موږ له (آی ایم ایف) څخه غوښتنه کوو چې پاکستان ته دی مالي مرستې او پورونه نه ورکوي
اغلو او ښاغلو
د پاکستان دیکتاتورانو له تیرو شپیتو کلونو راهیسي په جعلي انتخاباتو سره نړۍ ته دوکه ورکړې ده. په حقیقت کې دوی یوازې په ټاکنو کی د لاسوهنې اودرغلیو له لارې خپل نفر واک ته رسوي. د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د اتمې نېټې جعلی ټاکنو یو ځل بیا وښودله چې تر ټاکنو مخکې، د ټاکنو پر مهال او له ټاکنو وروسته د بشري حقونو بې شمېره سرغړونې او درغلی ترسره سوي دي.
د مارچ په ۵ ، ۲۰۲۴ د نړۍ د مدني ټولنې سازمان (سیویک یو ایس مونیتور) پاکستان د هغو هیوادونو د څار په لیست کې شامل کړ چې پکښې د اپوزیسیون د ځپلو، د خبریالانو د سانسور او په سوله ایزو مظاهرو باندې د بریدونو له امله د بشري حقونو او مدني آزادیو سرغړونه کیږي. لاندې د (سیویک یو ایس مونیتور) دراپور لنډیز دی:
د اپوزیسیون سلګونه غړي د ټاکنو څخه مخکی وختو کې نیول سوي دی. د ټاکنو پر مهال د انټرنېټ او ګرځنده ټیلیفون خدمات ځنډول سوي وه. رسنۍ خاموشه سوي وی او مطبوعات د مخالفینو د فعالیتونو په اړه د راپور ورکولو لپاره سانسور سوي وه. د لاریونونو پرضد کړکیچ مخ په ډیریدو دی ځکه چې چارواکي د سوله ایزو غونډو پروړاندې سخت اقدامات پلي کوي. په ټاکنو کې د بیان ازادۍ او دغونډو جوړلو ازادۍ ته زیان ورسیدی، تر ټاکنو وروسته هم د اسد علي تور په څیر خبریالان په نښه سول.د انټرنیټ اوګرځنده تلیفون د خدماتو په بندولو سره د بیان ازادۍ او معلوماتو ته لاسرسي محدوده سول.
بلوڅ او پښتنې ټولنې د چارواکو له خوا دظلم او د بشري حقونو سرغړونو سره مخامخ دي، لکه په جبري توګه د خلګو ورکول، بی له محاکمی وژنې,خپلسري زندانی کول اوداسی نور. د دې نه علاوه د پښتون ژغورنی غورځنگ (پی ټی ایم) د ځپلو لړۍ دوام لري، د علي وزیر او منظور پښتین په څیر مشران په مختلفو ناسمو تورونو نیول سوي دي. د ۲۰۲۳ په دسمبر کې، د سوله ایز احتجاج کمپاین "بلوچ لانګ مارچ" د ښځینه فعالانو لخوا د صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې (سی ټی ډی) لخوا د یو بلوڅ سړي د وژنې په غبرګون کې پیل سو. د مظاهره کوونکو په مقابل کی د اوښکي بهونکي ګاز او د اوبو پاشونکو توپونو په ګډون په لویه پیمانه زور وکارول سو. د دسمبر او جنورۍ تر منځ په سلګونو کسان نیول سوي دي. د بشري حقونو مدافعین او فعالان په پاکستان کې له خطر سره مخامخ دي کله چې دوی د عدالت غوښتنه کوي.
د ( وي او اې ډیوه) د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د ۱۰ نیټی راپور له مخې, د پاکستان امنیتي ځواکونو پر ښاغلي محسن داوړ (سیاسي فعال، د ملي ډیموکراټیک غورځنګ«(این ډی ای» مشر) او د هغه پر ملاتړو په داسې حال کې ډزې وکړې چې دوی د ټاکنو په پایلو کې د لاسوهنې په اړه احتجاج کاوه. ښاغلی محسن داوړ او ۵ تنه ټپیان سول او یو تن (د نوی راپور له مخې لږ تر لږه ۳ تنه) ووژل سول.
