د بدخشان او د افغانستان په نورو سیمو کې د ماشومانو وژنی وحشیانه کړنې او لوی جنایت دی
آغلو او ښاغلو
موږ د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۰ نېټه د رسنیو د لارې خبر سوو چې دوی میاشتې وړاندې د بدخشان په ولایت کې یو اوه کلن ماشوم چې نوم یې عثمان وو، د جنایتکارانو د خوا وتښتول سو. دغه کسانو چی عثمان یی یرغمل نیولی وو دماشوم د بیرته را ایله کولو په بدل کی یی د عثمان د کورنی څخه د پیسو غوښتنه وکړل. کله چې د ماشوم کورنۍ ونه توانېدله چې د یرغمل نیوونکو غوښتنې ومني، نو جنایتکارانو عثمان په بې رحمۍ سره ووژلی او د هغه دبدن غړی یی پرې یی کړل. موږ دا وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندو. دا یو لوی جرم دی. د لوی افغانستان ولس د عثمان د کورنی سره په دا غم کی شریک او همدرده دي.
تر دې مخکې د افغانستان په نورو سیمو کې هم ورته جرمونه سوي دي
په ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې، په کابل کې یوه شپږ کلنه نجلی چی محسا نومیده وتښتول سوه او ووژل سوه
په ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې، د کابل د ښار په کارته نو سیمه کې، یو اته کلن هلک چې نوم یې یوسف و، یرغمل او ووژل سو
د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې یو اته کلن ماشوم د پروان ولایت په چاریکار ښار کې یرغمل او ووژل سو
په ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې، د کندهارولایت دمنصور کور په کلی کې یولس کلن هلک، وتښتول سو، پښتورګی یی ځنی وایستل او ووژل سو
په ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې، د بدخشان ولایت د شهدا په ولسوالۍ کې یو دولس کلن ماشوم وتښتول سو او ووژل سو
په ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې، د کندهار په ښار کې یودری کلن هلک چې نوم یې مزمل وو، وتښتول سواو ووژل سو
موږ د لوی افغانستان پر خلکو ږ غ کوو چې په دې برخه کې سره یو سی او په ګډه زړورتیا وښيي. موږ ستاسو ملاتړ ته هیله مند یو ترڅو ټول هغه مجرمین د قانون منګولو ته وسپارو چی د ماشومانو په تښتولو او وژلو کی لاس لری. هر هغه څوک چې د بدخشان په پیښه کی دعثمان د قاتلانو په باره کی او همدارنګه په افغانستان کې د نورو ماشومانو د تښتونې او وژنی د عاملینو په اړه معلومات وړاندې کولای سي له اړوندو امنیتي چارواکو او ارګانونو سره دی اړیکه ونیسي او مغعومات دی ورسره شریک کړی. د ماشومانو هر قاتل چی ستاسی د معلومات شریکولو او همکاری په نتیجه کی ونیول سي، نو تاسی ته به د ۲۰۰,۰۰۰ افغانیو انعام درکول سي
په درنښت
- Im März 2019 wurde ein sechsjähriges Mädchen namens Mahsa in Kabul entführt und ermordet.
- Im März 2020 wurde im Bezirk Karta-e-Naw, in der Stadt Kabul, ein achtjähriger Junge namens Yousaf entführt und getötet.
- Im Juni 2023 wurde in der Stadt Charikar, Provinz Parwan, ein achtjähriger Junge entführt und getötet.
- Im Juli 2023 wurde im Dorf Mansur Kor in der Provinz Kandahar ein elfjähriger Junge entführt, seine Nieren wurden entfernt und er wurde getötet.
- Im August 2023 wurde im Shuhada-Distrikt der Provinz Badakhschan ein zwölfjähriges Kind entführt und getötet.
-
Im März 2024 wurde ein dreijähriger Junge namens Muzamil in der Stadt Kandahar entführt und getötet.