قدرمنو آغلو اوښاغلو
پاکستان په دوامداره توګه د نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونی کوی. له دی امله، موږ لاندې شکایتونه او غوښتنې د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې ته وړاندې کوو
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۹مه، پاکستان د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) په واسطه د افغانستان پلازمېنه کابل بمبارد کړه. د اکتوبر په ۱۰مه یی د پکتياء ولايت د برمل ولسوالۍ پر يو بازار د ډرون په واسطه بل بريد وکی، چې په پایله کې ۳۵ دوکانونه او ګودامونه ویجاړ سول. دا بريدونه د افغانستان د ارضي تماميت او هوايي حريم ښکاره نقض دی، او دا د نړيوالو قوانينو څخه ښکاره سرغړونه ده
دا پېښه يوازېنۍ نه ده: پاکستاني پوځ بيا بيا د افغانستان پر خاوره بريدونه کړي دی، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر بېګناه ولسي خلک، ماشومان، ښځې او زاړه کسان وژل سوي يا ژوبل سوي دي. کورونه ویجاړ سوي دی، خلک د شپې له خوا بیده وی او یا د ورځې پر مهال، کله چې ښځې د کور کار کوي يا ماشومان لوبې کوي، پاکستان پر دوی بريد کوي. دا ډول بریدونه په دوامداره توګه تکرارېږي
د تېرو ۵۰ کلونو راهيسې پاکستان د افغانستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې مداخله کوي. د ډیورنډ کرښې پر بل اړخ، یعنې په بلوچستان او پښتونخوا کې، پاکستان له ۷۷ کلونو راهيسې د ظلم، بېعدالتیو او ناامنيو اور بل کړی دې
هغه خلک چې په بلوچستان او پښتونخوا کې خپل حق غواړي یا د ظلم پر ضد احتجاج کوي، نیول کېږي، شکنجه کېږي يا وژل کېږي. هدفي وژنې او ډلهييز قتلونه روان دي. د بېپيلوټه الوتکو بريدونه پر کورونو کېږي، داسې مهال چې ښځې په کور کی دننه کار کوي او ماشومان له کوره بهر لوبې کوي — دپاکستان د پوځ د خوا پر دوی باندی په وارو وارو ناڅاپه حملی سویدی
پاکستان له ډېرو کلونو راهيسې د ترهګرۍ ملاتړ کوي. دا هېواد له ۳۰ زیاتې ترهګرې ډلې روزي او بیا يې افغانستان، هندوستان، کشمير او نورو هېوادونو ته د ګډوډۍ او بېثباتۍ لپاره استوي
د دغو ډلو له جملی څخه يوه هم د داعش خراسان ډله ده. د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۲۴مه د رسنيو د راپورونو له مخې، د پاکستان يو پخواني نظامي چارواکي عادل راجا په ښکاره و منل چې د داعش خراسان ترهګرې ډلې مشران د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ او د پښتونخوا په ولايت کې موجود دي. نورو راپورونو ښودلې ده چې د داعش خراسان مشر شهابالمهاجر، او د هغه ملګري عبدالحکيم توحيدي، سلطان عزيز عزام، او صلاحالدين رجب په پاکستان کې دي، او د پاکستان استخباراتي اداره (آی ایس آی) د دوی ساتنه او ملاتړ کوي
د هند ورځپاڼې انډيا ټوډې د ۲۰۲۵کال د سپتمبر په ۲۶مه راپور ورکړ چې د ۲۰۲۵کال د جولای په مياشت کې، د پښتونخوا په ګلبن ميدان کې، چې د ډیورنډ کرښې څخه ۴۷ کیلومتره لیرې دی، د لشکر طيبه ترهګرې ډلې يو نوی روزنيز کمپ جوړ سوی دی. ويل کېږي دا کمپ د هندوستان تر هغه بريد وروسته جوړ سوی دی، کوم چې د ۲۰۲۵ کال د مې په مياشت کې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمير کې د انتحاري بریدګرو پر يوه مرکز ترسره سوی وو
همدارنګه، پاکستان د تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو راهيسې په پراخه پيمانه کوکنار کري چې د نشهيي توکو د توليد لپاره کارول کېږي — د کوکنارو کښت په نږدې ۸۰،۰۰۰ هکټاره مځکه کی تر سره کیږي. د دې ناقانونه کاروبار تر شا جنګي جنايتکاره جنرالان او فاسد چارواکي لاس لری. دوی د نشهيي توکو نړيوال تجارت کوي او له همدې لارې هر کال ميلياردونه ډالر عوايد ترلاسه کوي
