نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته
محترمو ښاغلو او آغلو
د پاکستاني هوایی بریدونو له امله د ژورې اندېښنې او خپګان په څرګندولو سره، موږ له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د هالینډ په هاګ کې له نړیوالې جنايي محکمې څخه غوښتنه کوو چی د دغه پیښو او جنګی جنایتونو په هکله غور وکړی
د موجودو راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر د ۲۱مې نیټی د شپې په ترڅ کې د افغانستان پر خاوره په کونړ او پکتیکا ولایتونو کی د پاکستان له خوا یو ځل بیا بمباری وسول، چی په پایله کی یی د کونړ ولایت د نورګل په ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي ووژل سول او څلور نور کسان ټپیان سول. د پیښی په قربانیانو کی ښځې هم شاملې دي. د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په سیمه کې یوه استوګنیزه ودانۍ او یو دوکان ویجاړ سوي دي.
موږ پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو دغه بزدلانه برید په سختو ټکو غندو او د دغو پېښو د خپلواکو، شفافو او هر اړخیزو تحقیقاتو غوښتنه کوو. هغه کسان چې د دغو جنګي جرمونو مسؤول دي، باید محاکمه سی او د خپلو اعمالو سزا وویني
د موجودو راپورونو له مخې، پاکستان تر اوسه لږ تر لږه ۱۴ ځله د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې ده او د افغانستان پر خاوره یې پراخ هوايي بریدونه ترسره کړي دي. سربېره پر دې، د تېرو څو لسیزو په ترڅ کې د پاکستان پوځ د افغانستان پر خاوره له ۷۰۰ څخه زیات سرحدي بریدونه ترسره کړي، چې پکښې یې له نورو وسلو سربېره جنګي الوتکې، بېپیلوټه الوتکې، توغندي، هاوانونه او توپونه کارولې دی
په پورته یادو سوو بریدونو کې ګڼ شمېر کورونه، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، دوکانونه، کرنیزې سیمې او نور ملکي تاسیسات ویجاړ یا زیانمن سوي دي. ګڼ شمېر بېګناه انسانانو، چې ماشومان، ښځې، سپینږیري، سپین سری، امیندواره ښځې او حتی څاروي هم پکښې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی یا ټپیان سوي دي. ډېر بریدونه د شپې ترسره سوي دی، هغه مهال چې د پیښی قربانیان د خوب په حالت کی وه. همدارنګه ښځې د ورځنیو کارونو لکه پخلي او جامو مینځلو پر مهال وژل سوې یا ټپیانې سوې دی، او ماشومان د لوبو پر مهال د دغو بریدونو قرباني سوي دي. د پاکستان دجنایتکاره پوځ پرلهپسې بریدونو خلک له بېرې او ناامنۍ سره مخ کړي دي. ګڼې کورنۍ اړې سوې چې خپل کورونه پرېږدي او شپی دباندې، ځینی وختونه تر باران لاندې تېری کړي
موږ په کلکه په دې نیوکه کوو چې نړیوالی ټولنی - د ملګرو ملتونو او نړیوالې جنایي محکمې په ګډون - تر اوسه د نړیوال قانون د دغو جدي سرغړونو پر وړاندې لازم غبرګون نه دی ښودلی او په دی هکله یې سترګې پټې کړې دي.
د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره نړیوالې جنايي محکمې (آی سی ټی وای) د بوسنیایي سربازانو مشران رادوان کارادزیچ او جنرال راتکو ملادیچ د جنګي جرمونو په تور محکوم کړل. همدارنګه، په هاګ کې د کوزوو ځانګړی محکمی د کوزوو پخوانی ولسمشر هاشم تاچي د جنګي جرمونو په تور محکوم کړی دی. سربېره پر دې، په افریقايي شخړو کې د ترسره سوو جنګي جرمونو له امله څو کسان د نړیوالو محکمو پر وړاندې محاکمه سوي دي.
دغه وضعیت ته په کتلو سره، موږ پوښتنه کوو چې ولې تر اوسه پاکستاني جنرالان او دیکتاتوران د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د جنګي مجرمینو په توګه نه دي محاکمه سوي؟ سره له دې چې دغه کسان له څو لسیزو راهیسې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د میلیونونو بېګناه افغانانو د کړاوونو او مړینې مسؤول دي، خو تر نن ورځې پورې له دوی سره حساب نه دی سوی. په داسي حال کې چی هېڅ انسان میلیونونه مېږيان نه وژني — خو پاکستاني جنګي مجرمینو د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د میلیونونو بېګناه افغانانو ژوند له منځه وړی دی. د دغو جرمونو کچه او وحشت بېساری دی.
