د پاکستان جنرالان د انګریز غلامان دي
د پاکستان پارلمان ته
آغلو او ښاغلو
لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، ستاسو پارلمان په حقیقت کی هېڅ د پرېکړې واک نه لري. له همدې امله دا یو ظاهري یا جعلی پارلمان بلل کېږي. اصلي واک د ولس د ټاکل سوو استازو په لاس کې نه دی. هم تاسو او هم نړیواله ټولنه پوهېږي چې د پاکستان د پوځي جنرالانو پر وړاندې ښکاره نیوکه کول عملاً ناممکن دی.
د پارلمان د غړو په توګه، تاسو مجبوره سوی یاست چې د پوځ امرونه پلي کړئ، که داسی و نه کړی نو له جدي پایلوسره مخامخ کېږی –لکه بندی کیدل, شکنجه او حتی وژل کیږی
د پاکستان پوځي جنرالان – که هغه عاصم منیر دي، که قمر جاوېد باجوه وو او که نور جنرالان – خپل ولس ته د خدمت کولو پر ځای د انګریزانو د غلامانو په توګه دنده اجرا کوي. که په معقول ډول فکر وکړي، دا د پوځي جنرالانو له مسلکي مسؤلیت سره په ټکر کې ده چې جنرالان د بشري حقونو په سرغړونو کی لکه د ماشومانو، ښځو او بېګناه خلکو په وژنه کې ښکېل وي، د بهرنیو هیوادونو په غوښتنه له ۳۰ څخه زیاتې وسلهوالې ترهګرې ډلې وروزي یا یې ملاتړ وکړي، د بیت المال څخه میلیاردونه ډالره غلا کړي او په بهر کې په دغه پیسو جایدادونه واخلي یا پیسې پرخپل نوم او د خپلوانو پر نوم په بانکی حسابونو کی ذخیره کړي
په نړۍ کې ډېر هېوادونه د ټکنالوژی له پلوه ډېر پرمختللي دي. ځینې هېوادونه سپوږمکۍ فضا ته استوي او توغندي او فضايي بېړۍ تر سپوږمۍ رسوي. سربېره پر دې، ګڼ هېوادونه په خپل منځ کی تخنیکي همکارۍ لري او دوهاړخیزه سوداګري یې په دوامداره توګه وده کوي
خو پاکستان د پر مختګ په برخه کې په ټپه ولاړ پاته سوی دی. هغه کسان چې د انګریزانو د غلامانو په توګه دنده اجرا کوي، ښکاري چې لومړنی هدف یې د بهرنیو هیوادونو د ګټو لپاره خدمت کول دي: د بهرنیو هیوادونو په غوښتنه وسلهوالې ډلې روزل، شخصي شتمني زیاتول، د ولس – له ماشومانو تر سپینږیرو پورې – حقونه تر پښو لاندې کول او بېګناه خلک وژل. دا چلند د پاکستان د پوځي جنرالانو یعنی د انګریز د غلامانو کار دي
که تاسو غواړئ چې خپل پارلمان له بهرني نفوذه خپلواک کړئ، نو باید د ولس د استازو په توګه په ګډه یو موټی سئ. هغه واک چې اوس د جنرالانو په لاس کې متمرکز دی، باید پارلمان ته وسپارل سي، څو سیاسي پرېکړې یوازې په پارلمان کی د ټاکل سوو استازو له خوا وسي – نه د پوځي جنرالانو له خوا
په نړی کې د پوځي جنرالانو دنده په قرارګاوو کې د سرتېرو روزنه ده، حال دا چې سیاست او سیاسی پرېکړې د سیاستوالو وظیفه ده، نه د پوځي جنرالانو
که پارلمان د پرېکړې كولو بشپړ واک په لاس کې واخلي، دا به د پاکستان د ولس د هوساینې، اقتصادي پرمختګ، ودې او ثبات سبب سي. خو که جنګي جنایتکار پوځي جنرالان واک ته دوام ورکړي او سیاسي پرېکړې په خپله وکړي، نو پاکستان له جدي خطر سره مخ کېدای سي او ښايي سخته ګډوډي رامنځته سي. سربېره پر دې، د پاکستان محکمې هم خپلواکې نه دي؛ قاضیان او څارنوالان د انګریزانو د غلامانو تر اغېز لاندې دي
موږ په خپلو پخوانیو لیکونو کې هم یادونه کړې ده او بیا یې په ډاګه کوو چې بلوچستان او پښتونخوا د افغانستان خاوره ده او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یو ولس او یو افغانستان دی. موږ به د خپلې خاورې یو سانتي متر هم پر پاکستان خرڅ نه کړو او نه به یې ورته ډالۍ کړو. سرحدي پوستې باید اټک ته انتقال سي
لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، موږ له پاکستان سره خپله دوه اړخیزه سوداګري صفر ته راټیټه کړې ده. سربیره پردې، موږ د پاکستان او مرکزي آسیا ترمنځ سوداګریزو توکو ته د افغانستان له لارې د ټرانزیټ لارې کارولو اجازه نه ورکوو
یوازې هغه وخت چې سیاسي واک د انګریزانو له غلامانو یعنې پوځي جنرالانو څخه پارلمان ته وسپارل سي او پرېکړې پارلمان وکړي – نه جنرالان – نو لوی افغانستان به چمتو وي چې له پاکستان سره خپلې دوهاړخیزې اړیکې عادي کړي. په دې صورت کې کېدای سي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم بېرته پیل سي
