلوڅ فعالان په جعلي نښتو کې ووژل سي، ځکه چې پخوا هم ورته پېښې رامنځته سوې دي.

"وی او ای ډیوه" د فبرورۍ په ۱۹، ۲۰۲۳ راپور ورکړ چې د لادرکه سوو بلوڅانو سازمان په وینا، نور ۳۷ کسان د ۲۰۲۳ په جنوري او فبروري کې لادرکه سوي دي. دغه سازمان ویلي دی چې حکومت ته یې د هغو ۷۷۰ کسانو نوملړ ورکړی دی چې په ۲۰۲۲ کال کې ورک سوي دي. له دې جملې څخه یوازې ۳۰۰ کسان بیرته خپلو کورونو ته ستانه سوي دي.

د پاکستان د پولیسو ځواک (سی ټی ډی) د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۱۷ مه په کوټه کې د ماهل بلوچ په نوم یوه ښځه ونیوله او ادعا یې وکړه چې اغلې ماهل بلوچ له ترهګرو سره اړیکې لری. د پاکستان پولیسو د مارچ د ۲۱, ۲۰۲۳ په شاوخوا کې د میرمن ماهل بلوچ د بیان ویډیو خپره کړه. د "وی او ای ډیوه" لخوا د مارچ په ۲۲ ، ۲۰۲۳ د راپور له مخې، ښاغلي نصرالله بلوچ، د ورک سوو بلوڅانو دسازمان مشر، د اغلې ماهل بلوچ په وړاندې تورونه رد کړل. ښاغلي نصرالله بلوچ وویل چې د اغلې ماهل بلوچ دا ډول بیان ترفشار لاندی په جبری توګه اخیستل سوې دی. هغه وويل، د پاکستان د پوليسو اداره (سی ټی ډی) په دې کار سره غواړي د بلوڅانو د ورکېدو پر وړاندې مبارزه کمزورې کړي.

د "وی او ای ډیوه" لخوا د مارچ د ۹ ، ۲۰۲۳ راپور له مخې، د مارچ په ۸، ۲۰۲۳ کې، د ښاغلي عابد میر په نوم یو بلوڅ فعال په اسلام آباد کې ورک سو. ښاغلی عابد میر یو مشهور شخصیت، مدني فعال، ژورنالیست، پروفیسور، د پوهنتون استاد او لیکوال وو. هغه څو کتابونه لیکلي دي. د هغه ورور خالد میر "وی او ای ډیوه" ته وویل چې ښاغلي عابد میر د ۲۰۲۳ کال د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په فیسبوک کې یوه ویډیو خپره کړه. په ویډیو کې ښودل سوي وه چې بلوڅان د لا درکه کیدو پر ضد احتجاج کوي. لاریون کوونکو د «دښمن حکومت» شعارونه ورکول. څو ساعته وروسته، ښاغلی عابد میر پرته له کوم معلومات ورک سو. د ښاغلي عابد میر نږدې ملګري نجیب سایر "وی او ای ډیوه" ته وویل چې ښاغلی عابد میر د بلوچستان غښتلی ږغ وو. هغه د خپلو لیکنو له لارې د ظلم په وړاندې مبارزه کول.

"وی او ای ډیوه" د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۱۹مه په جنوبي وزیرستان کې د حکومت له خوا د انټرنېټ د یو نیم میاشتني بندیز پر ضد د اعتراضونو په اړه راپور ورکړ. پاکستان په دې سیمو کې انټرنیټ بندوي چې د وزیرستان خلک بې تعلیمه او بې سواده وساتي او د دوی ږ غ بهرنۍ نړۍ ته ونه رسیږي.

موږ تراوسه پوری اروپایی ټولنی او د نړۍ ځینوهیوادونو او اداروته ډیر لیکونه لیږلي دي. له ډېر وخت وروسته د اروپایی ټولنی"دآسیا ,افغانستان, پاکستان څانګې" موږته ولیکل چې دوی له هغو ستونزو خبر دي چې موږ د پاکستان په اړه یادی کړي دي.

ګران ولسمشر جوبايډن، ګران د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریس، ګرانی اروپايي ټولنی، د بشري حقونو ګرانو سازمانونو، ګرانې نړیوالی ټولنی!

پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې پر بېګناه خلکواوربل کړیدي. دا اور اضافه تر ۵۰ کلونو راهیسې دوام لري. په بلوچستان کې څه دپاسه شپیته زره او په پښتونخوا کې لسګونه زره کسان لادرکه سوي دي. دوی ډیر ورک سوي خلک وژلي دي. یو شمېر یې اوس هم د پاکستان په زندانونو کې دي. پخوا به دوی نارینه بندی کول. اوس دوی ښځې هم بندي کوي. دا ترهګري د پاکستان د آی ایس آی او پاکستاني جنرالانو لخوا ترسره کیږي.
هغه کسان چې پرته له کومې نښې ورکېږي او یا نیول کېږي، ډېری یې تعلیم یافته ، مدنی فعالان، په ټولنیزو رسنیو کې فعال کسان، مظاهره کوونکي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوونکي کسان دي.

