Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ بریدونه په پاکستان کې پلان سوې وه. د امریکا حکومت وايي پاکستان زموږ متحد دی
 
ګران ولسمشر جو بایډن ته، ګران د امریکاحکومت ته 

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې تروریستي حملې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې (آی ایس آی) او نورو له خوا پلان سوې وې.
په پښتونخوا او بلوچستان کې له پنځوسو کلونو راهیسې ظلم روان دی. بې ګناه خلک بې له کوم معلومات څخه ورکېږي، بندی کېږي، شکنجه کېږي، وژل کېږي او جسدونه یې پر سړکونو غورځول کېږي. پاکستان له تېرو ۴۴ کلونو راهیسې ترهګر روزي او پر بېلابېلو ترهګرو ډلو لکه داعش، القاعدې او نورو یې وېشي، دغه ترهګر بیا افغانستان ته استول کېږي. د پنجاب هدف د افغان ولس تباه کول دي. له همدې امله دوی بېلابېلې ترهګرې ډلې روزي چې په افغانستان کې دننه یی په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړي تر څو یو بل ووژني.

ترهګري د پاکستان دپاره دګټی کاروبار ګرځېدلی دی او له همدې امله پاکستان نه غواړي دغه کاروبار دلاسه ورکي. دوی کله هم له امریکا او کله هم له نورو هېوادونو څخه میلیاردونه ډالر اخلی. د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري وویل چې د داعش ډلې په واسطه طالبانو ته ماتې ورکولی سو. د ښاغلي زرداري څرګندونې د شرم وړ دي ځکه چې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې یې د طالبانو د ماتولو لپاره د داعش ډلې دملاتړ توجیه وکړه. دده دخبرو څخه دا سی ښکاری چې پاکستان د داعش په روزنه کې لاس لري.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې مېرمن نیکي هیلي په دې وروستیو کې رسنیو ته وویل، که د امریکا ولسمشره سي نو د امریکا دښمنانو ته به پیسې ورنکړي. هغې وویل زموږ دښمنان باید د مالیه ورکونکو پیسو ته لاسرسی ونلري. مېرمن نیکي هیلي له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: تاسو (دامریکا حکومت) هغه هېواد ته دوه ملیارده ډالر ورکوئ چې تروریستانو ته پناه ورکوي او زموږ د سرتېرو د وژلو هڅه کوي. مېرمن نیکي هیلي وویل چې د ولسمشر بایډن ادارې پاکستان ته پوځي مرستې بیا پیل کړي دي سره له دې چې پاکستان د لسګونو ترهګرو ډلو ځاله ده.

د پاکستان پوځ او د پاکستان استخباراتی اداره (آی ایس آی) په پښتونخوا او بلوچستان کې په خپله ترهګریز بریدونه ترسره کوي، چې کله ناکله خپل عسکر او پولیس افسران هم په دغه حملوکی وژني. پاکستان د دې تروریستي بریدونو پړه پر نورو ډلو اچوي. دوی غواړی په دا طریقه سره نړۍ ته داسی ښکاره کی چې ګواکی دوی پخپله د ترهګرۍ قرباني دي. دا د پاکستان له خوا یوه چلبازی او دسیسه ده.

هغه کسان چې د بلوچستان او پښتونخوا په غرونو کې دي، ځینې مدنی فعالان او ځینې د ازادۍ مبارزین دي. دوی غواړي بلوچستان او پښتونخوا د پاکستان له ظلمونو ازاده کړي. دوی ترهګر نه دي. نو ځکه پاکستان او نور هیوادونه باید په پښتونخوا او بلوچستان کې داسې عملیات ونه کړي چې د ترهګرۍ ضد په نامه په حقیقت کې بې ګناه خلک وژني. بیانو د رسنیو له لارې ادعا کیږي چې ترهګر یې وژلي دی، په داسی حال کی چی ډیری وختونه دداسی عملیاتو قربانیان بې ګناه کسان وي. په اصل کی د ترهګرو مرکزونه د پاکستان په پوځي اډو کې دي.
موږ افغانان له همدې امله په پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان د عملیاتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کوو.