موږ ته معلومه ده چې په تېرو وختونو کې څو ځله خطا ایستنی سوې دی. نه یوازې د افغانستان ولس، بلکې نور هېوادونه هم خطا ایستل سوي دي. دا چلند نړیوالې ټولنې ته هم معلوم دی. له همدې امله موږ ټینګار کوو چې تر هغه وخته پورې چې د سیاسي پرېکړې واک له جنګي جنایتکارو پوځي مشرانو څخه وا نه خیستل سي او په بشپړ ډول پارلمان ته ونه سپارل سي، موږ د خبرو اترو د پیل لپاره امکانات نه وینو
په درناوي

Die Pakistanische Generäle sind Sklaven der Engländer
An das pakistanische Parlament
Sehr geehrte Damen und Herren,
wie Ihnen bekannt ist, verfügt Ihr Parlament über keine tatsächliche Entscheidungsgewalt. Deshalb handelt es sich um ein Scheinparlament. Die maßgebliche Macht liegt nicht in den Händen der gewählten Volksvertreter. Sowohl Ihnen als auch der internationalen Öffentlichkeit ist bewusst, dass eine offene Kritik an den Militärgenerälen Pakistans faktisch nicht möglich ist. Sie als Parlamentsangeordnete werden gezwungen, Anordnungen des Militärs umzusetzen, da andernfalls schwerwiegende Konsequenzen – bis hin zu Verhaftung und anderer Repression oder sogar Tod – zu befürchten sind.
Die Militärgeneräle Pakistans – unabhängig davon, ob es sich um Asim Munir, Qamar Javed Bajwa oder andere Generäle handelt – agieren wie Sklaven der Engländer, anstatt Ihrem Volk zu dienen. Bei sachlicher Betrachtung widerspricht es der beruflichen Verantwortung militärischer Fürhungspersonen, in schwerwiegende Menschenrechtsverletzungen wie Ermordung der Kinder, Frauen und unschuldiger Menschen verwickelt zu sein, mehr als 30 bewaffnete Terroristenruppen im Auftrag externer Akteure auszubilden oder zu unterstützen, staatliche Mittel in Milliardenhöhe zu veruntreuen und damit Immobilien im Ausland zu erwerben oder finanzielle Ressourcen auf eigene beziehungsweise familiäre Konten im Ausland zu transferieren.
Wenn Sie die Unabhängigkeit Ihres Parlaments von äußeren Einflussnahmen wiederherstellen wollen, sollten Sie sich als Abgeordnete geschlossen zusammenschließen. Die derzeit in den Händen der Generäle konzentrierte Macht sollte vom Parlament übernommen werden, sodass politische Entscheidungen ausschließlich von den gewählten Vertretern getroffen werden – nicht von Militärgenerälen. In der internationalen Praxis liegt die Aufgabe der Militärgeneräle auf der Ausbildung der Soldaten in den Kasernen, während die politische Gestaltung und Entscheidungsfindung in der Verantwortung der gewählten Politiker liegt, nicht der Militärgeneräle.
Wenn das Parlament die volle Entscheidungsbefugnis übernimmt, wird dies dem Wohl des pakistanischen Volkes sowie der wirtschaftlichen Entwicklung, dem Fortschritt und der Stabilität des Landes dienen. Sollten hingegen weiterhin kriegsverbrecherische Militärgeneräle die Macht ausüben und die politischen Entscheidungen treffen, droht Pakistan ernsthafte Gefahr und könnte in ein gravierendes Chaos gestürzt werden. Verschlimmernd kommt hinzu, dass auch die Gerichte Pakistans nicht unabhängig sind; Richter oder Staatsanwälte stehen unter dem Einfluss der Sklaven der Engländer.
Wir haben bereits in früheren Schreiben erwähnt und möchten es nochmals klarstellen, dass Belutschistan und Paschtunkhwa afghanisches Territorium sind und dass auf beiden Seiten der Durand-Linie ein Volk und ein Afghanistan existieren. Wir werden keinen Zentimeter unseres Territoriums an Pakistan verkaufen oder verschenken. Die Grenzposten sind nach Atak zu verlegen.
Wie Sie wissen, haben wir unseren bilateralen Handel mit Pakistan auf null reduziert. Ferner erlauben wir nicht, dass Handelswaren zwischen Pakistan und Zentralasien die Transitroute durch Afghanistan nutzen.
Mit freundlichen Grüßen