نړیوالې ټولنې ته: له موږ افغانانو سره بیعدالتی او ظلم سوی دی؛ موږ د خپلو حقونو غوښتنه کوو
آغلو او ښاغلو
له ډېرو کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو افغان ولس د هر ډول ظلم، استبداد، بندی کولو، شکنجو، هدفي وژنو، عامو وژنو، جنسي تېریو او ګڼو نورو وحشیانه جنایتونو سره مخ دی.
د بلوچستان او پښتونخوا ولسونه نه غواړي چې د پاکستان د جنګي جنایتکار او په پراخو جنایتونو ککړ حکومت تر واک لاندې ژوند وکړي.
د بلوچستان او پښتونخوا ولسونه او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ولسونه یو افغانستان ولس دي. د افغان ولس او افغان خاورې بیا یوځای کېدل زموږ حق دی.
له همدې امله، موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې نور د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو د خلکو پر وړاندې روان ظلم او بېعدالتي پای ته ورسوي. موږ د عدالت او خپلو حقونو غوښتنه کوو.
په پاکستان کې واکمن رژیم افغانستان ته داسې شرطونه وړاندی کوی چې د منلو وړ نه دي. موږ د پاکستان د دیکتاتورانو غوښتنې نه منو.
لومړی: پاکستان غواړي چې د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ومنل سي. خو موږ هېڅکله د دې کرښې له امله د خپل ولس او خاورې وېش نه سو منلی او نه به یې ومنو. له همدې امله، دا غوښتنه په کلکه ردوو
دوهم: پاکستان غواړي چې افغانستان له هندوستان سره خپلې اړیکې پرې کړي. خو هندوستان د پېړیو راهیسې د افغانستان یو باوري شریک او ښه ملګری دی او تل یې زموږ د افغانستان سره بې له کوم شرطه بشري مرستې کړې دي. ځکه نو د پاکستان دا غوښتنه هم بالکل ردوو
درېم: پاکستان غواړي چې د افغانستان بهرنۍ پالیسي دی د پاکستان تر اغېز لاندې وي. یعنی زموږ بهرنی سیاست دی د پاکستان په خوښه وی دا غوښتنه زموږ د ملی حاکمیت خلاف ده، ځکه نو د پاکستان دا غوښتنه هم په کلکه ردوو
څلورم: پاکستان هڅه کوی چی د افغانستان د واخان دهلېز تر خپل کنترول لاندی راولي. موږ په څرګنده وایو چې د خپلې خاورې هېڅ برخه — حتی یو سانتي متر — هیڅ چاته نه ورکوو
پنځم: پاکستان غواړي چې افغانستان یوازې تر ۶۰ زرو سرتېرو پورې محدود یعنی کمزوری پوځ ولري. دا غوښتنه هم په کلکه ردوو
.
شپږم: پاکستان غواړي چې افغانستان د کونړ پر سیند بند جوړ نه کړي. خو کونړ زموږ سیند دی، او هیڅ څوک موږ په خپل هېواد کې د بندونو د جوړولو څخه منع کولای نسی. د پاکستان دا غوښتنه هم د منلو وړ نه ده او په بشپړه توګه یی ردوو
اووم: پاکستان غواړي د افغانستان د طبیعي زیرمو په برخه کی امتیازات تر لاسه کړي او د طبیعي زیرمو تړونونه باید د پاکستان په خوښه تر سره سی. دا یو بې شرمانه غوښتنه ده او موږ یې هېڅکله نه منو
موږ غوښتنه کوو چې پاکستان دې د بلوچستان او پښتونخوا ټول سیاسي بندیان سمدستي او بې له قید او شرطه خوشې کړي.
همدارنګه، موږ غوښتنه کوو چې د پاکستان پوځ دې له بلوچستان او پښتونخوا څخه په بشپړه توګه ووزي.
