د «جی ۲۰» هېوادونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه – د نړیوال اقلیمی بدلون ملامتی د افغانستان د خلکو پر غاړه نه ده
قدرمنو آغلو او ښاغلو،
د «جی ۲۰» هېوادونو قدرمنو استازو،
د نړیوالې ټولنې قدرمنو غړو،
موږ د دې لیک له لارې غواړو ستاسو پام په افغانستان کې د اقلیمی بدلون د ناوړه او دردناکو اغېزو پر لور راواړوو او په ورته وخت کې تاسی خپل بشري مسئولیت ته متوجه کړو.
د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه د افغانستان د نورستان، ننګرهار او لغمان ولایتونه د بېسارې سختو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو سره مخ سول. د نورستان ولایت مرکز پارون ښار تر ټولو زیات زیان ولید. دې طبیعي ناورین ګڼ شمېر انسانانو ته مرګژوبله واړوله او پراخ مالي او مادي زیانونه یې رامنځته کړل.
د تر اوسه ترلاسه سوو راپورونو له مخې، له ۴۰ څخه ډېر کسان وژل سوي، له ۸۰ څخه زیات کسان ټپیان سوي او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لا هم ورک دي. د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي. سربېره پر دې، د سېلابونو له امله ګڼ شمېر کورني څاروي هم له منځه تللي دي.
ګڼ شمېر د استوګنې کورونه، دوکانونه، هوټلونه، دولتي او خصوصي ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې سوې یا سختې زیانمنې سوې دي. ځینی موټرونه د سېلابونو اوبو وړي دي. پراخې کرنیزې ځمکې او کرنیز فصلونه له منځه تللي، چې له امله یې ډېرو کورنیو خپل حاصلات او د ژوند تر ټولو مهمه د عاید سرچینه له لاسه ورکړې ده. د اړوندو چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغو وروستیو سېلابونو تر اوسه ثبت سوی مالي زیان شاوخوا ۳۵ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.
افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د نړیوال اقلیم بدلون له اغېزو تر ټولو زیات زیان ویني، سره له دې چې افغانستان د نړۍ د ګازونو په تولید کې هېڅ د پام وړ ونډه نه ده لرلې. په وروستیو کلونو کې په دغه هېواد کی سخت بارانونه، سېلابونه، وچکالۍ او نور د اقلیم له بدلون سره تړلي طبیعي ناورینونه په څرګند ډول زیات سوي دي.
د دغو پېښو له امله یوازې په څو کلونو کې سلګونو انسانانو، چې ماشومان، ښځې او سپینږیري هم پکښې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ګڼ شمېر نور ټپیان سوي دي. زرګونه کورونه، زیات شمیر دوکانونه، ښوونځي، روغتونونه، سړکونه، پلونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې سوې یا سختې زیانمنې سوې دي. د ګڼ شمېر کورنیو د څارویو له منځه تګ هم د هغوی اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
سربیره پر دی، افغانستان له ۴۷ کلونو راهیسې د جګړو، شخړو او دوامدارې بېثباتۍ له ناوړه پایلو سره مخ دی. میلیونونه خلک له بېوزلۍ، لوږې، خوارځواکۍ، ناروغیو، بېکارۍ او بېځایه کېدو سره مخامخ دي. پرلهپسې زلزلې، سېلابونه او نور طبیعي ناورینونه د هېواد بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
د څو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو او تکراري طبیعي ناورینونو د افغانستان د خلکو لویه برخه د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کولو ته اړ کړې ده. ډېر خلک له سختې خوارځواکۍ، د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي او د راتلونکي له بېهیلۍ سره مخ دي.
ډېر خلک د دې وس نه لري چې د درملنې لګښتونه، اړین درمل او کافي خوراکي توکي برابر کړي. ګڼ شمېر ښځو د اوږدو جګړو له امله خپل مېړونه له لاسه ورکړي او د مناسب عاید له نشتوالي سره سره اړې دي چې خپلې کورنۍ په خورا سختو شرایطو کې وساتي. همدارنګه، ډېرو کورنیو د طبیعي ناورینونو له امله خپل کورونه او د ژوند ټولې سرچینې له لاسه ورکړې دي.
د افغانستان خلک د نړیوال اقلیمی بدلون هېڅ مسئولیت نه لري، خو بیا هم همدوی هغه خلک دي چې د دې بدلون تر ټولو سختې او مستقیمې اغېزې زغمي.
له همدې امله موږ په کلکه له «جی ۲۰» هېوادونو، ملګرو ملتونو، نړیوالو مالي بنسټونو او د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتنه کوو چې د نړیوالې همکارۍ او بشري همدردۍ له مخې له افغانستان سره هر اړخیزه او دوامداره مرسته وکړي. په ځانګړې توګه لاندې اقدامات اړین دي:
د زیانمنو خلکو لپاره پراخې او بېړنۍ بشري مرستې؛
د ویجاړو سوو کورونو او بنسټیزو زیربناوو د بیا رغونې لپاره مالي ملاتړ؛
د اقلیم پر وړاندې د مقاومت لرونکو زیربناوو په جوړولو او د اقلیمی بدلون سره د تطابق په پروګرامونو کې پانګونه؛
د کرنې او د خوړو د خوندیتوب پیاوړتیا؛
د اقلیمی بدلون د اغېزو پر وړاندې د خلکو د مقاومت او چمتووالي د لوړولو لپاره اوږدمهاله پروګرامونه.
نړیواله ټولنه ګډ مسئولیت لري چې په ځانګړې توګه له هغو هېوادونو ملاتړ وکړي چې د اقلیمی بدلون په رامنځته کولو کې یې تر ټولو لږه ونډه لرلې، خو د هغې تر ټولو سختې پایلې زغمي.
له همدې امله، موږ له تاسو په درنښت او ټینګه غوښتنه کوو چې د افغانستان له خلکو سره په دې سختو شرایطو کې د خواخوږۍ، نړیوال پیوستون، عملي او سخاوتمندانه مرستو له لارې اوږه په اوږه ودرېږئ.
په ډېر درنښت
Appeal to the G20 Countries and the United Nations – The People of Afghanistan Bear No Responsibility for Global Climate Change