د پاکستان استخبارات (آی ایس آی) او د هغوی جنرالان جعلي ترهګریز بریدونه ترسره کوي، حتی په دا حملوکې خپل پوځي افسران او پولیس هم وژني. دوی غواړي یوه پلمه پیداکړي تر څونړۍ ته داسی ښکاره کی چې ګواکی پردوی د ترهګرو لخوا برید سوي دی. په حقیقت کې هغه کسان چې د پاکستان له خوا ترهګر بلل کیږي، ترهګر نه دي، بلکې فعالان دي لکه اغلې مهل بلوچ، ښاغلي عابد میر او داسې نور چې ځینې یې موږ په خپلو پخوانیو لیکنو کې یادونه کړې ده. دوی مدنی فعالان، ښوونکي، سیاستوال، وکیلان، محصلین، مامورین، خبریالان، لیکوالان او نور دي.

ګران ولسمشر جوبايډن، ګران د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریس، ګرانی اروپايي ټولنی، د بشري حقونو ګرانو سازمانونو، ګرانې نړیوالی ټولنی!

موږ ستاسو څخه هیله کوو چې لطفا پر دا موضوع غور وکړئ چې دا خلک چې په پاکستان کې بندیان کیږي د پاکستان د ظلمونو په مقابل کې بې وسه دي. دوی نسي کولی د وکیل له لارې دځان دفاع وکړي، دوی نسي کولی محکمې او څارنوالۍ ته مراجعه وکړي. که دوی د ځان ددفاع لپاره خپلو وکیلانو ته مراجعه وکړي، نو پاکستاني څارنوالان سمدستی ددی موضوع څخه خبر یږی او استخباراتي ادارې ته خبر ورکوي. په پایله کې داستخباراتو اداره، د تورن سوی نفرو دوکیلانو د بیرولو لپاره اقدامات کوي.

پاکستان په بلوچستان او پښتونخوا کې ددی لپاره د انسان وژنې ماشین چلوي چی دخلکو د ازادۍ او دحقونو د غوښتنې مخنیوي وکړی.
لکه څنګه چې د دویمې نړیوالې جګړې په ترځ کې سیاستوال، فعالان، د بشري حقونو فعالان، د نورو قومونو خلک او بې شمیره بې ګناه خلک بی له دی چی وکیل ته لاسرسی ولری او بی له محاکمې ووژل سول، پاکستان هم د بې ګناه انسانانو"هولوکاسټ" یعنی دخلګو تعقیبول، بندی کول او وژل ترسره کوي.

ګران ولسمشر جوبايډن، ګران د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریس، ګرانی اروپايي ټولنی، د بشري حقونو ګرانو سازمانونو، ګرانې نړیوالی ټولنی!

د پورتنیو ټولو بې ګناه خلکو په استازیتوب، موږ ستاسی څخه غوښتنه کوو، چې د انسانیت او عدالت په خاطر، پاکستان محاکمه کړئ، پرپاکستان ټولې مالي مرستې بندې کړئ، دهالیند په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته ټول پاکستاني جنګي جنایتکار جنرالان وسپارئ، او پر پاکستان سخت بندیزونه و لګوی. پر پاکستان باید فشار واچول سي چې اغلې ماهل بلوچ، ښاغلی عابد میر، ټول فعالان او ټول بې ګناه کسان له زندانونو خوشې کړي.

د پاکستان چلبازی نه یوازې د ډیورنډ کرښې ددواړوخواوو اوسیدونکو ولسونو ته زیان رسولی دی، بلکې نړۍ ته یې هم په بیلیونو ډالر تاوان اړولی دی. پاکستان د درواغو او چلونو له لارې نړۍ خطا ایستلی ده.


په درنښت
یادونه: ګرانو لوستونکو ، دا لیک ترلوستلو وروسته ، مهرباني وکړئ خپلو ملګرو ته یې هم ولیږئ. په دا ډول سره تاسی د عدالت په خاطرد بې ګناه خلکو ملاتړ کوئ
 
 
 
Dear Mr. President Joe Biden, dear UN Secretary General Mr. Guterres, dear European Union, dear human rights organizations, dear world community!

Pakistani intelligence agency ISI and Pakistani military generals have disappeared without a trace more than 60,000 people in Balochistan and more than 10,000 people in Pashtunkhwa. These were basically innocent people who had not committed any crimes. Nobody knows about the fate of the disappeared people. They arrest, torture and kill people and sometimes throw their corpses on the streets. Well-known persons such as Ms. Mahal Baloch, Mr. Abid Mir, etc. are among those arrested or who have disappeared without a trace. Prominent persons are often intimidated by death threats and disclosure of their privacy.

According to a report of October 4, 2022 by "VOA Deewa", Mr. Nasrullah Baloch, chairman of the Organization for Missing Baloch said that the disappearances of Baloch without a trace in Balochistan and Sindh have increased. Mr. Nasrullah Baloch said that Pakistani intelligence and military authorities are implicated in the people's disappearance. Mr. Nasrullah Baloch called on the government to interrogate the secret service and the military and limit their powers to prevent the disappearance. Ms Huran Baloch from the Missing Baloch Organization expressed her concern that the missing Baloch activists could be killed in fake encounters as such cases have happened in the past.

