په افغانستان کې د زیانمنو ملکي وګړو لپاره د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه د بیړنيو بشري مرستو غوښتنه
آغلو او ښاغلو
په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت له امله، د زیانمن سوو خلکو په استازیتوب موږ له نړیوالې ټولنې څخه په ډېره بېړنۍ توګه د مرستې غوښتنه کوو. د یوی خوا طبیعي افتونو او د بلی خوا د پاکستان جنګي مجرمینو لخوا وسله والو بریدونو، په افغانستان کی دا مهال بې ساري بشري ناورین را منځ ته کړی دی ، کوم چې د ملیونونو خلکو ژوند یی د یو جدي ګواښ مخ کړي دي
۱. ویجاړوونکي طبیعي افتونه
د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲۵ مې راهیسې، دوامداره سخت بارانونه او ناڅاپي سېلابونه په ډیرو ولایتونو کې د پراخې کچې ویرانۍ لامل سوي دي
د مرګ ژوبلې شمېر: د وروستیو معلوماتو له مخې (د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر پنځمی پوری)، لږ تر لږه ۷۷ کسان وژل سوي او ۱۳۷ نور ټپیان سوی دي
زیربناوې او کرنه: شاوخوا ۲۵۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ سوي دي. ۵۴۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې او له ۱۰۰۰ څخه ډېر څاروي له منځه تللي دی. په پایله کی په خاصه توګه کلیوال خلک, بزګران او مالداران د ورځنی ژوند د تامین لپاره د یوازنیو سرچینو څخه بی برخي سوی دي.
علاوه پر دی د اپرېل په ۴ مه د افغانستان په شمال او کابل کې د زلزلې له امله ۱۲ کسان وژل سوی دي او ۴ کسان ټپیان کړی دی. په دی توګه د زیانمن سوو خلکو کړاو نور هم زیات سوی دی
۲. د پاکستان د جنګي مجرمینو لخوا پوځي بریدونه او ملکي تلفات
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۱ مې راهیسې، د افغانستان په نهو ولایتونو (خوست، کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان) کې نږدې هره ورځ د پاکستان له خوا بریدونه کېږي. په دغو بریدونو کې بې توپیره (ړندی) بمبارۍ کیږی او بېلابېلې وسلې لکه راکټونه، د هاوان مرمۍ، دتوپچي ګولۍ او بېپیلوټه الوتکې کارول کېږي، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړي، شیرخوره ماشومان، کوچنیان، ښځې، سپین سري او سپینږیري وژل سوي یا سخت ټپیان سوي دي
ملکي تلفات: د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۱ مې راهیسې،تر اوسه پورې د پاکستان د پوځ د بمباریو او درنو وسلو له امله ۷۶۱ ملکي وګړي وژل سوي او ۶۲۶ نور ټپیان سوي دي، چې پکښې ډېر ماشومان، ښځې،او زاړه کسان شامل دي
د ملکي تاسیساتو ویجاړېدل: ۱۱۴۰ کورونه، ۱۳ ښوونځي، ۳ روغتونونه او ۳۴ جوماتونه ویجاړ سوي دي. له ۲۷۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د پاکستان د پوځي بریدونو له امله بېکوره سوې دي
۳. د کډوالو کړکېچن وضعیت
له ۲۰۲۳ کال راهیسې له پاکستان او ایران څخه د شاوخوا ۵ میلیونه افغان کډوالو جبري ستنېدنې یو جدي بشري کړکېچ رامنځته کړی دی. ډېر اغېزمن سوي کسان اوس مهال سرپناه، خوړو، کار او روغتیايي خدماتو ته لاسرسي نه لري
پایله او غوښتنه
د طبیعي افتونو، د پاکستان د وسلهوالو بریدونو او د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو ډلهییز اخراج په پایله کې یو بشري ناورین رامنځته سوی دی، چې پکښې لوږه، فقر، بېکوري، ناروغۍ، بېکاري او طبي خدماتو ته د لاسرسي نشتوالی شامل دي
له همدې امله موږ د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه هیله کوو چی په لاندی برخو کی لازمی مرستی وکړی
لطفاً بېړنی مرستی (لکه خواړه، درمل او خیمی) ور ته چمتو کړی
لطفاً د ویجاړو سوو زیربناوو په بیا رغونه کې مالی ملاتړ وکړی
لطفاً ملکي وګړي د نورو بشري ستونزو او کړاوونو څخه خوندي کړئ
د افغانستان ولس په دې ستونزمن حالت کې د نړیوالې ټولنې همکارۍ او پیوستون ته اړتیا لري. د مرستې هر ځنډ د نورو انسانانو ژوند له خطر سره مخ کوي
په ډېر درنښت

Dringender Appell an alle Länder der Welt zur humanitären Soforthilfe für die notleidenden Zivilbevölkerung in Afghanistan
Sehr geehrte Damen und Herren,
namens der betroffenen Menschen und angesichts der sich zuspitzenden humanitären Lage in Afghanistan wenden wir uns mit einem dringenden Hilfegesuch an die internationale Staatengemeinschaft. Das Land ist derzeit mit einer beispiellosen Kumulation aus Naturkatastrophen und bewaffneten Angriffen der Kriegsverbrecher Pakistans konfrontiert, welche die Lebensgrundlagen von Millionen Menschen existentiell bedrohen.
