د کونړ، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو د قربانیانو لپاره مالي مرسته
آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۸مه، د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان پر هوايي حریم تیری وکړ او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر بېلابېلو سیمو یې هوايي بریدونه ترسره کړل. د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل سول او ټپیان سول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په خپل راپور کی ویلی دی چې د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۸مې نېټې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل سوي او ۴۹ نور ټپیان سوي دي. د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل وه. د څو ټپیانو روغتیايي حالت لا هم نازک بلل سوی دی، له همدې امله ښايي د قربانیانو شمېر نور هم زیات سي.
یونیسف او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې پلاوي هم په خپلو اېکس پاڼو کې څرګنده کړه چې د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه یې په ژوره اندېښنه ترلاسه کړي دي. دواړو ادارو وویل چې دوی د ملګرو ملتونو له ادارو سره په ګډه د دغو بریدونو د پایلو هر اړخیزه ارزونه کوي. دواړو ټینګار وکړ چې د بشری نړیوالو قوانینو رعایت باید په هر وخت کې وسي. ملکي وګړي او ملکي تأسیسات باید هېڅکله د پوځي بریدونو هدف ونه ګرځي، او په ځانګړې توګه ماشومان باید ځانګړی خوندیتوب ولري.
بلخوا د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، وویل چې په دغو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل سوي او ۱۶۳ نور ټپیان سوي دي. د هغه په وینا، د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې استوګنیزې سیمې بمبار کړې دی. لږ تر لږه درې د استوګنې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ سوي دي.
تر ټولو زیات تلفات د پکتیا ولایت د څمکنیو په ولسوالۍ کې ثبت سوي دي. په لومړي برید کې یو سپینږیری او یو ماشوم ووژل سول. کله چې د کلي اوسېدونکي د ټپیانو د ژغورلو لپاره ورغلل، هماغه ځای بیا ځل بمبار سو. په دې دوهم برید کې ۲۸ نور کسان ووژل سول او شاوخوا ۱۵۸ تنه ټپیان سول.
د پکتیکا ولایت د ګیان په ولسوالۍ کې یو هوايي برید د یوه ملکي وګړي پر استوګنیز کور ولګېد، چې له امله یې شپږ تنه، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وه، ووژل سول. د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ کې هم یو بل استوګنیز کور په بشپړه توګه ویجاړ سو. سربېره پر دې، شاوخوا ۳۰ کورنی څاروی هم له منځه ولاړل.
موږ د شهیدانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او د زړه له کومې خواشیني څرګندوو، او ټولو ټپیانو ته د ژر او بشپړې روغتیا هیله کوو.
د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له زیانمنو اوسېدونکو سره د مرستې په موخه، دې د افغانستان د دولت له خزانې څخه لاندې مالي مرستې ورکول سي:
د هغو شهیدانو کورنیو ته چې د پاکستان د بمبارۍ له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، د هر شهید په خاطر دی ۵۰۰۰ امریکایي ډالر تاوان ورکول سي.
هر سخت ټپي سوي کس ته دی ۲۰۰۰ امریکایي ډالر مالي مرسته ورکول سي.
د هر هغه استوګنیز کور لپاره چې په بشپړه توګه ویجاړ سوی وي، ۳۰۰۰ امریکایي ډالر ورکول سي.
د هر هغه دوکان لپاره چې په بشپړه توګه ویجاړ سوی وي، ۲۰۰۰ امریکایي ډالر دی ورکول سي.
د هر هغه موټر لپاره چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ویجاړ سوی وي، ۲۰۰۰ امریکایي ډالر دی ورکول سي.
د ویجاړو سوو کرنیزو ځمکو لپاره دی د هر هکتار په بدل کې ۵۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته ورکول سي.
د هغو مالدارانو لپاره چې څاروي یې د بمبارۍ له امله له منځه تللي وي، د هر څاروي په بدل کې دی ۶۰ امریکایي ډالر تاوان ورکول سي.
هر سخت ټپي سوي کس ته دی ۲۰۰۰ امریکایي ډالر مالي مرسته ورکول سي.
د هر هغه استوګنیز کور لپاره چې په بشپړه توګه ویجاړ سوی وي، ۳۰۰۰ امریکایي ډالر ورکول سي.
د هر هغه دوکان لپاره چې په بشپړه توګه ویجاړ سوی وي، ۲۰۰۰ امریکایي ډالر دی ورکول سي.
د هر هغه موټر لپاره چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ویجاړ سوی وي، ۲۰۰۰ امریکایي ډالر دی ورکول سي.
د ویجاړو سوو کرنیزو ځمکو لپاره دی د هر هکتار په بدل کې ۵۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته ورکول سي.
د هغو مالدارانو لپاره چې څاروي یې د بمبارۍ له امله له منځه تللي وي، د هر څاروي په بدل کې دی ۶۰ امریکایي ډالر تاوان ورکول سي.
