موږ خپل دوست هند ته زرغون څراغ لګوو
د هند ګران حکومت ته
ګران د هند د دفاع وزیر، ښاغلي راجناتھ سینګ ته
اوس مهال موږ د عملیاتو وړ هوايي ځواک نه لرو او له همدې امله نسو کولی د خپل هوايي حریم ساتنه کړو
د پاکستان جنګي جنایتکارانو جنرالانو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۹مه د کابل په استوګنیزه سیمه کې د بېپيلوټه الوتکو په بریدونو سره بمباري وکړه.
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۰مه، دوی د پکتیا په برمل ولسوالۍ کې د بېپيلوټه الوتکو په بریدونو سره بمباري وکړه، چې ۳۵ دوکانونه او ګودامونه یې ویجاړ کړل.
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۵مه، دوی بیا په کابل کې د استوګنې ودانۍ بمباري کړې. لږترلږه ۵ کسان ووژل سول او ۳۵ نور ټپیان سول.
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۵مه، دوی د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ برید وکړ، چې ۳۹ بې ګناه ماشومان، ښځې او نارینه یې ووژل او ۳۲۴ کسان یې ټپیان کړل.
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۷مه، دوی د پکتیا پر اورګون او برمل ولسوالیو بمباري وکړه؛ لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل سول او ۲۰ نور ټپیان سول، چې ماشومان او ښځې هم پکښې شاملې وې. په وژل سوو کسانو کې لږ تر لږه ۸ د کرکټ لوبغاړي هم وه چې تر لوبې وروسته په یوه کور کې راټول سوي وه.
دا جنګي مجرمان جنرالان او جنایتکاره دیکتاتوران د افغانستان په دواړو برخو کې افغان ولس نه پریږدي چې په ارامه ژوند وکړي.
موږ په عاجله توګه د هند څخه د پوځي ملاتړ غوښتنه کوو ترڅو زموږ د هوايي حریم ساتنه وکي. موږ ځمکنیو ځواکونو ته اړتیا نلرو، ځکه چې موږ افغانان په ځمکنیو عملیاتو کې د پام وړ ځواک او تجربه لرو. ټول افغان هوايي ډګرونه د هند د هوايي ځواک په اختیار کې دي.
په درنښت
Wir geben unserem Freund Indien grünes Licht
Liebe Indische Regierung,
Lieber Herr Verteidigungsminister vom Indien Rajnath Singh,
zurzeit verfügen wir über keine einsatzfähige Luftwaffe und sind deshalb nicht in der Lage, unseren Luftraum zu sichern.
Die pakistanische kriegsverbrecherische Generäle haben am 09.10.2025 ein Wohnviertel in Kabul mittels Drohnenangriffen bombardiert.
Am 10.10.2025 bombardierten sie den Bezirk Barmal in Paktia mit Drohnen; dabei wurden 35 Geschäfte und Lagerhäuser zerstört.
Am 15.10.2025 bombardierten sie erneut Wohnhäuser in Kabul. Mindestens 5 Personen wurden getötet und 35 verletzt.
Am 15.10.2025 griffen sie den Bezirk Spin‑Boldak in Kandahar an; dabei wurden 39 unschuldige Kinder, Frauen und Männer getötet und 324 Personen verletzt.
Am 17.10.2025 bombardierten sie die Bezirke Urgun und Barmal in Paktia; mindestens 10 Menschen, wurden getötet und 20 verletzt, darunter auch Kinder und Frauen . Unter den Toten befanden sich mindestens 8 Cricket-Spieler, die sich nach dem Spiel in einem Haus versammelt hatten.
Diese kriegsverbrecherische Generäle und kriminelle Diktatoren lassen das afghanische Volk in beiden Teilen Afghanistans nicht in Ruhe.
Wir bitten Indien dringend um militärische Unterstützung, um unseren Luftraum zu sichern. Bodentruppen benötigen wir nicht, da wir Afghanen über viel Stärke und Erfahrung im Bodenbereich verfügen. Alle afghanischen Flughäfen stehen der indischen Luftwaffe zur Verfügung.
Mit freundlichen Grüßen