ګران د امریکا حکومت ته،
که څوک ستاسو متحد وي، ایا دوی کولی سي خلک بندی کړي، شکنجه کړي، قتل کړي او پر سړکانو یی وغورځوي؟
که څوک ستاسو متحد وي، ایا دوی کولی سي ترهګرې ډلې وروزي، حتی ستاسو په ملیاردونو مالي مرستې سره؟
پاکستان له ۵۰ کلونو راهیسې په پښتونخوا او بلوچستان کی او له ۴۴ کلونو راهیسې په افغانستان کې ظلمونه کوي. پاکستان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې په ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود. خو تاسو بیا هم فکر کوئ چې پاکستان ستاسو متحد دی. پر پاکستان هیڅ ډول بندیزونه نه دي لګول سوي ځکه چې دا د امریکا متحد دی. دا څه ډول دیموکراسي او عدالت دی؟

موږ افغانان خپله خاوره او خپل سمندر غواړو. پاکستان باید ژر تر ژره له پښتونخوا او بلوچستان څخه خپل عسکر او پولیس وباسي. پښتونخوا او بلوچستان زموږ خاوره ده. دا زموږ ولس دي. یووالی زموږ حق دی.

په درنښت
 
 
 
 
 
حملات ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱  در پاکستان برنامه ریزی شده بود. حکومت آمریکا پاکستان را متحد خویش می داند
 
جناب رئیس جمهور جو بایدن، حکومت محترم ایالات متحده امریکا،
 
حملات تروریستی ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱  توسط اداره استخبارات نظامی پاکستان (آی ایس آی) و دیگران طراحی شده بود.
بیش از ۵۰ سال است که در پشتونخوا و بلوچستان استبداد اعمال می شود. افراد بی گناه بدون هیچ معلوماتی ناپدید می شوند، دستگیر می شوند، شکنجه می شوند، به قتل می رسند و اجسادشان در سرک ها پرتاب می شود. پاکستان بیش از ۴۴ سال است که تروریست ها را آموزش می دهد و آنها را بین گروه های تروریستی مختلف مانند داعش، القاعده و غیره توزیع می کند. این تروریست ها سپس به افغانستان فرستاده می شوند. هدف پنجاب نابودی مردم افغانستان است. بنابراین، آنها گروه های تروریستی مختلف را آموزش می دهند و  آنها را در جنگ داخلی در داخل افغانستان درگیر میکنند تا یکدیگر را بکشند.
 
تروریزم به تجارت خیلی مفید برای پاکستان تبدیل شده است، به همین دلیل پاکستان نمی خواهد این تجارت را کنار بگذارد. گاهی میلیاردها دالر از آمریکا و گاهی از کشورهای دیگر به دست می آورد. بلاول زرداری وزیر امور خارجه پاکستان هنگام شرکت در کنفرانس امنیتی مونیخ درماه فبروری ۲۰۲۳ گفت که با استفاده از گروه های داعش می تواند طالبان را شکست داد. اظهارات آقای زرداری مایه شرمساری است زیرا در کنفرانس امنیتی مونیخ، او نوعی حمایت از گروه داعش را برای شکست دادن طالبان به کمک  داعش توجیه کرد. این موضوع نشان میدهد که پاکستان در آموزش داعش دست دارد.
 
خانم نیکی هیلی نامزد ریاست جمهوری آمریکا اخیرا به رسانه ها گفته است که در صورت روی کار آمدن به عنوان رئیس جمهور آمریکا هیچ پولی به دشمنان آمریکا نخواهد داد. او گفت که دشمنان ما نباید به پول مالیات دهندگان دسترسی داشته باشند. خانم نیکی هیلی در مصاحبه با فوکس نیوز گفت: شما (حکومت امریکا) دو میلیارد دالر رابه کشوری می دهید که تروریست ها را پناه می داد و سعی می کرد سربازان ما را بکشد. خانم نیکی هیلی گفت که حکومت  بایدن با وجود اینکه پاکستان لانه ده ها سازمان تروریستی است، کمک های نظامی به پاکستان را از سر گرفته است.
 