په همدې اساس، موږ له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې څخه په جدي توګه غوښتنه کوو چې پر لاندې ټکو غور وکړي
پاکستان ترهګري تمويلوي او د نشهيي توکو له تجارت څخه لويه ګټه ترلاسه کوي
پاکستان بايد د ترهګرۍ او نشهيي توکو د قاچاق له امله په نړیوالو تورو ليستونو کی شامل سي
موږ د مالي څار اداری (ایف ای ټی ایف) څخه غوښتنه کوو چې پاکستان د هغو هېوادونو په تور ليست کې شامل کړي چې د ترهګرۍ مالي ملاتړ او د نشهيي توکو کاروبار کوي
موږ غواړو چې د پاکستان جنګي جنايتکاره جنرالان او فاسد چارواکي د خپلو اعمالو له امله — چې د بېګناه انسانانو وژنه او د نشه یی توکو نړيوال قاچاق دی — محاکمه سي
همداراز موږ پر دا خبره ټينګار کوو: بلوچستان او پښتونخوا د افغانستان سيمې دي؛ دا وخت دغه سيمې د اسلاماباد تر ادارې لاندې دي. موږ د افغانستان سره د دغو سيمو د بيرته يوځای کېدو غوښتنه کوو
د افغانستان دواړه خواوې يو ولس, یو کلتور او يوهیواد دي. دا د افغانانو خپل حق دی چې خپله خاوره په خپله اداره کړي. موږ د ځپل حق غوښتنه کوو. موږ نه غواړو چې بلوچستان او پښتونخوا د اسلاماباد تر اداری لاندې پاتې سي
موږ له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کوو چې زموږ غوښتنې جدي وګڼي، د افغانستان په ټولو برخو کې د خلکو د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، او د پاکستان د مجرمو واکمنانو پر وړاندی لازم ګامونه پورته کړي
په درناوي
angesichts der anhaltenden schweren Verstöße gegen das Völkerrecht richten wir folgende Anklagen und Forderungen an die Vereinten Nationen und die internationale Gemeinschaft.
Pakistan betreibt seit vielen Jahren aktiv Terrorismus. Es bildet über 30 terroristische Gruppen aus und entsendet diese nach Afghanistan, Indien, Kaschmir und in andere Länder, um dort gezielt Destabilisierung zu betreiben.
Eine dieser Gruppen ist der sogenannte IS-Khorasan. Laut Medienberichten vom 24. September 2025 hat der ehemalige pakistanische Militärbeamte Adil Raja öffentlich eingeräumt, dass sich hochrangige Mitglieder dieser Terrororganisation sowohl im Bezirk Mastung in Belutschistan als auch in der Provinz Paschtunkhwa aufhalten. Weiteren Berichten zufolge befinden sich sowohl der Anführer des IS-Khorasan, Herr Shahabul-Mahajar, als auch seine Kollegen Herr Abdulhakim Tawhidi, Herr Sultan Aziz Ezam und Herr Salhuddin Rajab auf Pakistan und stehen unter dem Schutz des pakistanischen Militärgeheimdienstes ISI.
-
Pakistan betreibt und finanziert Terrorismus und erzielt durch Drogenhandel erhebliche Einnahmen.
-
Pakistan muss auf internationale schwarze Listen für Terrorismus und Drogenhandel gesetzt werden.
-
Wir ersuchen die Financial Action Task Force (FATF), Pakistan in die Schwarze Liste der Staaten aufzunehmen, die in Terrorismusfinanzierung und Drogenhandel involviert sind.
-
Wir verlangen, dass die kriegsverbrecherischen Generäle und kriminellen Machthaber Pakistans zur Rechenschaft gezogen werden, weil sie unschuldige Menschen getötet haben und internationalen Drogenhandel betreiben.
