موږ د افغان ولس پر وړاندې د بېعدالتۍ په هکله د نړیوالې څېړنې غوښتنه کوو
آغلو او ښاغلو
د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی ایس آی) په ۱۹۴۸ کال کې د مېجر جنرال والټر کاوترن په واسطه د بریتانیا د ستراتېژیکو ګټو د ساتلو لپاره تاسیس سوه . د (آی ایس آی) استخباراتي اداری لهخوا داسی د ظلم اوتاوتریخوالی بیرحمانه طریقی وکارول سوی، کومی چی د اډولف هټلر د نازي رژیم په وخت کی د «ګېسټاپو» په نامه اداری کارولی. «ګېسټاپو» د مخفی دولتی پولیسو اداره وه چی د بیګناه خلګو سره د ډیری ظالمانه رویی او شکنجی ورکولو په برخه کی بیساری وه. د «ګېسټاپو» مشر هاینریش میولر نومیدی. د (آی ایس آی) موسس مېجر جنرال والټر کاوترن هم د خپلو استبدادی کړنو په خاطر د ګېسټاپو مشر هاینریش میولر ته ورته والی درلودي
په هغه وخت کې، «ګېسټاپو» بېګناه خلک له کوڅو تښتول، ځورول، شکنجه کول او په سیستماتیک ډول یې وژل. په ورته ډول، (آی ایس آی) —چې د مېجر جنرال والټر کاوترن لهخوا جوړسوی وو—له خپل تاسیس راهیسې بېګناه کسان نیولي، شکنجه کړي، بنديان کړي او وژلي دي. سربېره پر دې، د (آی ایس آی) استخباراتي اداره په ډلهییزو بندی کولو، هدفي وژنو، نسلوژنې، جبري ورکېدنو، او د وسلهوالو افراطي ډلو د روزنې او ملاتړ په ترسره کولو تورنه ده. (آی ایس آی) تل خپله ظالمانه ستراتېژي په ځانګړي ډول د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته د افغان ولس پر وړاندې تطبیق کړی ده
په نازي جرمني کې د «ګېسټاپو» سیستماتیک ظلم او ستم اوه کاله دوام وکړ. موږ ډیر خوښ یو چې د هټلر رژیم د متحدو هیوادونو د پوځي برید له لارې نسکور سو او د «ګېسټاپو» لهخوا رامنځته سوې استبداد او تاوتریخوالی پای ته ورسېد. افغانستان د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې پر مهال بېطرفه دریځ درلود. د دې شالید پر بنسټ، پوښتنه دا ده چې افغانستان خو بیطرفه هیواد وو نو بیا ولې د مېجر جنرال کاوترن لهخوا تاسیس سوې (آی ایس آی) د افغانستان په دواړو خواړو کی پر افغان ولس — د «ګېسټاپو» په څېر هر ډول ظلمونه وکړل، او ولې دا ظلمونه، د ۷۸ کلونو راهیسی تر نن ورځې پورې دوام لري
د پاکستان د پوځ لوړپوړي جنرالان، اوسني لوی درستیز جنرال عاصم منیر ، او همدارنګه د پاکستان دیکتاتوران او د شریف کورنۍ، د «لوی افغانستان» د ولس پر وړاندې د درنو بشري حقونو د سرغړونو په ترسره کولو تورن دي. په دغو جرمونو کې د ماشومانو وژل، دښځو وژل، د بېګناه ملکي وګړو وژل او په سیستماتیک ډول د خلګو ځپل شامل دي. دوی له ۳۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې روزلې دی او د دغو ډلو ملاتړکوی، دوی له دغو ډلو څخه «د ترهګرۍ پر ضد جګړې» تر پلمې لاندې د بیګناه خلګو د وژلو او د افغان ولس د نسلوژنې کار اخلی. سربیره پر دی دوی دغه ډلی د ترهګریزو بریدونو لپاره کاروی. په دې تړاو د یادونی وړ ده چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) او د نورو دولتونو په ګډون طرحه سوي وه، ترڅو بهرنیو وسلهوالو ځواکونو ته و افغانستان ته د ورتګ لپاره دلیل پیدا سي
د پاکستان د پوځ ځینو جنرالانو په ښکاره ویلي دی چې دوی پر بریتانیا او نورو دولتونو خرڅ سوی دي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې د «سکای نیوز» تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې پاکستان په تېرو وختونو کې د امریکا, بریتانیا او لوېدیځ لپاره، «چټل کارونه» ترسره کړي دي
موږ پوهېږو چې د سند او پنجاب خلک د پاکستان د پوځي او دیکتاتور رژیم څخه ډیر ناراضه دي. په حقیقت کې، دا مهال په پاکستان کی هېڅ ملکي حکومت شتون نه لري؛ سیاسي واک په بشپړ ډول د پوځي استخباراتي ادارې(آی ایس آی)، جنرال عاصم منیر او د شریف کورنۍ په لاس کې دی. ډېر عام خلګ لکه دکانداران، ماموران، خبریالان، ښوونکي، کارګران او محصلین د بېرې له امله نسي کولی خپل نظرونه په ازاده توګه څرګند کړي. هر څوک چی پر پوځ یا حکومت نیوکه کوی, ګواښل کېږي، ځورول کېږي، نیول کېږي، شکنجه کېږي یا وژل کېږي. هغه دیني عالمان چې د واکمنانو غوښتنو ته غاړه نه ږدي، هم نیول کېږي، شکنجه کېږي یا وژل کېږي. کله چې یو نفرونیول سي، چی پر پوځ یا حکومت یی نیوکه کړی وی, د هغه په هکله هېڅ عادي قضایي بهیر نه ترسره کېږي؛ بلکې محکمې او څارنوالان د جنرال عاصم منیر، پوځي جنرالانو او د شریف کورنۍ لهخوا تر سخت فشار لاندې راوستل کېږي تر څو منتقدین د بند په سزاوو یا د اعدام په سزاوو محکوم کړي