اردوی پاکستان و اداره استخبارات پاکستان ( آی اس آی ) حملات تروریستی را خودشان در پشتونخوا و بلوچستان انجام می دهند که گاهی حتی سربازان و پولیس خود شان دراثراین حمله ها کشته میشوند. سپس پاکستان گروه‌های دیگر را به حیث مسئول این حملات تروریستی معرفی  می‌ کنند تا جهان را فریب دهد وموضوع را بطور نادرست جلوه دهد که گویا خود قربانی تروریزم است. این نیرنگ و تقلب  پاکستان است.
 
کسانی که در کوه های بلوچستان و پشتونخوا هستند، عده ای از آنها فعالان مدنی و برخی مبارزان آزادی هستند. آنها می خواهند بلوچستان و پشتونخوا را از دست استبداد پاکستان آزاد کنند. آنها تروریست نیستند. بنابراین، پاکستان و سایر کشورها اجازه ندارند در پشتونخوا و بلوچستان عملیاتی را انجام دهند که تحت عنوان عملیات ضد تروریزم  در واقع مردم بی گناه در اثر آن کشته می شوند. سپس از طریق رسانه ها ادعا می شود که تروریست ها را کشته است درحالیکه اغلب قربانیان افراد بی گناه می باشند. پایگاه های تروریست ها اصلاً در فرقه های نظامی پاکستان قرار دارند. بنابراین ما مردم افغانستان خواستار توقف فوری عملیات پاکستان در پشتونخوا و بلوچستان هستیم.
 
دولت محترم ایالات متحده امریکا،
اگر کسی متحد شما باشد، آیا او اجازه دارد مردم را دستگیر، شکنجه، قتل و درسرک ها پرتاب کند؟
اگر کسی متحد شما باشد، آیا او اجازه دارد  حتی با کمک های مالی میلیاردی شما، گروه های تروریستی را آموزش دهد؟
پاکستان بیش از ۵۰ سال در پشتونخواه و بلوچستان و بیش از ۴۴ سال در افغانستان استبداد را اعمال کرده است. پاکستان در حملات تروریستی ۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱ دست داشت. اما شما هنوزهم فکر می کنید که پاکستان متحد شماست. هیچ تحریمی علیه پاکستان اعمال نشده است زیرا این کشور متحد ایالات متحده امریکا است. این چه نوع دموکراسی و عدالت است؟
 
ما مردم افغانستان سرزمین و بحرخود را می خواهیم. پاکستان باید فورا عساکر و پولیس خود را از پشتونخوا و بلوچستان خارج کند. پشتونخوا و بلوچستان قلمرو ماست. مردم پشتونخوا و بلوچستان ملت ما هستند اتحاد مجدد سرزمین ومردم ما حق ماست
 
با احترام
 
Lieber Herr Präsident Joe Biden, Liebe US-Regierung,
 
Die Terroranschläge vom 11. September 2001 wurden vom pakistanischen Militärgeheimdienst ISI und Anderen geplant.
Seit mehr als 50 Jahren wird in Paschtunkhwa und Belutschistan Tyrannei betrieben. Unschuldige Menschen verschwinden spurlos, verhaftet, gefoltert, ermordet und ihre Leichen werden auf den Straßen geworfen. Pakistan bildet seit mehr als 44 Jahren Terroristen aus und verteilen diese auf verschiedenen Terrorgruppen wie IS, Al-Kaida usw. Anschließend werden diese Terroristen nach Afghanistan geschickt. Das Ziel vom Punjab ist, das afghanische Volk zu vernichten. Deshalb bilden sie verschiedene Terrogruppen aus, um diese innerhalb Afghanistan in einem Bürgerkrieg zu verwickelen, damit sie sich gegenseitig töten.
 
