په افغانستان کې یو ناورین دی !
میرمنو او ښاغلو
لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، افغانستان اوس مهال د یو ژور بشري ناورین سره مخامخ دی او افغان ولس د طالبانو تر پراخو ظلمونو لاندی ژوند کوی
له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې ښځې په حقیقت کې په خپلو کورونو کې بندېانی دي. دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې خپل کور پریږدي او حتی د کور دباندی د چا سره د خبرو کولو اجازه نه لري. ډیری ښځې د طالبانو دخوا بندیانی سوي او شکنجه سوي دی، حتی پر ځینو ښځو د طالبانو دخوا جنسي تیري هم سوي دی. طالبانود نجونو لپاره د زده کړې حق هم په پراخه کچه محدود کړی دی. له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې، له اووم ټولګي څخه پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نسته، پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي. په افغانستان کې هر هغه څوک چې د خپلو حقونو لپاره په لارو اوکوڅو کې ږغ پورته کړي، هغه که نارینه وي یا ښځه، په بې رحمانه ډول وهل کېږي یا بندی کېږي
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د رسیدو راهیسې، طالبانو ډیری ظلمونه کړي دي. لاندې د دوی د جنایتونو یو څو مثالونه دي
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۸ مه په جلال اباد او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۹ په اسعداباد کې څو تنه په دې خاطر په ډزو ووژل چې د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ یې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ په لاس کی وو.
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۹مه په کندهار ښار کې طالبانو دوی ښځې چې په یوه رکشه کې ناستې وې په دې خاطر په ډزو ووژلې چې رکشی چلوونکي یې د طالبانو په غوښتنه رکشه ونه درول
طالبانو د افغانستان په ختیځ کې په یو موټر کی ناست کسان په ډزو وویشتل ځکه چې هغوی د واده په مناسبت په موټر کې موسیقي اوریدله
طالبانو د کابل د کنټرول په یوه پوسته (چیک پوائنټ) کې پر موټر ډزی وکړی او په موټر کی ناست کسان یی د ښځو په شمول وویشتل
فقر، لوږه، بې روزګاري، کړاو او ناروغۍ په ټول هېواد کې په پراخه کچه اوج ته رسیدلی دي
لنډه دا چې افغانستان په یوه بشري ناورین کې واقع دی. طالبان د سیاست په اړه هیڅ پوهه نه لري. پر ملکي وګړو باندې وسله برابرول او حکم ورکول چې له ځایه حرکت ونه کړي، دا نه سیاست دی، نه حکومتولی ده، بلکې احمقانه کړنی دی
په تېره بیا د طالبانو پنځو مخکښو استازو په افغانستان کې د بې اندازې کړاونو او ظلمونو لامل سوی دی او د اسلام نوم یې بدنام کړی دی. د دغه پنځو کسانو نومونه په لاندی ډول دی
هیبت الله اخندزاده، د طالبانو مشر
عبدالحکیم حقانی د طالبانو د عدلیې وزیر
محمد خالد حنفي، د امر بالمعدوف او نهی عن المنکر وزیر
حبیب الله اغا د پوهنې وزیر
ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزیر
موږ غوښتنه کوو چې دا پنځه کسان دې ونیول سي او د قانون منګولو ته دې وسپارل سي او یا که اړتیا وي دا کسان دی خنثي کړل سی. البته، دا يادونه مهمه ده چې موږ د طالبانو د ټولو غړو د له منځه وړلو یا وژلو غوښتنه نه کوو. په طالبانو کې ډیری معتدل کسان شتون لري چې د ښځو حقونه مني، د نجونو د ښوونځي پرانیستل غواړي او د افغانستان پرمختګ غواړي. طبعاّ موږ ددغه معتدلو کسانو لپاره د کار کولو وړاندیز لرو چی دوی دی په ځانګړو دندو او ماموریتونو کی وګمارل سی، لکه د مخدره توکو سره مبارزه، د تروریزم سره مبارزه، د فساد سره مبارزه، د لوی افغانستان په سرحدونو کې کنټرول او نظارت، د معدني زیرمو څارنه او اړو خلکو ته د بشري مرستو ور رسول او ویشل.
اوسنی ناوړه حالت ته په کتو، موږ غواړو ټولو هغو هېوادونو ته چې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا لري، په ګوته کړو چې هر ډول تړونونه چې دوی د طالبانو سره کړي دی یا یی په راتلونکی کی وکړي – هغه که د کاني زېرمو په برخه کې وي او يا نور مسايل – ټول بې اعتباره دي او نه منل کیږي. هغوی د افغانستان له ناورین څخه خبر دي او باید په خپلو پریکړو کې دا واقعیت په پام کې ونیسي
په پای کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو: افغانستان په یوه جدي بحرانی حالت کې دی. لوږه، بې وزلي، ناروغۍ، کړاو او بېکاري ورځ تر بلې بدتره کېږي. له همدې امله موږ له تاسو څخه په ټینګه هیله کوو چې د افغان ولس سره مرسته وکړئ، په ځانګړې توګه د خوراکي توکو او درملو په برخه کی او همدارنګه د نورو بیړنیو مرستو په برخو کې لطفاّ ددوی ملاتړ وکړی
په درنښت

Es ist ein Desaster in Afghanistan!