موږ له ټولو اړوندو دولتي ادارو څخه غوښتنه کوو چې د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو هغو کورنیو ته چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله زیانمنې سوې دي، بېړنۍ مرستې ژر تر ژره ورسوي. په دغو مرستو کې دې په ځانګړې توګه لنډمهاله سرپناه (خېمې)، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه، روغتیايي خدمتونه، طبي درمل، د ډاکټرانو درملنه، او نور اړین بشري مرستندویه توکي شامل وي
په درنښت
یادونه: د لوی افغانستان د خلکو په استازیتوب له ټولو هغو هېوادونو او مرستندویه سازمانونو څخه چې د سېلابونو، سختو بارانونو او زلزلو له قربانیانو سره یې مرسته کړې ده یا به په راتلونکي کې مرسته وکړي، خپله د زړه له کومې مننه څرګندوو
همدارنګه، موږ ځانګړې مننه د هغو ټولو هیوادونو او بنسټونو څخه کوو چې د بمباریو له امله د بېګناه قربانیانو سره یې مرسته کړې ده، او هغو کورنیو ته یې دمرستی لاس ورکړی دی چې خپل کورونه او د ژوند سرچینې یې له لاسه ورکړې دي، او همدارنګه د هغو هیوادونو او بنسټونو منندویه یو چې د لوږې، بېوزلۍ او ناروغیو له امله ځورېدونکو انسانانو ملاتړ کوي. ستاسو همدردي، خواخوږي او بشري مرستې زیانمنو خلکو ته هیله وربخښي او ستاسی ملاتړ بېساری ارزښت لری
Finanzielle Hilfen für die Opfer der pakistanischen Luftangriffe in den afghanischen Provinzen Kunar, Paktia und Paktika
Sehr geehrte Damen und Herren,
Die Unterstützungsmission der Vereinten Nationen in Afghanistan (UNAMA) erklärte, dass bei den pakistanischen Luftangriffen vom 28. Juni 2026 mindestens 28 Zivilisten getötet und 49 weitere verletzt wurden. Unter den Opfern befanden sich Frauen und Kinder. Der Zustand mehrerer Verletzter sei kritisch, weshalb die Zahl der Opfer weiter steigen könne.
UNICEF sowie die Delegation der Europäischen Union in Afghanistan erklärten auf ihren X-Konten, dass sie die Berichte über getötete und verletzte Kinder mit großer Sorge zur Kenntnis genommen hätten. Gemeinsam mit den Vereinten Nationen arbeiteten sie an einer umfassenden Bewertung der Folgen der Angriffe. Beide Organisationen betonten, dass das humanitäre Völkerrecht jederzeit eingehalten werden müsse. Zivilisten und zivile Einrichtungen dürften niemals Ziel militärischer Angriffe sein; insbesondere Kinder müssten besonderen Schutz genießen.
Der Sprecher der Taliban-Regierung, Zabihullah Mujahid, erklärte hingegen, dass bei den Luftangriffen mindestens 36 Zivilisten getötet und 163 weitere verletzt worden seien. Nach seinen Angaben bombardierten pakistanische Kampfflugzeuge Wohngebiete in mehreren Regionen der Provinzen Paktia, Paktika und Kunar. Mindestens drei Wohnhäuser wurden vollständig zerstört. Die schwersten Verluste wurden im Bezirk Tsamkani (Provinz Paktia) verzeichnet. Beim ersten Angriff wurden ein älterer Mann und ein Kind getötet. Als Dorfbewohner den Verletzten helfen wollten, wurde derselbe Ort erneut bombardiert. Dabei kamen weitere 28 Menschen ums Leben, rund 158 Personen wurden verletzt. Im Bezirk Giyan (Paktika) traf ein Luftangriff das Wohnhaus eines Zivilisten. Dabei wurden sechs Menschen, überwiegend Frauen und Kinder, getötet. Im Bezirk Manora (Kunar) wurde ein weiteres Wohnhaus vollständig zerstört. Darüber hinaus kamen etwa 30 Nutztiere ums Leben.
Den Familien der Verstorbenen sprechen wir unser tief empfundenes Beileid aus. Den Verletzten wünschen wir eine rasche und vollständige Genesung.
Zur Unterstützung der von den pakistanansichen Luftangriffen betroffenen Bevölkerung in den Provinzen Kunar, Paktia und Paktikasollen sollen aus der Staatskasse folgende finanzielle Hilfen gewährt werden:
- Den Familien der durch die pakistanische Bombardierung ums Leben gekommenen Märtyrer wird eine Entschädigung in Höhe von 5.000 US-Dollar je getötete Person gewährt.
- Schwer verletzte Personen erhalten eine finanzielle Unterstützung in Höhe von 2.000 US-Doller je Person.
- Für vollständig zerstörte Wohnhäuser werden 3.000 US-Dollar je Wohnhaus ausgezahlt.
- Für vollständig zerstörte Geschäfte werden 2000 US-Dollar je Geschäft ausgezahlt.
- Für jedes Fahrzeug, das infolge der pakistanischen Luftangriffe zerstört wurde, werden 2000 US-Dollar je Fahrzeug gewährt.
- Für zerstörter Felder wird eine finanzielle Hilfe von 5.000 Afghani je Hektar gezahlt.
- Eigentümer von Nutztieren, die infolge der Bombardierung verendet sind, erhalten eine Entschädigung in Höhe von 60 US-Dollar je Tier.
Mit freundlichen Grüßen
PS: Im Namen des Volkes Großafghanistans sprechen wir allen Ländern und Organisationen, die den Opfern der Überschwemmungen, Starkregenfälle und Erdbeben geholfen haben oder künftig Hilfe leisten werden, unseren aufrichtigen und tief empfundenen Dank aus. Ebenso gilt unser besonderer Dank allen, die den unschuldigen Opfern der Bombardierungen beigestanden haben, die ihr Zuhause und ihre Lebensgrundlage verloren haben, sowie denjenigen, die Menschen unterstützen, die unter Hunger, Armut und Krankheiten leiden. Ihre Solidarität, Ihr Mitgefühl und Ihre humanitäre Hilfe schenken den Betroffenen Hoffnung und sind von unschätzbarem Wert.