Der Terrorismus ist für Pakistan ein lukratives Geschäft geworden, weshalb Pakistan dieses Geschäft nicht aus der Hand geben will. Manchmal kassieren sie Milliarden Dollar von der USA, manchmal von anderen Ländern. Der pakistanische Außenmnister Herr Bilawal Zardari sagte bei seiner Teilnahme in Münchener Sicherheitskonferenz im Februar 2023, dass man durch Einsatz von IS-Gruppe den Taliban Niederlage zufügen kann. Die Äußerung von Herrn Zardari ist eine Schande, weil er in Münchener Sicherheitsonferenz eine Art Rückendeckung für IS-Gruppe rechtfertigte, um mit Hilfe von IS-Gruppe die Taliban zu besiegen. Dies dürfte zu verstehen geben, dass Pakistan in der IS-Ausbildung verwickelt ist.  
 
Frau Nikki Haley, die Präsidenschaftskandidatin der USA, äußerte sich vor kurzem über Medien, dass sie für den Fall ihrer evtl. Amtsübernahme als US-Präsidentin  kein Geld an die Feinde der USA geben wird. Sie sagte, unsere Feinde dürfen nicht an das Geld der Steuerzahler heran kommen. Frau Nikki Haley sagte in einem Interview mit FOX NEWS: Sie geben einem Land 2 Milliarden US-Dollar, das den Terroristen Zuflucht gewährte und versuchte, unsere Soldaten zu töten. Frau Nikki Haley sagte, dass die Regierung von Präsident Biden die Gewährung von militärischen Hilfen an Pakistan wieder aufgenommen hat, obwohl Pakistan ein Nest der  Dutzende von Terror-Organisatiotionen ist.
 
Die pakistanische Armee und der pakistanische Geheimdienst ISI verüben Terrorattenate in Paschtunkhwa und Belutschistan, bei denen manchmal sogar ihre eigene Soldaten und Polizisten getötet werden. Pakistan macht für diese Terroranschläge andere Gruppen verantwortlich, um die Welt zu täuschen, dass sie angeblich selbst Opfer vom Terrorismus sind. Das ist eine Trickserei und falsches Spiel vom Pakistan.
 
Diejenigen Personen, die sich in den Bergen von Belutschistan und Paschtunkhwa befinden, sind manche Aktivisten und manche Freiheitskämpfer. Sie wollen Belutschistan und Paschtunkhwa von der pakistanischen Tyrannei befreien. Sie sind keine Terroisten. Daher dürfen Pakistan und andere Länder keine Operationen in Paschtunkhwa und Belutschistan durchführen, die zwar unter den Namen der Terrorismusbekämpfung geführt werden aber in Wirklichkeit unschuldige Menschen dabei getötet werden. Es wird dann über Medien behauptet, Terroristen getötet zu haben, wobei es sich oft um unschuldige Opfer handelt. Die Terroristen-Stützpunkte befinden sich in den pakistanischen Militärkasernen.
Wir Afganisches Volk fordern daher einen sofortigen Stop der Pakistans Operationen in Paschtunkhwa und Belutschistan.
 
Liebe US-Regierung,
wenn jemand Ihr Verbündeter ist, darf er Menschen verhaften, foltern, ermorden und auf den Straßen werfen?
Wenn jemand Ihr Verbündeter ist, darf er Terroristengruppen ausbilden und das auch mit Ihren finanziellen Hilfen in Milliardenhöhe?
Pakistan hat seit über 50 Jahren in Paschtunkhwa und Belutschistan sowie seit über 44 Jahren in Afghanistan Tyrannei betrieben. Pakistan war in den Terroranschlägen vom 11. September 2001 verwickelt. Sie meinen aber immer noch, dass Pakistan Ihr Verbündeter ist. Gegen Pakistan wurden bisher keine Sanktionen verhängt, weil es sich um einen Verbündeten der USA handelt. Was ist das für eine Demokratie und Gerechtigkeit?
 
Wir Afghanisches Volk wollen unser Territorium und unser Meer. Pakistan soll umgehend seine Soldaten und Polizei aus Paschtunkhwa und Belutschistan abziehen. Paschtunkwha und Belutschistan ist unser Territorium. Es ist unser Volk. Die Wiedervereinigung ist unser Recht.
 
Mit freundlichen Grüßen