Sehr geehrte Damen und Herren,
wie Sie sicherlich wissen, befindet sich Afghanistan derzeit in einer tiefen humanitären Katastrophe. Das afghansiche Volk leidet unter massiven Unterdrückung durch die Taliban.
Seit fast vier Jahren sind die Frauen in Afghanistan praktisch in ihren eigenen Häusern gefangen. Sie dürfen ihre Wohnungen nicht verlassen und dürfen auf der Strasse nicht sprechen. Viele Frauen wurden bereits verhaftet, gefoltert oder gar vergewaltigt. Das Recht auf Bildung für Mädchen ist ebenfalls massiv eingeschränkt. Seit fast vier Jahren ist es Mädchen ab der siebten Klasse verboten, Schulen zu besuchen, und Universitäten bleiben für sie geschlossen. Wer in Afghanistan, sei es ein Mann oder eine Frau, auf der Straße für seine Rechte eintritt, wird brutal geprügelt oder festgenommen und verhaftet.
Seit ihrer Machtübernahme im August 2021 haben die Taliban zahlreiche Gräueltaten begangen. Nachfolgend nur einige Beispiele ihrer Verbrechen:
- Die Taliban haben am 18. August 2021 in Jalalabad und 19. August 2021 in Asadabad mehrere Menchen erschossen, weil sie die 3 farbige afghanische Nationalflage am Tag der Unabhängigkeit Afghanistans trugen.
- Die Taliban haben am 19. Februaer 2022 in Stadt Kandahar 2 Frauen, die in Kleintaxi (Rikscha oder Tuk-Tuk) sassen, erschossen, weil der Fahrer die Forderung der Taliban, anzuhalten, nicht beachtet hatte.
- Die Taliban haben im Osten Afghanistan Autofahrer erschossen, weil sie im Auto anläßlich einer Hochzeit Musik hörten.
- Die Taliban haben in Kabul bei Kontrollposten (Checkpoint) Autoinsassen, darunter Frauen erschossen.
Im ganzen Land sind Armut, Hunger, Arbeitslosigkeit, Leid und Krankheiten weit verbreitet.
Kurz gesagt, Afghanistan ist in einer humanitären Katastrophe. Die Taliban haben keine Anhnung von der Politik. Die Waffen auf Zivilisten zu richten und den Befehl zu erteilen, sich nicht zu bewegen, ist keine Politik und keine Regierung, sondern Idiotismus.
Insbedondere Fünf führende Taliban-Vertreter haben in Afghanistan unermessliches Leid verbreitet und den Namen des Islam in Verruf gebracht. Es handelt sich dabei um die folgenden Personen:
- Hibatullah Achundsada, Taliban-Führer
- Abdul Hakim Hakkani, Justizminister der Taliban
- Mohammad Khalid Hanafi, Minister für die Verbreitung von Tugend und die Verhinderung von Laster
- Habibullah Agha, Minister für Bildung
- Nida Mohammad Nadeem, Minister für höhere Bildung
Wir fordern, dass diese fünf Personen festgenommen und vor Gericht gestellt werden oder notfalls unschädlich gemacht werden. Es ist jedoch wichtig zu betonen, dass wir nicht die Beseitigung oder Tötung aller Taliban-Mitglieder fordern. Innerhalb der Taliban gibt es einen großen Anteil gemäßigter Kräfte, die die Rechte der Frauen akzeptieren, die Schulen öffnen wollen und Fortschritt für Afghanistan wünschen. Natürlich können wir konkrete Aufgaben und Einsatzbereiche für diese gemäßigten Mitglieder vorschlagen, wie zum Beispiel in den Bereichen Drogenbekämpfung, Terrorismusbekämpfung, Korruptionsbekämpfung, Kontrollen und Überwachung an den Grenzen des Großafghanistan, Überwachung von Bodenschätzen und Verteilung humanitärer Hilfe an die bedürftige Menschen.
In Anbetracht der dramatischen Situation möchten wir alle Länder, die in Afghanistan investieren möchten, darauf hinweisen, dass jegliche Vereinbarungen, die sie mit den Taliban getroffen haben oder noch treffen wollen – sei es im Bereich der Bodenschätze oder anderen Angelegenheiten – ungültig sind und nicht akzeptiert werden. Sie sind sich der Katastrophe in Afghanistan bewusst und sollten diese Tatsache in ihren Entscheidungen berücksichtigen.
Abschließend appellieren wir an die Weltgemeinschaft: Afghanistan befindet sich in einer ernsthaften Krise. Hunger, Armut, Krankheiten, Leid und Arbeitslosigkeit verschärfen sich immer weiter. Daher bitten wir Sie dringend, dem afghanischen Volk zu helfen, insbesondere in den Bereichen Lebensmittelhilfe, medizinische Versorgung und andere dringend benötigte Unterstützung.
Mit freundlichen Grüßen