له همدې امله، موږ په جدی توګه پوښتنه کوو: څوک د پاکستاني جنګي مجرمینو ساتنه کوي؟ څوک د هغوی تر شا ولاړ دي؟ ولې له هغوی سره حساب نه کېږي؟ ولې نړیواله ټولنه د پاکستاني جنرالانو او دیکتاتورانو پر جنګي جرمونو باندی سترګې پټوی؟
موږ د دغو پوښتنو روښانه ځوابونه غواړو او د نړیوالې ټولنې له خوا د سمدستي اقدام غوښتنه کوو
په درنښت

An die internationale Gemeinschaft,
an die Vereinten Nationen und
an den Internationalen Strafgerichtshof in Den Haag

Sehr geehrte Damen und Herren,
angesichts der pakistanischen Luftangriffe, die uns mit großer Bestürzung erfüllen, wenden wir uns an die internationale Gemeinschaft, die Vereinten Nationen und den Internationalen Strafgerichtshof in Den Haag.
Den vorliegenden Berichten zufolge kam es in der Nacht zum 21. September 2026 erneut zu pakistanischen Bombenangriffen auf afghanisches Staatsgebiet, unter anderem in den Provinzen Kunar und Paktika. Bei einem Angriff in der Provinz Kunar, Distrikt Noorgul wurden drei Zivilpersonen getötet (1 Mädchen und vier weitere Menschen verletzt, darunter auch Frauen. In der Provinz Paktika, Distrikt Barmal wurden zudem ein Wohnhaus und ein Geschäft zerstört.
Wir verurteilen diesen feigen Angriff auf die Zivilbevölkerung und zivile Einrichtungen auf Allerschärfte und fordern eine unabhängige, transparente und umfassende Untersuchung der Vorfälle. Die Verantwortlichen müssen aufgrund ihres Kriegsverbrechens zur Rechenschaft gezogen werden.
Nach vorliegenden Berichten hat Pakistan bereits mindestens 14 Mal den afghanischen Luftraum verletzt und dabei größere Luftangriffe auf afghanisches Gebiet durchgeführt. Darüber hinaus führte das pakistanische Militär in den vergangenen Jahrzehnten zahlreiche grenzüberschreitende Angriffe auf afghanisches Territorium durch, bei denen unter anderem Kampfjets, Drohnen, Raketen, Mörser und Artillerie eingesetzt wurden.
Bei den oben erwähnten Angriffen wurden zahlreiche Wohnhäuser, Schulen, Universitäten, Krankenhäuser, Geschäfte, landwirtschaftliche Flächen sowie andere zivile Einrichtungen zerstört oder beschädigt. Zahlreiche unschuldige Menschen, darunter Säuglinge, Kinder, Frauen, ältere Menschen, schwangere Frauen, und sogar Nutztiere verloren ihr Leben oder wurden verletzt. Viele Angriffe fanden nachts statt, während Familien schliefen. Frauen wurden bei alltäglichen Tätigkeiten wie Kochen oder Waschen getötet oder verletzt, Kinder fielen den Angriffen beim Spielen zum Opfer. Die anhaltenden Angriffe versetzten die Bevölkerung in Angst und Unsicherheit. Viele Familien mussten ihre Häuser verlassen und zeitweise bei Regen und ohne ausreichenden Schutz unter freiem Himmel übernachten.
Wir kritisieren aufs Schärfste, dass die internationale Gemeinschaft – einschließlich der Vereinten Nationen und des Internationalen Strafgerichtshofs – bislang nicht auf diese schweren Verstöße gegen das Völkerrecht reagiert, sondern sie weitgehend ignoriert hat.
Der Internationale Strafgerichtshof für das ehemalige Jugoslawien (ICTY) hat die bosnischen Serben Radovan Karadžić und General Ratko Mladić wegen Kriegsverbrechen verurteilt. Ebenso hat das Kosovo-Sondertribunal in Den Haag den ehemaligen Präsidenten des Kosovo, Hashim Thaçi, wegen Kriegsverbrechen verurteilt. Darüber hinaus wurden vor internationalen Gerichten mehrere Personen wegen Kriegsverbrechen in afrikanischen Konflikten zur Rechenschaft gezogen.
Vor diesem Hintergrund stellt sich uns die Frage, weshalb die pakistanischen Generäle und Diktatoren vom Internationalen Strafgerichtshof bislang nicht als Kriegsverbrecher belangt wurden. Obwohl diese Akteure seit Jahrzehnten für das Leid und den Tod von Millionen unschuldigen Menschen des afghanischen Volkes auf beiden Seiten der Durand-Linie verantwortlich sind, wurden sie bis heute nicht zur Rechenschaft gezogen. Normalerweise würde kein Mensch ohne Weiteres Millionen von Ameisen töten – doch die pakistanischen Kriegsverbrecher haben unbefangen das Leben von Millionen unschuldigen Afghanen auf beiden Seiten der Durand-Linie ausgelöscht. Die Intensität und Grausamkeit dieser Verbrechen ist beispiellos.
Wir fragen daher eindringlich: Wer schützt die pakistanischen Kriegsverbrecher? Wer steht hinter ihnen? Weshalb bleiben sie verschont? Warum drückt die internationale Gemeinschaft die Augen zu, wenn es um die Kriegsverbrechen pakistanischer Generäle und Diktatoren geht?
Wir fordern klare Antworten auf diese Fragen und ein sofortiges Handeln der internationalen Gemeinschaft.
Mit freundlichen Grüßen