د افغانستان د نورستان، ننګرهار او لغمان په ولایتونو کی د سختو بارانونو او سېلابونو د قربانیانو لپاره مالي مرستې
آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه د افغانستان د نورستان، ننګرهار او لغمان ولایتونه د سختو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو سره مخ سول. دې طبیعي پېښې د ګڼ شمېر خلکو ژوند واخیست او پراخ مالي او مادي زیانونه یې رامنځته کړل. د نورستان ولایت پارون ښار تر ټولو زیات زیانمن سوی دی.
د تر اوسه ترلاسه سوو راپورونو له مخې، له ۴۰ څخه زیات کسان شهیدان سوي، له ۸۰ څخه زیات کسان ټپیان سوي دی، او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لا هم ورک دي. د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري. سربېره پر دې، د سېلابونو له امله ګڼ شمېر کورني څاروي هم له منځه تللي دي.
ګڼ شمېر کورونه، دوکانونه، هوټلونه، دولتي او خصوصي ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې سوې او یا سختی زیانمنې سوې دي. څو موټره هم د سېلابونو اوبو وړي دي. همدارنګه، پراخې کرنیزې ځمکې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ویجاړ سوي، چې له امله یې ډېرو کورنیو خپل حاصلات او د ژوند اساسي سرچینه له لاسه ورکړې ده. د اړوندو ادارو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د اوښتو زیانونو کچه شاوخوا ۳۵ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د مرستو رسولو چارې ځکه هم له ستونزو سره مخ دي، چې ډېری زیانمنې شوې سیمې غرنیزې او لرې پرتې دي او ورته لاسرسی ستونزمن دی. سربېره پر دې، د سېلابونو له امله ګڼ شمېر سړکونه ویجاړ سوي دی، چې د زیانمنو خلکو سره مرستې او لیرې پرتو سیمو ته د رسېدو بهیر یې سخت اغېزمن کړی دی.
موږ د شهیدانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او د زړه له کومې خواشیني څرګندوو، او ټولو ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا هیله کوو.
د طبیعي پېښو له امله زیانمنو سوو خلکو د ملاتړ لپاره به د دولت له خزانې څخه لاندې مالي مرستې ورکړل سي:
د هغو کسانو کورنیو ته چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، د هر شهید په خاطر ۷۰,۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
سخت ټپیانو ته د هر کس لپاره ۱۰,۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته ورکول کېږي.
د هر بشپړ ویجاړ سوي استوګنیز کور لپاره ۷۰,۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د هر بشپړ ویجاړ سوي دوکان لپاره ۲,۰۰۰ امریکایي ډالر ورکول کېږي.
د هر بشپړ ویجاړ سوي هوټل لپاره ۵,۰۰۰ امریکایي ډالر ورکول کېږي.
د هر هغه موټر لپاره چې د سېلابونو له امله ویجاړ سوی یا اوبو وړی وي، ۲,۰۰۰ امریکایي ډالر ورکول کېږي.
د ویجاړو سوو کرنیزو مځکو لپاره د هر هکټار په بدل کې ۵,۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته ورکول کېږي.
د هغو کورنیو څارویو د مالکینو لپاره چې د طبیعي پېښې له امله له منځه تللي وي، د هر حیوان په بدل کې ۶۰ امریکایي ډالر تاوان ورکول کېږي.
له اړوندو ادارو څخه غوښتنه کېږي چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ژر تر ژره ورسوي. په دغو مرستو کې باید په ځانګړي ډول بیړني سرپناهونه (خېمې)، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه، روغتیايي خدمتونه، د ډاکټرانو درملنه، درمل او نور اړین بشري مرستندویه توکي شامل وي.
همدارنګه سپارښتنه کېږي چې هغه کورنۍ چې کورونه یې د دې طبیعي پېښې له امله ویجاړ سوي دی، خپل نوي کورونه تر امکان پورې په قوي، معیاري او مقاوم ډول جوړ کړي، څو د راتلونکو سختو موسمونو او طبیعي پېښو پر وړاندې ښه مقاومت ولري او د ورته زیانونو د تکرار مخه ونیول سي.
په درنښت
یادونه: د لوی افغانستان د خلکو په استازیتوب له ټولو هغو هېوادونو او مرستندویه سازمانونو څخه چې د سېلابونو، سختو بارانونو او زلزلو له قربانیانو سره یې مرسته کړې ده یا به په راتلونکي کې مرسته وکړي، خپله د زړه له کومې مننه څرګندوو.
همدارنګه، موږ ځانګړې مننه د هغو ټولو هیوادونو او بنسټونو څخه کوو چې د بمباریو له امله د بېګناه قربانیانو سره یې مرسته کړې ده، او هغو کورنیو ته یې دمرستی لاس ورکړی دی چې خپل کورونه او د ژوند سرچینې یې له لاسه ورکړې دي، او همدارنګه د هغو هیوادونو او بنسټونو منندویه یو چې د لوږې، بېوزلۍ او ناروغیو له امله ځورېدونکو انسانانو ملاتړ کوي. ستاسو همدردي، خواخوږي او بشري مرستې زیانمنو خلکو ته هیله وربخښي او ستاسی د ملاتړ ارزښت بېساری دی.
Finanzielle Hilfen für die Opfer der starken Regenfälle und Überschwemmungen in den afghanischen Provinzen Nuristan, Nangarhar und Laghman
- Den Familien der durch die Regenfälle und Überschwemmungen ums Leben gekommenen Personen wird eine Entschädigung in Höhe von 70.000 Afghani je verstorbener Person gewährt.
- Schwer verletzte Personen erhalten eine finanzielle Unterstützung in Höhe von 10.000 Afghani je Person.
- Für vollständig zerstörte Wohnhäuser werden 70.000 Afghani je Wohnhaus ausgezahlt.
- Für vollständig zerstörte Geschäfte werden 2000 US-Dollar je Geschäft ausgezahlt.
- Für vollständig zerstörte Hotels werden 5000 US-Dollar je Hotel ausgezahlt.
- Für jedes Fahrzeug, das infolge der Überschwemmungen zerstört oder von den Fluten mitgerissen wurde, werden 2000 US-Dollar je Fahrzeug gewährt.
- Für zerstörter Felder wird eine finanzielle Hilfe von 5.000 Afghani je Hektar gezahlt.
- Eigentümer von Nutztieren, die infolge der Naturkatastrophe verendet sind, erhalten eine Entschädigung in Höhe von 60 US-Dollar je Tier.