"VOA Deewa" reported on February 19, 2023 that according to the Baloch Missing Organization, another 37 people disappeared in January and February 2023. The organization said it had given the government a list of the 770 people who disappeared in 2022. Of these, only 300 people have returned home.

Pakistan Police Force (CTD) arrested a woman named Mahal Baloch in Quette on February 17, 2023 and claimed that Ms Mahal Baloch had alleged links to terrorists. Pakistani police released a video of Ms. Mahal Baloch's statement around March 21, 2023. According to a report dated March 22, 2023 by "VOA Deewa", Mr. Nasrullah Baloch, Chairman of the Baloch Missing Organization, rejected the allegations against Ms. Mahal Baloch. Mr. Nasrulah Baloch said that Ms. Mahal Baloch was blackmailed into making such statement. He said that by doing this, the Pakistan Police Department (CTD) wants to weaken the fight against the disappearance of the Baloch people.

According to the report dated March 9, 2023 by "VOA Deewa", on March 8, 2023, a Baloch activist named Mr. Abid Mir disappeared in Islamabad. Mr. Abid Mir was a famous person, civil activist, journalist, professor, university lecturer and writer. He has written several books. His brother Mr. Khalid Mir told "VOA Deewa" that Mr. Abid Mir posted a video on Facebook on International Women's Day, March 8, 2023. The video showed the Baloch protesting against the disappearance of the Baloch without a trace. The demonstrators shouted the slogans "the enemy government". A few hours later, Mr Abid Mir disappeared without a trace. Mr. Najib Sayer, a close friend of Mr. Abid Mir, told "VOA Deewa" that Mr. Abid Mir was a capable voice of Balochistan. He fought against oppression through his written work.
 
"VOA Deewa" reported on February 19, 2023 on protests by residents in South Waziristan over the government's 1.5-month internet ban. Pakistan keeps blocking the internet in these areas to keep the people of Waziristan uneducated and illiterate and their voices unable to reach the outside world.

So far we have sent many letters to the European Union and other places in the world. After a long time, the department "Asiapac.2-Afghanistan, Pakistan" of the EU replied that they are aware of the problems we raised regarding Pakistan.

Dear Mr. President Joe Biden, dear UN Secretary General Mr. Guterres, dear European Union, dear human rights organizations, dear world community!

Pakistan set fire to the innocent people of Balochistan in Pashtunkhwa. This fire has lasted for over 50 years. More than 60,000 people in Balochistan and tens of thousands in Pashtunkhwa have disappeared without a trace. They murdered most of the missing people. Some of them are still in Pakistani prisons. They used to arrest men. Now they arrest women too.
This terror is carried out by Pakistani ISI and Pakistani generals.

The people who are disappeared without a trace or are arrested are mostly educated people, activists, those active in social media, demonstrators and people fighting for their rights.
 
The secret service ISI and their generals carry out fake terror attacks, even killing their own military officers and policemen in the process. They want to find an argument to show the world that they were allegedly attacked by terrorists. In reality, the people referred to by Pakistan as terrorists are not terrorists but activists like Ms. Mahal Baloch, Mr. Abid Mir and others, some of whom we have mentioned in our previous letters. They are activists, teachers, politicians, lawyers, students, civil servants, journalists, writers, etc.

Dear President Joe Biden, dear UN Secretary General Mr. Guterres, dear European Union, dear human rights organizations, dear world community!

We ask you to bear in mind that these people, who are arrested in Pakistan, are powerless at the mercy of Pakistan's tyranny. They cannot defend themselves through a lawyer, they cannot turn to the court and the prosecutor. If they turn to their lawyers for justice, then the Pakistani prosecutors will automatically find out and inform the intelligence agency. Consequently, the secret service steps in to intimidate the victims' lawyers.

Pakistan runs the killing machine in Balochistan and Pashtunkhwa to quell people's demands for freedom and rights.
Just as politicians, activists, human rights activists, people from other tribes and numerous innocent people were murdered without legal representation and without a trial during World War II, Pakistan also practices holocaust on innocent people.

Dear Mr. President Joe Biden, dear UN Secretary General Mr. Guterres, dear European Union, dear human rights organizations, dear world community!

On behalf of all the above.mentioned innocent people, we ask you, in the interests of humanity and justice, to hold Pakistan accountable, to stop all financial aid to Pakistan, to extradite all Pakistani war criminal generals to the International Criminal Court in The Hague, and to impose harsh sanctions on Pakistan. Pressure should be put on Pakistan to release Ms. Mahal Baloch, Mr. Abid Mir, all activists and all innocent people from prisons.

Pakistan's trickery has not only harmed the people on both sides of the Durand Line, but has also caused enormous billions of dollars in damage to the world. Pakistan has betrayed the world through false games and tricks.


Best regards

PS: Dear readers, after reading this letter, please forward it to your friends. By doing this you support the innocent people in the interests of justice.