دلوی افغانستان ټول ولس دګیله من وزیر دمرګ په غم کی شریک دی
دلوی افغانستان ولسه
دا یو پلا نه دی, دوه پلا نه دی, دری پلا نه دی چی ګیله من وزیر غوندی کسان وژل کیږی. تقریبا" د ۷۷ کالو راهیسی دپنجاب دجنایتکارانو, خونکارانو, جنرالانو او دیکتاتورانو داپالیسی ده چی که څوک دخپل حق غوښتنه وکړی, که څوک دآزادی غوښتنه وکړی, که څوک دبدماشانو پرحکومت باندی نیوکه وکړی, که څوک پرداجنایتکارانوجنرالانو باندی انتقاد وکړی او که څوک دافغانستان ددواړو خواوو د متحد کولوغوښتنه وکړی کوم چی دلوی افغانستان د ولس حق دی, نو دغه ډول کسان بندی کیږی, لت کیږی او وژل کیږی. تاسی ته معلومه ده چی دپنجاب جنایتکاران اودیکتاتوران داسی کسان لکه ګیله من وزیر او داسی نور یو په بل پسی وژنی. ددوی ستراتیژی داده چی دلوی افغانستان ولس په دغه ډول بیرحمانه کړنو سره وبیروی
دلوی افغانستان ولسه
ځانونه دمبارزی دپاره تیار کړی. ګیله من وزیر چی دلوی افغانستان د ټول ولس دحق دپاره یی مبارزه کول دپنجاب ډاکوګانو په شهادت ورسوی
موږ د دلوی افغانستان ټول ولس د ګیله من وزیرکورنی ته تسلیت وایو او ددوی سره دزړه له کومی همدردی لرو. خدای تعالی دی دوی ته د صبر توفیق ورکړی
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
په درنښت