ملګرو ملتونو ته د شکایت عریضه
د نړیوالې ټولنې ښاغلو غړو،
د ایران د بشري حقونو سازمان "حال وش" د راپور له مخې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۴ مه شاوخوا ۳۰۰ ځوانان افغان کډوال دسیستان او بلوچستان پر پوله ایران ته واوښتل. د کلګان سراوان په سرحدي سیمه کې، یو شمیر ماینونه ځای پر ځای سوي وه. دغه سیمی ته د کډوالو په رسیدو سره ځینی ماینونه وچاودیدل او په عینی وخت کی د ایراني پوله ساتو لخوا پر دغه کډوالو باندی ډزې وسوي. ویل کیږي چې په دغه پیښه کی شاوخوا ۲۶۰ تنه وژل سوي او ټپیان سوي دي
موږ د ایراني پوله ساتو ځواکونو دا عمل په کلکه غندو. دا قصدي عمل د بشریت ضد جنایت دی.
موږ پر ملګرو ملتونو ږغ کوو چې د ایران حکومت د خپلو اعمالو په خاطر محاکمه کړي او د ایران له دولت څخه وغواړي چې بشري حقونه مراعات کړي
افغانان ملامت نه دی چی د خپل وطن څخه بهرنی هیوادو ته مهاجرت کوی. په افغانستان کې د ۴۵ کلنو ناخوالو، کړکېچونو او د جګړې ویجاړونکو اغېزو ډېری خلک له هېواده کډه کولو ته اړ کړي دي. افغان کډوال په ډېرو کوربه هېوادونو کې له ظالمانه چلند او کړاوونو سره مخامخ دي. موږ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د افغان کډوالو ستونزمن وضعیت درک کړي او لازم اقدامات وکړي تر څو دافغان کډوالو سره انسانی چلند وسي.
په درناوی
Petition an die Vereinten Nationen!
Sehr geehrte Mitglieder der Weltgemeinschaft,
laut Berichten der iranischen Menschenrechtsorganisation "Halvash" haben am 14. Oktober 2024 etwa 300 afghanische Jugendliche und Teenager als Flüchtlinge die Grenze zum Iran überquert. In der Grenzregion Kalgan Saravan traten einige von ihnen auf Landminen und wurden anschließend von iranischen Grenzschutzkräften unter Beschuss genommen. Dabei sollen etwa 260 Menschen getötet oder verletzt worden sein.
Wir verurteilen das Vorgehen der iranischen Grenzschutzkräfte auf das Schärfste. Diese absichtliche Tat stellt ein Verbrechen gegen die Menschlichkeit dar.
Wir appellieren an die Vereinten Nationen und die internationale Gemeinschaft, die iranische Regierung für das oben geschilderte Vorgehen zur Rechenschaft zu ziehen und den iranischen Staat zur Einhaltung der Menschensrechte aufzufordern.
Mit freundlichen Grüßen
