ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالې ټولنې ته دشکایت عریضه
ښاغلی دملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریس
د بشري حقونو د سازمانونو محترمو استازو
د نړیوالې ټولنې ښاغلو غړو
موږ څو پلا مخکې هم په دغه هکله تاسی ته خبر درکړی دی چې د پاکستان دیکتاتوران او جنرالان په ظلمونو، قتلونو، جنایتونو او جنګي جرمونو کې لاس لری. له بده مرغه تر اوسه پوری دغه کسان نه دي محاکمه سوي. ځکه نو جدی پوښتنه داده چې ولې داد پاکستان دیکتاتوران او جنایتکاره جنرالان د محاکمه کولو څخه خوندي پاته سوی دي او دخپلو اعمالو په سزا نه دی رسیدلی
په بلوچستان او پښتونخوا کې ظلمونه، د بشري حقونو سرغړونې او جبري لادرکه کول دوام لري. په دی هکله د رسنیو یو شمیر راپورونه په لاندی ډول دی
«وی او ای ډیوه» ، د اپریل ۲، ۲۰۲۴ راپور:
دلادرکه بلوڅانو سازمان «وائس فار بلوچ مسینګ پرسنز» مشر نصرالله بلوچ وویل، دوی مجبوره دي چې د پارلمان غونډو ته نزدی احتجاجی لاریونونه وکړی ترڅو دخلګو اوچارواکو پام د جبري لادرکه سوو کسانو موضوع ته راواړوي
بي بي سي پښتو، د اپرېل۳، ۲۰۲۴ راپور:
د پاکستان د سترې محکمې شپږو قاضیانو په قضايي چارو کې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د لاسوهنې په غندلو سره قضايي شورا ته شکایت کړی دی. قاضیان د ګواښونکو لیکونو په واسطه ډارول سوی دی، دوی ته اخطار ورکول سوی چې که داستخباراتی اداری (آی ایس آی) د امرونو څخه سرغړونه وکړی د دوی د خپلوان به وتښتوی او شکنجه به یی کړی. سربېره پردې، د دقاضیانو په کورونو کې پټې کیمرې نصب سوي دی ترڅو د دوی دکور دننه شخصی ژوند وڅاري. ځینې قاضیانو په کیمیاوي موادو ککړ سوي لیکونه ترلاسه کړي دی چې ممکن د جدي ناروغیو لامل سي
«وی او ای ډیوه» ، د اپریل ۲۳، ۲۰۲۴ راپور:
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اپریل په ۲۲، ۲۰۲۴ کال کې خپور سوی راپور، پاکستان د بشري حقونو په ډیرو سرغړونو تورنوي. همداراز د پاکستان په اړه په دغه راپورکی غیر قضایي وژنی، په زوره جبري ورکول، د حکومت لخوا غیر انساني عملونه، خپلسري بندی کول، د سیاسي د لایلو په خاطر زندانی کول, د مطبوعاتو پر ازادۍ محدودیتونه، د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی، او د هغوی نیول او لادرکه کول. د انټرنېټ سانسور، د سوله ایزو غونډو بندیز، او د جنسي تیري قضیې یادی سوی دي.
بي بي سي پښتو، د مې ۴، ۲۰۲۴ راپور:
د بلوچستان په چمن سیمه کې خلکو د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره مظاهره وکړه. د پاکستان امنیتي ځواکونو له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخیست، د مظاهره چیانو خیمې یې وسوځولې او پر ګډونوالو یې ډزې وکړې. څلور تنه ووژل سول او څلویښت تنه نور ټپیان سول
بي بي سي پښتو، د جون ۵ ، ۲۰۲۴ راپور:
د بلوچستان په چمن کې د اعتراض کوونکو مشران ونیول سول. د دوی خیمې یو ځل بیا وسوځول سوې. په چمن کې امنیتي ځواکونو اوښکې بهونکی ګاز وکارولی او انټرنیټ یې بند کړی. دوی پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې ۳۰ تنه ټپیان سول
«وی او ای ډیوه» ، دجون ۱۴، ۲۰۲۴ راپور:
اغلې مهرنګ بلوچ، چې د بشري حقونو فعاله ده او د بلوڅانو د یووالي کمیټې مشره ده، وویل چې یوازې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ورک سوي دي. هغې ټینګار وکړ چې په بلوچستان کې داسې کومه سیمه نسته چې خلک پکښې نه وي ورک سوي
«وی او ای ډیوه» ، دجون ۱۸، ۲۰۲۴ راپور:
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د "وائس فار مسنگ بلوڅ" په نوم سازمان احتجاج وکړی. په لاريون کې ښځو، ماشومانو او مدني فعالانو برخه اخيستې وه.