د ( وي او اې ډیوه) د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د ۱۷ نیټی راپور له مخې، د راولپنډۍ پنجاب صوبې کمشنر، ښاغلي لیاقت علي چشته، اعتراف وکړی چې په پاکستان کې په ټولټاکنو کې پراخه فساد سوی دی او د اصلی ګټونکو کاندیدانو په حق کی ناحقی سویده
د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۱۸ نېټه د بي بي سي پښتو راپور له مخې، د شیرافضل مروت (د پي ټي آی ګوند مرستیال) پر کور پس له هغه چاپه ووهل سوه کله چې هغه د ټاکنو د فساد پر ضد ږغ پورته کړی او پرخپلو پلویانو یې د لاریون کولو ږغ وکړی.
د ( وي او اې ډیوه) د ۲۰۲۴ کال د مارچ د ۱ نیټی راپور له مخې، د امریکا د کانګرس شاوخوا ۳۱ غړو د ولسمشر جوبایډن ادارې ته یو لیک ولیږی او د امریکا پرحکومت یې ږغ وکړی چې په پاکستان کې په ترسره سوو انتخاباتو کې د درغلیو تورونه روښانه کړي اوتر هغه مخکی د پاکستان حکومت په رسمیت ونه پیژني. په لیک کې ویل سوي دی چې امریکا باید له پاکستان سره پوځي او نورې مرستې تر هغه وخته وځنډوي چې پاکستاني چارواکي د بشري حقونو قانون ومني او د جمهوري ریاست د پایلو درناوی وکړي.
د ( وي او اې ډیوه) د ۲۰۲۴ کال د مارچ د ۶ نیټی راپور له مخې، متحده ایالاتو، بریتانیا او اروپايي اتحادیې د پاکستان په ټاکنو کې دګډوډي، د درغلیو تورونه او د ټاکنو په ورځ د انټرنیټ بندیز په اړه اندیښنه ښودلې او د تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.
د ( وي او اې ډیوه) د ۲۰۲۴ کال د مارچ د ۱۱ نیټی راپور له مخې، د (پی ټی آی) ګوند په وینا، د هغوی پلویانو د مارچ په ۱۰، ۲۰۲۴ د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد مظاهرې وکړې. په لاهور کې امنیتي ځواکونو پر دوی برید وکړ ، ګڼ شمېر مظاهره کوونکي یې ونیول اومظاهره یی ګډوډه کړل
د ۲۰۲۳م کال د دسمبر په څلورمه نېټه، فعال منظور پښتین د بلوچستان په چمن کې په یوه مظاهره کې ګډون وکړ چې په دغه مظاهره کی یې د پاکستان دچارواکو دخوا د پښتونخوا او بلوچستان پر ولس باندی د روانو ظلمونو پر ضد احتجاج وکړ. له مظاهرې وروسته په داسی حال کی چې ښاغلی منظور پښتین له خپلو پلویانو سره تربت ته روان وو، پاکستاني پولیسو د ښاغلي پښتین پر موټر دده دوژلو په نیت ډزې وکړې. د پاکستاني پولیسو په ډزو یو نفر چی د منظور پښتین په موټر کې سپور وو زخمی سو او دوی لارویانی ښځې ټپیانی سولي. تر دغه پیښی وروسته پاکستاني پولیسو ښاغلی منظور پښتین ونیولی، د ولچک او زولنو سره یی په زندان کی بندی کی.
په پاکستان کې له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی ایس آی) ترهګري کوي او ترهګرو ډلولکه القاعده، داعش خراسان او داسې نورو ته روزنه ورکوي.
ترهګر له اسمانه نه رالویږي. د ترهګرو روزنه، د هغوی تجهیزات او زیربناوی ملیاردونو ډالرو مالي لګښتونو ته اړتیا لري. پاکستان دا ملیاردونه له کومه کوي؟
له همدې امله موږ د پاکستان له ټولو مرسته کوونکو څخه په کلکه غواړو چې په دې پوه سي چې د پاکستان دیکتاتورانو او جنګي جنایتکارانو ته پور ورکول خورا غلط او غیر قانوني کار دی ځکه چی دغه پیسی د بې ګناه خلکو د وژلو لپاره کارول کیږی.
موږ له (آی ایم ایف) څخه غوښتنه کوو چې پاکستان ته دی مالي مرستې او پورونه نه ورکوي.
په درنښت