ملګرو ملتونو ته: پاکستان ترهګر روزي او د ترهګرو مالي ملاتړ کوي
محترمو آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۱۸مه د پښتونخوا په کوهاټ کې یوه ډېره خونړۍ ترهګریزه پېښه رامنځته سوه چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر کسان ووژل سول او ډیر نور ټپیان سول. طبعاً د دې ترهګریز برید تر شا د پاکستان پوځی استخباراتي اداره، (آی ایس آی)، ولاړه ده.
داسې ترهګریز بریدونه په وار وار د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې، (آی ایس آی)، په لارښوونه او ملاتړ ترسره کېږي. سربېره پر دې، له ډېرو کلونو راهیسې داسې راپورونه موجود دي چې(آی ایس آی) له ۳۰ څخه د زیاتو ترهګرو ډلو په روزنه او ملاتړ کې لاس لري.
د پښتونخوا په کوهاټ کې دغه ترهګریز برید د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي اسامبلې له رارسېدو سره تړاو لري. پاکستان له دا ډول بریدونو څخه د نړیوالو ناستو او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر مهال د دې لپاره کار اخلي چې افغانستان او یا نور هېوادونه د ترهګریزو بریدونو د مسؤل په توګه ملامت کړي او پاکستان خپل ځان د ترهګرۍ د قرباني په توګه معرفې کړي. پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې یوه غلطه تګلاره تعقیبوي او د درواغجنو ادعاوو له لارې د نړیوالې ټولنې د غولولو هڅه کوي.
له ډېرو کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د افغان ولس پر وړاندې ګڼ شمېر ظلمونه او د بشري حقونو جدي سرغړونې ترسره سوې دي.
موږ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان جنګی جنایتکاران او دیکتاتوران د جنګي جرمونو، د ترهګرۍ د تمویل او ملاتړ او د بشري حقونو د جدي سرغړونو په خاطر ونیسي او د قانون له مخې یې محاکمه کړی.
په درنښت

An die Vereinten Nationen: Pakistan bildet Terroristen aus, Pakistan finananziert Terroristen.
Sehr geehrte Damen und Herren,
am 18. September 2026 ereignete sich in Kohat, Paschtunkhwa, ein verheerender Terroranschlag, bei dem mehrere Menschen getötet oder verletzt wurden. Natürlich steht hinter diesem Terroranschlag der pakistanische Geheimdienst ISI.
Solche Terroranschläge werden wiederholt auf Anweisung und mit Unterstützung des pakistanischen Militärgeheimdienstes ISI verübt. Es gibt zudem seit vielen Jahren Berichte, wonach der ISI mehr als 30 terroristische Gruppierungen ausbildet und unterstützt.
Der Terroranschlag in Kohat, Paschtunkhwa, steht im Zusammenhang mit der 81. Generalversammlung der Vereinten Nationen. Derartige Anschläge werden vom Pakistan dazu genutzt, bei internationalen Auftritten und im Rahmen der UN-Versammlung Afghanistan oder andere Länder für Terroranschläge als Sündenbock verantwortlich zu machen und Pakistan dadurch selbst als Opfer des Terrorismus darzustellen. Seit vielen Jahren verfolgt Pakistan gegenüber der internationalen Gemeinschaft eine falsche Politik und täuscht durch solche verfälschte Darstellungen die Weltgemeinschaft.
Seit vielen Jahren werden an der afghanischen Bevölkerung auf beiden Seiten der Durand-Linie zahlreiche Gräueltaten und schwere Menschenrechtsverletzungen verübt.
Wir appellieren die Weltgemeinschaft, die pakistansiche Kriegsverbrecher Diktatoren festzunehmen und sie wegen Kriegsverbrechen, Finanzierung und Unterstüzung des Terrorismus sowie schweren Menschenrechtverletzungen zur Rechenschaft zu ziehen.
Mit freundlichen Grüßen