د جولای له ۷ څخه تر جولای ۱۱، ۲۰۲۴ پورې د مختلفو رسنیو راپورونه:
ښاغلی ګیلمن وزیر، یو ملکي فعال او د (پی ټی ایم) غورځنګ غړی، د جولای په ۷، ۲۰۲۴، په اسلام آباد کې پر سر باندې د کلک سوټی دګوزار په واسطه سخت ټپي سو. هغه د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۰ د دغو ټپونو په پایله کې مړ سو
«وی او ای ډیوه» ، دجولای ۱۱، ۲۰۲۴ راپور:
د پاکستان پولیسو د بلوچستان په کوټه ښار کې د مظاهره چیانو پر ضد اوښکې بهونکی ګاز وکارولی، څو بلوڅی ښځې یې بندیانې کړې او ویې وهلې
«وی او ای ډیوه» ، دجولای ۱۹، ۲۰۲۴ راپور:
دبشري حقونو ادارې وویل، چی د پاکستان پوځ د پښتونخوا په بنو کې پر مظاهره چیانو چې د خپلو حقونو لپاره یې مظاهرې کولې، ډزې وکړې. لږ تر لږه پنځه مظاهره کوونکي ووژل سول او تر شلو زیات نور ټپیان سول
د بښنې نړیوال سازمان، دجولای ۱۹، ۲۰۲۴، د رسنیو راپور:
د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۹مه د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې پر سوله ییزو مظاهره کوونکو د ډزو له کبله د پاکستان پوځ وغندلی
«وی او ای ډیوه» ، دجولای ۲۸، ۲۰۲۴ راپور:
د بلوچستان خلک ګوادر ته په لاره وه چې د جبري لادرکه سووکسانو دکورنیو دږغ پورته کولو دپاره د مسئولو چارواکو پر ضد احتجاج کې ګډون وکړي. په مستونګ سیمه کې پر مظاهره کوونکو ډزې وسوې او ګوادر ته د دوی د تګ مخه ونیول سوه. څوارلس تنه ټپيان سول. د پاکستان پوځ او پولیسو ګوادر ته غځېدلې لارې بندې کړې او تر ۲۰۰ ډېر مظاهره کوونکي یې ونیول
«وی او ای ډیوه» ، دجولای ۳۰، ۲۰۲۴ راپور:
د بشري حقونو فعاله او د بلوڅانو د یووالي د کمیټې مشرې اغلې مهرنګ بلوچ خبر ورکړ چې په تیرو څلورو ورځو کې تر ۱۰۰۰ زیات فعالان نیول سوي دي
بي بي سي پښتو، د اګست ۲, ۲۰۲۴ راپور:
د پاکستان پولیسو یو ملکي فعال او د (پی ټی ایم) غورځنګ غړی علي وزیر ونیولی. ښاغلي وزیر وویل چې د هغه د نیول کیدو لامل داوو چی ده د پاکستان د حکومت ظلمونه غندلی وه
«وی او ای ډیوه» ، د اګست ۲۲، ۲۰۲۴ راپور:
د پښتونخوا په بنو ضلع کې د پي ټي ایم تحریک غړی ډاکټر نور محمد د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ مه په ډزو ووژل سو. له کلونو راهیسې په پښتونخوا او په ځانګړې توګه په وزیرستان کې هدفي وژنې روانې دي، چې ولسي استازي، مدني فعالان، سیاستوال او نور په کښې وژل سوي دي
بي بي سي پښتو، د اګست ۲۵, ۲۰۲۴ راپور:
پاکستانی چارواکو مدني فعال او د پي ټي ایم غورځنګ مشر منظور پښتین د ۹۰ ورځو لپاره بلوچستان ته د ورتګ څخه ددې لپاره منع کړی دی چې په دا توګه د سوله ییزو لاریونو او احتجاجی غونډو د تنظیمولو مخه ونیسي
«وی او ای ډیوه» ، د اګست ۳۰، ۲۰۲۴ راپور:
د بشري حقونو فعالان وايي، په بلوچستان کې د جبری لادرکه کېدو لړۍ دوام لري. ډیری کورنۍ نه پوهیږي چې ایا د دوی ورک سوي خپلوان لاهم ژوندي دي که نه؟
«وی او ای ډیوه» ، د سپتمبر۸، ۲۰۲۴ راپور:
د پښتونخوا په وزیرستان کې د قومي مشر ښاغلي جمیل پر موټر بمي چاودنه وسول. په چاودنه کې د هغه زوی شمس الدین ووژل سو او ښاغلی جمیل او څلور نور ټپیان سوي دي.