سربېره پر دې، موږ غوښتنه کوو چې سرحدي پوستې دې د ۱۸۹۳ کال د سرحد مطابق اټک ته انتقال سي.
په درنښت،

An die Weltgemeinschaft: Uns Afghanen wurde Unrecht zugefügt. Wir fordern unser Recht.
Sehr geehrte Damen und Herren,
das afghanische Volk auf beiden Seiten der Durand-Linie leidet seit vielen Jahren unter Unterdrückung, Tyrannei aller Art, willkürlichen Verhaftungen, Folter, gezielten Tötungen, Massakern, Vergewaltigungen und zahlreichen weiteren Grausamkeiten.
Die Völker von Belutschistan und Paschtunkhwa wollen nicht unter der Herrschaft der kriegsverbrecherischen und schwerkriminellen Regierung Pakistans leben.
Die Menschen in Belutschistan und Paschtunkhwa auf beiden Seiten der Durand-Linie sind ein Volk vom Afghanistan. Die Wiedervereinigung des afghanischen Volks und afghanisches Territorium ist unser Recht.
Wir appellieren daher an die Weltgemeinschaft, das anhaltende Unrecht gegenüber den Menschen auf beiden Seiten der Durand-Linie nicht länger zu ignorieren. Wir fordern Gerechtigkeit und die Anerkennung unserer Rechte.
Das Regime in Pakistan stellt Bedingungen, die für Afghanistan nicht akzeptabel sind. Wir akzeptieren keine Wünsche der pakistanischen Diktatoren.
Erstens: Pakistan fordert die Anerkennung der Durand-Linie als offizielle Grenze. Wir können und werden die durch diese Linie verursachte Teilung unseres afghanischen Volkes und unseres Territoriums niemals akzeptieren. Diese Forderung lehnen wir entschieden ab.
Zweitens: Pakistan verlangt, dass Afghanistan seine Beziehungen zu Indien beendet. Indien ist jedoch seit Jahrhunderten ein verlässlicher Partner und guter Freund Afghanistans und hat wiederholt humanitäre Hilfe ohne Gegenleistungen geleistet. Auch diese Forderung weisen wir zurück.
Drittens: Es wird verlangt, dass Afghanistans Außenpolitik unter pakistanischem Einfluss steht. Dies widerspricht unserer Souveränität und wird daher ausdrücklich abgelehnt.
Viertens: Pakistan fordert die Abtretung des Wakhan-Korridors. Wir stellen unmissverständlich klar, dass wir keinen Teil unseres Territoriums abgeben werden – keinen einzigen Zentimeter.
Fünftens: Afghanistan soll nach pakistanischer Vorstellung lediglich eine stark begrenzte Armee von maximal 60.000 Soldaten unterhalten. Auch diese Forderung lehnen wir kategorisch ab.
Sechstens: Pakistan versucht zu verhindern, dass Afghanistan am Fluss Kunar einen Staudamm errichtet. Der Kunar ist unser Fluss, und wir lassen uns nicht verbieten, in unserem eigenen Land einen Staudamm zu bauen. Diese Forderung ist völlig inakzeptabel und wird entschieden zurückgewiesen.
Siebtens: Pakistan versucht, sich das Recht anzumaßen, über die Bodenschätze Afghanistans zu entscheiden und festzulegen, mit wem entsprechende Verträge abgeschlossen werden dürfen. Auch dies ist eine unverschämte Forderung, die wir unter keinen Umständen akzeptieren können.
Wir fordern, dass Pakistan alle politischen Gefangenen aus Belutschistan und Paschtunkhwa unverzüglich und bedingungslos freilässt. Außerdem fordern wir den vollständigen Abzug des pakistanischen Militärs aus Belutschistan und Paschtunkhwa. Darüber hinaus fordern wir, dass die Grenzposten entsprechend der Grenzziehung von 1893 bis nach Attack zurückverlegt werden.
Mit freundlichen Grüßen