د تاجکستان حکومت ته
ښاغلی ولسمشر امام علی رحمان
محترم د تاجکستان حکومت
موږ غواړو چې ستاسو پام یوې ډېرې جدي موضوع ته واړوو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه د افغان حکومت د سقوط وروسته رامنځته سوه. دافغانستان مافیا، چې تر هغه وخته پورې یی په افغان حکومت کی کار کوی، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه د هلیکوپترونو او الوتکو له لارې د افغانستان څخه دباندی هیوادو ته و تښتیدل او او د غلا سوو دولتي شتمنیو لویه برخه یې له ځانه سره یوړل، چې په کښې د امریکایی ډالرو ډکې کڅوړې او د زرو خښتی هم شاملې وې. د دې کسانو یوه لویه برخه تاجکستان ته تښته وکړه، ځینې یې بیا نورو هېوادونو ته پناه یوړه.
د افغان مافیا غړي پېژندل سوي مجرمین دي. دوی د دې پر ځای چې د افغان ولس خدمت وکړي، افغانستان یې په یوه لوی بحران کې ډوب کړ او ګڼ شمېر جنایتونه یې ترسره کړل. دوی له خپل واک څخه ناوړه ګټه پورته کړه، دولتي چوکۍ یې تر یو ملیون ډالرو پورې وپلورلې ، رشوتونه یی واخیستل او پیسې یې د درغلۍ او غیرقانوني لارو څخه ترلاسه کړې. دوی د افغانستان په پارلمان کې رایې د ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ ډالرو پورې خرڅولې. د حکومت تر نامه لاندې، دوی تېل او نور توکي وارد کړل، په بازار کې یې خرڅ کړل او عایدات یی په خپلو جیبونو کې واچول. دوی د افغانستان له ملي موزیم څخه لرغوني او تاریخي ارزښتناک أثار غلا کړل. دوی خپل خپلوان پر دولتی چوکیو ګمارل، د دولت ځمکې یې په زور قبضه کړلې، د نشهيي توکو په کاروبار کې یې لاس درلود او د خپلو شخصي اهدافو لپاره یې خصوصي ملیشې جوړې کړې. سربیره پردې، دوی خلک ډارول، جنسي تیري یې کول، خلک یې وهل، وژنې یې کولې او نور جرمونه یې ترسره کول. دوی د افغانستان په هر ښار او سیمه کې ګډوډي (انارشی) رامینځته کړه او د پیسو په بدل کې یې بهرنیو هیوادونو ته جاسوسي کول
دا معلومه ده چې افغان مافیا نه یوازې له خپل هیواد افغانستان سره خیانت وکړ، بلکې قومونه به یی د خپلو شخصې ګټو لپاره کارول. د افغانستان لپاره د کار کولو پرځای، دوی خپل جیبونه ډک کړل او بهر ته وتښتېدل. سربیره پردې، دا مافیا د پاکستان د پوځي استخباراتو (أی ایس آی)، ملي مقاومت جبهې او داعش خراسان سره همکارۍ لري چې له دوی سره یو ځای یې په بېلابېلو ځایونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.،کیدای سی چی دا ډله یو وخت تاجکستان ته هم جدي ګواښ پېښ کړی
د دې جدي جرمونو په نظر کې نیولو سره، موږ ستاسو، محترم ولسمشر امام علی رحمان، او د تاجکستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د دې مافیا له خوا غلا سوې شتمنۍ ضبط کړي. موږ همدارنګه غوښتنه کوو چې دغه کسان ونیول سي یا لږ تر لږه په کور کې نظر بنده سي. هر کله چی په افغانستان کې یو مشروع حکومت جوړ سي نو بیا دغه اشخاص افغانستان ته سپارلای سي ترڅو افغان حکومت وکولای سي چې دا افراد محاکمه کړی
تاجکستان او افغانستان وروڼه هیوادونه دي، موږ باور لرو چې ستاسو حکومت به د سیمې دامنیت د ساتنې او د عدالت د پلي کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
په درنښت
.