په بلوچستان کې د جبری لادرکه سوو کسانو شمېر تر ۸۰ زرو زیات اټکل سوی دی. د پورتنیو حقایقو په نظر کې نیولو سره، موږ له تاسو څخه غواړو چې د دې خلکو برخلیک روښانه کړئ او د پاکستان مسؤول دیکتاتوران، قاتلین او جنایتکاره جنرالان د عدالت منګولو ته وسپارئ
بلوچستان او پښتونخوا زموږ خاوره ده. پاکستان باید دغه سیمې بېرته موږ ته را وسپاري
موږ به هيڅکله دا قبوله نه کړو چی د بلوچستان او پښتونخوا ولس د پاکستان د ديکتاتورانو او جنګي جنايتکارانو تر ظلمونو لاندی ژوند وکي
په درنښت
Sehr geehrte Vertreter der Menschenrechtsorganisationen,
Sehr geehrte Damen und Herren der Weltgemeinschaft,
- VOA-Deewa, Bericht vom 2. April 2024:
Nasruallah Baloch, Leiter der Organisation "Voice for Baloch Missing Persons", erklärte, dass sie gezwungen seien, vor öffentlichen Versammlungsgebäuden zu protestieren, um auf das spurlose Verschwinden von Menschen aufmerksam zu machen. - BBC Pashto, Bericht vom 3. April 2024:
Sechs Richter des Obersten Gerichtshofs Pakistans haben beim Gerichtsrat eine Beschwerde eingereicht, in der sie die Einmischung des pakistanischen Militärgeheimdienstes ISI in die Justiz anprangern. Die Richter wurden durch Drohbriefe eingeschüchtert, in denen mit der Entführung und Folter ihrer Angehörigen gedroht wurde. Zusätzlich wurden in ihren Wohnhäusern versteckte Kameras installiert, um ihre Privatsphäre zu überwachen.
Einige Richter erhielten zudem Briefe, die mit chemischen Substanzen kontaminiert waren und potenziell schwere Krankheiten hervorrufen könnten. - VOA-Deewa, Bericht vom 23. April 2024:
Ein am 22. April 2024 veröffentlichter Bericht des US-Außenministeriums wirft Pakistan zahlreiche Menschenrechtsverletzungen vor. Dazu gehören außergerichtliche Tötungen, das spurlose Verschwindenlassen von Personen, menschenverachtende Praktiken der Regierung, willkürliche und politische Verhaftungen, die Einschränkung der Pressefreiheit, Gewalt gegen Journalisten sowie deren Verhaftung und Verschwindenlassen. Darüber hinaus werden Internetzensur, die Unterdrückung friedlicher Versammlungen und Fälle von Vergewaltigung angeprangert. - BBC Pashto, Bericht vom 4. Mai 2024:
In der Region Chaman, Provinz Belutschistan, hielten die Menschen eine Protestkundgebung ab, um ihre Rechte einzufordern. Die pakistanischen Sicherheitskräfte setzten Tränengas ein, verbrannten die Zelte der Demonstranten und eröffneten das Feuer auf die Teilnehmer. Dabei kamen vier Personen ums Leben und bis zu 40 weitere wurden verletzt.