1. Verheerende Naturkatastrophen
Seit dem 25. März 2026 führen anhaltende Starkregen und Sturzfluten zu massiven Zerstörungen in mehreren Provinzen.
-
Opferzahlen: Nach aktuellem Stand (05. April 2026) sind mindestens 77 Todesopfer und 137 Verletzte zu beklagen.
-
Infrastruktur & Landwirtschaft: Rund 2.500 Häuser wurden vollständig zerstört. Der Verlust von 5.400 Hektar Agrarfläche und über 1.000 Nutztieren entzieht der ländlichen Bevölkerung die Nahrungsgrundlage.
-
Zusätzliche Erschütterung: Ein Erdbeben am 4. April im Norden Afghanistans sowie in Kabul forderte weitere 12 Menschenleben und verschärfte das Leid der betroffenen Bevölkerung.
2. Militärangriffe der Kriegsverbrecher Pakistans und zivile Opfer
Seit dem 21. Februar 2026 kommt es nahezu täglich zu Angriffen aus Pakistan in neun Provinzen Afghanistans (Khost, Kabul, Kandahar, Paktia, Paktika, Nangarhar, Kunar, Nuristan und Laghman). Dabei werden wahllose Bombardierungen sowie verschiedene Waffentypen – darunter Raketen, Mörsergranaten, Artilleriegeschosse und Drohnen – eingesetzt, wodurch zahlreiche Zivilisten, einschließlich Säuglingen, Kindern, Frauen und älteren Menschen, getötet oder schwer verletzt wurden
-
Zivile Verluste: Durch Bombardierungen und den Einsatz schwerer Waffen des pakistanischen Militärs wurden bisher 761 Zivilisten getötet und 626 weitere verletzt – darunter zahlreiche Frauen, Kinder und ältere Menschen.
-
Zerstörung ziviler Einrichtungen: Die Bilanz umfasst die Zerstörung von 1.140 Wohnhäusern, 13 Schulen, 3 Kliniken sowie 34 Moscheen. Über 27.000 Familien wurden infolge dieser Militärangriffe Pakistans obdachlos.
3. Prekäre Flüchtlingssituation.
Die erzwungene Rückkehr und Vertreibung von rund 5 Millionen afghnischen Flüchtlingen aus Pakistan und Iran seit 2023 haben zu einer akuten humanitären Krise geführt. Viele Betroffene leben derzeit ohne Unterkunft, Nahrung oder Zugang zu Arbeit und medizinischer Versorgung.
Fazit und Appell
Die Kombination aus Naturkatastrophen, bewaffneten Angriffen Pakistans und massiven Abschiebungen von Flüchtlingen aus den Nachbarländern hat eine humanitäre Katastrophe ausgelöst, die sich durch Hunger, Armut, Obdachlosigkeit, Krankheit, Arbeitslosigkeit sowie fehlenden Zugang zu medizinischer Versorgung auszeichnet.
Wir appellieren daher eindringlich an die Länder der Welt sowie an internationale Hilfsorganisationen:
-
Bereitstellung von Soforthilfe (Nahrungsmittel, medizinische Güter, Notunterkünfte).
-
Unterstützung beim Wiederaufbau der zerstörten zivilen Infrastruktur.
-
Schutz der Zivilbevölkerung vor weiterem humanitären Notstand und Leid.
Die Menschen in Afghanistan sind in dieser dunklen Stunde auf die Solidarität der Weltgemeinschaft angewiesen. Jede Verzögerung der Hilfe kostet weitere Menschenleben.
Mit vorzüglicher Hochachtung