د پاکستان امنیتي ځواکونه او چارواکي د ډیری مودی راهیسی افغانان په پلان سوی ډول ځوروي. هر وخت چی پاکستانی پوځیان او پولیس افغانان ووینی، ډیر بد چلند ور سره کوی. لت ورکوی, تلاښی پکښی کوی، پیسی یی دجیبو څخه په زور اخلی،. په ځینو مواردو کې، د افغانانو په جیبو کی نشهيي توکی ور واچوی او په ناحقه یی د نشهيي توکو په لرلو تورن کړي تر څو د بندی کولو لپاره یي پلمه پیدا کړی. هرکله چی د دغه بندی سوو کسانو خپلوان خبر سي نو د پولیسو اداری (تاڼی) ته مراجعه وکی, هلته پاکستانی پولیس دوی مجبوره کی چی د خپلو کورنیو د غړو د خوشې کولو لپاره په لوړه اندازه پیسې د رشوت په توګه ورکړي
موږ د سند او پنجاب د ملکي خلکو دښمنان نه یو. خو موږ په ښکاره توګه وایو چې تر هغه وخته چې د پاکستان ظالم جنرالان او د شریف کورنۍ سیاسي واک په لاس کې لري—لکه څنګه چې اډولف هټلر په نازي جرمني کې واک تر لاسه کړ—افغانستان به پاکستاني توکو ته د مرکزي اسیا پر لور د افغان خاورې له لارې لېږد ته اجازه ورنه کړي. یوازې هغه مهال چې واک یو پارلماني نظام ته وسپارل سي، پوځ او د شریف کورنۍ د پاکستان له کورني او بهرني سیاست څخه ووزي، او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، افغانستان به چمتو وي چې د مناسبو ټرانزیټ فیسونو په بدل کې د افغانستان د لاری پاکستاني توکو ته د ترانزیټی انتقال اجازه ورکی
موږ ته په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده چې زموږ ولس – له ماشومانو او ښځو نیولې تر زړو خلکو پوری – د پاکستان د پوځي جنرالانو او دیکتاتورانو تر ظلمونو لاندی پاته وي. د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې افغان ولس ازادي، عزت او ځانواکمني غواړي او د پاکستان د پوځي رژیم او جنګي مجرمینو لهخوا اداره کېدل نه مني
موږ په واضح ډول وایو
بلوچستان او پښتونخوا د افغان خاورې نه بېلېدونکې برخې دي، د بلوچستان او پښتونخوا ولس افغان ولس دی
موږ به د خپلې خاورې یو سانتيمتر هم پاکستان ته ونه سپارو
تر څو پوری چې د پاکستان پوځ، استخباراتي ادارې او د شریف کورنۍ په پاکستان کې واک په لاس کې ولري، موږ به د افغانستان له خاورې څخه مرکزي اسیا ته د پاکستاني توکو د ترانزیت اجازه ورنه کړو
موږ تر بلې خبرتیا پورې له پاکستان سره دوهاړخیز تجارت صفر ته راټیټوو
موږ له نړیوالې ټولنې څخه په عاجله توګه غوښتنه کوو چې د هغو درنو بشري حقونو د سرغړونو، جنګي جرمونو او ظلمونو په اړه وضاحت او پلټنه وکړي، چې له لسیزو راهیسې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته، په ځانګړې توګه په بلوچستان او پښتونخوا کې، د افغان ولس پر وړاندې ترسره سوې دي
په ځانګړې توګه د بلوچستان او پښتونخوا د څه باندې ۱۰۰ زره هغو کسانو برخلیک ډېر د اندېښنې وړ دی، چې د جبري ورکېدو قربانیان بلل کېږي. موږ د هغوی د برخلیک د روښانه کېدو لپاره د یوې خپلواکې نړیوالې پلټنې غوښتنه کوو او د دې پوښتنو ځوابونه غواړو: دا لادرکه سوی خلک چېری دي؟ ایا هغوی وژل سوي دي؟ که هو، نو کله او چېری؟ سربېره پر دې، موږ د ټولو سیاسي بنديانو او د بشري حقونو د فعالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوو، چې په هغوی کې آغلې ډاکټره مهرنګ بلوچ، آغلې بیبو بلوچ او ښاغلی علي وزیر شامل دي
موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې خپل مسؤلیت ادا کړي او دا تورونه په خپلواک، شفاف او هر اړخیز ډول وڅېړي
د نړیوال عدالت په تمه
په درنښت
– Balochistan and Pashtunkhwa are inseparable parts of Afghan territory, and their populations belong to the Afghan people.
– We will not cede a single centimeter of our territory to Pakistan.
– We will not allow the transit of Pakistani goods through Afghan territory to Central Asia as long as the military, intelligence services, and the - Sharif family monopolize power in Pakistan.