- BBC Pashto, Bericht vom 5. Juni 2024:
Die Anführer der Protestkundgebung in Chaman, Belutschistan, wurden festgenommen, nachdem ihre Zelte erneut niedergebrannt worden waren. Die Sicherheitskräfte setzten Tränengas ein und blockierten das Internet in Chaman. Auf die Demonstranten wurde geschossen, wobei 30 Personen verletzt wurden. - VOA-Deewa, Bericht vom 14. Juni 2024:
Frau Mahrang Baloch, Menschenrechtsaktivistin und Leiterin des Komitees für die Einheit der Belutschen, erklärte, dass allein im Mai 2024 über 100 Menschen spurlos verschwunden sind. Sie betonte, dass es in Belutschistan keine Region gebe, in der nicht Menschen verschwunden wären. - VOA-Deewa, Bericht vom 18. Juni 2024:
In der Stadt Quetta, Belutschistan, organisierte die Organisation "Voice for Missing Baloch" eine Protestkundgebung. An dem Protest beteiligten sich Frauen, Kinder und zivile Aktivisten. - Medienberichte vom 7. bis 11. Juli 2024:
Herr Gilaman Wazir, ein Zivilaktivist und Mitglied der PTM-Bewegung, wurde am 7. Juli 2024 in Islamabad mit einem Schlagstock am Kopf verletzt. Er verstarb infolge dieser Verletzungen am 10. Juli 2024. - VOA-Deewa, Bericht vom 11. Juli 2024:
Die pakistanische Polizei setzte in Quetta, Belutschistan, Tränengas gegen Demonstranten ein, verhaftete mehrere belutschische Frauen und schlug sie. - VOA-Deewa, Bericht vom 19. Juli 2024:
Laut Angaben einer Menschenrechtsorganisation wurde im Distrikt Bannu, Paschtunkhwa, auf Demonstranten geschossen, die für ihre Rechte protestierten. Dabei wurden mindestens fünf Demonstranten getötet und bis zu 20 weitere verletzt. - Amnesty Internation, Medienberichte vom 19. Juli 2024:
Amnesty International verurteilte die pakistanische Armee dafür, am 19. Juli 2024 im Bezirk Bannu, Paschtunkhwa, auf friedliche Demonstranten geschossen zu haben. - VOA-Deewa, Bericht vom 28. Juli 2024:
Die Menschen aus Belutschistan machten sich auf den Weg nach Gwadar, um an einer Protestkundgebung gegen das spurlose Verschwinden von Personen teilzunehmen. Im Gebiet Mestong wurde auf die Demonstranten geschossen, um ihre Weiterfahrt nach Gwadar zu verhindern. Dabei wurden 14 Personen verletzt. Das pakistanische Militär und die Polizei sperrten die Straßenverbindungen nach Gwadar und nahmen mehr als 200 Demonstranten fest. - VOA-Deewa, Bericht vom 30. Juli 2024:
Frau Mahrang Baloch, Menschenrechtsaktivistin und Leiterin des Komitees für die Einheit der Belutschen, berichtete, dass in den letzten vier Tagen mehr als 1.000 Aktivisten festgenommen wurden. - BBC Pashto, Bericht vom 2. August 2024:
Die pakistanische Polizei hat den Zivilaktivisten Herrn Ali Wazir, ein Mitglied der PTM-Bewegung, verhaftet. Herr Wazir erklärte, dass der Grund für seine Festnahme seine öffentliche Äußerung gegen die Unterdrückung durch die pakistanische Regierung sei. - VOA-Pashto, Bericht vom 22. August 2024:
Im Distrikt Bannu, Paschtunkhwa, wurde am 21. August 2024 Herr Dr. Noor Mohammad, ein Mitglied der PTM-Bewegung, erschossen. Seit Jahren werden in Paschtunkhwa, insbesondere in der Region Waziristan, gezielte Tötungen durchgeführt, bei denen Volksvertreter, Zivilaktivisten, Politiker und andere Personen getötet werden. - BBC Pashto, Bericht vom 25. August 2024:
Der Zivilaktivist und Leiter der PTM-Bewegung, Herr Manzoor Pashteen, erhielt ein 90-tägiges Einreiseverbot für Belutschistan, um ihn an der Organisation der friedlichen Versammlungen zu hindern. - VOA-Pashto, 30. August 2024:
Menschenrechtsaktivisten berichten, dass das spurlose Verschwinden von Menschen in Belutschistan weitergeht. Viele Familien wissen nicht, ob ihre vermissten Angehörigen noch am Leben sind. - VOA-Deewa, Bericht vom 8. September 2024:
In Waziristan, Paschtunkhwa, wurde das Auto des Stammesführers Herrn Jamil durch eine Bombenexplosion getroffen. Bei der Explosion kam sein Sohn Shamsuddin ums Leben, während Herr Jamil und vier weitere Personen verletzt wurden.
