په افغانستان کی د سختو بارانونو او سیلابونو له قربانیانو سره مالي مرسته
آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۴ کال د اپریل په میاشت کې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کی د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله تر ۶۰ زیات کسان مړه سوی اوتر ۵۰ زیات نفر ټپيان سوی دي. همداراز په سلګونو کورونه ویجاړ سوي دي او یو شمیر باغونواوکښتونو ته زیانونه رسیدلی دی. موږ د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو
هغه کسان چی کورونه یی د بارانونو او سیلابونو له امله نړیدلی دی د هرکورخاوند ته دی ۷۰ زره افغانی ورکول سی. هغه نفر چی دبارانونو او سیلابونو له امله مړه سوی دی دهغو کورنیو ته دی دهر مړی پر سر اویا زره افغانی ورکول سی. هغه کسان چی د بارانونو او سیلابونو له امله سخت زخمیان سوی دی دی هر نفر ته دی لس زره افغانی ورکول سی. هغه کسانوته چی باغونه اوکښتونه یی د بارانونو او سیلابونو له امله زیانمن سوی دی پرهر هکتار یا لس زره مترمربع مځکه دی ۴۰۰۰ زره افغانی ورکول سی. داپیسی دی دافغانستان دبودجی یعنی ددولت دخزانی څخه ورکول سی
دا به ډیرښه وي که چیرې هغه خلک چې کورونه یې د بارانونو او سیلابونو له امله نړیدلی وي خپل نوي کورونه مقاومت لرونکي او باثباته جوړ کړي ترڅو ددوی کورونه د راتلونکي بارانونو او سیلابونو په وړاندې مقاومت وکړي اودبیانړیدلو مخنیوی یی وسی
په درنښت